غوښتنې که امر...؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شهرت ننګیال
  • 1195

 لیکوال: باب ووډ

ژباړه: شهرت ننګیال
د راز خبرې

د ګټې ځای

۲۰۰۹ د اګست ۲۰مه: د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال هالبروک کابل کې و، د ټاکنو پر ورځ د درغلیو داسې خبرونه راتلل چې د سړي له پښو يې ځمکه تښتوله.
د امریکايي ادارو ډېری کارکوونکي چې هلمند، کندهار او... کې د ټاکنو د څار لپاره تللي وو د طالبانو له وېرې نه شوای وتلای، له اپوزیسیون سره پېیلو کړیو ویل: نور دوی هم ځانونه د وسلې په را اخیستو اړ ګڼي؟
هالبروک له کرزي سره د لیدو لپاره ارګ ته ولاړ، درې ساعته خبرې ښې روانې وې، خو چې هالبروک له کرزي پوښتنه وکړه چې که ولسمشر وټاکل شي لومړیتوبونه يې څه کېدای شي؟
کرزی پورته وغورځېد، ده وویل، ټاکنې يې ګټلې، خلکو د دویم وار لپاره ولسمشر ټاکلی.
هالبروک وویل: تر اوسه ډېری سیمو کې رايې نه دي شمېرل شوې، کومو ځایو کې چې شمېرل شوې تاسې غوڅ بری نه دی تر لاسه کړی، د افغانستان د قانون له مخې که کوم نوماند پنځوس جمع یوه رایه و نه شوای ګټلای، یا دا چې بل کاندید هم برابرې رايې تر لاسه کړای شوې، له سره ټاکنې کېږي.
د دې خبرې په اورېدو کرزی تک تور واېشېده... دا نه شي کېدای، ما ګټلې، خلکون ماته رايې راکړې، امریکا نه شي کولای ما ایسته کړي.
هالبروک باوري کړ چې امریکا داسې کوم پلان نه لري، خو د افغانستان قانون همدا خبره را اخیستې.
کرزي همدا یوه خبره کوله چې ولسمشر ټاکل شوی، هيڅوک يې نه شي لېرې کولای، له ناستې وروسته کرزي سملاسي واشنګټن کې بهرنیو چارو وزارت ته ټلېفون وکړ چې له هیلري کلنټن یا ولسمشر اوباما سره يې اړیکې ټینګې کړای شي.
کابل کې د امریکا سفیر هم دغه ګړۍ له ولسمشر اوباما سره خبرې کولې، ده اوباما ته وویل، زه او هالبروک دمګړۍ له ارګه راوګرځېدو، کرزی همدا اوس ځان بریالی ښيي، داسې ګڼي چې موږ يې د ایسته کولو پلان لرو... سفیر له اوباما وغوښتل له کرزي سره له خبرو ډډه وکړي او که کومه ستونزه وي له سفیر سره يې هواره کړي.
پر سبا يې سفیر، جنرال مک کرستل او هالبروک له کرزي سره ډوډۍ ته کېناستل. سفیر ورته په ډاګه کړه چې بیا کله هم له هیلري کلنټن یا ولسمشر اوباما سره د ټلېفوني اړيکې هڅه و نه کړي، هره خبره چې وي موږ ته يې ووايئ.
سفیر کرزی باوري کړ چې امریکا يې د لېرې کولو پلان نه لري، يوازې د افغانستان اساسي قانون پلی کېدن غواړي... د کرزي پر څېرې د یوه مرګوني مصیبت دوړې غوړېدلې وې، ده وویل: 
افغانانو ولسمشر ټاکلی، نه پوهېږي څرنګه امریکا او بریتانیا د ده مخالفت ته راوتلي دي.
