د واک لوږه،هل من مزید


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • شهرت ننګيال
  • 461

 څوک اقتدار ړانده کړي وي، د چا پر سترګو دولت او  پیسو پردې غوړولې وي، څوک د سر سترګې لري، د زړه سترګې ړندې ګرځوي، څوک د زړه په سترګو ګوري، د زړه مني، په زړه پسې ځي، څوک یوازې مغزو ته نوک نیسي، د چا پرېکړه له زړه راوځي ... د چا له مغزو، د ځینو له ګېډې، کولمو...

د واک، اقتدار، پیسو او دولت وږي که په ګېډو ماړه ګورو، سترګې  یې وږې مومو، چې د سترګو لوږه د مړېدو نه ده - هل من مزید...
د واک او پیسو وږي داسې وي لکه د سېلاب منځ کې راګیر تږي، ځکه خو د دولت او اقتدار تنده جل وهلې خېژي.
بېلابېلې څېړنې په افغانستان کې د رواني ناروغیو او ډيفرېشن کچه خورا لوړه ښيي، لوږه، فقر، خواري، ناامني او جنګ یې عمده لاملونه دي.
خو یوې څېړنې د شتمنو او مقتدرو کسانو تر منځ د ډيفرېشن او  رواني ناروغیو کچه له بې‌وزلو لوړه ښوولې.
ډيفرېشن  یوازې دا نه دی چې چا ته خوب نه ورځي او د خوب ګولیو  په خوړو ځان اړ ګڼي، هر ناقانونه عمل او غیرطبیعي پرېکړه د رواني ناروغۍ زېږنده ده.
بې‌ځایه مخالفت، له چتې وتلې دښمني او سرکښه عشق ډيفرېشن دی، پر واک او دولت زړه بایلل ډېفرېشن دی. له واکه په لېرې کېدو، په خپلو حواسو کنټرول بایلل ډيفرېشن دی.
د تېر حکومت هغه غټان چې له چوکیو  بې‌ برخې دي، له واکه د محرومیت دوک دومره ځپلي چې له حکومت سره یې د دښمنی پر لېونتوب اړولي دي.
دوی کې ډېرې داسې سټې شته چې له اوو، اتو کالو یې  پر یوه  وزارت خېټه اچولې؛ داسې هم چې ټوله موده یې د وزارتونو او چوکۍ په  چکر کې تېره کړې او داسې هم چې دا څوارلس کاله یې د بېلابېلو مقاماتو  په مزو  کې اړولي.
اخېر چوکۍ تر کومه؟ ځینو ته له مقام پرته څرنګه ژوند بې‌خونده او نيمګړی ښکاري..؟
لکه له واکه پرته ژوند له سره ژوند نه اوسي، په مرګ حساب ورته ښکاري.
اته، لس، څوارلس کاله څرنګه څوک د چوکۍ په خوند نه شي مړېدای. له مقام څخه څرنګه د ځینو زړونه نه شي صبرېدای؟
د افغانستان په تاریخ کې دومره وزیران او غټان دومره اوږده موده په چوکی او مقام نه دي پاتې شوي.
ځکه خو نه د چا زړه تقاعد ته ورماتېدای شي، نه یې تبدیلي پر زړه اوارېدای شي. چې وزیر، والي، رئیس وي، د حکومت د ملاتړ قصیدې غږوي، خو  له واکه پر لېرې کېدو اپوزېسیون شي. د مخالفت او  دښمنی  ډول غاړې ته واچوي. هېواد او خلک دومره او داسې غواړي چې د دوی واک ټینګ کړای شي، که واکمن وي، افغانستان او خلک دې وي، که نه، نه د افغانستان په کیسه کې دي، نه د خلکو...
دا پرېږده چې ډېری په یوه وخت د حکومت او اپوزیسیون دواړو خوند اخلي. لکه پر یوه ټکټ دوه مزې.
واک د ځینو لپاره حتمي سوال ګرځېدلی لکه د ژوند او مرګ انتخاب. د ځان لپاره پرېږده، ډېر د کورنۍ او اولاد لپاره هم د واک حق خوندي ګڼي . ځکه خو موږ ګورو چې ځینې چوکۍ او مقامات له پلاره زوی ته په میراث رسېدلې.
چې سناتور مړ شي، زوی یې پر ځای ټاکل شوی، د استاد رباني له وژل کېدو وروسته یې زوی  د سولې عالي شورا رئیس شو.
د یوې کورنۍ پلار، زامن، لوڼې، زومان ټول په لوړو چوکیو لګېدلي. چوکۍ او ادارې د اړتیا او وړتیا پر مټ نه، د ښاغلو راغلو د نازولو لپاره پام کې نیول شوې چې له امله یې د پولي پړسوب په څېر اداري تورم هم خطرناک برید ته رسېدلی دی. 
دغه پړسوب چوکۍ په بیه اچولې. د والي، ګمرک، ولسوال، قاضي هر یو خپل قيمت دي.
د چوکۍ بیه په ډالرو ده چې د دغو چوکیو معاش یا عاید په ډالرو محاسبه کېږي.
ډالر که له یوې خوا افغانۍ تکیه کړه، له بلې خوا یې په صفر کې ضرب کړه.
ډالر حقیقت کې افغانۍ ټینګه نه، بې ارزښته کړه. د افغانۍ د قوت ارزښت یې لوټ کړ.
سرخط ورځپاڼه