د مړیو حکومت


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • شهرت ننګيال
  • 367

 ویل کېږي پر افغانستان څو کاله مړي حکومت کړی، دا د ما قبل التاریخ وختونو کیسه نه ده، د پرون خبره ده.

استاد هاشمیان دیارلس کاله له مخه په دې اړه "ایینه افغانستان" کې یو اوږد راپور خپور کړی.
 د راپور سرلیک دی "در افغانستان مرده حکومت میکند. "
د دې مانا دا ده چې ده په خپله د مړي حکومت لیدلی، د ده تر مخ تېر شوی دی. دغه وخت د ولسمشرۍ یا حکومت پر تخت جلالتماب حامد کرزي ډډه لګولې وه.
دی ژوندی، خوځند او فعال شخصیت و او دی... د ده د مرګ خبر کله هم نه دی ورکړل شوی، طالبانو پرې ځانمرګی برید کړی، امریکایانو پرې بمونه غورځولي، ژوبل شوی، خو د مرګ خبر یې چېرې نه دی ورکړل شوی.
بیا یو مړی څرنګه د ملک واکمن بلل شوی؟
مړی څرنګه حکومت کولای شي؟
په مړیو حکومت کېدای شي، خو د مړي له حکومت کولو مو نه و اورېدلي.
تر مرګ وروسته د ولیانو، بزرګانو معنوي ژوند هم هغسې نه دی راختلی چې د ژوندیو په څېر بلل شوی وي.
بیا د مړي حکومت څه مانا؟
مملکت خداداد کې ناممکنات نه شته.
افغانان همېشه د تاریخ د تکرار له نخرې سره مخامخ شوي، کله په لنډو کله پر یو څه ځنډ.
د تاریخ دغه تکرار کله بېخي ورته خېژي، کله خورا لېرې راوځي.
استاد هاشمیان خپل راپور کې پر افغانستان د هغه مړي حکومت یاد کړی چې قبر یې څرګند، د مرګ بڼه او نېټه یې مالومه وه.
ده پر ژوندونې د دغسې حکومت مخه نه وه موندلې، لکه پر مرګ یې چې ومونده.
تاریخ یوځل بیا تکرار شو. د یوه مړي له حکومت وروسته، دوه نیم کاله بل مړي د سختې او مرګونې جګړې مشري په غاړه وړه.
نه یوازې د جګړې مشري، بلکې اختریز پیغامونه یې هم ورکول، بېلابېل حکمونه یې صادرول. جنګ او سوله دواړو کې یې رول و.
امریکا یې پر سر لس ملیونه ډالر جایزه اېښې وه، خو د مړي پر سر دغه جایزه چا تر لاسه نه کړای شوه.
پر ویښو ملتونو مړي حکومت نه شي کړای، مړي یې د جنګ په شر او عذاب نه شي اړولای.
د ویښو، ویدو او مړو ملتونو توپیر په همدې کې دی.
سرخط ورځپاڼه