جنرال ګرم دی؛ خو


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 206

 قومي سياستمداران دې په شمال سياسي لوبه نه کوي

قومي سياستمداران دې زما (د شمال پښتون) د ننګې په پلمه خپل سياسي بازار نه ګرموي.
له هغه مهاله چې په شمال او په ځانګړې توګه فارياب ولايت کې د ولسمشر د لومړی مرستيال جنرال دوستم په مشري د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عمليات روان شوي؛ د خلکو اندېښنې هم ورسره ملې دي؛ خو دغو اندېښنو هغه مهال زور واخيست چې کله ځينې قومي سياستمدارانو هرې کړنې ته قومي رنګ ورکړ.
د يو خبريال په توګه مې دا مسووليت و چې په دغه موضوع باندې کار وکړم، له بې ګناه خلکو سره، له شوي ناوړه چلند څخه پرده پورته کړم؛ خو د موضوع سياسي اړخ هم رانه هېر نه و، هڅه مې ډېره کوله چې دغه اړخ پيدا کړم چې ايا رښتيا هم هر څه د پښتون د ځپلو لپاره پيل دی؛ که نه... 
زما راپور چې په پژواک خبري اژانس که خپور شوی، د فارياب د قيصار ولسوالۍ حالات بيانوي. راپور دغه اړخ سپړلی چې پر پښتنو ظلم شوی؛ خو چې ولې شوی دغه اړخ هم پکې ښکاره دی. جنرال دوستم په شمال کې د پخواني جنبش د خپلسرې ملېشې د قومندان په توګه د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې په جګړه بوخت نه دی، بلکې د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه يې په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو رهبري کړې ده.
راپور بيانوي چې د قيصار ولسوالۍ په شاخ، نواباد، خواجه کندو، کونجک، چهارشنبې، اصحاب کف، فيض ناوه او قبچين کې چې پښتون ميشته سيمې دي، له عامو خلکو سره ناوړه چلند شوی دی.
دلته د خلکو کورونه چور شوي، کورونو ته اور اچول شوی، موبايلونه ترې په زوره اخيستل شوي، له لاسونو يې ساعتونه کښل شوي، تر دې چې په يوه سيمه کې د جنسي تېري بې رحمانه کيسه هم راته مالومه ده. 
د يو خبريال په توګه په دغه سيمه کې د هرې وړې پېښې د پيدا کولو هڅه مې کړې؛ د يو پښتون په توګه مې د خپل قوم په حالاتو له سترګو اوښکې تويې شوې، خو د يو احساساتي افغان په توګه مې سد له لاسه نه دی ورکړی، بېرته خبريال شوی يم او د افغان وطن د حالاتو په نظر کې نيولو سره مې هڅه کړې چې د ستونزې بېخ ته ځان ورسوم. 
دلته جګړه د پښتون د ځپلو لپاره نه، بلکې د وسله‌وال طالب د ځپلو لپاره پيل او روانه ده؛ خو دا هم حقيقت دی چې په همدې سيمه کې وسله‌وال طالب پښتون دی.
جنرال دوستم د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه ګرم دی چې ولې په دغه ولسوالۍ کې عام سړی ځپل شوی، کور يې چور شوی او اور ورته اچول شوی دی.
ستونزه له همدې ځايه پيل ده چې جنرال دوستم په شمال کې د وسله‌وال طالب د ځپلو لپاره له داسې جوړښت څخه کار اخلي چې په دغه سيمه کې د پراخو قومي جوړښتونو له امله ناکام شوی دی. سيمه‌ييز پوليس او يا هم ولسي پاڅون (خيزش مردمي).
د قيصار د خلکو شکايت يوازې او يوازې د همدې خيزش مردمي له وسله‌والو څخه دی چې د پخوانيو جنګونو پاتې شوني قومندانان يې په سر کې دي. د قيصار خلک د ملي اردو او په خپله د جنرال دوستم له اړخه کوم نالښت نه لري. 
نو جنرال صيب همدلته ملامت دی چې ولې يې داسې يو جوړښت ته دمه کړې چې په ښو او بدو نه پوهېږي.
دلته  له پخوا، د شمال په کندوز، بغلان او نورو ولايتونو کې د محلي پوليسو د ډېرو ناکردو شاهدان يوو، خو دا هر څه له سياسي پلوه قومي رنګ نه لري. دلته پښتون اربکي هم د پښتون پلار د سترګو پر وړاندې د هغه اووه کلن زوی تر لښتو لاندې مړ کړی دی. تاجک د تاجک ځمکه غصب کړې او ازبک ډېر ځله د ازبک په ستوني چاړه کش کړې ده.
د پخوانيو جنګونو پاتې شوني قومندانان دا نه ګوري چې پر وړاندې يې څوک دی... خپله ګټه سنجوي او د خپل جهالت او وحشت غريزه سړوي... 
جنرال دوستم د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه ګرم دی چې د افغان ځواکونو تر څنګ يې ولې د خيزش مردمي په نامه ولسي پاڅون رامنځته کړی او بيا يې ولې په دغه پاڅون پسې شاته نه دي کتلي چې څه کوي او چېرته يې کوي. بايد مرکزي دولت يې وپوښتي.
خو دا به ناسمه وي چې ووايو په شمال کې د پښتون د ځپلو لپاره پلان شوې چارې روانې دي. د قيصار په جګړه کې ډېرو پښتنو د جګړې په حالت کې خپلو ازبکو ملګريو او انډيوالانو کره شپې وړې دي، نو که چېرې جګړه قومي وي، نو بيا ولې په دغه سيمه کې يو ازبک پښتون شپه ورکړي. 
دا اړخ ولې له موږ هېر دی چې په همدې سيمو کې طالبان اوسېدل او زموږ دولت يې ګواښه، که په زور اوسېدل او که په رضا، نو د ځپلو لپاره خو بايد افغان ځواکونه همدې کليو ته ورشي کنه. 
نو ښکاره ده چې اوس هماغه خلک يو څه په تکليف دي؛ خو دغه تکليف بيا تر دې کچې د زغملو نه دی چې کورونو ته اور واچول شي او چور کړای شي. 
خو دا هم نه منم چې د کابل يو سياست مدار را پورته شي او پښتانه دې په شمال کې زما (پښتون) په ننګه د قومي بنسټپالنې تر نامه لاندې راپورته کوي، د وخت په سياسي بازار کې دې پاکستاني توکي وپلوري... 
د وطن په هر ګوټ کې ناخوالې شته، نو په شمال کې ولې هماغو ناوخوالو ته قومي رنګ ورکړو؟ 
دغه رنګ مو نور هم وطن خرابوي، روڼ او د وطن د ګټې سياست به همدا وي چې ستونزه رابرسېره کړو، پر مرکزي دولت يې د حل فشار راوړو. 
ما په خپل راپور کې کوشش کړی چې د ستونزې اصلي رنګ خلکو ته وړاندې شي...
سرخط ورځپاڼه