کندهارۍ مېوې، د اوبو په بیه


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 272

 اوس مهال د کندهار ښار په هره سیمه کې تازه خټکي، غټې هندواڼې، رنګارنګ انګور او نورې مېوې په زیاته کچه لیدل کېږي. 

دغه کندهارۍ مېوې په خوند او رنګ کې د ګاونډیانو تر مېوو څو ځله ښې دي، لیکن بيې يې تر پردیو مېوو کښته دي. 
داښه دی چې ارزاني وي، خو دومره هم نه چې کروندګر له کوره باقي شي. 
د کندهار اکثره ولسوالۍ ډول ډول مېوې لري، خو د ارغنداب انار، د پنجوايي انګور او ددامان ولسوالۍ خټکي او هندواڼې نړيوال شهرت لري. 
د نړيوال شهرت ترڅنګ بیا هم زموږ دغه خوندورې مېوې په کندهارښار کې ځکه په نڅه بیه پلورل کېږي چي په ټول کندهار کې داسې سړه خونه (کولډ سټور) نه شته چې یادې مېوې پکې وساتل شي. 
بل غټ علت يې دا دی چې زموږ مسلمان ګاونډی (!) هېواد پاکستان د مېوو په موسم کې د (چکینګ او ګمرکي محصولاتو) په پلمه زموږ د تازه مېوو ډک موټرونه په خپله خاوره کې د اصولو خلاف، یوه یا دوه اوونۍ ځنډوي، ترڅو نړيوالو بازارونو ته د افغانستان تازه مېوه پر ټاکل شوي وخت و نه ورسېږي.  
دا معلومداره خبره ده چې په نړيوالو بازارونو کې ځنډېدلې ميوې نه یوازې رانیوونکي نه لري، بلکې لا نور هم زموږ د تازه مېوو پر مارکیټ ناوړه اغېز کوي. 
کندهاري سوداګرو او کروندګرو په دې اړه د نورو اسانتیاوو ترڅنګ، د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه دومره یاده کړې ده چې اوس نو د دوی په قول (نور له خپلو ویلو څخه شرمېږو.) 
کروندګر، سوداګر، د کندهار پوهنتون د کرنې او اقتصاد پوهنځيو استادان ټول د یادي ستونزې د لېرې کولو غوښتنه کوي او وايي ، په کندهار ښار کې د تازه مېوو ساتنې یوه نه، څو سړو خونو ته سخته اړتیا ده چې په جوړېدو سره به يې  د زیاتو کندهاريانو اقتصادي وضعیت ښه شي. 
بزګر به د کوکنارو پر ځای حلالې کروندې په مینه پالي، سوداګر به يې په ښه بیه رانیسي او کولای شي چې د کندهار ترڅنګ يې د هېواد نورو ولایتونو او نړيوالو بازارونو ته په سړه سینه ورسوي. 
په دې سره به سلګونو کسانو ته کار پیدا شي. 
له هېواد څخه به د نشې ناسور که یومخ ورک نه شي، نو تر یو ځایه به کم شي او له دې لاري به مو په سلګونو ځوانان له رنګا رنګ ناوړو شرایطو خلاص شوي وي.  
په کورنيو کې به د روحي ناروغيو پر ځای خوشحالۍ وي. 
مېرمن به له خاوند او خاوند به له مېرمنې، د اقتصادي پياوړتیا او سالم فکر له امله نه بېلېږي. 
طلاق ته به څوک زړه نه ښه کوي. 
اولادونه او کورنۍ به نه بې سرپرسته کېږي. 
د سنګرونو پر ځای به ښوونیز مرکزونه اباد وي. 
ځکه د اقتصاد کارپوهان وايي، هر ځای چې د خلکو اقتصاد پیاوړی وي، هلته ناامني کمېږي او ناامني چې کمه شوه، خلک د هېواد ابادۍ ته ملا تړي او د پردیو لاسونه لنډېږي. 
نو په کندهار کې د کرنې ریاست او نورو اړوندو څانګو ته په کار ده چې په دې اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړي، پر وزارت زور واچوي او نړيوالې مرستندویه موسسې اړباسي چې تر بې‌ځایه پيسو لګولو، سړې خوني په زر ځله ښې دي. 
کروندګرو او سوداګرو ته هم په کار ده چې د ځینو چارواکيو په کڼو غوږونو کې په زوره نارې کړي او بیا بیا په دې اړه خپلې غوښتنې تکرار کړي. 
یو شمېر مسوولین شته چې یوازې د ځان په کیسه کې دي او د خلکو په ستونزو ځان نه خبروي، نو په دغسې وختونو کې خپله خلکو ته هم په کار ده چې لستوڼي راپورته کړي او لاس په کار شي. 
چارواکي اړ کړي چې غوښتنې يې ومني. 
که چېرې خدای مه کړه زموږ کروندګر او سوداګر همداسې لاس تر زنه ورته کښېني، نو په خدای باور وکړئ چې د تازه، خوندورو ميوو نرخونه به مو دومره راکښته شي چې بیا به یادې ستونزې یوه په دوه څه، چې په څلور او پنځه به شي.   
زموږ ګران هېواد چې نژدې څلورو لسیزو سخت ځپلی دی، همدومره سخت کار، غوښتنو او خولو تویول ته اړتیا لري. 
که داسې و نه کړو، نو بزګران به مو په کروندو کې لاس پر لاس ناست وي، سوداګر به مو په کورونو او بازارونو کې یوازې د پردیو مېوو او محصولاتو واردولو ته ګوتې شمېرې چې داسې حالات زموږ د هېواد او خلکو لپاره لوی اقتصادي او کرهڼیز ناورین دی او د دې ناورین له سيوري بيا یو هېوادوال هم نه شي ژغول کېدلای.   
سرخط ورځپاڼه