د اته سوو ميليونو ډالرو په لګښت


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبيب الله رفيع
  • 483

 له يوه دوکاندار او يوه انتحاري سره ملاقات

څو شپې وړاندې نشر شوه چې د سولې شورا خپل د سولې پر چارو اته سوه ميليونه ډالر لګولي دي.
دا شورا پنځه کاله وړاندې د همدې ډالرو لپاره د پروژې په بڼه جوړه شوه، دا وخت ښاغلی کرزی د خپلو رقيبو رفيقانو له خوا تر شديد فشار لاندې و، مخالفان يې ټول د متحدې جبهې په نامه ورته متحد شوي وو او دی يې په خپلو چارو کې تلولی کړی و.
دا جبهه د جمعيت د مشر استاد رباني په مشرۍ جوړه شوې وه، کرزي صاحب د دې پيسو يوه درنه برخه د رباني صاحب د سر قرباني کړه، له جبهې يې را ويوست او د سولې د جرګې په لومړۍ غونډه کې يې د دې شورا انتصابي مشر وټاکه او قاضي وقاد صاحب په همغه غونډه کې دا ټيکۍ هم پرې ورزياته کړه چې رباني انتصابي، نه انتخابي مشر دی.
بيا نو له هرې خوا هغه کسان چې دې شنو ډالرو يې خولې مزه کړې وې را غونډ شول او د دې ضروري او حياتي شورا نصاب يې ډک کړ. په دې کې زيات داسې کسان را پنډ وو چې نه يې سوله غوښته، نه د افغانستان امن ته ژمن وو او نه يې د دې جرأت درلود چې له طالبانو سره مخامخ شي او خبرو اترو ته ورسره کښېني.
پيسې لګول کېدې، خو د سولې لاره او دروازه يې مالومولای نه شوای، کرزي او د سولې شورا د خټې د پزې جوړولو لپاره هڅه پيل کړه، کرزي صاحب ته خبر راغی چې د طالبانو لوی استازی او باوري چارواکی له کوټې د خبرو کولو لپاره چمتو دی او له کرزي صاحب سره به خبرو کولو ته راشي.
کرزي صاحب په خوښۍ دا ملاقات ومانه او د دې لوړپوړي (!) طالب چارواکي راتلو ته يې لحظې شمېرلې، دا شېبې تر سره شوې او د ارواښاد سېلاب خبره:
«مبارک دې شه سېلابه، د وصال استازی راغی»
استازی را ورسېد، له کرزي صاحب سره يې خوږ او د مينې مجلس وکړ او د پرې کړې سولې خوږې ژمنې يې ورسره وکړې.
کرزي صاحب له دې يو مليارډي بوجۍ څخه استازي ته هم درنه برخه ورکړه او له درنې مالي پنډې سره يې کوټې ته رخصت کړ او له دې يوې بوجۍ څخه يې خپله ونډه تر لاسه کړه؛ خو څو ورځې وروسته مالومه شوه چې دا مهم نه طالب و، نه ملا، بلکې د کوټې يو عادي دوکاندار و چې کرزي صاحب د لوی سياستمدار په توګه منلی و او دا بې خبري له دې کبله پېښه شوه چې د سولې پروژه ډالري وه، نه سوله ‌غوښتونکې.
د سولې د شورا مشر استاد رباني هم د سولې د استازي په انتظار له ږيرې مچان شړل؛ خو لاره او لوری ور مالوم نه و چې د سولې استازي ورته راشي.
د ده هم بخت بيدار شو او ستانکزی صاحب خبر ورکړ چې د طالبانو د سولې يو مهم استازی راغلی او له ده سره ګوري، دی خوشحاله شو، په جامو کې نه ځايېده. له کرزي صاحب سره يې هم د دې ملاقات خبره شريکه کړه، هغه هم ورته وويل چې ډېر ژر ورسره وګوري.
استازی داسې وخت کابل ته راغی چې استاد رباني د اماراتو په سفر و، له خبرېدو سره سم يې سفر نيمګړی پرېښود او د سفر خولې يې لا وچې شوې نه وې چې ده هم د وصال استازی په بېړه حضور ته ومانه. 
استازی چې د استاد کوټې ته ننوت د احترام سر يې ټيټ کړ، په مينه او تلوسه د استاد په لور ور ګړندی شو، پر لاسونو يې پرېووت او له دې سره د درانه ډز تر کېدلو وروسته، استاد او استازی دواړه په سرو وينو کې پراته وو او سرونه يې پر ځمکه رغړېدل.
دردونکې پېښه وه، يوه شاعر يوه اوږده ويرنۍ قصيده پرې وويله او په يوه بيت کې يې دا انتحاري ابتکار داسې وغانده:
د واسکټ بمونه هم ډېر خطرناک دي
خو تر ټولو خطرناک دی د دستار بم
په دې ترتيب د سولې پروژه له دې کبله وځنډېده چې واقعي اساس يې نه درلود او ناکامه شوه.
که دا يو ميليارډ ډالر واقعا د سولې په لاره کې لګول شوي وای، سولې ته ژمنو کسانو په اخلاص او د هېواد د امنيت په نيت لګولي وای؛ نو که په تيږه ايښودل شوي وای هم ويلې کړې به يې وای او د سولې ورکې مغارې ته به يې لاره موندلې وای.
رحمان بابا وايي:
د رواج او رسم عمر مدام نه وي
لکه عمر چې مدام دی د اخلاص
سرخط ورځپاڼه