د ارګ سياست او د لاريون‌کوونکيو احساسات


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 254

 د افغان په ننګه افغانستان تر ګواښ لاندې

د افغان کليمې پر وړاندې د ارګ سياست او د لاريون‌کوونکيو احساساتو افغانستان د نوي ګواښ د سترې کندې پر سر درولی دی.
که دغه ناورين اوږدېږي او زما د ګران وطن قومونه لا پسې له يو بله لېرې د روانو بدرنګو سياستونو په لومو کې نښلي؛ نو د ارګ د مشرانو تر څنګ به د کابل د لاريون هغه مشران هم ملامت وي چې هره ورځ د نورو ولايتونو د لاريونو پر تصويرونو د خپل فېسبوک پاڼه رنګينوي... داسې انګېري، لکه رښتيا چې په دې ټول وطن کې همدومره پلويان ولري او همدا يې رهبر وي... پام يې نه دی چې د دې خوار ولس هغه رګ يې نيولی، لکه د انګرېزانو پر لمسون چې د فخرافغان باچا خان پر وړاندې تش په نامه ملايانو نيولی وو.
ارګ او پکې ناست مشران لکه غوږونه چې يې کاڼه وي، د لارې يو سر هم نه نيسي، دوی دنده لري چې په هر بڼه وي بايد روان ناورين ودرول شي.
زه چې نه له ارګ سره تړاو لرم او نه د دباندنيو ورځينو بدرنګو سياستونو په لومو کې ګير يم، د فېسبوک د هرې ورځې کامنټونه مې دردوي.
په فېسبوک کې راسره د خپل ګران افغانستان کابو د هر ولايت اوسېدونکي ملګري دي. له تېرې يوې اوونۍ په تذکره کې د افغان کليمې پر راوستو او نه راوستو د هر کس بېلابېل نظرونه لولم او دردېږم... ډېر کم پکې افغان وي، پاتې نور، څوک تاجک دی، څوک هزاره دی، څوک پښتون دی او څوک ازبک... د دغه حالت مسووليت ارګ او دباندني بدرنګه سياسيون دي.
نه پوهېږم چې کوم سياسي او مدني فعال، کوم سياسي او جهادي ګوند له قوم د باندې د افغانستان فکر کوي. ځينې پښتون ته د افغان کليمه ځکه ګرانه ده چې له ټولو لومړی دا په خپله فکر کوي چې دغه نوم يوازې زما دی او په ټولو يې د تپلو يو موقع په لاس راغلې ده...
هزاره، ازبک او تاجک قومي سياستمداران بيا د خپل قومي هويت په پېژندنه پسې مړه دي، ځکه پوهېږي چې سياستونه يې پر قومونو څرخي او که دغه پېژندنې ترې لېرې شي؛ نو هر څه يې له صفر سره ضربېږي، خو دې منځ کې مې هيڅ داسې فکر و نه موند چې د افغانستان لپاره غږ پورته کړي. هو ضروري ده چې د ملي هويت د ساتنې تر څنګ د قومي پېژندنې درکونو باندې خاوري وا نه ړوو.
چا هم؛ داسې و نه ويل چې افغان کليمه د افغانستان د ټولو قومونو د پيوستون لومړی او وروستی ټکی دی؛ بايد پرې وپېژندل شو. يو ورته اوغان غول وايي او بل ورته مهاجر... يو ورته وايي چې افغان= پښتون، بل ورته وايي چې داسې ده، نو په افغانستان کې څه کوې، زما له وطنه ووځه... ايا دا وطن اوس په همدې کيسو جوړېږي... ايا د دې وطن له ټولو ستره ستونزه همدغه ده، کنه له يوې عادي مسلې مو ډنډوره جوړه کړې او شاو خوا سيمه‌ييز دښمنان پر ځان خندوو.
خبر شوم چې د لاريون په ورځ په ارګ کې د دښمن هېواد پاکستان او د افغان مشرانو تر منځ د سياسي خبرو په ناندريو کې دا جمله هم د کوم پاکستاني له خوا ويل شوې: ((د ارګ په دروازه کې مو همدا نن د هويت پر سر جګړه روانه ده، سبا به دا هم پر موږ تپئ چې د پاکستان لاس پکې دی.))
زما هويت خو اوس په ټوله نړۍ کې د يو جنګي او جنګ ځپلي په نامه مشهور دی... درې ورځې وړاندې مې ۱۲ عام افغانان په بلخ کې د هزاره په نامه نامالومو وسله‌والو وژلي او تر دې زيات مې په ننګرهار کې د پښتون په نامه وژل شوي... ايا کله مو په دې فکر کړی چې دغه نامالوم وسله‌وال څوک دي.
