نمک حرامي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد رفیق رفیق
  • 463

 زموږ په فرهنګ کې د مالګې پاس ساتل خورا لوی ارزښت ګڼل کېږي او څوک چې د چا پر دسترخوان کښېنوست او د هغه نمک یې تر ستوني تېر شو، بیا نو د هغه خواته کاږه کتل په نمک حرامي کې راځي او نمک‌ حرام انسان بیا په عامه ذهنیت کې تر بل هر ډول فاسق و فاجر رټلی و غندلی بلل کېږي.

اوس نو هر هغه څوک چې د نمک د ارزښت درنښت ته قایل وي، شاید و باید جمعیت اصلاح، د سولې شورا یو شمېر غړو او نورو ټولو هغو د پاکستان مالګوبیانو ته آفرین ووایي چې د پاکستان پر خاوره یې خاپوړې وکړې، د پاکستان پر غولي کوناستي شول، د پاکستان په غېږ کې الاهو للو– للو شول، د پاکستان پر دسترخوان را لوی شول او د پاکستان په مدرسو کې په پاکستاني سټایل درسو و نظریو و کتابو وروزل شول او د پاکستان تر نامه یې ټول افغانستان جار و قربان کړ، خو له پاکستان سره یې نمک حرامي و نه کړه. په و یښه خو څه کوې ان په خوب کې هم د پاکستان له وفادارۍ څخه یوه میلۍ منحرف نه شول.
د پاکستان دغو مومنو وروڼو یو وار څو موده وړاندې په کابل کې د پاکستان د جماعت اسلامي تنظیم د یوه پخواني مشر مرحوم قاضي حسین احمد فاتحه واخیسته. 
دا هغه د مولانا مودودي پر اسلامي اساساتو ولاړ تنظیم دی چې د شورویانو په مقابل کې یې افغان جهاد په خورا درایت و کفایت سره داسې رهبري کړ چې بالاًخره یې شوروي اتحاد مات او د هغه وخت د (ای ایس ای) د مشر شهید(!) حنرال اختر عبدالرحمن هغه ارمان یې د هغه په ګور کې، له شهید(!) ضیاالحق سره یو ځای، ور پوره کړ چې  (کابل باید وسوځول شي.) 
په تاریخ کې په ډېر لږ سیاسي شعارونه وي چې د دغه شهید(!) د شعار غوندې به په سل فیصده واقعیت بدل شوي وي، که انصاف وي، نو د دې کارنامې ټول افتخار د پاکستان جماعت اسلامي ته منسوب ګڼلی بویه، مګر پر دې واقعیت هم باید باانصافې سترګې پټې نه شي چې په تاریخ کې به د نمک حق هم دومره نه وي ساتل شوی، لکه زموږ پورته یادوو شویو د دین پتنګانو چې په هماغه د جنرال اختر عبدالرحمن په سوځول شوي کابل کې مرحوم قاضي حسین احمد غفرالله عنه روح(!) ته د دعا په شکل خوندي کړ.
اوس دا دی یو وار بیا دغو ډلو، تنظیمونو او متدینو افرادو خپله لمنه د نمک حرامۍ د داغ و پيغور له توره وساتله او د جنرال عبدالرحمن په کنډواله شوي کابل کې یې د عالیقدر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد د جهاد عظمت او تقدس ته د لوی الله ج په دربار کې د احترام سجدې وکړې. هغه یې د جهاد لوی نوم وباله، په دې لار کې یې د هغه کارنامې او ستړیاوې و ستایلې او د تاریخ درنښت یې وګاټه او په دې پروپاګند پسي یې هیڅ سر و نه ګرځاوه چې هغه چېرې اوسېدی؟ تر کومو شرایطو لاندې يې ژوند کاوه؟ د جهاد نتېجه او ثمره یي د چا کور ته تله؟ کله ووژل شو؟ څنګه ووژل شو؟ چا وواژه؟ او چېرې یې وواژه؟
دوی د هغه ستړي او سپېڅلي روح ته دعاګانې وکړې، ښایي هغه د یوه امیرالمومنین په صفت د دوی د مغفرت دعاوو ته هیڅ احتیاج نه درلود، شاید هغه بې‌سواله و بې‌جوابه خدای بخښلی وي، مګر دوی د دې لپاره چې د پاکستان نمک ته یې د احترام و وفادارۍ لوړه یو ځل بیا تجدید او تجلیل کړې وي، نو د اختر عبدالرحمن د کرکې و نفرتونو په کاله (کابل) کې یې د هغه چا د غم ټغر هوار کړ چې هغه د نوموړي جنرال غوندې د ډېرو پاکستانیو شهیدانو د ارواوو د خوښۍ او د هغو د بازماندګانو د سرونو د صدقې لپاره په سراسر افغانستان کې د ناتمامو ویرونو ټغرونه غوړولي ول. 
دا ټغرونه لا هوار دي او د مرحوم امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد تر رحلت وروسته د هغه د سنګر انتحاریانو یو وار بیا خپل تعهد تازه کړ چې له افغانستانه د غمو او فاتحو کمبلې نه ټولېدونکې دي او دا یې بیا د یوې بلې بې جوړې وفادارۍ ننداره ده چې د لوی ملا صاحب او لوی مجاهد نقش قدم به له منځه نه ځي او د هغه خونړۍ لار به همداسې په اورونو رڼا او وینو پالل کېږي.
د محاذ ملي اسلامي مشر پیر سید احمد ګیلاني ته، چې د ده وفات یې یوه لویه ضایعه وبلله، دا اطمنان ور کول چې بې‌غمه اوسه او د خپل خوی و خصلت لرونکيو ټولو هغو ایماندارو ته ډاډ ور کړه چې له پاکستان سره یې نمک حرامي و نه کړه چې تر څو موږ و تاسي ژوندي یو او تر څو دا ځمکه او اسمان وي، نو افغانستان به د پاکستان هر ارمان ته دود و سپېلنی وي.
دا مهمه نه ده چې دغه جهادي رهبر نن وفات شوی یا دوه کاله مخکې، په خدایي مرګ مړ شوی يا په زهرو وژل شوی، هغه بالاخره هم د (کل نفس ذائقة الموت) په مصداق یوه ورځ له دې فانې نړۍ څخه رخصتېده، خو مهمه دا ده چې د هغه لار، یانې د اور او وینو لار د مرګ- ژوبلې لار، د ورانۍ او تباهۍ لار، د حلالولو او مردارولو لار، د سوځولو او نړولو لار، د ویرونو او غمونو لار، د جهاد او برباد لار او د پاکستانۍ مسلمانۍ لار خو نه ده مړه شوې. 
دا لار به د فدایانو او ځانمرګيو په کارنامو ودانه وي، جمعیت اصلاح، حرکت انقلاب اسلامي، محاذ ملي اسلامي او امثالهم به دعاګانې ورته کوي او د نمک حرامي لار به بنده وي، د نمک احترام به پرځای وي او د نمک تاریخ ته به بدنامي نه وراوړي.
سرخط ورځپاڼه