د اصلاحاتو او همپالنې غړي یو متقاعد ډګروال په مرګ ډبولی


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • عبدالحق افغان
  • 347

تیره ورځ د ننګرهار ولایت د امیر شهید بڼ سیمه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې د ملاتړ غونډې پر مهال د اړوندې سیمې متقاعد ډګروال عبدالغفار هغه وخت د افسر خان په نامه د اصلاحاتو اوو همپالنې د ټیم ولایتي غړي له خوا په بوکس پنجه ووهل شو چې د کمپاین لپاره د په پور وړل شویو مشروباتو پیسې یې ترې وغوښتې.

  بریدګر نه دا چې د متقاعد ډګروال دوکاندار قرض نه دی ورکړی، بلکه له جیب څخه یې بوکس پنجهراوېستې او د سینې او مخ په برخه کې یې پرې وهلی، چې د سیمې د اوسېدونکو او تیریدونکو خلکو په منځګړیتوب ډګروال له نورو ژوبلولو څخه ژغول شوی.

 دوکاندار د ځایي خلکو په مرسته د ننګرهار عامې روغتیا عاجل خونې ته ورساوه چې د مخ په ساحه کې شلېدلی ټپ یې شپږ کوکه وخوړل.

ډګروال عبدالغفار وروسته د خپل عزت د اعادی لپاره د لومړۍ امنیتي سمت ماموریت ته ولاړ چې خپل عرض د پولیسو سرمامور ته ورسوي. د اړوند ماموریت آمر سملاسي ټپي شوي ډګروال د عدلي پوښتنې لپاره استعلام ورکړ ترڅو له روغتون څخه د هغه کره معلومات ترلاسه کړي، چې د نورو امنیتي چارو پرمخ بیولو کې ترې ګټه پورته کړي.

په ورته وخت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې د ننګرهار ولایتي دفتر څخه د پولیسو ماموریت ته دا ګوتڅنډنه وشوه چې څنګه یې د همپالنې د ملاتړي مسلمیار تر سرلیک لاندې د عارض عرضپاڼه منلې. پاتې دې نه وي چې د افسر خان نومی د چپرهار اوسېدونکی او عبد رب الرسول سیاف تر مشرۍ د دعوت اسلامي د ننګرهار ولایت مرکزي دفتر کارمند او د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسملیار کورنی حاضرباش دی.

د سیمې اوسېدونکي د ننګرهار مدني ټولنو او رسنیو ته د خپلو ستونزو په شریکولو سره دا عمل یو نه زغمل کېدونکی عمل وباله او په غوسه توګه یې له اصلاحاتو او همپالنې ټیم او د هغوي له ملاتړو څخه خپله کرکه او نفرت څرګند کړ چې دا لا بریالي نه دي چې د عام ولس دا حال دی، که دوی چېرې بریالي شي نو د بې وزله ولس به څه بد حال وي.

د یادونې ده چې ټپي شوی ډګروال تر تېر شمسي کال پورې د پچیر او اګام په څېر د سختې نا امنه ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو مدیر په توګه په ښه صادقانه توګه دنده ترسره کړې، مګر اوس د یو ځایي نا مسؤله وسله وال له خوا تر وسله وال برید لاندې راغی.

نوموړي د ننګرهار له درانه والي مولوي عطاء الله لودین او هم د اړوند ولایت له امنیه قومندان ښاغلی شیرزاد څخه د خپل حق او تیری کوونکي ته د سزا غوښتونکی شو.

عبدالحق افغان

خپلواک ژورنالیست او د مدني ټولنې غړی