د سیف الله مور


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 962

 زموږ په کلي کې د سیف الله سپين سرې مور هرڅوک پېژني. 

د سیف الله مور ته د کلی لوی او کوچنی د احترام په خاطر (کو دادا) وايي. 
کو دادا درې زامن او دوه لوڼې درلودې، خو اوس یوازې له دوو لمسیانو سره په زاړه کور کې ژوند کوي. 
لمسیانې يې هم له یوې شهیدې شوې لور څخه ورپاتې دي. 
سیف الله په خپلو همزولو کې جګ او ښایسته ځوان دی چې د کږې کندهارۍ لونګۍ تړلو يې ځواني نوره هم ورښایسته کړې ده.  
تر دويم ټولګي يې زده‌کړې کړې دي، خو چې په وطن کې د انقلابونو لړۍ پيل شوه، نو له ده څخه هم مکتب، کتاب، قلم، ښوونکی او ټولګیوال پاتې شول. 
سیف الله یو څه وخت په کلي کې له نانوای سره شاګردي وکړه، خو د وخت حکومت عسکرۍ ته د بېولو په پلمه څو ځله د جلب او جذب څانګې ته په زور وروست، خو بیا به یې مور چيغې بغۍ وهلې چې زما زوی کوچنی او د عسکرۍ نه دی، یا به د جلب او جذب په قومندانۍ کې یو خلقي برېتور پر مهربان شو او خوشې به یې کړ. 
په کلي کې هره ورځ د پولیسو تلاشۍ او عسکرۍ ته د بېولو لړۍ سیف الله سخت په تکلیف کړ او بالاخره یوه شپه يې زړه راغونډ او له مور څخه يې اجازه واخیستله.
د ارغنداب ولسوالۍ د (چهار باغ ) سیمې ته يې،  چې د مجاهدینو ۴۰ بېلابېل ګروپونه پکې مېشت وو، د یوه ملګري په واسطه ځان ورساوه. 
چهار باغ لکه څنګه چې يې نوم په زړه پورې دی، همداسې له ګڼو باغونو څخه ډکه سیمه ده. ویل کېږي، دا او د چهل زینې تاریخي سیمه د بابر پاچا په امر د دغه پاچا د ناستې او ساعت تېري لپاره جوړ شوي دي.  
په لومړي سر کې د (کو دادا)  زړه نه غوښت، خو حالاتو دومره سخته اړه کړه چې زوی يې په خپله خوښه سنګر ته ولېږي.  
د سیف الله جرائت او همت دی ډېر ژر د اطاق په ملګرو او ان په ټول چهار باغ کې مشهور کړ. چینايي کلاشنکوف، اوږده ترخځي کالي، توره زرین لیکې لونګۍ او کندهارۍ کریپسول چوټې د هغه وخت د کندهاري مجاهدینو لویې نخښې وې. 
سیف الله اوس په اوونۍ کې یو ځل د جامو بدلولو لپاره کلي ته مازدیګر لمر قضا مهال راځي، د مور ترڅنګ يې د کلي نورې سپین سرې هم دعا‌ګانې ورته کوي او له جامو بدلولو وروسته د تګ پر مهال د نېک فالۍ په خاطر اوبه هم پسې پاشي او ورته وايي، 
"خدای دې بری  درکړي، زما چيچيه!" 
د اوبو پاشلو، دعاګانو او د دروازې له چولې څخه د مریمې پټ، پټ کتلو سیف الله نور هم پرځان باوري کړ. کلاشنکوف يې غاړې ته واچاوه او په ډېر غرور د اطاق پر خوا روان شو. 
مریمه د سیف الله د کاکا لور وه، په کوچنیوالي کې دواړو له یو او بل سره لوبې کولې او د ګرانښت له امله يې اخېر نصیب هم سره وشو. 
پر مریمې سیف الله ډېر ګران دی. هر وخت چې ټکان واوري، زړه يې ناحقه دربېږي. ژر وځغلي د خونې له سرتاخ څخه قران شریف راواخلي، په ځیګر پورې يې ټینګ ونیسي او له اوښکو سره مل وايي، "خدای دې مې د سرتورۍ له ورځې وساتي." 
کریم الله تر سیف الله یو کال کشر وو چي بریتونو يې خط وواهه، عسکرۍ ته يې ونیو. هر څنګه چې يې مور چغارې کړې، خو چا يې ژړا ته و نه کتل، جلال اباد ته يې د عسکرۍ لپاره سوق کړ.  
یوه شپه چې د اسمان مخ تورو وریځو پوښلی وو، له قرارګاه څخه د راتښتېدو پر مهال پر ماین ختلی او ځای پر ځای شهید شوی وو.  