د ۲۰۰۹ اګست کې مې خپل مرستیال «جوش بوک» ته وویل چې له مک کرسټل سره مې یوه مرکه پلان کړې، مک کرسټل په همدې ورځو کې له افغانستانه راګرځېدلی و. ما غوښتل د مک کرسټل د رپوټ هغه ټکي تر لاسه کړم چې ددې پته ولګېږي، افغانستان کې څه تېرېږي، له ده سره پنځلس تنه نور په دغه سفر کې مله وو چې د افغانستان د حالاتو جاج واخلي، ما په را وروسته کې د دوی له نیمايي ملګرو سره د مرکو مخه ومونده.
په پيل کې دوی خبرو کې زړه نازړه وو، خو وروسته په خلاص زړه خبرو ته رامات شول. د دغه رپوټ تفصیلات د امریکا او ټلوالې لپاره د سرټیټۍ وړ ګرځېدل، ځکه خو يې بیا هم د جزیاتو له څرګندولو ډډه کوله. دوی له وړاندې هم څو څله افغانستان ته تللي ول، د دغه هېواد په اړه يې تجربې او مالومات کره وو. افغانستان کې دوی ته د رپوټ برابرولو ټولې اسانتیاوې چمتو شوې وې، ځکه خو يې یوازې کابل کې ځانونه نه و کلابند کړي، دوی هر ولایت ته تللي وو او په پوره ژورتیا يې خپل رپوټ برابر کړی و.
د دوی سفر د هوا له لارې چورلکو کې تر سره کېده، ځکه چې امریکايي جنرالانو کابل کې هم ورته ځمکنی سفر ګواښمن ښوولی و. دوی په خپل رپوټ کې تر ټولو له مخه همدا ټکی نوټ کړی و چې امریکايي او ۴۲ ملګري هېوادو عام افغانان خورا لږ پېژندلی، په دې نه پوهېږي چې له عامو افغانانو سره څه ډول چلند وکړي، په داسې حال کې چې «کاونټر انسرجنسي» پلان په همدې ټکو راګرځېده چې له عوامو سره د اړیکو په ټینګولو د خوندیتوب احساس باوري کړای شي.
په افغانستان کې د امریکا او ۴۲ هېوادو عسکر له خپلو اډو وتو ته زړه نه شوای ښه کولای، ان چې د خپلو اډو د ساتنې لپاره هم دباندې وتو ته نه شوای چمتو کېدای، ځکه خو يې خپل مرکزونه په افغان پوځ او ملېشو ساتل.
د استخباراتي مالوماتو راټولولو نظام له سره شته نه چې څوک د باندې نه شي وتلای مالومات به له کومه شي؟ 
یوازې د لېرې پرتو سیمو نه، د کابل هم دغه حال دی. د ټیم د یوه غړي په وينا کندهار له لاسه وتلی بوله، د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو پوځیان کندهار ته د تلو زړه نه شي کولای، ټول خپلو اډو او کمپونو کې راغونډ دي. هيڅوک دا نه شي ویلای چې ښار کې څه تېرېږي، طالبان واک چلوي، که کرزی...؟ 
په داسې حال کې چې د کاغذ پر مخ د نوې پالیسي نخچه لږ تر لږه له اډو د باندې خلکو سره پر اړیکو او خوندیتوب په باوري کولو ولاړه ده چې پرمختیايي چارې يې په سر کې دي. د دغه ټیم د یو مشر غړي په وينا کله چې کوم قبایلي مخور ته دا خبره وکړې چې امریکایان او ټلواله له طالبانو د دوی پر ژغورنه لګیا دي. په خندا پوښتنه کوي چې کابل کې يې امریکايي عسکر له ګرځېدو څرنګه راګرځولي؟ حقیقت دا دی چې د کابل امنیت د امریکايي عسکرو لاس کې دی، خو یوه پوځي ته هم د دې اجازه نه شي ورکول کېدای چې د کابل پر کوم سړک وګرځي، که د کومې اړینې چارې لپاره وځي، د زغره‌والو ګاډو په کتار کې به وځي.
