د لوګي په پړي اوېزان نسل


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • احسان الله درمل
  • 359

 د کابل په شمول د هېواد د ګڼو ښارونو تر هوایي پلونو او د سړک د غاړو تر ونو لاندې د ځوان نسل یوه برخه له تدریجي مرګ سره لاس و ګریوان ده. 

دا هغه معتاد ځوانان دي چې له خپلې جنګ او غربت ځپلې ټولنې سره یې رابطه نه شي تعریفېدای. 
په ټولنه کې هغه ځواک نشته چې د دوی د هوسا ژوند لپاره زمینه برابره کړي او په دوی کې دا ځواک نشته چې د ټولنې پر خوشحالۍ او پرمختګ یو څه ورزیات کړي. 
اعتیاد زموږ د اوسنۍ ټولنې لویه ستونزه ده چې که حل نه شي د ټولنې د ځوان قشر یوه لویه برخه فلج کولای شي. 
ټولنپوهان او ډاکټران په دې باور دي چې د اعتیاد عوامل په خپله له ټولنې سرچینه اخلي. که په کومه کورنۍ کې پلار یا مور معتاد وي، زیات امکان شته چې اولادونه یې معتاد شي. 
د ماشتوب پر مهال د ماشومانو رټل، وهل او هغوی له نظره غورځول (Neglect) د دې سبب کېږي چې دغه ډول ماشومان په ځوانۍ کې نشه‌یي توکيو ته مخه کړي او بلاخره ذهني او دماغي ستونزې لکه ژورخفګان او وېره انسانان د اعتیاد خواته بیایي. 
په افغاني ټولنه کې د حاکم کلتور ځینې برخې داسې دي چې د انسانانو د طبیعي غوښتنو د پوره کېدو خنډ ګرځي او دغه کسان هڅه کوي چې خپلو هیلو ته د بې هوشۍ او تصور په کاذبه نړۍ کې ورسېږي. 
دوامدارې ټولنیزې ستونزې لکه جنګ، غربت او بې‌کاري نور عوامل دي چې ځوانان د نشه‌یي موادو استعمال ته هڅوي. 
د دخانیاتو او نشه‌یي توکیو د لومړي استعمال پر وخت دا مواد د انسان په دماغو کې د ډوپامین په نامه د یوې مادې د افراز سبب کېږي. 
ډوپامین د انسان پر وجود خوشحالوونکې اغېزې لري. د نشه‌يي توکیو مکرر استعمال ددې سبب کېږي چې د ډوپامین ترشح په دخانیاتو پورې وتړل شي او بیا نو انسانان د دغې خوشحالۍ د بیا، بیا تر لاسه کولو لپاره بیا، بیا نشه‌یي توکيو ته مخه کوي. معتاد کسان د وخت په تېرېدو داسې یوې مرحلې ته رسېږي چې نور نو د دوی وجود او فزیالوژیکې اړتیاوې په دخانیاتو پورې تړل کېږي. 
دوی له نشه‌یي توکيو پرته د ژوند تصور نه شي کولای او د نشه‌یي توکيو د پيدا کولو لپاره له هیڅ وسیلې مخ نه اړوي. 
دوی ټولنیز مسولیتونه، ملګري، کورنۍ او هرڅه هېروي او تر ټولو لوی مسوولیت یې د نشه‌یي توکيو پیدا کول وګرځي. 
له جنګه وروسته ټولنې د دوباره اجتماعي، اقتصادي او سیاسي احیا لپاره د ځوانانو کار او مټو ته شدیده اړتیا لري. په داسې ټولنو کې د بامسوولیته ارګانونو ټولې هڅې باید پردې متمرکزې وي چې څنګه د ځوانانو کاري وړتیاوې د ویجاړې ټولنې په بیارغاونیزو چارو مصرف شي، خو زموږ په ټولنه کې لا هم د ځوانانو یوه لویه برخه د نشه‌یي موادو په دام کې راګېره ده او د ټولنې په بیارغاونه کې یې نقش صفر دی. 
که موږ غواړو چې د بیارغاونې له انتقالي دورې څخه تېر شو او یوې بسیا او هوسا ټولنې ته ورسېږو، نو د ځوانانو دا برخه چې له تدریجي مرګ سره لاس و ګریوان ده، باید د ټولنې پر فعالو وګړیو بدل شي او د نشه‌یي توکیو له وژونکې بلا وژغورل شي. 
د ارواپوهنې کتابونه وایي چې د معتادینو په بېرته جوړېدو او روغتیا کې هغه کسان ډېره مرسته کولای شي چې د معتادۍ یوه دوره یې تېره کړې وي او اوس په ټولنه کې د روغو وګړیو په څېر ژوند کوي. 
دویمه مهمه خبره دا ده چې دغسې کسان بېلابېلو ټولنیزو ناخوالو اعتیاد ته ورټېل وهلي دي. موږ د دې پر ځای چې پر دوی قهر وکړو او ویې رټو، کولای شو چې دوی په مینه، مهربانۍ، ټولنیزو بوختیاوو او نورو بیلابیلو طریقو بېرته ټولنیز ژوند ته راولو. مسوول حکومتي ارګانونه، مدني ټولنې، رسنۍ، ټولنیز فعالان، نړیوال مرستندویان، د ټولنې بانفوذه وګړي او بالاخره ټول په شریکه کولای شي چې له مرګ سره په شخړه کې دغه راګېر نسل له مرګه وژغوري.
سرخط ورځپاڼه