درېیم ورور يې عبدالله نومېده، د کندهار ښار په شاه بازار کې د وخت عسکرو د تلاشۍ غږ پرې کړی، خو عبدالله له وارخطايي ځنې وځغستل چې د شا له خوا تر ویشتلو وروسته يې ځای پر ځای د شهادت جام نوش کړ. 
(کو دادا) په یوه میاشت کې د دوو ځوانو زامنو شهادت دومره وژړوله چي اوس يې له ډېرې ژړا د سترګو چينې کمزورې شوې دي. 
هغه بله ورځ چې سیف الله کور ته راغلی، نو څو ځله يې مور په زاریو ورته وویل: 
"زویه! نور توپک له اوږې لېرې او پاکستان ته مهاجر ولاړ سه، که خدای نه کرده په تا څه وسول نو..." 
سیف الله کالي بدل کړل، د مور لاسونه يې مچ کړل، کوڅې ته راووت، د کاکا له کور څخه لا یو څو ګامه نه وو تېر شوی چې د شا له خوا مریمې پرې غږ وکړ: 
"بالا، چهار باغ ته مه ځه او توپک  ګرځول پرېږده!" 
که څه هم پر سیف الله دې خبرې زیات اغېز وکړ، خو د یارانو پيغور او تر چهار باغ د باندې د نورو سیمو له مجاهدینو سره پېژندګلوۍ ده ته اجازه نه ورکوله چې توپک دې له اوږې لېرې کړي. 
یوه شپه ناوخته سیف الله او څو ملګري يې د کندهار ښار چوڼۍ سیمې ته پر دولتي پوستو د عملیاتو لپاره راغلل، د جګړې په پیل کې ناببره یوه مرمۍ د سیف الله پر ځیګر ولګېده او سمدستي پر مځکه راچپه شو. 
لونګۍ يې له سره ولوېده، څنګ ته ولاړ ملګري دین محمد يې پرې غږ کړه: 
"سیف الله! سیف الله! هلئ سیف الله يې وویشت." 
ملګرو يې جګړه ودروله، د سیف الله په راپورته کولو اخته شول.  
نیمه شپه، د ټکانو درزی او د شهید سیف الله دروند جسد، هغه څه وو چې د ده ملګري او مجاهد ملګري يې سخت په تکلیف کړل. په ډېر زحمت يې شهید په چهار باغ کې خپل اطاق ته ورساوه. لېرې او نږدې اطاقونو او کلي ته يې خلک واستول چې سبا د شهید جنازه ده.  
غمجنه اوږده شپه تېره شوه، قبر وکیندل شو، مجاهدین، د کلي خلک او د سیف الله مور پر قبر حاضر شول، سیمه‌ییز ملا د شهادت د لوړ مقام په اړه اوږدې خبرې وکړې او مجاهدین يې لاهم وهڅول چې د سر په بیه له روسانو خپله پاکه خاوره وساتي. 
د سیف الله د مور اوښکې وچې شوې دي، یوازې د درېیم شهید زوی سر ته ناسته یوې او بلې خوا ته ګوري. د ملا خبرې خلاصي شوې، د سیف الله ټول ملګري چې کلاشنکوفونه يې دېواله ته تکیه کړي وو، راولاړ شول، شهید يې خاورو ته وسپاره. 
پر قبر يې خاورې واړولې، یو شمېر مجاهدینو او د کلي خلکو ژړل، خو (کو دادا) هیڅ نه وايي. 
 په دې وخت کي یو یو نفر راتېرېږي (کو دادا) ته وايي، "مبارک دې سه! زوی دې د وطن په لار کې شهید سو، زموږ هم دغه لار او دا ارمان دی." 
د مریمې ارمانونه خاورې شول، کو دادا بوره او دوه خوېندې ورارې شوې. 
 اوس له هغه وخته څخه نږدې درې لسیزې تېرېږي، روسان ووتل، د دوی لاسپوڅی دولت ونړېده، ټول دولتي توکي د غنیمت په نامه چور شول، کابل اور واخیست، کندهار بیا کنډواله شو، امریکایان او ملګري يې له افغانانو سره د مرستې په نامه راغلل، هم یې پیسې او هم يې وسلې وکارولې، بېرته ولاړل، خو تراوسه د (کودادا) پوښتنه چا و نه کړه. 
لا تر اوسه هم د هېواد په هر کلي کې هره ورځ یو بل سیف الله د قبر غېږې ته ځي. یوه مور بوره کېږي، خوېندې ورارې کېږي، مېرمنې کونډېږي، یتیمان ډېرېږي... 
افسوس! لا تر اوسه زموږ د هېواد فضا د جګړې تورو لوخړو نیولې. قرباني زموږ ولس ورکوي، خو په ګټه يې پردي پال ورځ تر بلې پړسېږي. 
سرخط ورځپاڼه