بيا هم اسلاميت او افغانيت او د هويت تذکره


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد اسمعيل يون
  • 977

 له اجرائيه رئيس (ډاکتر عبدالله عبدالله) سره د کتنې جزئيات


له هغې ورځې چې د هويت د تذکرو پر سر ستونزې راولاړې شوي، له همغه وخته بيا تر دې دمه پورې موږ ټول جزئيات، که هغه مظاهرې وې، که له پارلمان سره جلسې او جنجالونه او يا هم له سترې محکمې، پخواني او اوسني ولسمشر سره جلا جلا کتنې او يا هم د بېلابېلو ملتپالو او هېوادپالو افغانانو ترمنځ په دې اړه خپل منځي جلسې، نو ددې ټولو جزئياتو څرنګوالی مو پر خپل وخت له خپل ولس سره شريک کړی دی. په دې ورځو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې وزيرانو شورا پرېکړه وکړه چې برېښنايي تذکرې دې د اسد پر (۲۸)مه نېټه ووېشل شي. دې کار يو ځل بيا د بېلابېلو ملتپالو او هېوادپالو کړيو ترمنځ اندېښنې راولاړې کړې. اندېښنې د تذکرو د وېش د نېټې په باب نه وې، بلکې په دې اړه وې چې ملي هويت (افغان) به په کې وي که نه؟ ټولو ته څرګنده ده چې وزيرانو شورا د ملي شورا د همغې نيمګړې مصوبې د تحقق لپاره پرېکړه کړې چې په هغه کې د ملت ستون يا (افغان هویت) حذف شوی و.
ددې اندېښنې د لرې کولو لپاره موږ ډېره هڅه وکړه چې له ولسمشر ډاکتر اشرف غني سره وګورو، خو لکه څنګه چې هغه له پخوا څخه، ان په حساسو هېوادنيو مسلو کې هم د وخت د نشتوالي پر نري رنځ اخته دی، بيا هم موږ ته له هغه سره د هغه د څو درجنو کم کفايته مشاورينو له شتوالي سره سره په دې حساسه مسله کې د کتنې زمينه برابره نه شوه. نو مجبور شو د غني د پنځوس سليز حکومت له بل مشر ښاغلي (ډاکتر عبدالله عبدالله) سره وګورو. سره له دې چې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره زموږ د پخواني ذهني واټن او تضاد له امله زموږ کتنه اسانه خبره نه وه، خو د افغانيت او اسلاميت د داعيې د اعادې لپاره موږ د هر ډول ذهني او رواني فشار زغملو ته تيار يو، نو ځکه مو د الکترونيکي تذکرو د وېش او چاپ د دوو تنو مسولينو ښاغلي (همايون محتاط) او ښاغلي (ميرويس عليزي) په واسطه له ډاکتر صيب عبدالله عبدالله سره ددې اندېښنې د روښانتيا په باب ليدنه وکړه. دا کتنه د اسد پر (۱۹)مه نېټه، د دوشنبې پر ورځ د ماسپښين شل کم څلور بجې په سپېدار ماڼۍ کې تر سره شوه. په کتنه کې په خپله ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله، ښاغلي همايون محتاط، ښاغلي ميرويس عليزي، ښاغلي ډاکتر فيض محمد ځلاند، ما (يون) او د اجرائيه رياست يو منشي ښاغلي (فريدون خوځون) ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې ښاغلي عبدالله عبدالله زما (يون) د مور بي بي د مړينې له کبله ماته د دعا لاسونه پورته کړل. بيا ما ورته د غونډې برخوال که څه هم ده خپله ټول پېژندل، په ډېر لنډيز سره وروپېژندل.
ورپسې ما د هويت په تذکره کې له پيله راپېښې شوې ستونزې يوه په بله پسې بيان کړې. په ملي شورا کې په دې برخه کې شوې درغلي، غبن او نيمګړی تصويب او همدارنګه په دې باب د ولس مظاهرې او غبرګونونه، پخواني او اوسني ولسمشر سره کتنې او د هغوی تعهدونه مې ټول يو په بل پسې تشريح کړل.
