موږ او دوی


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • احسان الله درمل
  • 448

 دې ښار ته تر ټولو وختي راتلونکي خلک هغه مزدوران دي چې په جوالیتوب، رېړۍ کشولو او هر ډول شاقه کارونو د شرم احساس نه کوي. له ښاره ښایي وروستی سواري وړونکی موټر دشت برچي ته ډکېږي. 

تاسې د پامیر سېنما په تمځای کې د شپې نهه یا نهه نیمې بجې یوازې هغه ټونس موټر موندلای شئ چې دشت برچي ته د ورځې له کاره ستړي کارکوونکي انتقالوي. 
د دې قشر ځوان نسل د هېواد او یا بهرنیو هېوادونو په معتبرو پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت دي او هغوی چې له زده‌کړو پاتې دي، یا شاقه کارونه کوي او یا د دفترونو کاریګران دي. 
یو وخت متشدد پاچا عبدالرحمان خان ترې منارونه جوړ کړي وو او بل وخت دوی د خلکو په سرونو کې میخونه ټکوهل، موږ هغوی لا هم د ایران پر غلامۍ تورنوو او هغوی موږ ته د پاکستان ځري وایي. سره له دې ټولو پاراډاکسونو:
د دې لوی ټبر واړه ماشومان د بامیانو په مغارو کې د پاراسیټامول په نامه انلجزیک نه پېژني؛ د ژوند له رنګ و نور سره یې سترګې نه دي اشنا؛ مېرمنې یې د ولادت پر مهال له مرګ سره پنجه نرموي او.... خیر دا خو د ټول وطن کیسه ده. 
د دې هېواد د ټولو برخو د ماشومانو او مېندو برخلیک یو شان دی. خو هغه څه چې دا قشر یې اقلا تر موږ زیات لري او باید ترې زده یې کړو، د کار او غریبۍ مینه ده. 
زه هره ورځ له سېنمای پامیره، تر کارته‌نو پورې په سواري وړونکیو فلاینګکوچونو کې ځم او راځم. 
کله، کله د دې موټرونو سواري په روانو حالاتو عجیب بحثونه کوي. 
نن له همداسې یوه بحث سره مخ شوم. بحث ناڅاپي منځ ته راولوېده. موټر د سېنمای پامیر او چوک تر منځ پر یوه فرعي لاره وګرځېده چې د سرچوک له رش او ګڼې ګوڼې څخه لاره چپه کړي. 
دا موټرونه زیاتره په همدې فرعي لارې وځي. د چنداولو دا فرعي لاره نو د هزاره کارکوونکیو مرکزي نقطه باله شي. 
دلته د جوالیانو او غریبو کاریګرانو ګڼه ګوڼه کله، کله د سرچوک تر مزاحم ټرافیک زیاته وي. یو یې د دانش لالا خبره کش مونه او دوه یې ټیله؛ یوه پر اوږو د غوړیو ټیم اخیستی، بل د اوړو ګونۍ؛ یو لاسي رېړه کشوي او دوه درې نور له خوراکي توکیو بار موټر خالي کوي. بس خو د خلکو، د کاریګرانو، د بار موټرونو، د لاسي رېړو او لویو ګاډیو یو هجوم وي چې دا لاره یې زیاتره بنده کړې وي. 
د فلاینګکوچونو موټروانان او سواري زیاتره د کارته نو او ارزان قیمت اوسېدونکي وي، دوی نو په سلو کې اتیا پښتانه دي. 
چې دې کوڅې ته راورسېږي، یو شور شي، ښکنځل کوي، کاریګران ښکنځي او آن تر قوم و قبیله یې ژبه ور ورورسېږي چې ولې یې لاره بنده کړې ده. 
زه دا ډېره موده دا هر څه په چوپه خوله زغمم، خو نن مې له څنګ ته ناست سړي سره د ځاځیو خبره واو (آب) کم شو. 
سړي خوله پرانیسته:
ـ د وږي زامن، ټوله لاره یې بنده کړې ده، نه موټر ته لاره ورکوي، نه انسان ته، ټول وطن یې پر سر اخیستی دی چې چېرته لاړ شې، دوی به وي.
- وبخښه وروره، فکر کوم د ښکنځلو حق نه لرو، دا لاره عمومي لاره نه ده، یوه کاروباري کوڅه ده، موږ ترې لاره جوړه کړې ده. دا خواران څه وکړي، په خپله خو کار نه کوو، بل څوک هم چې کار کوي ښکنځو یې. په دې وطن کې ټول حق لري، د ټولو وطن دی، هغوی چې کار کوي، باید د قدر په سترګه ورته وګورو، زه او ته پر دې کارونو شرمېږو، اما دوی پر بې‌کاري او غریبي شرمېږي.
- وروره څه ځان راته پوی، پوی ښیې، دوی ټول وطن شرمولی، له موټرو نه د دوی رېړې ډېرې دي. واړه زاړه بازار ته راوتلي، هیچاته لاره نه ورکوي.
- سمه ده وروره، خو ټول په کار پسې راوتلي، خپلې خولې تویوي، په بازار کې د دوی حق هم شته، زه او ته هم دا دی راوتلي یو. دوی تر موږ ښه دي، اقلا خپله بېړۍ په خپله کشوي، کار کوي، ماښام ته حلاله ډوډۍ کورته وړي.
زموږ مکالمه لا روانه وه چې یوه ږیرور او هډور سړي لاس راوغځاوه او د کوم ناروغ د دوا اخیستلو لپاره یې د پیسو سوال وکړ.
سوالګر له جنوبه راغلی و او ښایسته پښتو یې ویله. سړي ته مې مخ ورواړاوه:
موږ هم بازار بند کړی، موږ هم راوتلي یو، خو د دې سوالګر په شکل.  هغه ګاډۍ کشوونکی چې لاره یې بنده کړې ده، ښه دی او که دا هډور سوالګر؟
نور مو څه و نه ویل، ګاډۍ کشوونکي په یوه شنه زور خپله لویه ګاډۍ یوه څنګ ته کړه او لاره خلاصه شوه.
سرخط ورځپاڼه