ريالېسټ جاسوس


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • حفيظ الله تراب
  • 234

دا دی نن مو د هېواد له يوه نوميالي، پياوړي او عزتمن جاسوس سره مرکه کړې چې تاسې يې لوستلو ته رابولو:

ـ ټولو نه مخکې تاسې نه مننه کوم چې مرکې ته حاضر شوئ، خو هيله لرم چې پرته له کومې وېرې به ځوابونه راکړئ؟
ـ هههههه برخورداره! څوک چې له خدايه نه وېرېږي، نو انسان خو ډېر کمزوری شی دی، له دې به څنګه ووېرېږي، ياره دا پوښتنه خو دې بېرته درواخله.
ـ خبره دې سمه ده، خو بيا هم ډېر کم انسانان دي چې د خپلو جنايتونو نه دې خلکو ته پرده پورته کوي او له چا دې و نه وېرېږي. ته لومړنی کس يې چې داسې اخلاقي جرات کوې؟
ـ وېره هغه وخت يو چا ته پيدا کېږي چې د وېرې اچوونکي نه پوښتنه وشي، له نېکه‌مرغه دلته خو دا خبره نشته او بله دا چې  ډېری مسوولين زما د لارې ملګري او زما په څېر دي، نو ته اوس ووايه چې زه بايد ووېرېږم؟!
ـ ډېر معقول ځواب، په خوله کې دې راته خبره وچه کړه، خو خير دا پوښتنه يو ځل بيا تکراروم، ته په رښتيا له هيڅ ډول انسان نه، نه وېرېږې؟ 
ـ نه ما داسې نه دي ويلي چې زه له ټولو انسانانو نه، نه وېرېږم، زما مطلب دی چې په افغانستان کې له هيچا نه وېرېږم، خو د خپل بادار مخکې مې بيا سپڼ هم نه شم کولای.
ـ ايا دا يو بې ايمانه کار نه دی چې له خپلو دې سترګه نه سوځي، رحم پرې نه لرې، خو د يوه پردي په مخکې بيا د يوه غلام غوندې ولاړ يې؟
ـ تاسې به اورېدلي وي چې د انسان يو ځل سترګې وشکېږي، نو بيا په هيڅ هم نه شرمېږي او بيا خو زما په دې کار کې کلونه کلونه وشول، نو ځکه اوس خپل بادار ته لاس په نامه ودرېدل، راته نسوار هم نه ښکاري.
ـ مننه، په دې پاک او راڼه ځواب، خو په دې مې پوی کړئ چې يو جاسوس انسان په څه پېژندلای شي؟
ـ دا دې ښه پوښتنه وکړه، له ټولو نه مخکې که د يوه جاسوس سترګو ته په ځير وکتل شي، نو يو ډول خړوالی پکې وي، ورپسې نښه يې دا ده چې د يوه رښتيني جاسوس د مخ څېره مسخه شوې غوندې ښکاري، د خبرو په وخت کې به د سترګو لاندې خلکو ته ډېر ګوري، ذهني استقرار يې داسې ناجوړه غوندې وي. په دنياوي لحاظ ناڅاپي د شتو خاوند کېږي، خو دلته بايد يادونه وشي چې ځيني مسلکي غله هم کېدای شي ناڅاپه د شتو خاوندان شي، خو له جاسوس سره يې توپير دا دی چې دا ډول خلک ځانونه خلکو ته د ملايکو غوندې ښکاره کوي، بس په هره خبره کې دين يادوي، تسپې ډېرې اړوي راړوي او ...
ـ خير يوسې، همدومره بس دی. ستاسې په اند کوم ډول خلک په جاسوسۍ کې ښه فيټ کېدای شي؟
ـ حريص، سياليمار، کم ذاته او کله کله هم ډېر مجبور خلک.
ـ ډېر ښه، خو د دوی پر فعاليتونو که لږه رڼا واچوئ، خوښ به شم؟
ـ د هرې استخباراتي ادارې جاسوس ځانله ځانله دنده لري او چې څه ورته وويل شول، بايد هغه په پوره ځيرکۍ سر ته ورسوي، د بېلګې په توګه په خلکو کې شرارت اچول، په ملي مسايلو کې د يو ملت د يو ځای کېدو مخه نيول،  پر هېواد د مينو خلکو د خدمت مخه نيول، د ملي شخصيتونو ترور کول، پوځي ځايونه او د هغوی د امکاناتو راپور، لنډه دا چې هره هغه لوبه کول چې بادار ته يې ګټه ولري.