اوسني وخت کې مې ورته يو ځل بيا د اساسي قانون د څلورمې مادې د پنځمې فقرې له مخې چې پر هر وګړي د افغان کلمه اطلاقېږي، ددې ستونزې قانوني حل تشريح کړ، بيا مې ورته د افغانيت د ذکر اړتيا تشريح کړه او دا مې هم ورته واضح کړه چې که دا ستونزه حل نه شي، نو حکومت ته به غټ مشکلات پيدا شي، حکومت هم په نازک حالت کې دی، که مظاهرې او ستونزې راولاړې شي، نو طبيعي خبره ده چې اوسني نازک حکومت ته غټ چېلنجونه راولاړولای شي. موږ هم نه غواړو چې حکومت ته پر اوسنيو ستونزو نورې ستونزې، چې حکومت يې بيا د کنترول وس هم ونه لري، راولاړې شي. اوس ستاسو څخه زموږ هيله ده، مخکې تر دې چې د اسد پر اته ويشتمه نېټه د تذکرو وېش پيل شي، ښه ده چې ولسمشر ته ووايې د ملت د ستون د زياتونې يا د افغان کلمې د ليکنې په ګډون نور ضروري مسايل د يوه تقنيني فرمان له لارې په تذکره کې ځای او بيا د تذکرې وېش پيل شي. موږ هم د تذکرې وېش غواړو او هم د ملت د ستون ليکل. خو د افغان کلمې تر لیکنې دمخه د تذکرو له هر ډول وېش سره ځکه مخالف يو، چې دلته زموږ ملي هويت تر پوښتنې لاندې راځي.
زما تر دې او نورو توضيحاتو وروسته ډاکټر صيب عبدالله خبرې پيل کړې، هغه وويل: ((اول زه خپل نظر درته وايم، زه په اصولو کې په تذکره کې له افغان کلمې سره ايډيالوژيک مشکل نه لرم، په دې شکل چې اوس ده راشي او که افغان په کې وليکل شي، هم مخالفت يې نه کوم، اوس خبره داده چې دا مسله داسې يو حد ته رسېدلې چې هر طرف ته په کې يو ډول ستونزه ده، نو که د يوې خوا غوښتنې په پام کې نيول کېږي دا هم يو مشکل دی، زما خپل نظر خو دادی چې اوس تذکرې وويشل شي ښه به وي، زموږ يو زيات شمېر مشکلات د همدې تذکرو له امله دي، تذکره زموږ هويت دی، څومره چې ژر کېږي، بايد توزېع يې پيل شي او که اوس ونه وېشل شي نو بيا ټول عمر دا مسله پاتې ده، نه نړيوال مرسته کوي او نه نور امکانات شته، اوس د وزيرانو شورا پرېکړه کړې، بايد دا پرېکړه عملي شي، نن زه خبر شوم چې جمهور رييس په مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي چې د تذکرو اداره په دې برخه کې تخنيکي مشکل لري او امادګي نه لري.)) دا مهال د تذکرو د وېش مشر (محتاط) صيب وويل: ((ما امادګی داريم و هيچ نوع مشکل تخنيکی نداريم)) ډاکټر صيب عبدالله وويل: ((زه فکر کوم هېڅ ډول تخنيکي مشکل نه شته خو که بل مشکل وي جمهور رييس يې بايد واضح کړي، خو زه د اسد پر (۲۸)مه دا واضح کوم چې تخنيکي مشکل نه شته.)) دا مهال ما بيا وويل چې: ((موږ د تذکرو د وېش له بهير سره مخالف نه يو، خو په دې شرط چې افغان کلمه په کې وليکل شي او که دا کلمه په کې راغله نو موږ او په مجموع کې ټول ملت بيا هر ډول مرستې او همکارۍ ته تيار يو. له تاسو څخه اوس غوښتنه کوو چې دا مشکل له ولسمشر سره حل و فصل کړئ، موږ خپله اوس هغه ته لاسرسی نه لرو او وخت هم ډېر کم پاتې، هسې نه چې له ملي هويت پرته تذکرې پيل شي بيا به غټ مشکل پیدا شي.))
