په پښتو کې د «ر» ګانو ستونزه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 1242

ډېر ځله یوه ستونزه – پرته له دې چې له واقعیتونو سره تړلې وي – د واقعیتونونو له بیان څخه راولاړېږي.

یو عیني واقعیت دی، هغه څه چې زما او ستا له ادراک، پوهې، فکر، احساساتو، انګېرنو او نورو ذهني فعالیتونو څخه جلا د دنیا پر مخ شته: اوبه، تیږه، هوا، بوټی، لمر، سپوږمۍ او په ملیاردونو نور موجودات چې موږ یې ډېر کم شمېر پېژنو او لا تر دې کم شمېر ته یې په خپلو ژبو کې نومونه لرو.

عیني واقعیتونه که زما مخې ته را نه شي نو شتون او نه شتون یې (زما له نظره) سره برابر دي. کله چې زه په ښونځي کې وم نو راته ویل کېدل چې د کیمیایي عناصرو شمېر ۱۰۴ دی. د ۱۰۵ اتومي نمبر درلودونکی عنصر نه و. وروسته مې واورېدل چې پوهانو، په خپلو لابراتوارونو کې، نه یوازې دغه عنصر موندلی بلکې څلور پينځه نور یې هم پېژندلي دي. نن مې چې د دغو کرښو په لیکلو پیل وکړ د کیمیایي عناصرو اوسنی منل شوی شمېر (۱۱۸) را ته نه و مالوم. د انټرنېټ له برکته مې پیدا کړ. خو همدا اوس، چې زه دا کرښې لیکم، د نړۍ په کوم کونج کې به یو څېړونکی لګیا وي یوسلونولسم عنصر به پسې ګوري او ناشونې نه ده چې همدغه شېبه یې و مومي. تر دې وروسته، هغه مهال چې «ته» (د دې کرښو لوستونکی) دا کرښې لولې کېدای شي چې دا شمېره همدا وي او یا بېخي بل څه وي. نه زما د زده کړو د دورې ۱۰۴ د عیني واقعیت ښکارندویي کوله او نه يې اوسني ۱۱۸ عناصر کوي.

کله چې «زه» له یو واقعیت سره مخ شم بیا هم زما له ذهني حالت سره تړلي شرایط به یا دغه واقعیت زما له پاره «د پام وړ» ښکاره کوي او یا به یې را ته بې ارزښته کوي.

علم یا پوهه د فکر درلودونکي یو موجود او د یو عیني واقعیت تر منځ رابطه ده: د فکر درلودونکی موجود له یو واقعیت سره مخ شي او غواړي چې دغه واقعیت وځيري، و یې څېړي او بیان یې کړي. فکر درلودونکی موجود دغه چارې د خپلو پخوانیو مالوماتو په مرسته او د خپل چاپېریال د درک پر بنسټ ترسره کوي.

کریستوف کولومبوس هند ته د رسېدو په تمه پر اتلانتیک سمندر ورګډ شو، لمرپرېواته ته یې مخه کړه. په لار کې یې یوه وچه وموندله چې انسانان په کې وو. کولومبوس دا ځای د خپل نړۍلید («جهانبینۍ» یاweltanschauung) له مخې هند وباله خو د هند د وګړو په اړه مالوماتو یې ورته دا ویل چې دا «هند» هغه هند نه دی چې ده وررسېدل غوښتل نو ویې ګڼله چې نوې ځمکه یې موندلې او د «سور هند» نوم یې ورکړ. د اروپا خلکو وویل چې نوې دنیا یې کشف کړې ده. څو کاله وروسته د یو بل اروپایي ماڼو، امېريګو وېسپوچي (Amerigo Vespucci) په ویاړ یې دغه ځمکه امریکا و نوموله.

