د پاکستان په حکومت باور کول ، سياسي ځان وژنه ده


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • شهسوارسنګروال
  • 372

 جنرال ضياءالحق او د ( ای-ايس-ای) مشر جنرال اختر تل پخپلو کې دا خبره کوله چې ٬٬ دښمن بايد په دښمن ووهو.٬٬ افغانستان زموږ تاريخي دښمن دی او شوروي اتحاد، بيا د امريکا سياسي دښمن دی. موږ که څومره افغان مجاهدين د شوروي پر وړاندې وجنګوو په هماغه کچه له امريکا او متحدینو نه ډېرې سياسي، پوځي او اقتصادي ګټې تر لاسه کولی شو

همدا لامل وه چې د پاکستان پوځي مشر جنرال ضياء ، په افغانستان کې جګړه غوځوله خو غوڅوله يې نه ، ولې په امريکا کې د سپينې ماڼۍ چارواکي پدې اړه وېشلي ول.
تاريخ کله هم کټ مټ نه راغبرګېږي، ولې د پېښوسياسي او پوځي ورته والی،ښايي ورته بڼه خپله کړي.
په افغانستان کې اوسني روان کړکېچ ته چې د پاکستان پوځي چارواکي او په سر کې (ای-ايس-ای) لمن وهي او طالبانو ته وسلې او پيسې ورکوي ، له تېر سره ډېر توپير نه لري، ځکه پاکستان هغه مهال هم خپلې ګټې درلودې او د افغانستان له سپېڅلي جهاد نه يې اخسته. د پاکستان پوځي چارواکو به چې د امريکا د (سي - ای - اې ) له ريس ويليام کيسي، د ملي امنيت د سهيلي اسيا د څانګې له ريس توماس ، پي.تورنتون ، ويلسن ، مکمهان او په لسګونو نورو سياسي او پوځي چارواکو سره ليدل همدا به يې په غوږ کې ورڅڅوله چې د شوروي اتحاد د ځپلو او وهلو لپاره ډيره ارزانه او آسانه لاره دا ده چې موږ افغان جنګيالي د شوروي د تېري او بريد پر وړاندې وهڅو 
جنرال ضياءالحق به چې کله د واشنګټن له چارواکو سره ليدل تل به يې په دوه ټکو ډېر ټينګار کاوه:

۱ - لومړی دا چې افغان جنګياليو ته چې وسلې او پيسی په واک کې ورکړشي يا ځان وژني يا دښمن. ښه به وي چې موږ ته دا هرڅه په واک کې راکړشي چې موږ يې تنظمونو ته ورکړو
۲ – نوموړي د سپينې ماڼۍ واکمنو ته دا خبره په ځغرده کوله چې پاکستان د امريکا جګړه پرمخ وړي ، که امريکا غواړي خپل دښمن (شوروي) په ګونډو کړي بايد له پاکستان سره پوځي او اقتصادي مرستې وکړي. دا چې درې مليلرده ډالره مصر ته ورکړ کېږي موږ ته هم بايد راکړشي.
دا خبره ضياء برژينسکي ته په ۱۹۸۱ کال په ډاګه وکړه.
د پاکستان پوځ د افغان اولس په جګړه کې دومره چاغ شو چې لنډ واټن ، مينځنی واټن او لرې واټن توغندي خو يې پريږده آن د آټوم څښتن شو.
نو ځکه خو اوس امريکا او بريتانيا نه غواړي چې په ډېرې آسانۍ سره د اټوم څښتن هيواد پاکستان چې يو سیاسي خواخوږی ګڼل کېږي له لاسه ورکړي.
امريکا او د ناټو غړو هېوادونو د څوارلسو کالو په موده کې دوئ پخپلو سترګو وليدل چې کله طالبان وځپل شول او خالي لاسونه د ډيورنډ له کرښې پورېوتل او آن تر دې چې د طالبانو مشر ملاعمر يوازې له يوه کلشنکوف او موټرسيکل سره له کندهاره ووت. آيا پوښتنه نه پيدا کيږي چې طالبانو دا دومره وسلې او پيسې د کومه کړې چې له افغان حکومت (آن هغه وخت چې ناټو هم وه) سره جنګيږي ؟ امريکا او نړۍ ولې په پاکستان فشار نه راوړي چې د تروريزم ريښې وچې کړي؟
له موږ نه نړۍ پدې ښه خبره ده چې د تروریزم ځالې په پاکستان کې دي. 
وروستيو پېښو وښوده چې د ملاعمر له مړينې وروسته مولوي سميع الحق او مولانا فضل الرحمن په ښکاره طالبانو سره د (ای - ايس - ای) په سپارښتنه غونډې جوړوي ، ولې سرتاج عزيز په وار وار دا خبره کوله چې موږ په طالبانو کومه اغيزه نه لرو او موږ ته يې کوم ښکاره ادرس نه تر سترګو کېږي، اوس څه وشول چې د پاکستان په (مري) کې طالب چارواکي دېته اړ کړي چې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوري ؟
دا چې يو شمېر کسان انګېري چې د طالبانو نا يو والی د افغانستان په ګټه ده ، د تامل وړ ځکه ښکاري چې دا پاکستان دی چې هم يې بيلوي ، هم يې يو کوي.
د پاکستان حکومت ، مجاهدين هم په (۷) ډلوو وېشلي ول ، خو هغه چاته يې ډیرې پېسې او وسلې ورکولې چې د دوئ امر ته لاس په سينه وو او د دوئ خبرې يې منلې. د (ای-ايس-ای) مشر حميدګل په وار وار دا خبره کوله ، ځکه ګلبدين حکمتيار ته وسلې د نورو تنظيمونو په پرتله ډېرې ورکوي،چې نوموړی له يوې خوا جګړه ييزه وړتيا لري چې له نورو ډېر ښه جنګېږي او له بلې خوا به حکمتيار حميد ګل ته د (لوی مجاهد) خطاب کاوه.
دا يو تاريخي واقيعت دی چې کله شوروي په افغانستان پوځي يرغل وکړ نو القاعده وزېږيده او په سيمه کې يې په وسله والو بريدونو پیل وکړ، او کله چې امريکا بيا په طالب چارواکو او عراق بريدونه وکړل داعش وزېږيد. دا دی اوس داعش سيمې ته راغې او خپلو ترورستي کړو وړو ته يې پراختيا ورکړه .
دا دستي په پاکستان کې د القاعده ، داعش ، طالبانو ، لشکری طېبه او په لسګونې لوې او وړې ترورستي ډلې د پاکستان په کوربه توب فعالې دي او د افغانستان پر وړاندې جګړې ته هڅول کېږي.
د افغانستان دولت د دی لپاره چې په هيواد کې سراري سوله ټينګه شي نو د اسلام آباد له چارواکو سره يې دېپلوماتيکې هڅې چټکې کړې . د تفاهم ليک په نوم د ښو اړيکو په تړاو يوه هوکړه هم وشوه، يو افغان پلاوی د حکمت کرزي په مشرۍ مري ته لاړ چې له طالب استازو ملاجليل ، 
قاري دين محمد او نورو سره وګوري . ولې بيا هم د پاکستان حکومت او پوځي چارواکي د زړه له کومي دېته ژمن نه دي چې په افغانستان کې سوله راشي .
د اسلام آباد چارواکي په سر کې نوازشريف اوس دا خبره کوي چې پاکستان هم د ترورستي بريدونو قرباني دی !؟
ولې د دی خبرې ځواب دا دی چې که پاکستان د تروريزم قرباني وي خو د ترورستانو ځالې په افغانستان کې نشته ، خو د افغانستان د دښمنانو ريښې په پاکستان کې دي .
دا چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له يو لوړ رتبه پلاوي سره پاکستان ته سفر وکړ بيا هم هماغه زړې ببولالې پاکستان خپلو وعدو ته دا وار هم ژمن پاتې نشو، وګورئ بيا هم د تېر په څېر بيا بريدګر افغانستان ته رالېږي او د شاشهيد ، د کابل هوايي ډګر او د پولیسو د اکاډمۍ په څېر غواړي وروستي خونړي بريدونه بيا راغبرګ کړي.

