ورځ په ورځ رخصتۍ د خلکو او زده‌کوونکو د وخت ضیاع


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبيب الله رفيع
  • 367

 د افغانستان د اساسي قانون اتلسمه ماده حکم کوي: 

"د جمعې ورځې، د اسد ۲۸ او د ثور ۸ عمومي رخصتۍ دي"
د قانون له دې حکم سره-سره کال په کال د کال د رخصتیو ليست اوږدېږي، خصوصا دا رخصتۍ د ځینې کسانو له مړینو سره رازېږي او ورځ په ورځ زیاتېږي.
له دې سره- سره چې موږ په خپل تاریخ کې وخت پر وخت په زرهاوو اتلان او خدمتګاران لرو چې وفات شوي یا وژل شوي، خو زموږ په تقویم کې د یوه تن په نامه هم رخصتي نشته، نه داسې ورځ د میرویس نیکه په نامه لرو، نه یې د احمدشا بابا په نامه لرو، نه یې د غازي امان الله خان په نامه لرو، نه د ارواښاد محمد داوود په نامه کومه رخصتي شته، خو اوس دا بدعت راپیل شوی. 
مثلا نن د مرحوم رباني د مرینې د ورځې رخصتي ده او که دا لړۍ دوام وکړي، فکر کوم شمېر به یې کال دوولس میاشتو ته ورسېږي، ځکه ډېر داسې کسان شته چې ځان د همداسې اعزاز مستحق بولي.
د نمونې په توګه حضرت صبغت الله مجددي د افغانستان د اسلامي جمهوریت موسس دی، خدای دې اوږد ژوند ورکړي، خو څرنګه چې مرګ حق دی او هر څوک به مري، نو که خدایه مه کړه وفات شي، دی تر رباني صاحب ډېر مستحق دی چې د مړینې ورځ یې رخصتي شي. 
همدا راز کرزی صاحب زموږ لومړنی انتخابي اولسمشر دی او که خدایه مه کړه وفات شي، نو د ده ورثه به هم داسې اعزاز ورته غواړي. دا لړۍ به پسې غځېږي او زموږ ټولې ورځې به پکې ولاړې شي.
د کرزي صاحب حکومت دا رخصتي په احساساتي ډول اعلان کړه او د ده انډیوالان یې پرې خوشاله کړل.
موږ نه وایو چې د داسې کسانو درناوی دې نه کېږي، خو د درناوي ګڼې نورې لارې هم شته. 
ښه شاهانه مزار دې پرې جوړ شي، یو واټ یې دې په نامه شي، یو کتابتون دې يې په نامه شي او داسې نور، خو ورځې یې په نامه کول، د هېواد ټول خلک په کور کښېنول او رخصت ورکول پر ملت ظلم دی، د دوی وخت ضایع کول دي. 
خصوصا ویل کېږي چې موږ له وړکتون نه تر پوهنتون پورې تر لس ملیونو زیات زده‌کوونکي لرو، نو یوه- یوه ورځ د دوی له درسه ايستل د ملیونونو انسانانو پر ژوند لوبې کول دي.
زه د ملي وحدت له حکومت نه هيله لرم چې د ملي لورېینې او ملي زړه سوي له مخې او د ملي ګټو لپاره د داسې رخصتیو مخه ونیسي، د دې زمینه مساعده کړي چې زموږ خلک کار وکړي او زموږ ماشومان او ځوانان درس ولولي.
سرخط ورځپاڼه