ایا تاسې په هېواد کې د نورو هېوادونو له جاسوسانو سره هم بلد ياست؟
ــ ههههه ډېری مې ډېر نږدې ملګري دي، په اوونۍ نيمه کې سره بانډارونه لرو، مېلې او چړچې کوو.
ـ ستاسې په خپلو منځونو کې خو به کومه سيالي يا رقابت نه وي؟
ـ نه، داسې جدي کومه سيالي نه شته، خو غرور شته او هغه په دې مانا هر يو چې د کوم پياوړي هېواد جاسوس وي، نو پر نورو ځان لوړ ګڼي او وياړ پرې کوي.
ـ ستاسې په نظر د يوه جاسوس تر ټولو خطرناک کار کوم دی؟
ـ کارونه خو يې ټول خطرناک دي، خو زما په فکر، د يوې ټولنې د ارزښتونو له منځه وړل يې تر ټولو خطرناک کار دی. تاسې ګورئ چې دا څو لسيزې په افغاني ټولنه کې زموږ پر مټ همدا چاره تر سره شوه، نالوستو، قاتلانو او د هغو خلکو نه لوی لوی خلک جوړ شول چې چا پرې پاده هم نه ساتله. د دې کار اغېز دومره پياوړی دی چې کلونه کلونه به افغانان ښه ورځ و نه ګوري.
ـ دا خو دې بېخي رښتيا وويل،  پوښتنه دا ده چې خلک کله کله ستاسې ښکاره جنايتونه ګوري، خو حکومت درته هيڅ هم نه شي ويلای چې د دې راز په څه کې دی؟
ـ ما خو درته مخکې وويل چې د هر يوه جاسوس بادار ډېر پياوړی دی، دا خو د هغوی برکت دی چې موږ سرې سترګې ګرځو او څوک راته پورته نه شي کتلای.
ـ چې دا حال وي، دلته به سوکالي راشي؟
ـ هههههههه زه افسوس کوم چې داسې کمزورې پوښتنه دې وکړه. يو فعال جاسوس د يوې فرقې پوځيانو نه ډېر کار کولای شي، خو دلته د مچانو نه هم ډېر دي، د افغانستان په ټولو ادارو کې بې شماره جاسوسان دندې لري، نو اوس ته ووايه چې ارامي به راشي؟!
ـ تاسې به ښه خوشاله ياست چې په داسې يوه بې پوښتنې هېواد کې ژوند کوئ؟
ـ افغانستان زموږ لپاره له جنته کم نه دی، په نورو هېوادونو کې يو جاسوس په ډېر تکليف سره ساه ايستلای شي، خو دلته د خدای کرم دی چې تر ټولو عزتمن انسان جاسوس وي، هزار بار شکر.
ـ يوه سخته پوښتنه، که خپه کېږئ نه؟
ـ مهرباني وروره! چې هر څه کوو، کله کله بايد رښتيا هم  ووايو، اخېر ما پورې هم د افغان نوم نښتی دی، په زړه باد مه پرېږده؟
ـ پوښتنه مې دا ده چې ايا تر تاسې هم په دې ټولنه کې بې‌ننګه او بې‌وجدانه انسانان شته؟
ـ مسلمانه! دا خو ډېره اسانه پوښتنه ده، تر موږ ډېر بې ننګه او رذيل هغه خلک دي چې زموږ پر دسترخوانونو ناست او زموږ چاپلوسي کوي، دا نوتر موږ هم ډېر پست خلک دي.
ـ اخېرنۍ پوښتنه، څنګه کېدای شي چې زموږ هېواد ته سوله او نېکمرغي راشي؟
ـ تر هغه چې د دې هېواد ټول جاسوسان په حضوري چمن کې په دار و نه ځړول شي، نو بل هر ډول کوښښ په هوا کې د لامبو وهل دي.
ـ ياره جاسوس صيب! له دغې رښتينې مرکې نه دې ډېره مننه، ايله دې زما د زړه تڼاکې لېرې کړې؟
ـ تاسې نه هم مننه، هر وخت چې مو زړه ډک و، بې وېرې راتلای شئ، زه جاسوس يم، خو يو ريالېسټ جاسوس، اخېر دا هېواد خو پر ما هم څه حق لري کنه.
سرخط ورځپاڼه