د اروپایانو دا انګېرنه چې «دوی» امریکا کشف کړې د دې باعث شوه چې دوي دغې سترې وچې ته – چې د نړۍ یو ستر مدنیت په کې وده کړې وه - «نوې نړۍ» ووایي او مخکینی تاریخ یې نفی کړي. د همدغې ناسمې انګېرنې نتیجه دا شوه چې په ميلیونونو انسانان ووژل شي او وژونکي یې په دې اړه د ګونا احساس هم و نه لري.

پورته مثالونه مې په لوی لاس داسې غوره کړل چې زما د لیکنې له اصلي موضوع سره هېڅ تړاو نه لري. د لیکنې په لومړۍ برخه کې زما هڅه دا ده چې خپل لوستونکی دې نتیجې ته راولم چې د عیني واقعیتونو په اړه زما ذهني فعالیت په خپله واقعیت نه بدلوي خو د واقعیت هغه انځور چې زه یې د «علم» یا «پوهې» په نامه وړاندې کوم کولای شي چې له هغه واقعیت سره زما اړیکه اغیزمنه کړي، «ښه» یا «بد» لوري ته یې واړوي.

موږ ته د پښتو رارسېدلي لیکل شوي متنونه د شپاړسمې پېړۍ دي. هغه مهال پښتو لیکل عام نه وو. هر چا چې هر څه لیکل له ځانه به یې ورته یوه لاره جوړوله (لکه اوس چې زموږ نیمه باسواده کسان خپل یادښتونه لیکي او یا د فېسبوک کاروونکي هر یو ځان ته په لاتینو تورو د پښتو لیکلو له پاره ځانګړی ټرانسکریپشن کاروي). تر هغه ځایه چې زه مالومات لرم د پښتو لیک د تدریس لومړۍ هڅه د پیرروښان (۱۵۲۵ - ۱۵۸۵) ده چې په خیرالبیان کې یې د پښتو الفبې راپېژندلې ده او دویمه هڅه د اخون دروېزه (۱۵۴۹ - ۱۶۳۸) ده چې په مخزن کې یې دې ټکي ته اشارې کړې دي. پیرروښان خپل لیکدود الهامي بللی او د توجیه او تشریح هڅه یې نه ده کړې خو اخون دروېزه پښتو لیکدود د پارسي لیکدود سره په مقایسه څه نا څه توجیه کړی دی.

په شلمه پېړۍ کې چې په افغانستان کې د پښتو ژبې درسي مواد جوړېدل نو بنسټ یې بیا هم هماغه د پارسي ژبې د زده کړې اصول وو. پآرسي ژبیو هم خپل پارسي لیکدود د عربي له مخې تشریح کړی دی. پارسي ژبیو چې خپله ژبه له عربي سره پرتله کړه نو ویې ویل چې «څلور حرفونه – چپگژ – د پارسي له پاره خاص دي». دلته د «خاص دي» مطلب دا و چې دغه غږونه په عربي کې نه شته. خو زموږ د پښتو استادانو چې همدغه میتود د پښتو لیکدود له پاره وکاراوه نو دا خبره چې «څلور حرفونه – چپگژ – د پارسي له پاره خاص دي» په مطلق ډول ومنله او پښتو الفبې یې په دریو برخو ووېشله: عربي توري، پارسي توري او د پښتو خاص توري!

زما د مالوماتو له مخې، نن هم زموږ په ځینو ښونځیو کې همدغه وېش شاګردانو ته ور زده کول کېږي.

د شلمې پېړۍ په پیل کې تعریف شوې پښتو الفبې د ژبنیو واقعیتونو د څرګندولو له پاره ناکافي وه. د اته ویشتو عربي، څلورو پارسي او اتو «خاصو» پښتو تورو تر څنګ دې ته هم اړتیا پیدا شوه چې د هغو غږونو تر منځ تفکیک وشي چې د یوه عربي توري په مرسته لیکل کېدل. دلته نو بیا د استادانو په مخ کې تیار جوړ شوی موډل نه و پروت نو ځکه یې ورته بېل نومونه ونه ټاکل. یوازې یې د موجود توري (یا) له نامه سره ستاینومونه و نښلول. کټ مټ لکه د کولومبوس «سور هند»!