دا مهال ډاکټر صيب ځلاند وويل: ((ډاکټر صيب له تاسو څخه مو هيله ده چې تاسو په دې برخه کې جدي اقدامات وکړئ، له افغان پرته تذکره به ستاسو حکومت ته ډېرې سختې ستونزې راولاړې کړي، ډېری خلک به سړکونو ته راووځي، په لسګونو زره خلک به مظاهرې وکړي او بيا به يې دا حکومت د کنترول ظرفيت هم نه لري او کېدی شي د حکومت د زوال سبب شي...)) ډاکټر صيب عبدالله عبدالله وويل: ((تاسو چې جمهور رييس سره کتلي وو هغه درته په دې برخه کې څه وويل؟)) ما وويل: ((د تېر ۱۳۹۳ ل کال د جدي په مياشت کې موږ سره ولسمشر ژمنه وکړه چې د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو پر مهال به د يو تقنيي فرمان له لارې دا مشکل حل کړم او افغان کلمه به په تذکره کې درج کړو، ډاکټر صيب اشرف غني دا هم وويل چې زه به له ډاکټر صيب عبدالله عبدالله سره په دې برخه کې مشوره وکړم.)) ډاکټر صيب عبدالله وويل: ((ما سره خو يې په دې باب څه نه دي ويلي، خو ستاسو نوم يې راته واخيست چې (يون) سره په دې باب غږېږم)) بيا ډاکټر صيب ځلاند وويل: ((جمهور رييس موږ ته تاسو د پلمې په توګه يادوي، ګنې زه خو يې منم خو دوی (تاسو) يې مخالفت کوئ او وايي چې د افغان کلمه دې په کې نه راځي.))
دې خبرې سره ډاکټر عبدالله ټينګ غبرګون وښود، ويې ويل: ((نه نه هېڅ پوښتنه نه پيدا کېږي، هېڅوک زما پر افغانيت باندې شک نه شي کولای، زه همدې وطن کې پيدا شوی يم، ما دې وطن کې ټول عمر تېر کړی، ما جهاد کړی، د جهاد د تقدس په خاطر مې جهاد کړی، څوک حق نه لري چې پر ما باندې دا تور پورې کړي، البته ځينې خلک شته چې بېلابېل نظرونه لري، زه نه وايم چې د چا نظر سم دی او د چا نه دی، خو نظرونه دلته بېلابېل دي.))
ما وويل: ((ډاکټر صيب! نظرونه به بېلابېل وي خو مهمه خبره دا ده چې قانون څه وايي، زه بيا وايم چې د اساسي قانون د څلورمې مادې پنځمه فقره حکم کوي چې د افغانستان پر هر وګړي د افغان کلمه اطلاقېږي او تذکره موږ هر وګړي ته ورکوو، نو بيا په دې کې سوال څه دی، چې موږ چاته ووايو افغان يې او که نه؟))
ډاکټر صيب عبدالله عبدالله وويل: ((پورته يې ليکلي دي، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د تابعيت تذکره، دې کې ټول افاده شول، اسلام هم راغی او افغانستان هم، بل تعبير ترې نه شي کېدی، غير له افغانه، خو که څوک بيا بېلابېل تعبيرونه ترې کوي، هغوی کولای شي، کېدی شي ځينې خلک ځانته هېڅ افغان ونه وايي، خو دا کېدی شي ډېر محدود کسان وي.))
