عبدالباري جهاني


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 254

 د جهاني صاحب له دریو شعري ټولګو – پایکوب، د سباوون په تمه او ورکه مېنه – څخه مې څو، څو شعرونه غوره کړل، فرانسوي ژبې ته مې وژباړل او په ۲۰۰۲ کال کې په پاریس کې چاپ شول. هغه مهال مې د کتاب د سریزې په نامه، دغه څو کرښې لیکلې وې.

اوس چې جهاني صاحب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته کاندید دی، کېدای شي دا کرښې د هغه په پېژندلو او ارزولو کې له ځینو وکیل صاحبانو سره مرسته وکړي. په همدې هيله یې بیا درته په مخ کې ږدم.

د پښتو ادبیاتو تر ټولو پخوانی شعر د اتمې پېړۍ دویمې نیمایې ته رسېږي خو د پښتو ادب په واقعي ډول د شپاړسمې پېړۍ په اخر کې په پرمختګ شرو وکړه او څو داسې اثار یې منځ ته را وړل چې د هند د نیمې وچې او د منځنۍ اسیا په ادب کې د قدر وړ ځای لري.
کله چې سړی د پښتو ادبیاتو او د پښتني ټولنې تاریخ ته ګوري نو دا ترې جوتېږي چې ادبیات هغه وخت په فوق العاده توګه پراختیا مومي چې ټولنه له ستونزو سره مخ وي او شته والی یې تر خطر لاندې وي. تر پینځلسمې پېړۍ وروسته چې مغولو د پښتنو ځای نیولی و او په هند یې پاچاهي کوله نو یو وخت داسې یو ملي سیاسي، مذهبي او نظامي غورځنګ راوټوکېد چې د نوو مهاجمینو په مخ کې یې د پښتنو مقاومت څرګنداوه.او داسې یو ادبي خوځښت هم راپیدا شو چې د دې ملت فرهنګ یې بېرته تازه کړ. په اوه لسمه پېړۍ کې نابغه جنګیالي شاعر خوشال خټک، په اتلسمه پېړۍ کې احمد شاه چې د نوي افغانستان بنسټ یې کېښود او په صوفي وزمه شاعرۍ کې هم و ځلېد، د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په پیل کې د ازادۍ غورځنګ د خپلو لیکوالو او شاعرانو له ټولي سره د تاریخ داسې صحنې دي چې د یو ولس سیاسي بقا په کې د هغه ولس د خلاق نبوغ له غوړېدو سره هم مهالې وې.
د شوروي اتحاد پر ضد جنګ او د هغه بېلابېل، بدل شوي شکلونه، که هغه د رټل شوي کمونیزم او «ازادي بخښونکي» اسلامیزم تر منځ جګړه وه، که هغه هغه شخړه وه چې وړو لېوانو په کې د ړنګ شوي وطن د زبېښل شوي لاش په سر سره وخوړل، که هغه د تورو کارغانو سیلونه وو چې د ایمانونو د ژغورلو په نامه یې د افغانانو تنې د تیاره فکر تورتمونو ته وروسپارلې او که هغه امریکایي سوله وه چې د داوودي ګلو رېبونکو یې تر هر طاعون او هرې وبا نه زیات د افغان ماشومانو ژوندونه ورېبل ، دا ټول د افغاني شاعرانو له پاره د خپلو هیلو او ړنګو شوو جونګړو د ستایلو یوه بله موقع وه.
عبدالباري جهاني د هغو شاعرانو له ډلې څخه دی چې اثار یې د دریو لسیزو د هغو بدمرغیو تغمې لري چې افغان ولس یې زموللی دی.