پارسي ژبیو استادانو که څه هم د پېړیو په اوږدو کې «بای پارسي»، «جیم پارسي»، «زای پارسي» او «کاف پارسي» اصطلاحات کارولي وو، په نوي عصر کې یې دغو تورو ته خپل نومونه ورکړل : پې، چې، ژې او گاف. د پښتو استادان لا اوس هم لګیا دي خپلو شاګردانو ته «تې پشتو» او «دال پشتو» وایي. دا خو په هر صورت اوس «د پښتو اته توري» خپل نومونه لري خو لا بیا ه لګیا یو د پښتو بر یاګانو نه خلاصېدونکي بحثونه کوو.

د اسلامي پېر په لومړیو کلونو کې عربي، کوفي، رسم الخط ګڼ عربي غږونه په یوه واحد شکل ترسیمول. دا په لوستونکي پورې وه چې د «ب»، «ت» او «ث» یا د «ح»، «خ» او «ج» ترمنځ د کلام د سیاق له مخې تفکیک وکړي. کله چې اسلام هغو خلکو ته ورسېد چې په فصیحه، قریشي، عربي ژبه یې کامل تسلط نه درلود نو د تحریف د ګواښ له منځه وړلو په خاطر ځینو حرفونو ته ټکي کښېښودل شول او لا وروسته – د لومړۍ هجري پېړۍ پای او د دویمې پېړۍ پیل – حرکتونه رامنځ ته شول. د وقفونو ایجاد لا تر دې هم وروسته دی. اوس نو زموږ د ژبې غږونه د اوه لسو اساسي شکلونو او د یو، دوه او درې ټکو، کوچنۍ کرښې او غړوندي په مرسته لیکل کېږي. موږ له دې سره روږدي شوي یو چې «ر»، «ړ»، «ز»، «ژ» او «ږ» بېل بېل توري وبولو نو ځکه په پښتو کې د «رې ګانو» ستونزه نه شته (که څه اوس هم کله کله «د پښتو ژ» اصطلاح اورېدل کېږي) او له دې سره نه یو روږدي چې «ې» او «ي» ته د بېلو، بېلو ژبنیو واقعیتونو په سترګه و ګورو خو که یوه شېبه په خپله خوله کې د هوا حرکت ته ځير شو نو د «تېر» او «تير» دویم توري همدومره سره بېل دي لکه «ز» او «ژ» چې سره بېل دي.

د یاګانو بحث هغه بې ګټې، حتی مضر، بحث دی چې ژبنیو واقعیتونو ته لازم اهمیت نه ورکولو او د ژبې د یو غیر واقعي لید پر بنسټ تقلیدي فکر رامنځ ته کړی دی. په دې بحث کې د زده کوونکو ښکېلول د وخت ضایع کول دي.

د فرانسې د ختیزو ژبو او مدنیتونو په ملي انستیتوت کې زما د دوو لسیزو تجربې په اوږدو کې زما شاګردان (چې ځینو یې هم مهاله عربي او فارسي ه زده کوله) هېڅکله د یا ګانو له ستونزې سره نه دي مخ شوي ځکه چې موږ هلته پښتو لیک له فارسي او عربي څخه د راایستل شوي لیک په توګه نه پېژانده بلکې د یوې ژوندۍ ژبې مروج لیک مو باله. زموږ شاګردانو نه یوازې دا چې په افغانستان کې مروجې یاګانې سمې پېژندلې بلکې د پښتونخوا لیکدودي ځانګړنې یې هم زده کولې.

د پښتو «یا ګانو» ستونزه یوازې هغه مهال حل کولای شو چې د پښتو ژبې د الفبې پر تدریس له سره غور وکړو او دا ژبه د یوې مستقلې ژبې په توګه خپلو ماشومانو ته وروپېژنو نه له فارسي څخه د را ایستل شوې «بدل ژبې» پو توګه.