دغسې هرات له ايټالوي پوځیانو سره دی، خو پر واټونو له ګرځېدا منع کړای شوي دي. کله چې بهرني پوځونه خپله دومره بې‌وسه وي، افغانان خوندي کېدای شي...؟
د ټیم ډېری غړي پر دې یوه خوله وو چې امریکايي جنرالان له خپلې ټلوالې زړه خوړيني دي، که جګړې ته کومه لېوالتیا نه شي لرلای، دومره خو دې وکړي چې د جګړې لګښت ته اوږه ورکړي.
افغانستان کې د ټلوالې جنرالان په زړه پورې کیسې لري، د بېلګې په توګه هرات له ایټالوي عسکرو سره دی، کله چې ټیم هرات کې د هغوی مرکزي قرارګاه ته ورسېد، پته ولګېده چې هغوی افغانستان ته راغلي، خو دغه حقیقت ته نه شوای چمتو کېدای چې ګنې افغانستان کې مېشت دي.
د دوی ټول پام دې ته و چې څرنګه کړای شي خپلو مرکزونو کې عسکرو ته ايټالوي خواړه برابر کړي.
ایټالوي اشپزان دې ته نه چمتو کېدل چې افغانستان ته راشي، ځکه خو دوی افغان اشپزان د ټرینینګ لپاره ايټالیا ته لېږل چې د ایټالوي خوړو د پخولو له کورس وروسته يې دغو مرکزو کې عسکرو ته ایټالوي خواړه پخول. د ایټالوي عسکرو اډو کې د ایټالیا د بېلابېلو رسټورانټو څانګې پرانیستل شوې وې چې هورې مشهور ایټالوي خواړه افغان اشپزانو پخول. ایټالوي عسکر ښکلي او د غړو له ښایست برخمن برېښېدل، خو جګړې ته نه شوای چمتو کېدای.
د دوی لوی قوماندان غښتلې سټه لرله «کسټیلانو روساریو» نومېده. د ده په وینا جنرال مک کرسټل ښه سړی نه دی، ده د ټیم غړو ته ویلي وو، کله چې مک کرسټل هرات ته راغی، بېځایه پوښتنې يې کولې، دا چې له ایټالوي قوماندانانو يې د نومو پوښتنه کوله. مک کرسټل وپوښتل چې د ده مور پلار څرنګه پر ده دغسې نوم ايښی؟ ایټالوي جنرال خوا بده کړه. ټیم دا درک هم ولګاوه چې مک کرسټل ايټالوی جنرال سپک کړی و. 
امریکايي ټیم له ایټالوي قوماندانه پوښتنه وکړه چې ولسمشر اوباما افغانستان ته نور پوځیان لېږي چې یو شمېر به يې هرات ته راشي، تاسې به له دغو پوځیانو څه کار واخلئ؟
د دغې لنډې پوښتنې ځواب ته دی نژدې لس دقیقې چورت یووړ، بیا يې په نیولې څېره او بړوسو شونډو غبرګه کړه، دا خورا احمقانه پوښتنه ده، کومه بله خبره وکړئ.
دغه ټیم خپل مرکزي دفتر کابل کې پرانیستی و چې ایساف يې ساتنه کوله. کابل کې د دوی مېنه او دفتر هغه زغروال بنکر کې و چې بم پرې اغېز نشوال کړای، د بنکر د باندې «ګورکه» برتانوي پوځیان په زغرو سمبال ولاړ و، له دغه دفتر د ایساف تر اډې د پينځلسو دقیقو لار ده. د پينځلسو دقیقو دغه مزل هم د زغره‌والو ګاډو په کاروان کې کېده. د دغه کاروان ډرېوران چې په کومه بڼه ګاډي چلوي، نړۍ کې يې بېلګه نه شي موندل کېدای. ډرېور کله هم بریک ته پښه نه وروړي، خپل لاس يې پر هارن ايښی وي، پر واټ چې کوم ګاډی، بایسکل په مخه ورځي، د خپل ځان په ساتلو ځان اړ ګڼي. د ټرافیکو چراغ یا د واټ بندښت د دغه کاروان مخه نه شي نیولای، هر وار له څو موټرو سره ټکر رامنځته کېږي، بایسکل والا د ژغورنې لپاره یو بله خوا ځانونه غورځوي، ډېری افغانانو له غوسې، په ښېرا ښکنځلو خوله خلاصه کړې وي.