هغه کسان چې د افغان کليمې د ننګې تر سيوري لاندې له ارګ سره تربورګيرت پالي، دا يې ولې هېره ده چې همدې کړنې يې همدا ګران وطن له نوې ستونزې سره مخ کړی دی. ارګ ميشتي ولې خاموشه دي، ولې دې وتلي سېلاب ته په کمه سترګه ګوري. ملامتېږم چې د قدرت د ساتنې شک پرې وکړم!
د ګران افغانستان د ستر افغان نوم اوس د سياست په بازار کې هيڅ ارزښت نه لري، د سياست هر درواغجن رهبر او هر شهرت غوښتونکی ځوان د افغان د ستر نامه په سره لوبې پيل کړې دي او زما د ملي هويت د ساتنې دعوې کوي. ارګ او پکې ناست مشران مو د دغه بدرنګه بازار نندارې ته ناست دي.
د يوې شېبې لپاره فکر کوو چې د ځينو په وينا ولسمشر اشرف غني بې‌وسه دی او په تذکرو کې د افغان کليمې د ځايولو لپاره د سياسي فشار له امله ورته دغه چاره ستونزمنه ده او له بلې خوا هره ورځ په خورا احساساتي ډول په وطن کې د لاريونونو په بڼه په تذکرو کې د افغان کليمې د نه ليکلو په پار شور جوړ دی، نو په دغسې حالاتو کې که د سلامت او ملامت ناندرۍ ووهو، کيسه رانه اوږدېږي، د سمې او پر حق چارې لپاره وتي لاريونونه، په هېواد کې د قوم پالنې پر نامه د کرکې د نوي تخم د شيندلو تر حده رسېدلي، نو ارګ ګرم دی چې يا به ځان ملامتوي او غوښتنې به مني او که د حل بله لاره ورته مالومه وي؛ نو روان ناورين دې ودروي... له افغانه، افغانستان ډېر ازرښت لري.
له کابله (د وږي۱۴مه، ۹۴) پيل شوی لاريون، ننګرهار، کندوز، پکتيا، هلمند ته رسېدلی او لړۍ لا پسې غځېږي، هره ورځ د نظام پر وړاندې کرکې زياتېږي. د وطن سيمه‌ييز ګاونډي دښمنان او په کور دننه فاشيستي ډلې په دې هڅو ستړې دي چې څرنګه د نوي جوړېدونکي وطن هغه ټولې ستنې کاوکه کړي چې پرې د افغانانو د هيلو چت د درېدو په حال کې دی.
په تذکره کې راته د هويت په نامه د افغان ليکل ځکه ملي مسله ښکاري چې په وطن کې د شته بېلابېلو قومونو د يووالي لپاره راته له ټولو ستره سمبوليکه کړنه همدا برېښي. همدا اړخ د دې وطن د پيوستون لپاره له ټولو ښه چاره برېښي. که قانون ته تم کېږو؛ نو اساسي قانون د دې وطن هر اوسېدونکي ته افغان ويلی او بايد وي. پرته له دغه نومه د قانون په رڼا کې په تاريخي لحاظ د ملي هويت لپاره بله کليمه نه لرو.
دا هم سمه ده چې افغان کليمه په تاريخي لحاظ پښتون پورې تړاو درلود؛ خو له تېرو څو لسيزو د دې کليمې مانا پښتون نه، بلکې په افغانستان کې هر اوسېدونکي پورې يې ژور تړاو موندلی دی او اوس يوازې همدا مانا ښندي.
مدني حرکت د هر وګړي حق دی؛ خو له دغه حق څخه ناوړه ګټه پورته کول به داسې وي، لکه هره ورځ چې مو وطن کې د بيان د ازادۍ په نامه پر ملي، کلتوري او ديني ارزښتونو پښې ايښودل کېږي.
دې کې شک نشته چې د راپورته شويو لاريونونو غوښتنې له اساسي قانون سره ټکر نه لري، بلکې د اساسي قانون په ملاتړ دي؛ خو له بده مرغه لاريون د ملي بڼې پر ځای قومي او تربګنيزه بڼه غوره کړې چې په ښکاره د ځينو شخصي او سليقوي ګټو په موخه په ارګ او په نېغه توګه پر ولسمشر باندې لکه تربوران د فشار راوستو په هڅو کې دي.
هغه ملګري ځوانان او ځينې ملګري مشران چې په سپېڅلې توګه د افغان کليمې په ننګه غږ کوي، د ورته هڅو قرباني دي. وروسته به يې پام شي چې د افغان ګټلو په جنګ يې افغانستان شهيد ورکړ.