ما وويل: ((ډاکټر صيب يو ځل بيا وايمه چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د دولت نوم دی، چې زموږ د دولت يو ډول څرګندوي، لکه یو وخت کې د افغانستان جمهوريت و، بيا د افغانستان دموکراتيک جمهوريت، بيا د افغانستان اسلامي دولت، بيا د افغانستان اسلامي امارت او اوس د افغانستان جمهوري دولت دی، دا نوم خو وخت پر وخت بدلېږي، خو ملت مو افغان دی او هغه نه بدلېږي، موږ بايد د مملکت (country) او ملت (Nation) تر منځ فرق وکړو. (افغانستان) له (افغانه) جوړ شوی، کله چې افغان نه منل کېږي نو افغانستان خو بيا اتومات نه منل کېږي او تاسو خو ښه پوهېږئ چې له پورته عنوان څخه د هويت په برخه کې نوره ناوړه ګټه هم پورته کېږي.)) دا مهال ډاکټر عبدالله وويل: ((هو رښتيا ځينې کسان بيا وايي، موږ افغانستاني يو، دا نو بيا د هغوی تعبير دی، چې دا ډېر کم کسان دي او افغانستاني بيا د افغان مانا نه لري.)) ډاکټر ځلاند وويل: ((دا خو هغه کسان دي چې افغان نه مني هغه ډېر کم دي او د ګوتو په شمار دي، موږ د هغو په خاطر د افغان کلمې له ليکلو تېر شو چې هغوی يې نه مني؟ خو چې اکثريت يې مني هغه په پام کې نه نيسو، نو راځئ چې ريفرينډم وکړو چې څوک اکثريت کېږي؟)) ډاکټر صيب عبدالله وويل: ((په يوې کلمې ريفرينډم سخت کار دی، ملت ته په تاوان دی، ملت سره وېشل کېږي، موږ څخه به نور کارونه پاتې وي، خو اکثريت معلومونه د پارلمان له لارې هم نسبي اکثريت په يو نه يو ډول معلومېږي)) ډاکټر ځلاند وويل: ((دا چرته د ملت رښتيني استازي دي؟)) ډاکټر عبدالله وويل: ((هر څنګه چې دي خو د ملت استازولي کوي.)) ما (يون) وويل: ((دې پارلمان خو يو ځل د افغانستان په سفارتونو کې د دوه تابعيته وو د رد موضوع هم په اکثريت سره تصويب کړې وه، د اهله تشيعه وو د شخصيه احوالو قانون يې هم په اکثريت سره تصويب کړی و، نو څنګه ولسمشر بېرته مسترد کړل او ملي شورا پرې بيا له سره غور وکړ. ولسي جرګه يوه ورځ يو وزير ته د ناباورۍ او بله ورځ همغه وزير ته د باور رايه ورکوي، په شورا کې دا مسله په غبن سره تېره شوې، په پيل کې مې ورته اشاره وکړه، هېڅوک په شورا کې پيدا نه شول چې ووايي زه افغان نه يم، بله خبره دا که شورا د اساسي قانون خلاف پرېکړه هم وکړي، نو موږ ته به د منلو وړ وي؟ جمهور رييس به له هغه واک څخه څه وخت ګټه پورته کوي چې شورا يو ناقانونه مسوده تصويب کړي او دی يې د يو تقنيني فرمان له مخې اصلاح او يا يې بېرته ورمسترده کړي؟)) دا مهال ډاکټر عبدالله وويل: ((زه پوره باور لرم چې شورا کې به له يو دوه درېو تنو پرته هېڅوک هم ونه وايي چې زه افغان نه يم، ټول وايي چې موږ افغانان يو، خو اوس دا مسله همداسې راغلې ده.)) محتاط وويل ((فعلاً اکثريت شورا به اين نظر است که کلمه افغان ضروری بود، اګر اين موضوع دوباره به شورا محول شود، يقين است که شورا صد در صد موضوع افغانيت را تاييد ميکند، اکثريت شان همرای ما در تماس هستند و خواهان شروع توزيع تذکره الکترونيکی است.)) ډاکټر عبدالله عبدالله وويل: ((حل لارې ووايئ! که چېرې جمهور رييس فرمان ورکړي چې افغان کلمه دې په ډيټابيس کې راشي، مشکل به حل شي؟)) ما وويل: ((نه افغان کلمه بايد د تذکرې پر لومړي مخ راشي، موږ ولې خپل هويت د پردې تر شا پټ کړو، تذکره خو ده د هويت لپاره!))