په دغسې یوه سفر کې کله چې د څو موټرو له ټکر وروسته يې یو بایسکل والا لاندې کړ، په ګاډي کې سپور یو امریکايي افسر ډرېور ته کړه: دا څه ډول موټر چلونه ده؟ په ځواب کې ډرېور وویل: 
ښاغلیه! دا کابل دی، دلته په پام او احتیاط ګاډی نه شي چلېدای، د سړک پر غاړه بم او د طالبانو برید دې له یاده وتلي؟
د ۲۰۰۹ د سپټمبر پر ۱۲مه مرستیال ولسمشر جوبایډن په خپله ایرفون ۲ الوتکه کې د دغه پټ رپوټ په لوستو بوخت و. دی له واشنګټن څخه لاس اینجلس ته روان و چې هورې د مرستو ټولولو یو کمپاین کې برخه واخلي، له دغو مرستو د اور وژنې د هغو دوو کارکوونکيو له کورنیو سره مرسته کېده چې د کیلیفورنیا د ځنګلونو د اور وژنې په هڅه کې مړه شوي وو، له ده سره يې امنیتي سلاکار ټوني بلیکن هم ناست و.
جنرال مک کرسټل د طالبانو د ماتې لپاره رپوټ کې د څلوېښت زره نویو پوځیانو غوښتنه کړې وه.
جوبایډن او ټوني بلیکن په دې بحث کاوه چې د نورو پوځیانو لېږل اړین دي؟ د جوبایډن په وينا اصلي دښمن القاعده ده، نه طالبان... 
د رپوټونو له مخې القاعدې له افغانستانه پښې سپکې کړې، ځکه خو د القاعده د بېرته راګرځېدا د مخنيوي لپاره د افغانانو خوندیتوب، لومړیتوب ګڼلی شي، له همدې ځایه افغانستان ته د القاعده د را اوښتو مخه ډب کېدای شي، خو د افغانانو د خوندیتوب کوم پلان چې وړاندې شوی، دومره لګښت غواړي چې د امریکا له وسه پورته دی.
د جوبایډن په وينا القاعده تل له دوه په دوه مقابلې مخ اړولی، افغانستان ته د القاعده د راګرځېدا په مخنيوي کې د دومره پوځ شتون اړین نه دی. دلته د پنځو ټکو پروګرام په مټ په لږ لګښت القاعده له افغانستان او قبایلي سیمو لېرې کولای شو.
پنځه ټکي دا چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو له بشپړ وتلو لږ تر لږه پر دوه لویو اډو امریکا خپلې منګول ټينګې وساتي، یو باګرام بل کندهار.
د جوبایډن په وينا، په دغو دواړو  کې به امریکايي ځانګړي ځواکونه (سپېشل فورس) مېشت کړای شي چې د اړتیا پر مها هر ځای وغواړي برید کولای شي.
په دې سربېره به په دغو بېسونو کې د امریکا د هوايي ځواک دومره الوتکې ولاړې وي چې د افغانستان فضا کنټرول کړای شي، که چېرې دښمن سر راپورته کا، همالته يې له منځه یوسي.
بله خبره دا چې جاسوسي او استخباراتي نظام دومره پیاوړی کړای شي چې له هرې برخې اطلاعاتو ته لاسرسی موجود وي، په دې برخه کې له افغان مخورو او قبایلي مشرانو کار اخیستل کېدای شي، د همدغو اطلاعاتو په مټ به سپېشل فورس د عملیاتو مخه مومي.
