هو! موږ یې په خپله کوو!


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالغفور لېوال
  • 942

ملي مدیریت

نو، د دې دواړو کليمو سره یو ځای کول به نادره پېښه درته وبرېښي. 
(ملي) مفهوم په سیاست پورې تړلی او (مدیریت) یو تخنیکي ـ اداري مفهوم دی، خو کیسه د همدې دواړو مفاهیمو له سره یو ځای کېدو څخه راپیدا شوې ده. 
بریالي او سټراټيژیسټ سیاستوال یا سیاسي بنسټونه، د خپلې هرې کړنې، اقدام او عملي پروسې لپاره اول په خپلو مخاطبانو کې انګېزه رامنځته کوي، بیا د همدې ټولیزې (جمعي) انګېزې مدیریت کوي، انګېزه داسې لوري ته رهبري کوي چې پر مټ یې خپلې موخې ته ورسېدلای شي. 
که سټراټیژي او د هغې لپاره انګېزه ملي وي او د یوه ملت خیر ښېګڼه پکې نغښتې وي، نو د داسې انګېزې مدیریت ته ملي مدیریت ویلای شو چې د یوه ملت احساسات او سیاسي شعور بېرته د دوی د خیر ښېګڼې لپاره رهبري او وکارولای شي. 
زما تاریخي مطالعه ښيي چې موږ په خپل تاریخ کې دا څیز کم درلودلی دی، خو هر ځل مو چې په کمزورې بڼه رامنځته کړی دی، نو لویه ګټه مو ورڅخه پورته کړې ده. 
د ملي مدیریت یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې باید د ټول بهیر (فکر، ارکان او عمل) یې خپل وي، مانا پردي پکې دخل و نه لري. 
د هوتکي پاڅون پر مهال نومیالي میرویس خان هوتک د افغانانو پردي ضد احساسات مدیریت کړل او د لومړي ځل لپاره یې د یوه ملي حاکمیت بنسټ کېښود. 
ځوان احمدشاه بابا هم د خپلې زمانې ولسي انګېزه او پراخ ملي احساسات مدیریت کړل او موډرن افغانستان یې رامنځته کړ، خو تر ټولو عصری او بریالی ملي مدیریت د مشروطه غوښتونکي نهضت په (فکري او عملي) نوښت تر سره شو. 
په خلکو کې انګرېز ضد احساسات یې داسې رهبري او مدیریت کړل چې هم یې سیاسي استقلال وګاټه او هم یې د هېواد لپاره د یوه معاصر، موډرن او له هره اړخه د پرمختګپال نظام تاداو کېښود. 
تر هغه راوروسته بیا تر نن پورې موږ بریالی (ملي مدیریت) نه دی درلودلی، ان د شوري یرغل پر وړاندې مو هم د ملت قرباني، را ولاړېدنه، احساسات او حماسه مدیریت نه شول کړای چې پایله یې پر (افغان) د (افغان) د توپک چلېدل او د هېوادوال په لاس د هېواد ورانول و. 
په دې کې لوی لاس د پردیو هم و، ځکه د جګړې پټ خو اغېزمن مدیریت پردیو کاوه او پردي په خپلو ګټو پسې راغلي وو. 
دا کیسه تر ننه روانه ده. موږ لا هم د خپلو خلکو د سپېڅلیو، وطنپالو او ملي انګېزو، احساساتو او ولولو د مدیریت په چل نه پوهېږو او هر کله چې له دغه ستر ځواک څخه غافل شو، نو پردي په خورا پېچلیو تکتیکونو راننوځي؛ زموږ ولولې او احساسات د خپلو اهدافو په ګټه او د ځان لپاره مدیریت کړي، هماغه ده چې (ګټه) دوی وکړي او قرباني موږ شو، هدف ته دوی ورسېږي او وینې زموږ وبهېږي. 
په همدې ورځو کې زموږ د ملت احساسات د شریرو او ورانکاریو ګاونډیو پر وړاندې تر بل هر وخت زیات راپارېدلي دي، ولس په هرڅه پوهېدلی دی، ښه پر دې خبر دی چې څوک يې وژني او ولې یې وژني؟ 
د ولسي شعور کچ دومره لوړ شوی دی چې نور نو څوک د خلکو له سپېڅلو عقیدو او دیني باورونو څخه د خپلو اهدافو لپاره په ډېره سختۍ او لوړ قیمت ګټه پورته کولای شي، هو! خلکو یو ګام مخ پر وړاندې ایښی دی او د خپل هېواد او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره لا پسې سره نږدې شوي دي. 
خلک دې ته حاضر دي چې قومي ټېکه داران او ژبني ـ هویتي سوداګر له منځه وشړي، خلک راویښ شوي دي او د خپلو قاتلینو او وژونکیو څېرو ته لاړې ور تو کوي، غله او غاصب تش په نامه مشران یې هم پېژندلي دي او زړو شعارونو ته یې هم (نه!) ویلي.
