د انټرڼيټ لپاره څنګه ولیکو؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نور محمد سعید
  • 1151

د انټرنيټ له عام کېدو سره په ځانګړې توګه د انټرنيټ لپاره د لیکلو طرز هم بدلون موندلی او پرې پوهېدو ته اړتیا ډېره شوې. 

البته د انټرنيټي طرز لیکل ډېر ګران هم نه دي، یوازې یو څو کوچني توپیرونه دي چې باید پرې وپوهېږو.
زموږ په سیمه کې لا هم د کتاب مطالعې ته د هڅونې خبرې کېږي؛ خو له نورې نړۍ تازه حال دا دی چې د ډیجیټل کتابونو پر اغېز خبرې کېږي. 
البته دلته هم او په نوره نړۍ کې هم که د کتاب اهمیت پر خپل ځای دی؛ خو د کمپیوټر پر پردې د لیک لوست دود هم په خپله مخه پرمختګ کوي.
موږ ټول هره ورځ په یوه نه، یوه بڼه د کمپیوټر له لارې د کمپیوټر لپاره لیکل کوو. د لوست حال هم ورته دی. موبایل ټلېفون ته د انټرڼيت له رسېدو سره په سمه او غره کې د لیکنو انبارونه دي چې که وغواړو هر وخت یې لوستلای شو.
 یوه پوښتنه چې په دې باب د خبرو  پر مهال په ذهن کې راګرځي دا ده چې ایا د کاغذ پر مخ لیکنه او انټرنېټ ته لیکنه څه ډول توپیر هم لري او که نه؟
توپيرونه یې کوم دي؟
دا ځواب به ناسم نه وي چې لیکل خو لیکل دي، څه پر کاغذ لیکل او څه هم انټرنيټ ته لیکل، خو که غواړو چې لیکل مو په اسانۍ ولوستل شي، بیا ځینې توپیرونه شته چې په ظاهره ډېر لوی نه مالومېږي، البته ډېر مهم دي.
تر ټولو مهم هغه یې زما په خیال دا دی چې د انټرنېټ لپاره لیکنه باید لنډه وي. ښه لاره یې هم دا ده چې خپلې خبرې باید هغسې ولیکو چې په ذهن کې مو راګرځي، خو وروسته یې په سکښت کې ورته د ځان پر ځای د لوستونکي له نظره وګورو.
ستاسې د کتاب لوستونکی مجبور دی هماغه څه ولولي چې تاسې لیکلي دي؛ خو د انټرنيټ کاروونکی بیا معمولاً په یوه وخت څو ځایه مصروف وي.
 فېسبوک‌پاڼه یې پرانیستې وي، پر یو ټیوب به یو بحث یا سندره اوري، یوه په بله پسې پاڼې به یې پرانیستې وي او بیا به یې بېرته هم نه تړي. 
که په داسې حالت کې مو یو لوستونکی پر لیکنه ورپېښ شي او یوه اوږده پرپړه مو له اوږدې سریزې او بېک‌ګراونډ سره وویني، ګرانه ده چې پرې تم شي.
دغه سبب دی چې په انټرنېټي لیکنه کې د سرلیکونو اهمیت هم جوتوي. لنډ، جامع او پام جلبوونکي سرلیکونه هغه لومړی ګام دی چې لوستونکي مو د لیکنې پرانیستلو ته هڅوي.
لومړنۍ خبرې
په لومړي پراګراف کې د لیکنې د موضوع خلاصه له لوستونکي سره دا مرسته کوي چې پوهېږي پر کومه موضوع مطالعه کوي.
که د لیکنې د سر کرښې ګونګې وي، د انټرنیټ کاروونکي ښايي ډېر ژر د بک سپېس تڼۍ ته کړس ورکړي. 
لنډې جملې، کوچني پراګرافونه، ضمني سرلیکونه هم لیکنه په کوچنیو برخو وېشي چې لوستونکی ورته نه وارخطا کېږي.
د لیک نښو کاروول، د متن په منځ کې د انځورونو یا نقل قول استعمال یا هم د یوې نیمې مهمې خبرې په نښه کول، د انټرنیټې متن د ښکلا او څرګندوالي علامات دي.
مشترکات
البته ژبه باید مصنوعي نه وي، نثر روان وي، موضوع راټوله وي او داسې نور... ټول بیا هغه تکتیکونه دي چې د انټرنيټ او کاغذ پر مخ لیکنو لپاره په ورته ډول اړین دي.
د مصنوعي ژبې د استعمال یو تاوان دا دی چې له لوستونکي د لیکنې هدف هېر کړي او د ژبې په کږلېچونو کې ورک شي. 
له نصیحتونو ډکې لیکنې بیا معمولاً د لیکوال له شخصي کردار سره پرتله کېږي، خو برعکس خوږه ژبه، د جملو طبیعي اډانې ته پام او د بیان په زړه پورې انداز لوستونکی له ځانه سره ساتي.
څرګنده ده د لیکلو هدف نورو ته د خپل فکر رسول دي او یو شمېر اسانو ټکیو ته پام کول راسره تر نورو پورې د زړه د خبرې په رسولو کې ډېره مرسته کولای شي.   
سرخط ورځپاڼه