روسي شاعره،ليکواله،اديبه، کره کتونکې ،ژباړونکې انا اخماتووا اندرييووانا ګورينکا


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • دوکتور لطیف بهاند
  • 253

۱۸۸۹ - ۱۹۶۶
دمارچ پنځمه
 
انا اخماتووا اندرييووانا ګورينکا،د۱۸۸۹ کال د جون د مياشتې پر درې ويشتمه د اوسني اوکراين د اديسې په ساحلي ښار کې زېږېدلې ده.
د مور له خوا دهغې غور نيکه احمد خان نومېده.په روسي ژبه کې وروسته داحمدخان کلمه په اخمت بدله شوې ده. احمد خان،په قام تاتار او لوی خان تیر شوی دی.
شاعرې اناې ته کورنی نوم ،اخماتووا هم له هماغه تاتاري خانه ورپاتې دی.
ددې پلار د څار يا ټولواک په سمندري پوڅ کې ،ماهر ميخانيک پاتې شوی و.هغه تر تقاعده وروسته سن پترزبرګ ته نېږدې د څارکي سيلو (شاهي کلی) ته نېږدې کډه کړې ده.
دڅارسيلو،د روس دشاهۍ د دورې د ودانيو يو شهکار دی.دا هغه ځای دی چې څار هلته ځانګړې ليسه جوړه کړې وه .د روس د شعر سترې څېرې الکساندر پوشکين هم په هماغه ليسه کې زده کړې کړي دي.
انا اخمتووا،تر شپاړلس کلنۍ پورې همالته ژوند کاوه.
هغه دخپل ژوند په اړه خپله ليکي:
زه پر ۱۸۸۹ کال پيدا شوې يم،د چارلي چاپلين زوکړه هم په همدې کال شوې ده،د تولستوی سونات کورز،نومی اثر په همدې کال خپور شو،د پاريس دايفل برج هم په دې کال جوړ شوی دی،داسې ښکاري چې ادلف هتلر او ستر شاعر اليوت هم په دې کال پيدا شوي خلک دي.دهمدې کال په اوړي کې و چې فرانسويانو د باستيل د زندان د سوځيدو سلمه کاليزه ولمانځله او زما د زوکړې پر شپه د جون ۲۳ د اوړي څيله لمانځل کېږي.
زما نوم زما د نيا ( آنا يګرونا موتوويلوا) په وياړ چې انا نوميده،انا ايښودل شوی دی.زما د نيا مور اخماتووا تاتاري شهزادګۍ وه.ما خپل ادبي نوم اخماتووا دهغې په وياړ ايښی دی.ما هيځکله دا تصور هم نه شو کولای د روسيې شاعره شم.
لا په پنځلس کلنۍ کې چې يوه ورځ له خپلې مور سره، د اديسې ښار ته ،زما د زوکړې ښار ته تللي وو، زموږ له کوڅې نه دتيريدو په وخت کې زموږ د کور مخې ته د رسيدو سره سم مور غږ را وکړ:
-ودېږه! او دخپلې زوکړې ځای وګوره!
او دهغه کور په ننداره شوو،چې موږ ډېر وخت کيده له هغه نه کډه شوي وو،ما هلته په ټوکه مور ته وويل:
-يوه ورځ به ددې کور پر دروازې،يوه برنجي لوحه ودرېږي او پر هغې به وليکل شي،دلته د روسيې ستره شاعره انا زېږدلې وه.
ما دا خبره نه دځانښودنې بلکې له مور سره دټوکې په توګه وکړه.
مور مې تندی تريو کړ او وې ويل:
ډېره ناسمه مې روزل يې.
اخمتووا ،وړاندې د ځان په اړه ليکي:
پر ۱۹۰۵ کې له جاپانه د روس ماتې،دهغې ماتې ويرې،پر ۱۹۱۰ کال د لیف تولستوي مرګ ...او پر ۱۹۱۱ کال د روسي شاعر الکساندر بلاک د وحشتناکو اټکلنو د خاطراتو خپريدل پر ما خورا اغيز لرونکې اغيزې پريښې دي.