چې رالنډه یې کړم؛ په خلکو کې د هېواد جوړوونې او د مغرضو پردیو پر وړاندې د کرکې احساسات او انګېزې تر هر بل وخت ډېرې پیاوړې شوې دي، خو د (ملي مدیریت) د تشې یا کمزورۍ ستونزه لا هم پر ځای ده. لا هم داسې سیاسي ـ ملي مشرۍ ته د (آب حیات) په څېر اړتیا ده چې د خلکو اوسنی شعور، ویښتیا، ولولې، انرژي او ګډې انګېزې د یوه پیاوړي، خوندي، پرمختللې، ودان او هوسا افغانستان رامنځته کولو لپاره مدیریت کړي. 
دا مدیریت باید موږ په خپله رامنځته کړو، خو څنګه؟ 
شل میلیونران لا هم د خپل خونړي او دودیز اقتدار د دوام لپاره هویتي ـ قومي وسله کاروي، همدې شلو ميلیونرانو د هر قوم لپاره یو مړ یا ژوندی بُت د کوچني قومي هویت د سمبول په توګه په بر سر کې ایښی او خپل پلویان یې سجدې ته وربولي. 
میلیونران په خپله پر دې بُتانو عقیده نه لري، خو د هغوی د وجود له برکته ځان تغذیه کوي، مړه بُتان د لنګې غوا په توګه رالوشي او ځان یې په همدې کوچنۍ دایره کې رانغښتی دی. 
د ملي مدیریت رامنځته کېدو اول ګام دا دی چې دا کوچنۍ دایرې ماتې شي او د ټول افغانستان لپاره د خیر ښېګڼې او رښتینې (ملي ګټې) تفکر رامنځته شي. 
د (ملي مدیریت) ځانګړنه باید په دې توګه خلکو ته معرفي شي: 
هر هغه سیاسي اقدام چې ګټه یې ټول افغانستان او هر افغان انسان ته رسېدلای شي. ملي مدیریت د ټولو افغانانو له ځواک څخه ګټه اخلي چې د ټول افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا وساتي. ملي مدیریت افغانستان له پاکستان، ایران او بل و بل څخه ساتي، نه دا چې پښتون له هزاره څخه وساتي او تاجیک له ازبکه، یا ترکمن له نورستاني څخه. 
د ملي مدیریت شعور له همدې ځایه پیلېږي چې زما ستر هېواد یا ملي هویت ته ګواښ، بدخشانی، شغني، یا غوري ایماق نه دی، بلکې ګواښ د پنجاب او قُم پراختیا غوښتونکی هژمون دی. 
ملي مدیریت موږ ته وايي: 
د کابل د غرب اوسېدونکی له ختیز کابلي څخه مه ساتئ، بلکې د (سلما) بند د ګاونډي له بمونو څخه وساتئ. ملي مدیریت له موږ څخه غواړي چې د خلکو احساسات او انرژي پر ټول افغانستان د راګرځول شوي حلقوي سړک په بشپړولو کې وکاروو، نه د تکیه‌خانې او جومات په جګړه کې. 
د تشخیص اسانه ترازو همدا ده چې د سیاستونو ګټه چا ته رسېږي؟ که ګټه یې ټول افغانستان ته رسېدله، نو پوه شئ چې سیاست (ملي) دی. که نیمه ګټه یې کوم کوچني هویتي اقلیت او نیمه نوره یې کوم ګاونډي ته رسېدله، نو پوه شئ چې دا له بهره رااستول شوې سیاسي اجنډا ده. 
(ملي مدیریت) د ملي یووالي تکراري، سوليدلي او کرکجن شعارونه نه دي چې هره ورځ یې له دروغجنو سیاستوالو څخه اورو، بلکې د داسې عملي مېکانیزمونو یوه بشپړه سنجول شوې مجموعه ده چې هېواد د بهرنیو لاسوهنو او ورانکاریو پر وړاندې وقایه کولای شي. ملي مدیریت درې عملي ګامونه لري: 
۱ـ د خلکو له توانمندۍ او پوهې څخه د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په رامنځته کولو کې ګټه اخیستنه. 
۲ـ له ولس سره په ګډه د هېواد د موجودو اقتصادي سرچینو تنظیم او د نویو سرچینو فعالول چې وکړای شي د یوه ملي نظام او ولس اقتصادي اړتیاوې پوره کړي. 
۳ـ د کړکېچونو او خپلمنځي شخړو د زمانې د زړو دودیزو تش په نامه رهبریو لېرې غورځول او د (ملي مدیریت ) د منطق پر بنسټ د نوې رهبرۍ رامنځته کول او د ملي واکمنۍ په لیکو کې د همدغې رهبرۍ ګمارل. 
افغان مشروطه غورځنګ دا درې واړه ګامونه یو ځای سره واخیستل، یو څه چې پر مخ ولاړ، ښکېلاک و نه شو زغملای او د یوه کوچني بُت په سیمه‌پال او شاتګ‌پال اغتشاش یې راو پرځاوه. 
له دې یادونې څخه مې موخه دا وه چې موږ د ملي مدیریت یو کم عُمره، خو بریالی موډل په خپل تاریخ کې لرو، نو ښايي چې ورڅخه زده یې کړو او د اوسنۍ زمانې له ټولو ځانګړنو سره یې په نوې او بېخي موډرنه بڼه یو ځل بیا رامنځته کړو. 
یاهو!
سرخط ورځپاڼه