بله دا چې CIA د درې زره افغانانو کوم پوځ جوړ کړی هغه به په خپل حال وي، دوی به دا خوندیتوب او واک ولري چې هر ځای د القاعده او د طالبانو قیادت پته ولګوي عملیات وکړي.
د بایډن پر وړاندې دا خبره را پورته شوه چې افغانستان کې د القاعده او طالب مشرانو د وژلو او تېښتې ارزانه او په زړه پورې پلان جوړ شوی، خو پوښتنه دا ده چې پاکستان به څه کوو؟ 
هورې به د القاعده ځپلو ته څرنګه مخه پرانیزو؟ بایډن په چټکۍ ځواب ورکړ، زموږ ډرون الوتکې پر قبایلي سیمو بریدونو ته دوام ورکوي، که څه هم امريکايي پوځیان وتلي وي.
په قبایلي سیمو کې د القاعده او طالبانو د ځپلو لپاره له ډرون بله غوره لار نشته، ځکه خو اوس هم پر ډرون پانګه‌ونه کېږي.
د بایډن په وينا اوباما د سینټ یوازې څلور کلنه تجربه لري، خو له ده سره یوه بله ۳۵ کلنه تجربه شته، په کومه بڼه چې امریکايي پوځ اوباما تر فشار لاندې راولي، له ده سره د دغسې لوبې زړه نه شي کولای. 
د ده په وينا اوباما ته د یوه لارښود اړتیا ده چې ده ته اړین ګامونه تشرېح کړای شي، د بایډن په وينا د امریکايي پوځ چلولو ته د ټېلو او ديکو اړتیا ده.
وروسته ولسمشر اوباما زما پر وړاندې دا ومنله چې ده بایډن ته ویلي وو چې لږ سخته لهجه راواخلي، دومره چې څه يې خولې ته راځي هغه ووايي، له سختو نه سختو پوښتنو ته سخت ځوابونه ورکړي، دلته ده چې هر یو به ځان پر زیات سوچ اړ بولي، دغسې بحثونه او جدل به هرومرو کومه لار په ګوته کړای شي چې سوبې ته زموږ مخه لنډه کړي.
خو داسې کومه پایله تر لاسه کړای شوه؟
د دې خبرې ځواب جوبایډن په خپل یوه رپوټ کې ورکړی. ما دغه رپوټ هغه مهال وکوت چې امنیتي سلاکار يې پر کمپوز بوخت و، جوبایډن کښلي: 
موږ داسې یوه پالیسي جوړوو چې د پایلو له ارزونې وړاندې د تبدیلۍ ګنجایش ولرلای شي. د دې یوه بېلګه د پروس ریډل سپارښتنې دي. د دغو سپارښتنو په مټ داسې یوه پالیسي رغېدلې وه چې په پاکستان او افغانستان کې يې د پلي کېدا منظوري هم ورکړل شوې وه.
څو میاشتې نه وې تېرې، پایلې يې لا نه وې رابرسېره چې موږ بله پالیسي جوړه کړه.
په رپوټ کې بایډن کښلي: 
پوښتنه دا ده چې زموږ د هڅو محور پاکستان ګڼلی شي؟ د دې ځواب دا دی چې د لوبې په وروستیو شېبو کې دا ټکی څرګندېدای شي چې سوبه زموږ نه ده.
اوس به دا ګورو چې چېرې موږ ډېره ګټه تر لاسه کولای شو؟ که دا ګټه پاکستان کې تر لاسه کېدای شي، بیا به پاکستان زموږ د ګردو هڅو محور ګرځېدلی وي.
رپوټ کې بایډن دا هم کښلي: 
امریکا پر یوه ناکامه لوبه بوخته ده. موږ د پاکستان، افغانستان له واکمنو غوښتنې لرو، په داسې حال کې چې ښایي موږ پر دوی امر کړی وای.
سرخط ورځپاڼه