د پايلې په توګه څه بايد وشي ؟:
۱ – د افغانستان دولت بايد د پاکستان په تړاو يوه پراخ بنسټه تګلاره وکاږي چې نه يوازې د اوسمهال لپاره د هېواد يوه سياسي کړنلاره وي بلکې د یوې بشپړې ستراتېژي بڼه ولري .
۲ – د وروستيو خونړيو پېښو ويډيوي اسناد د خپلو استازو له لارې بايد د نړۍ بېلا بېلو هيوادونو په تېره چين او د ناټو د غړو هيوادونو چارواکو ته ورکړ شي. دا ورته په ګوته شي چې د ترورستانو ريښې په پاکستان کې دي او دا هم ورغبرګه شي چې پاکستان په ډېرې بېرحمۍ افغان کډوال باسي او طالبانو ته شوراګانې جوړوي.
۳ – د افغانستان حکومت بايد په اقتصادي ، سياسي او پوځي چارو کې داسې يوه نوښت ته لاره پرانيزي چې د پاکستان پر وړاندې داسط چلند غوره کړي لکه څنګه چې بنګله ديش ورسره غوره کړ. دا اوس بنګله دېش له هندوستان سره د کال ميلونو ډالرو سوداګريزه راکړه ورکړه لري . کلتوري اړيکې يې دومره پراخې دي چې د کال ګڼ شمېر ځوانان يې د لوړو زده کړو لپاره هند ته ځي.
د بنګله دېش د وخت ولسمشر مجيب الرحمن د خپل ولس د سياسي شعور د ودې او پرمختګ لپاره او هم د پاکستان نږدې متحدينو او ملګرو ته دا ور په ډاګه کړه چې ، تش په نوم پاکستان له 
بنګله ديش نه ښه مسلمان نه دی.
مجيب الرحمن د (هيکل) پنوم يوه ژورنالست ته د يوې مرکې په ترڅ کې ووېل :
د پاکستان پوځ د بنګله دېش په (سل زره) نجونو بريد او تېری وکړ، اوس نو ملک فيصل او سادات ته دا پيغام ، زما له خوا ور ورسوه چې د بنګال خلک له پاکستان نه ښه مسلمانان دي .
په پای کې پدې ټکو ټينګار کوم چې افغان دولت او افغان ولس بايد د خپل مينځي او بل مينځې جګړو قرباني نشي.

د خپل مينځي جګړې لاملونه :

۱ - ولس بايد خپل کړی شي چې د افغانستان د کورن دښمنانو مخه ونيسي. تر هغې چې د ولس ملاتړ تر لاسه نشي ، جګړه نشي کابوکېدلی.
۲ – د مخدره موادو مخنوی د حکومت لپاره یو بل ستر ګواښ دی، تر هغې چې مخنوی يې ونشي د يوه لامل په توګه به دغه ستونزه پخپل ځای وي.
۳ – اداري فساد يو بل ستر لامل دی چې د هيواد امنيت ګواښي، تر هغې چې نا امني شتون لري هيواد وده او پرمختګ نشي کولی.

د بل مينځي جګړې سيوری :

۱ – موږ بايد د امريکې او روسې د رقابت ډګر ونه ګرځو او پدې تړاو د يو ناپيلي دريځ درلودل اړين دي.
۲ - د ایران او سعودي عربستان د مذهبي هژمونيزم تاو تريخوالی بايد تر موږه ونه رسيږي موږ بايد د يوه خپلواک هيواد په توګه چلن وکړو.
۳ - د هندوستان او پاکستان تر منځ اخ وډب بايد زموږ دريځ کاواکه نکړي موږ بايد د يوه واکمن او ځواکمن هيواد په توګه د پېښو پر وړاندې ودرېږو. 
۴ - دا دی د سيمه ييز اقتصادي همکاري په کنفرانس (ريکا) کې د ګډون لپاره سرتاج عزيز کابل ته راغی په دغه دوه ورځني سفر کې امريکا ته وښېي چې پاکستاني چارواکي دېته ژمن دی چې د افغانستان او طالبانو تر مينځ خبرې له سره پيل کړي. نو کوم وروستي بنديزونه ( چې له پاکستان سره د هغې مرستې پنوم چې د حقاني ترورستي وسله واله ډله په ځپې ) لګېدلي دی بيا د امريکا باور تر لاسه کړي، لګيدلي بنديزونو نه تېر شي او يو ځل بيا په ميلونونو ډالر پدې پلمه ترګوتو کړي ... کابل چارواکي بايد په ډېرې اوښيارۍ خپل ګامونه واخلي.
د اوس لپاره همدومه