د جهاني له اثارو سره زه په ریښتیا د پاریس په یو تیاتر کې مخ شوم. هغه خونړۍ ګډوډي چې په ۱۹۹۲ کال کې په افغانستان را خوره شوه د یوې ریښتینې فرهنګي خونرېزۍ سره مله وه. څه تخلیق کوونکي، روڼ اندي، پوهان. لیکوالان. شاعران، سندرغاړي او نور هنرمندان چې په هېواد کې وو د پردیسۍ پر لور روان شول. ناشناس، د افغاني موسیقۍ یو ډېر ښکلي غږ، په انګلستان کې واړول. د ۱۹۹۶ کال په ژمي کې یې یوه شپه په پاریس کې کنسرت ورکړ. ناشناس خپلو سندرو ته د شعرونو په انتخاب کې لوړ شهرت لري او زه هم د څو خوندورو نوو شعرونو د اورېدو په تمه وم خو هغه جذبې ته ورته لذت مې لا په خیال کې هم نه و ګرزېدلی چې په دغه ماښام مې په څو نوو سندرو کې وموند. د جهاني شعرونه وو. څو میاشتې وروسته مې هغه دوه شعري ټولګې چې جهاني په ۱۹۸۸ او ۱۹۹۳ کې چاپ کړې وې تر ګوتو کړې. د ټولو شعرونو په لوستلو زما په لومړي احساس کې بدلون رانغی. ډېر ژر را ته دا فکر پیدا شو چې دا ارزښتناک غمي فرانسوي ژبو لوستونکیو ته هم وروښیم.
خو زما تر خپل ذوق وراخوا، جهاني د نوي پښتو ادب داسې څېره ده چې څوک ترې نه شي تېرېدلای. افغان اکادیمیسین محمد صدیق روهي د پښتو د معاصرو ادبیاتو په تاریخ کې ورته یوولس مخه وقف کړي او د پښتو ادبیاتو د تاریخ ستر استاد حبیب الله رفیع وایي چې «جهاني د هېواد په معاصرو شاعرانو کې په هغې ډلې کې راځي چې په ګوتو په شمار شاعرانو له ډلې څخه دی.»
دی په ۱۹۴۸ کال کې په کندهار کې زېږېدلی او هملته یې تر بکلوریا پورې زده کړې کړې دي. د هغې ولسي شاعرۍ له چینې یې اوبه څښلې دي چې سندرغاړي اوسازیان یې یوخوا بل خوا وړي او خپل لومړني شعرونه یې هلته تراشلي دي. بیا کابل ته راغی چې په پوهنتون کې بشري علوم ووایي. نوې زېږېدونکې دیموکراسي (هغه اساسي قانون چې له افغانستانه یې مشروطه پاچاهي جوړه کړه په ۱۹۶۴ کال کې نافذ شو) د هېواد په مرکز کې او په تېره بیا په پوهنتون کې له جم و جوشه ډک فکري او فرهنګي ژوند د خپراوي له پاره مساعده زمینه وه.
جهاني په کې د داسې یو شاعر په توګه ځان ښکاره کړ چې د هغه وخت د یو مینه وال په وینا «شعرونه یې نڅېدل».
هغه مهال یوازې په سلو کې لسو افغانانو لوستل او لیکل کولای شول. اخبارونو او مجلو په ګرانه تر څو سوو لوړ تیراژ درلود خو لاس په لاس ډېر ګرزېدل. جهاني په کې په زړه پورې ونډه درلوده خو د هغه شهرت هغه وخت یو نوی وسعت وموند چې ناشناس یې له شعرونو ساز جوړ کړ او دا سندرې د کابل راډیو خپرې کړې.
د ۱۹۷۹ کال په دسمبر کې شوروي یرغل مهاجرت ته اړ کړ. څه موده په پاکستان او نورو هېوادونو کې سرګردانه و او د څو کلو راهیسې د امریکې په متحدو ایالاتو کې اوسېږي او د امریکا غږ راډیو په پښتو څانګه کې د ژورنالیست په توګه کار کوي.
د پردېسۍ کلونو یې قلم لا تېره کړی خو اوس یې شعرونه نه ناڅي، د هېواد په دود ترې وینې څاڅي. مګر بیا هم د جهاني شعر (او په ټوله کې افغاني شعر) په جنګ او د هغه په وحشتونو کې نوې ښکلا پیدا کړې. وینې ترې څاڅي خو ژاړي نه. چېغې یې له درده اخوا نور څه وایي او د راتلونکي سباوون خبرې کوي.
 
(د داوودي ګلو رېبونکي Daisy Cutter د هغو درنو بمونو نوم و چې د طالبانو د رژیم په وروستیو شېبو کې یې د هېواد په ګڼو سیمو کې بې شماره هستۍ ورېبلې).