رحمت الله اندړ


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • سیاست؛ د اسلام په بهانه
  • 209

 زموږ ځینې اسلامي ډلې او اسلامي خوځښتونه د شرعي سیاست او اسلامي دعوت په مفهوم کې تېروتلي دي، له اسلامي ډلو او خوځښتونو څخه مې مطلب هغه ډلې دي چې سیاست ته د اسلام په نامه رادانګي او د خپلې ډلې نوم یې د اسلام او اسلامي په مختاړي او روستاړي پیل یا پای ته رسېږي، یا ځینې مدني حرکتونه چې د ټولنې د اصلاح او سمون په نامه را ټوکېږي، د اسلامي او اصلاحي دعوت د داعیو په زور د ځوانانو پاک احساسات خپلوي او بالاخره په یوه سیاسې خوځښت بدلېږي او وروسته بیا خپلې هر ډول تګلارې ته د اسلامي دعوت، حکمت او شرعي سیاست نوم ورکوي او ځان واک ته رسوي.

ورځني سیاست ته د اسلامي او اصلاحي دعوت په بهانه ننوتل نه شرعي سیاست دی او نه اسلامي دعوت. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلی سیرت موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت حقیقت را په ګوته کوي او د هغو خلکو له دعوت سره یې توپیر راښیي چې د اصلاح لپاره یوازې په خوله نارې وهي او تر پایه یې د اغراضو او اهدافو تفکیک نه شي کېدای.
آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل دعوت پاچاهي غوښته؟ آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل دعوت په خپل قوم کې شتمني، زعامت او ریاست تر لاسه کول؟
د قریشو مشرکینو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د شتمني، ریاست، زعامت او پاچاهي وړاندیزونه وکړل، په دې شرط چې تر خپل دعوت تېر شي، خو د قریشو پر وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جواب ډېر قاطع وو: 
«زه د هغه څه لپاره نه یم راغلی چې تاسې راوړي، نه له تاسې مال غواړم، نه ستاسې د ریاست او زعامت تمه لرم او نه پر تاسې پاچاهي غواړم، زه یوازې الله تعالی رسول رالېږلی یم، پر ما یې کتاب نازل کړی او ما ته یې امر کړی چې ستاسې لپاره زېری درکوونکی او وېروونکی شم... که هغه څه منئ چې ما تاسې ته راوړي، دا نو ستاسې د دنیا او د آخېرت برخه ده او که یې نه منئ، د الله تعالی امر ته صبر کوم، تر څو زما او ستاسې په مینځ کې پرېکړه وکړي. »
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند د هغه له وینا سره سم وو، دا نه چې یوازې په ژبه یې ریاست او شتمني نه غوښته، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عملي ژوند هم ډېر ساده وو، خوراک، څښاک او لباس یې د نور ملګرو په څېر وو، په دنګو ماڼیو کې نه دی اوسېدلی، د ژوند لپاره یې کوم مرفه وسایل نه دي غوره کړي، د نورو پاچاهانو په څېر یې د دروازې مخې ته ساتونکي نه دي ساتلي....
اسلامي شریعت اهداف او وسايل دواړه زموږ لپاره عبادات شمېرلي، نو ستا لپاره چې الله تعالی کوم هدف ټاکلی یوازې باید په هغه لاره ځان ورته ورسوې کومه چې د الله تعالی له لوري وسیله ټاکل شوې. سمه ده موږ به هدف ته د رسېدلو لپاره له حکمت او شرعي سیاست نه ګټه اخلو، خو یوازې د مشروعو او ټاکل شویو وسايلو په چوکاټ کې.
د حکمت او سیاست تصور دا وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له قریشو سره په زعامت او پاچاهي متفق شوی وای او دا دواړه یې د اسلامي دعوت د تحقق او ثبات لپاره وسیله ګرځولي وای. مالومه خبره ده چې پاچا په خلکو کې ښه نفوذ او خبره یې په خلکو ښه اغیزه لري، اوسني دعوتکوونکي او د مذهب خاوندان خو موږ په سترګو وینو چې د قدرت چانس چېرته هم له لاسه نه ورکوي، ترڅو د خپل قدرت او زور په وسیله خپل دعوت او مذهب په خلکو ومني.
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم نوموړی سیاست او وسیله د خپل دعوت لپاره لاره و نه بلله ځکه چې د اسلامي دعوت له اساساتو سره په ټکر کې وه.
که دغسې اسلوب ته جواز ورکړو او د حکمت او صحیح سیاست نوعه یې وشمېرو، نو د صادق او کاذب توپیر به و نه شي، صادق او کاذب به دواړه د خپل دعوت لپاره همدغه یوه پراخه وسیله استعمالوي او په حکمت او سیاست به یې نوموي، دواړه به غواړي چې واک ته د اسلام په نامه ځان ورسوي او موږ ته به له واک ته رسېدلو وروسته پته لګېږي چې کوم یو صادق او کوم یو کاذب دی.
د دې دین هدف او وسیله دواړه په شرافت او صداقت باندې ولاړ دي. لکه څرنګه چې هدف له صداقت، شرافت او حقې وینا پرته بل مقوم نه لري، همدارنګه وسیله هم باید په صداقت، شرافت او حقه وینا باندې ولاړه وي.
تاسې ته مالومه ده، یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو سردارانو ته د دین د حقیقت په تشریح کولو او تفسیر کې دومره مصروف شو چې د خپل ملګري عبدالله ابن ام مکتوم رضي الله عنه خبره یې په ډاګ وغورځوله او له هغه څخه یې اعراض وکړ، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زیات حرص کاوو ترڅو د قریشو سرداران ایمان راوړي، له دغې زریني موقع استفاده وکړي او خپل ملګري عبد الله ابن مکتوم رضی الله عنه ته به یو بل وخت جواب ورکړي، خو د الله تعالی دا کار خوښ نه شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ملامت کړ او ویې فرمایل: «عبس وتولی أن جاءه الأعمی» (عبس:۲،۱) تندی یې تریو کړ او مخ یې واړول چې کله هغه ړوند ورته راغی– عبد الله ابن مکتوم رضي الله عنه ړوند و.
که فکر وکړو دلته غایه او هدف ډېر لوړ وو، اسلام او ایمان ته د مشرکینو مشران رابلل کېدل، خو وسیله مناسبه نه وه، ځکه دلته د مشرکینو د زړونو د لاس ته راوړلو لپاره د یو مسلمان خاطر ماتېدل او هغه ته التفات نه کېده، دغسې وسیله نه مشروعه ده او نه مقبوله.
لنډه دا چې هیڅوک نه شي کولای چې په اسلامي دعوت او نصیحت کې د حکمت او شرعي سیاست په نامه د اسلام اساسات تغیر کړي، یا یې سپک وګڼي او یا د اسلام له حدودو تجاوز وکړي، ځکه منل شوی او معتبر حکمت هغه دی چې په شرعي حدودو، اساساتو او اخلاقو مقید وي او شرعي سیاست د حاکم هغه چار ته ویلای شو چې د یوه مصلحت له امله یې تر سره کوي او له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي.
له بده بخته چې زموږ ورځني د اسلام په نامه سیاستونه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپېڅلې تګلارې سره په ټکر کې دي.
سرخط ورځپاڼه