دښمنه لاس دې مات شه


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 265

 زه يې له تېرو پنځو کالو راهیسې پېژنم ، ورین تندی، له خندا ډکه خوله او خوږې خبرې يې د هر چا پام ځان ته وراړوي. 

د کندهار په یوه علمي کورنۍ کې زېږېدلی دی. له کندهار پوهنتون څخه په کدر کې فارغ او د همدغه پوهنتون د ښوونې او روزونې پوهنځي په پښتو څانګه کې لومړی تاند استاد و چې د محصلینو د زده‌کړې په موخه تورې تختې ته ودرېده.  
په ټولګي او له ټولګي څخه د باندې يې له محصلینو سره، د یو صمیمي  ملګري غوندې چلند کاوه. په ډيپارټمینټ کې به هم اکثره استادان پر ده راټول وو او په علمي بحثونو به يې ساعت ورسره تېر وو. 
په همدې لړ کې د پوهنتون له خوا ځینو هېوادونو ته په علمي سفرونو هم تللی، هلته يې د کندهار پوهنتون ښه استازولي کړې ده. 
یاد اکاډمیک ځوان استاد د هېواد پر ناخوالو او ټولنیزو موضوعاتو، په فېسبوک او چاپي رسنیو کې لنډې او اوږدې لیکنې هم خپرولې چې اکثره لوستونکيو به يې ستاینه کوله. 
د کتاب له مطالعې سره يې هم مینه له چا پټه نه ده، نه یوازې د کمپیوټر په بسته کې کتاب ورسره ملګری وي، بلکې نور ځوانان هم د کتاب مطالعې ته هڅوي.   
دغه له ملي احساس ډک او کارګر ځوان پوهیالی حضرت ولي هوتک نومېږي. 
نوموړی نږدې دوه میاشتي مخکې د کندهار د یو شمېر فرهنګي سپين ږیرو، قلموالو او مدني فعالانو په ګډه غونډه کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وټاکل شو.
د دوی له ټاکل کېدو وروسته چې به هر وخت دفتر ته ورغلم، نو له مراجعینو او د ریاست له کارمندانو سره به يې یو ډول راشه درشه کوله. ډېره هڅه يې داوه چې له مشرانو خلکو سره د دفتر تر دروازې پورې د مخه ښې لپاره راووځي.  
څو ځله غرمه مهال هم ورغلی یم، له یو یا دوو تنو امرینو سره به پر هوار کړي فرش ناست وو او د ریاست د کارونو د لا ښه والي لپاره به يې پر لیکلي پلان خبرې کولې. 
داسې لا هم شوي دي چې د پلان ځینې مادې به يې له موږ سره هم شریکې کړې او ویل به یې دا څنګه دي او څنګه ښې کېدای شي؟ 
کندهار کلتوري مرکه، چې د ناستې مالوم ځای يې نه درلود، د ریاست امکانات يې په لاس ورکړل او په دې ډول يې وښول چې په کندهار کې کلتوري کارونه د ګډ زیار او ښې همږغۍ له مخې پرمختګ کولای شي.  
د ځوانانو د هڅوونې په موخه يې د دوی د نړيوالې ورځې په ویاړ یوه لویه غونډه جوړه او کارنده ځوانانو ته يې ستاینلیکونه هم ورکړل، تر څو د ټولنې د ملا تير نور هم پیاوړی او د ټولنې د بقا لپاره په رښتیا سره کارونو ته لستوڼي راپورته کړي. 
له یو څو کاله ځنډ وروسته د دوی په کوښښونو د جشن ملي ورځ د دغه ریاست له خوا د ځوانانو په همکارۍ او د عام ولس په پراخ ګډون سره ونمانځل شوه چې خورا په زړه پورې برخې يې درلودې. 
د تاریخي ځایونو د چور او تالان کوونکيو زورمندانو ګریوان ته يې لاس واچاوه او په ښکاره يې ویل: 
(زما لپاره  افغاني کلتور او تاریخي میراثونه ډېر مهم دي چې ساتنه يې د خلکو په مرسته زما لویه هیله ده.)  
د ریاست د ځینو خالي بستونو لپاره يې تکړه کسان ولایت مقام ته پېشنهاد کړل تر څو د ریاست چارې لا ښې پر مخ ولاړې شي. 
په هر مجلس کې به يې د طلوع افغان ورځپاڼي او کندهار تاریخي مجلې د لا ښه کولو په اړه نظرونه غوښتل او کوښښ يې دا وو چې د چاپي مطبوعاتو ترڅنګ، د کندهار راډیو ټلوېزیون خپرونو ته هم پاملرنه زیاته کړي، تر څو د رسنیو په ډګر کې کندهار هم تر چا پاتې نه شي. 
خو له بده مرغه ځینې کسانو چې د هېواد او په ځانګړي ډول د کندهار له اساسي پرمختګ (فرهنګي ودې) سره يې تضاد درلود، د روانې اوونۍ دوشنبه سهار نوموړی په شخصي موټر کې دفتر ته روان وو ناڅرګندو موټر سایکل سپرو د تفنګچې دوه مرمۍ وویشت. 
د خدی (ج) لوی احسان دی چې مرمۍ د سر او زړه پر ځای، په لاس او اوږه کې ولګېدې او دغه ځوان فکر ژوندی پاتې شو. 
اوس د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې تر درملنه لاندې او ډاکټران وايي، روغتیايي حالت يې ښه دی.  
دا یوازې ښاغلی هوتک نه دی چې د کلتوري دښمنانو له لاسه ژوبل کېږي، بلکې د دغه ریاست مخکېنی ريیس عبدالمجید بابی هم له کور څخه دفتر ته په پښو روان وو چې ناڅرګندو وسله والو شهيد کړ. 
همدارنګه عبدالقدیم پتیال، چې په ادبي او فرهنګي برخه کې ښه تمه ورڅخه کېده، په کندهار پوهنتون کې دننه نیمه خوا شو. 
د هېواد فرهنګي دښمنان دې خبر وي چې دوی به هیڅ وخت  د افرادو په وژلو او ګواښ خپلو کرغېړونو موخو ته و نه رسېږي، ځکه
 
څو چې دا ځمکه آسمان وي        څو چې دا جهان ودان وي
څو چې ژوند پر دې جهان وي       څو چې پاتې يو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
سرخط ورځپاڼه