د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د دوه دیرشمې غونډې راپور


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • کاینات سعادت
  • 1082

مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د کب په اته مه  د چارشنبې په روځ د پامیر سینما د کتاب ښار د بهیر په تالار کې غونډه وکړه. د غونډې مشره اغلې ساهره شریف ،مېلمنه شفیقه نیکراد او د سټیج چارې کاینات سعادت پر مخ یوړې.
د غونډې په لومړۍ برخه د مریم امرخیل په  ازاد شعر کرکتنه وشوه. نعمیې غنی وویل چې شعر ډېر عالي پیغام لري  او د یوه ښه فکر یې په  کې رانغښتی دی، دا چې شاعره نو نه غواړې د کرکې په نړۍ کې ژوند وکړي او غواړي چې  مینه د تخم په زوړنو کې وکري دا په خپله هیله بښونکی دی او له نهیلیو تښته شعر ته ښکلا بښلې ده. خو په جوړښت شعر ته نه دی ورته بهتره به دا وي د جوړښت له اړخه یوه ښه ادبي ټوټې وبولو. مینې ابراخیلې هم د مریم د لیکنې پیغام خوښ شو وویلې چې مریم په دغه لیکنه د ښکلی پیغام راخیستی وو. شفیقې خپلواکې هم د مریمې د لیکنې  کې د پیغام تر ځنګه د هغه جوړښت خوښ شو وویل چې په کومې لیکنې خیال وي له عادي خبرو بېله وي شعر دی د جوړښت په ارخ ځکه شعر نه و چې په جملو کې وزن مات و ځکه یې یوه نثري لیکنه بولو. پاکیزې ارزو وویل چې کومه لیکنه چې احساس، عاطفه ولري هغه شعر دی او مهمه دا چې لیکنه په انساني عواطفو اغیزه وکړي او د مریمې لیکنه دا ځا نګړنه لري چې دې عاطفي نوي هیلې یې زرغونې کړي دي. لیمې نیازۍ ، مینا نظري او نورو بهیر والو هم د مریم لیکنه خوښه کړه او هغې ته یې بریالیتوب هیله وکړه.
د غونډې په دویمه برخه کې مشاعره وشوه، نعمیې غني، مریم امرخیل. کاینات سعادت، پاکېزه ارزو. مینه ابراهیم خیل، حورې سپېڅلې، مینا نظري، مریم اکا خیل خپل او انتخابي شعرونه ولوستل.
د غونډې په دریمه برخه کې د بهیر تر څنګ د بهیر والو د ټولنیزو سیاسي فعالیتونو د ودې لپاره د یوې ټولنې په جوړېدو بحث وشو . اغلې ساهره شریف وویل چې دا اړینه ده چې بهیروالې د کلتوري فعایتونو تر څنګ سیاسي فکر هم ولري او د ټولنې پرمختګ او د ښځو د کاري ظرفیتونه د لوړ والي لپاره زه د ټولنې د جوړېدو ملاټړ کوم او په بهیروالو یې غږ وکړ چې د هڅه دې وکړي چې له سیاسي جریاناتو څخه بې خبره پاتې نه شي. ټولو بهیروالو د اغلې د شریف د خبرو ملاتړ وکړ او پریکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به د ټولنې په نوم او نورو مسایلو بحث وکړي . 
د یادولو وړ ده چې راتلونکې غونډه کې لعل پوره عزیزي لنډه کیسه کره کتنه ته واړندې کوي. د غونډې په پای کې د افعانستان د هنر او کلتور ودې د ټولنې لخوا دوه نوي چاي شوي کتابونه (د پښتون سټه او څانګې) او د ښاغلي سایر ځلاند نوي چاپ شوی کتاب ( ورکې هیلې) وویشل شو او بهیر والو له ښاغلي ځلاند  او د افغانستان د هنر او کلتور د ودې له ټولنې څخه مننه وکړه چې یاد کتابونه یې بهیر ته رالېږلی وه.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. مېرمن بهیر هره چهار شنبه د پامیر سینما په کتاب ښار کې غونډه جوړه وي.