ميرويس عليزي او محتاط وويل: ((مشکل يو څه حلېږي خو پوره نه.)) دې وخت کې ډاکټر صيب عبدالله وويل: (( که قوم او ملت دواړه د تذکرې پر اول مخ راشي څنګه به شي؟)) محتاط ورته وويل: ((د قوم د ليکلو په حالت کې اروپايي اتحاديه موږ ته فنډ نه راکوي او وايي چې دا د ملګرو ملتو د نړيوال کنوانسيون مخالف کار دی، دې حالت کې د يو چا ژوند ته ګواښونه او خطرونه پېښېدی شي.))
ما وويل: ((موږ درې حل لارې وړاندې کوو: لومړی دا چې ټولو ته دې افغان وليکل شي او د قانون حکم هم همدا دی، دويم که څوک پر قوميت ټينګار کوي، نو ملت دې ټولو ته افغان وليکل شي او حتمي دې شي او قوم دې اختياري پرېښودل شي، که د چا زړه و ودې ليکي او که د چا زړه نه و، نه دې ليکي او درېيم حالت دادی چې دا ښه حالت هېڅکله نه دی او وروستی حالت دی چې ملت دې ټولو ته افغان وليکل شي او که چا ويل چې زه افغان نه يم، نو د ملت ستون دې ورته نه ليکل کېږي، نو بيا به وروسته وکتل شي چې له نورو قوانينو سره څه کوي؟ څوک چې له خپل ملته منکرېږي، د هغه نور حالت به څه وي؟)) دې وروستي حالت سره ډاکټر عبدالله عبدالله جدي مخالفت وښود او ويې ويل: ((دا کار ملت پر بېلابېلو برخو ويشي، د يوه تذکره کې به ملت افغان وي د بل کې به نه وي.)) نو ما بيا وويل چې ښه نو زموږ همغه لومړی وړانديز دی، چې ټولو ته دې افغان وليکل شي، دې وخت کې يو ځل بیا د افغان کليمې د ليکلو او نه ليکلو خبره تاوه شوه. ما بيا وويل که وليکل شي تاوان يې څه دی؟ که ونه لیکل شي نو تاوان خو يې واضح دی، چې ملت له خپل هويت څخه محرومېږي او هېڅکله ورته دا حالت د منلو وړ نه دی.
دې وخت کې عليزي وويل: ((موږ هېڅ تخنيکي مشکل نه لرو، هر وخت يې پيل ته تيار يو)) محتاط وويل: ((موږ يې هم پيل ته تيار يو او هم د ملت ستون ليکلو ته، په دې دواړو برخو کې هېڅ مشکل نه شته، تاسو بايد جمهور رييس قانع کړئ چې دا مسله نوره اوږده نه کړي)) محتاط په پای کې زياته کړه: ((ښه لاره همدا ده چې موږ د کورنيو چارو وزارت له لارې د ملت – افغان کليمو د زياتولو وړانديز کړی، تاسې يې پر ولسمشر ومنئ چې هغه يې د يو تقنيني فرمان په ترڅ کې موږ ته راولېږي، نور نو موږ نه تخنيکي مشکل لرو او نه هم کوم بل مشکل.))
په پای کې زموږ د څو تنو (محتاط، عليزي،ځلاند، يون) وړانديز دا شو چې د ملت ستون په زياتولو او د افغان کلمې د ليکلو لپاره دې له ولسمشر څخه تقنيني فرمان واخيستل شي او ډاکټر صيب عبدالله عبدالله بايد ددې فرمان په صدور او د جمهور رييس په قانع کولو کې اصلي هلې ځلې وکړي.