موږ ځکه لاريون او دې ته ورته نورو مدني حرکتونو ته اړتيا پيدا کوو چې حق نه وي رارسېدلی؛ خو چې کله همدا کړنې نه يوازې چې له حق اخيستلو مو لېرې کوي، بلکې نورې بلا ستونزې هم راته پيدا کوي؛ نو...
په افغان تذکره کې يوازې د افغان کليمه ستونزه نه ده، بلکې له دې پورته او کښته نورې ډېرې ستونزې هم لري چې بايد د سياست په دسترخوان حل کړای شي.
په تذکرو کې د وطن د نقشې د بڼې سربېره، تخنيکي ډله، تشکيل، اداره او د وېش سيسټم او تر دې دمه په شويو لګښتونو کې فساد، هغه ستونزې دي چې بايد ارګ يې د حل کولو لپاره لازم ګامونه واخلي.
هغه فشار چې د لاريونونو په بڼه يې د کرکو او قومونو تر منځ د لا واټن پيدا کېدو تر سيوري لاندې کوو، په کار ده چې د سياسي او شخصي اړيکو له لارې يې د ارګ مشران د شته ستونزې د حل لپاره مجبور کړای شي.
ځکه د روانو لاريونونو بڼه اوس له مدني شکل څخه اوښتې، قومي او تربګنيز اړخ يې نيولی، نو زه يقين لرم چې لا به ستونزې ډېرې کړي؛ خو کمې به نه شي، چې په لا روان ساتلو کې يې د ارګ مشران تر عادي افغانانو ډېر ګرم دي.
دا سمه ده چې د تذکرو د ستونزې تشه ورته له تېر حکومته راپاتې... ډېر هغه کسان هم پکې ښکېل دي چې د کابل د لاريون په ورځ د افغان کليمې په ننګه يې ستوني وپړسول؛ خو ارګ مسووليت لري چې د پخواني حکومت تشې ډکې کړي، نه چې کندې ترې جوړې کړي.
سربېره پر دې چې ولسي جرګې د اساسي قانون خلاف عمل کړی او خبره يې خرابه کړې؛ خو بيا هم قانوني لارې شته چې ارګ يې په مرسته د مسلې ښه حل وړاندې کولای شي.
په ارګ کې دننه او د باندې داسې قومي سياسي شخصيتونه شته چې د تصوراتو له امله يې د افغان تذکرې کټوه پر اور ايښې چې له بده مرغه بېروني لاريون‌کوونکي د دې پر ځای چې اور پسې مړ کړي، لا يې لمبه کوي.
ارګ بايد د نورو قومونو له سياسي تاجدارانو سره د تذکرو په تړاو د همغږۍ پيدا کولو لاره ولټوي او داسې تګ پرې وکړي چې هر افغان ته د منلو وي.
د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم چې له ازبک قوم سړه تړاو لري، په ښکاره ويلي چې په تذکره کې بايد افغان د ملي هويت په توګه وپېژندل شي، ولسمشر ته بويه، چې له ورته کسانو، څخه د سياسي کسانو پر وړاندې، چې خنډ دي، د قانع کولو هڅې وکړي.
د ارګ مشرانو د خپلو سهوو له امله اوس دې ته ځان رسولی چې بايد په کورني سياست کې د افغان تذکرو مسلې ته له ټولو ډېر ارزښت ورکړي او د حل لپاره يې سره نږدې شي.
مدني خوځښتونو ته بويه چې د ارګ او د روانو لاريونو تر منځ په درېيمه لاره فکر وکړي. يو قوم پورې د دغې ملي مسلې د رالنډولو پر ځای په خپلو سيمو کې د غونډو او ناستو له لارې ټولو افغانانو ته قناعت ورکړل شي چې د قومي هويت د درنښت تر څنګ د افغان په نامه ملي هويت زموږ د وطن د ساتنې لومړنۍ کيلي ده.
د ښاغلي سليمان لايق صيب د يو نظم څو بيتونه راسره په پای کې ولولئ: 
دا د دری ژبي او پښتو اختلافونه څه
دا د فتنه ګرو روښنفکرو جنجالونه څه
دا په توکمونو کې درزونه نفاقونه څه
دا د هزاره او ازبکانو تضادونه څه
دا د ډېرکي او لږکي عبث بحثونه څه
دغه ناروا، زيان رسوونکي کړاونه څه
دا د لوټ او چور په ملاتړ کې تقريرونه څه
دا د خپل توکم د فرعونانو صفتونه څه