د سرتېرو او ځانمرګيو خونړي پټپټاني


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سيدشاه سقيم
  • 382

 چې ماشوم وم، توپ ډنډه او خوسی مې ځکه نه خوښېدل چې په يوه کې په توپ ويشتل وو او په بل کې به يې په دا ځيګر کې په سوک ووهلې، غوا به يې هم پسې درڅخه جوړه کړه.


پټپټاني سخت خوند راکاوه، خوږېدل، وهل او ډبول پکې نه وو او که به ډېر بند راغلې، نو “د مرغۍ لاره” يې هم درکوله.

څو ماشومانو به څو نورو ته وويل، سترګې پټې کړئ، موږ درڅخه ځانونه پټوو، هغوی به مخونه دېوالونو ته واړول، يا به پړمخې پرېوتل، ځينو به يې سترګو ته لاسونه ونيول او دا نور به په منډه څوک د څارويو اخورونو ته کښته شول، څوک به کوټې ته ننوتل او چا به تناره ته پناه يووړه. نر هغه وو چې داسې ځای ته ننوځي چې دا نور يې تر پيدا کولو وروسته ورته ګوته په غاښ شي چې دې ځای ته به دې نو څنګه ورپام کېده.

د “الله” تر ويلو وروسته که به مخالفې ډلې ته په ګير ورغلې او د تېښتې لارې به ټولې درباندې بندې شوې، نو بيا به ايسار ماشوم ورڅخه “د مرغۍ لاره” وغوښته، د مخالفې ډلې يو کس به ګوښې ته تيارسئ ودرېده او ايسار ماشوم به بيا په منډو پيل وکړ.

دا لوبه د ماشومانو وه، خو کلونه وشول چې زما په وطن کې د سرتېرو او ځانمرګيو تر منځ کټ مټ همدا لوبه روانه ده، خو توپير يې يوازې دومره دی چې د سرتېرو او ځانمرګيو پټپټانی خونړی دی او “د مرغۍ لاره” هم نشته پکې.

لوړپوړي دولتي چارواکي پړمخې پرېوځي يا مخونه دېوالونو ته واړوي او يا هم خپلو سپينو سترګو ته لاسونه ونيسي، ځانمرګي منډه کړي پر يوه ودانۍ ننوځي، د “الله” پر ځای د “الله اکبر” چيغه وکړي، بيا نو د دواړو غاړو تر منځ يو پر بل ناتار درنې ډزې پيل شي.

هر ډز د اسرافيل شپېلۍ وي چې پر نازکو زړونو قيامت راولي، هر ډز د تندر غږ وي چې له ماشومانو او ښځو څخه لاره ورکوي، هر ډز د يوه مرګي زېری وي چې د دې وطن پر خلکو کېږي.

ناځوانه ځانمرګي د تور سرو زاريو ته هم نه ګوري، دنګې ځوانۍ په ناترسۍ ونړوي، د مېندو په مخ کې د هغوی تر ګل نازک اولادونه غلبېل غلبېل کړي، تر مرغيو بې‌ازاره ماشومانو ته “د مرغۍ لاره” هم نه ورکوي.

د دغې خونړۍ لوبې تر هر ځل پيل کېدو وروسته تر پنځو او شپږو ساعتونو پورې له درست ښار څخه ساه وتلې وي، يوازې د ټوپکو ډزې اورېدل کېږي، يوازې د مرګي بلا ټوخېږي، په اندامونو کې د زخمونو د جوړېدو پر مهال له خولې وتلې کړيکې يوازې د مرګ استازي اورې، د ښار پر سړکونو يا بورې مېندې او يا هم امبولانسونه کوکې وهي.

تر څو ورځو پورې ماشومان پر هماغه لاره له وېرې ښوونځي ته نه ځي، تر ډېره وخته د ودانۍ دېوالونه په وينو سره وي، تر څو مياشتو پورې په ودانۍ کې جوړ شوي غارونو خلکو ته د بلا سترګې ښکاري چې دوی ته ګوري.

ځانمرګي راشي خلک ووژني، سرتېري ورشي ځانمرګي ووژني، چارواکي د دغې لوبې تلفات له تېرې لوبې سره پرتله کړي او د يوې بلې مسابقې لپاره پښه پر پښه واړوي. تکراري لوبه ده، خو هر ځل يې لوبغاړي بېل بېل وي. په دې لوبه کې سوځېدلي لوبغاړي بيا په بله هغه کې برخه نه شي اخيستلای.

څوک ولې هڅه نه کوي چې په دې وپوهېږي چې څوک هر ځل نوي لوبغاړي د لوبې په چلونو پوهوي، چا ته ولې دا سوال نه ورپيدا کېږي چې دا ځانمرګي له کومه راځي، ولې دغه سرتېري له خپل قومندان څخه پوښتنه نه کوي چې د پنځو دقيقو جګړه ولې راباندې په پنځه ساعته کې کوي؟ ولې پنځه ساعته پر درست وطن وېره تېروې؟ ولې په لوی لاس ځوانيو ته اور ورکوې؟ ولې په څو شېبو کې د ځانمرګيو لاس نه ورپېچې؟

اوښکې بهوونکی ګاز په دانږدې پاکستان کې د يوې وړې مظاهرې پر مهال هم، هر پوليس له خپل ژېړ پتلانه سره جوخت نيولی وي او چې خبره دويمې ته رسېږي، بيا يې ډز ورويشتی وي پر خلکو يې رڼا ورځ توره تياره کړې وي.

ولې ځانمرګيو ته اوښکې بهوونکی ګاز نه ورپاشل کېږي، چې سترګې يې ړندې شي، ټوپک يې بيا د چا سينې ته په خپله ځان نه شي سيخولای. دغه ګاز له ځانمرګي څخه ړوند چرګ جوړوي، ورشه تر پښه يې راونيسه.

هغه هم نه کوې، ولې هغې ته ودانۍ چې ځانمرګي پکې ننوتلي، د ټوپک او راکټ د مرمۍ پر ځای د کوم بل مسمووونکي او نشه کوونکي ګاز بوتل نه ورولې؟ بېخوده ځانمرګی ونيسه، يخې اوبه ورباندې وپاشه او ټولې پوښتنې ورڅخه وکړه چې چا رالېږلی، له کومه يې رالېږلی، دلته د چا کره پټ وو، نور ملګري يې چېرته دي؟

نه به ماشومان وېرېدلي وي، نه به ځوانۍ نړېدلې وي، نه به ودانۍ چپه شوې وي، نه به دې مرمۍ الوځول شوې وي، په پنځه دقيقې کې به دې لوبه د ځان پر ګټه پای ته رسولې وي.

قومندان صاحب! په دې لوبه کې د لوبغاړو تر سوځولو، د هغوی نيول مهم دی.
 
دا ليکنه په محور ورځپاڼه کې هم خپره شوې ده.