ډاکټر صيب عبدالله په پای کې د نتيجې په توګه وويل: ((ما ستاسو وړانديزونه واورېدل، اول او دويم وړانديز مې هم ياداشت کړل، زه به يې جمهور رييس سره مطرح کړم، خو وعده درسره نه کوم، چې هغه به حتمي دا کار وکړي که ونه کړي، خو زه بيا وايم چې زه د افغان کلمې سره ايډيالوژيک مخالفت نه لرم، که جمهور رييس يې راوړي او که رای نه وړي مخالفت يې نه کوم، د تذکرې د وېش پر تاريخ ټينګار کوم، خو ستاسو وړانديزونه ورته رسوم.)) ما او ځلاند بيا د پای د ټکي په توګه وويل: ((که د افغان کلمه په کې رانه شي، موږ يې مخالفت کوو او بيا چې هر ډول ستونزه پېښه شوه، مسؤليت به يې د همغه چا پر غاړه وي چې دا مشکل يې تردې دمه رارسولی دی، بيا مو د مدني او بېلابېلو کلتوري ټولنو او قومي شوراګانو هغه غوښتنليک هم ډاکټر عبدالله ته ورکړ چې د جمهوري رياست د مقام په نامه ليکل شوی و او دی يې بايد ولسمشر ته ورکړي، دا ليک په جلا ډول ليکل شوی او لوستونکی کولای شي چې تر دې متن وروسته يې ولولي.
د يادونې وړ ده چې ددې ناستې مينوټ مې ځکه ولیکه چې د يو تاريخي سند په توګه ولس ته پاتې شي. البته کېدی شي ځينې کلمې او خبرې مې له ياده وتلې وي، خو د ناستي غټ ټکي همدا وو چې تاسو ته مې ياد کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت محترم مقام ته
په برېښنايي تذکرو کې د اسلاميت او افغانيت د تثبيت غوښتنه

له هغې ورځې چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون او په تېره بيا د هويت يا تابعيت د تذکرو د چاپ او وېش په باب بحثونه پيل شوي، نو له همغې ورځې يو شمېر ناڅرګندو عناصرو هڅه پيل کړې، چې له غبن، چل، فرېب او نورو نامشروعو لارو د هېواد اسلامي او ملي هويت مسخه کړي او دا کار د قانون تر پردې لاندې په ناقانونه ډول مخته بوځي. دوی په خپلو دې هڅو کې تر يوه حده بريالي شول، کله چې د هويت په تذکرو کې د (دين) او (ملت) د ستونونو د ليکلو خبره مطرح شوه او د ټولو هېوادوالو هيله وه چې د دين د ستون په مقابل کې هر مسلمان افغان ته (اسلام) او د (ملت) ستون په مقابل کې د هېواد هر وګړي ته د (افغان) کليمه وليکل شي او په دې ډول د افغانانو اسلامي او ملي هويت خوندي شي، خو دې ناڅرګندو عناصرو د چل او غبن له لارې د هويت په تذکره کې ددې دواړو سترو ارزښتونو د ليکلو مخه ونيوله. سره له دې چې د ملي شورا اکثريت وکيلان ددې ارزښتونو غوښتونکي وو، خو يو شمېر عناصرو له داسې فرېب څخه کار واخيست چې عملاً يې ددې ارزښتونو مخه ونيوله. وروسته د ولس د بېلابېلو پرګنو له خوا مظاهرې وشوې او ملي شورا مجبوره شوه، د يوه ګډ کمېسيون له لارې د (دين) ستون بېرته تذکرې ته داخل کړي، خو پر (ملت) يې بيا هم خاورې واړولې، پخواني ولسمشر هم ژمنه وکړه چې دا نيمګړی قانون به تعديلوي او سمون به په کې راولي، خو هغه پر خپله ژمنه وفا ونه کړه.
اوسني ولسمشر (ډاکټر اشرف غني) هم د ۱۳۹۳ل کال د مرغومي په مياشت کې د بېلابېلو مدني، کلتوري ټولنو او قومي شوراګانو د استازو په غونډه کې له هغو سره ژمنه وکړه چې د همدې کال د (دلوې) په مياشت کې به د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو پر مهال د يو تقنيني فرمان له لارې د (ملت) ستون هم د هويت په تذکره کې زياتوي او د هېواد هر وګړي ته به د (افغان) کليمه ليکي.
تر هغه وروسته ولسمشر له بېلابېلو اړوندو ارګانونو او اجراييه رييس ښاغلي (ډاکټر عبدالله عبدالله) سره هم سلا مشوره وکړه او ټولو د (ملت) د ستون له ليکلو سره موافقه وکړه، ولسمشر غني د يو تقنيني فرمان د متن د ترتيب غوښتنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د ملي شورا د دوبنيو رخصتيو پر مهال به د يو تقنيني فرمان په ترڅ کې د تذکرې پر لومړي مخ د هېواد هر وګړي ته د (افغان) کليمه ليکل کېږي، د فرمان متن هم ترتيب شو، خو تر اوسه پورې ولسمشر دا فرمان لاسليک نه کړ.
اوس په هېواد کې بېلابېلو ملي بنسټونو، مدني ټولنو، فرهنګي بنسټونو، قومي شوراګانو، سياسي خوځښتونو او په ټوله کې ټولو اسلامپالو او ملتپالو هېواد مينو افغانانو غوښتل، يوځل 
بيا پر سترو مظاهرو او لاريونونو لاس پورې کړي او په خپله هويت پاڼه کې خپل اسلامي او ملي هويت (اسلاميت) او (افغانيت) تثبيت کړي، خو ددې ټولو بنسټونو د همغږۍ جرګې تر مظاهرو دمخه غوره وبلله چې له قانوني لارو چارو د خپلې داعيې د تثبيت غوښتنه وکړي. دا بنسټونه د جمهوري رياست له محترم مقام او په تېره بيا شخصاً له قدرمن جمهور رئيس څخه هيله لري چې د ملت دې داعيې ته له قانوني لارې هرکلي ووايي. څرنګه چې د هويت د تذکرو په باب د ملي شورا پرېکړه د اساسي قانون د څلورمې مادې د پنځمې فقرې مخالفه ده، نو لازمه او ضروري ده چې دا پرېکړه د يادې مادې له محتوا سره سمه اصلاح شي. د اساسي قانون د څلورمې مادې په پنځمه فقره کې راغلي دي: (( د افغان کلمه د ملت پر هر وګړي اطلاق کېږي)). نو څرنګه چې تذکره هم د هېواد هر وګړي ته ورکول کېږي او د هر وګړي ملي هويت (افغان) دی، نو ځکه موږ غواړو د همدې فقرې پر اساس د هويت په تذکره کې د (دين) ستون تر څنګ د (ملت) ستون زيات شي او په مقابل کې يې هر هېوادوال ته (افغان) کلمه وليکل شي. په دې ډول به هم د اساسي قانون محتوا او روحيه تطبيق شي، هم به ملي وحدت تامين شي او هم به ملي هويت او يووالي ته پېښ ګواښونه کمزوري او له منځه لاړ شي او د هېواد د دښمنانو هغه دسيسې به هم شنډې شي چې واحد افغان ملت پر بېلابېلو نومونو او ټوټو وېشي. موږ له تاسو څخه هيله لرو چې د هويت تذکرو تر سمون دمخه ددې تذکرو د وېش په باب ټوله نيمګړې پروسه ودروئ. کله چې ياد سمون راغی تر هغه وروسته دې د تذکرې د وېش په اړونده اداره کې هم پوره سمون او پياوړتيا راشي، بيا به حکومت، ولس او د هېواد مدني بنسټونه په ګډه ددې بهير د برياليتوب لپاره هلې ځلې کوي، د اسلامي او ملي هويت له تثبيت پرته د نيمګړې تذکرې وېش د هېواد اسلامي او ملي ارزښتونو سره د مخالفت مانا لري او هېڅ افغان ته د منلو وړ نه ده، په داسې يو حالت کې که د مظاهرو په ګډون هر ډول مشکل پيدا شو، نو مسؤليت به يې د ولسمشر او نورو دولتي چارواکو پر غاړه وي. خو هېوادپال او اسلامپال افغانان به تر هغه پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې خپل اسلامي او ملی هويت يې نه وي تثبيت کړی،د اسلامي او ملي داعيې د پوره کېدو په هيله.
په درناوي
د هېواد بېلابېلې مدني، فرهنګي ټولنې، قومي شوراګانې او سياسي خوځښتونه