وروسته پر ۱۹۱۴ کال د نړيوالې جګړې پيل او له هغه سره همهاله د ادبي ښوونځي سمبوليزم پر وړاندې زما او زما دادبي ملګرو بغاوت هغه نورې چارې دی چې زما دژوند پر بهير يې کوډګر اغيزونه کړي دي.
هغې د روسي ژبه الفبې د تولستوي له خوا په ليکل شوي درسي کتاب کې زده کړه (تولستوي نه يوازې د ليک لوست ځانګړي کتابونه وليکل بلکې د خپلو ځانګړو اصولو له مخې يې ځينې ښوونځي هم پرانستل) او په پنځه کلنۍ کې يې فرانسوي ژبې زده او خپل لومړنی شعر يې په يوولس کلنۍ کې وليکه.پلار يې دشعر په اوريدو تصور وکړ،چې دداسې ناوړو شعرونو ليکل به ددوي کورنی نوم بدنامه کړي،نو ځکه يې لور ته وويل چې :
په دې اپلتو به دهغو کورنی نوم ،نه بدنامه وي!
نوځکه دا اړه شوه چې خپلو اشعارو ته د غور نيکه نوم اخمتووا غوره کړي.
هغه وخت چې دې د څار په سيلو کې د روسي ژبې دګرامر په ښوونڅي کې زده کړې کولې ، دا لا د شپاړلسو کلو وه جې مور او پلاريې سره جلا شول .
څه لنډه موده وروسته دې ښوونځی پای ته ورساوه اوله مور سره د کيف ښار ته لاړل .(کيف اوس د اوکراين پلازمېنه ده) هلته پوهنتون ته لاړه .او د حقوقو په ښڅينه پوهنځي کې يې زده کړې پيل کړې.د حقوقو له لوستلو سره يې هممهاله لاتيني او ايتالوي ژبې هم زده کړې.
پر۱۹۱۰ کال يې له ستر روس شاعر او ادبپوهان نیکولای ګوميلیوف سره واده وکړ.سمدلاسه دواړه پاریس ته لاړل.
دا سفر له اروپا سره دهغې لومړنۍ پېژندنه وه.
د خاوند د شهرت او خپلې ښکلا له برکته يې په پترزبورګ کې د روس له خورا لويو شاعرانو ، ادب پېژندو نکو او نورو فرهنګي څېرو سره پېژندنه وشوه.
پر ۱۹۱۲ کال يې لومړنۍ شعري ټولګه (ماښام)خپره شوه.دې شعرونو سمدلاسه د کره کتونکو او شهرت پام هغې ته ورواړاوه.په همدې کال خدای يو زوی ورکړ.خپل زوی يې لیف (زمری) ونامه.
هغه تر دوو کالو حقوقي زده کړو وروسته ، دپوهنتون د ادبیاتو او تاريخ په څانګه کې زده کړو ته دوام ورکوي.
پر ۱۹۱۴ کال يې دویمه شعري ټولګه (ګلبڼ) خپره شوه.
دواړو کتابونو ،هريو جلا جلا دې ته شهرت راوړ.
له پېژندل شوي اديب سره د مينې لمبې ډېر ژر سړې او انا له خپل مېړه نه جلاشوه.
پر ۱۹۱۷ کال د ( بېلۍ ستای )په نامه دهغه بله شعري ټولګه خپره شوه. دې ،کتاب ، دګلبڼ په شان شر اوشور او ولولې خپرې نه کړې.
داکتوبر تر انقلابه وروسته يې د کرنې د انستیتوت په کتابتون کې کار کاوه. تر انقلابه څلور کاله وروسته يې،پر ۱۹۲۱ کال د ( پدروژنيک ) په نامه بله شعري ټولګه خپره شوه.
د ۱۹۱۷ کال د انقلاب څپو دا شاعره هم د مخالفينو په ډله کې ودروله.
پر ۱۹۲۱ کال دهغې پخوانی خاوند نیکولای گومیلیف او ددې ادبي استاد او ملګری دنوې واک پر وړاندې د بغاوت په تور اعدام شو.
دې اعدام پر دې او دهغې د زوی پر ژوند پوره زورونکی اغيز پريښود.
وروسته يې له يوبل پېژندل شوي لرغونپوه ولاديمير شوليکو ،سره واده وشو.دې له دغه پوهان سره دنيکمرغۍ په هيله واده وکړ ،خو ډېر ژر څرګنده شوه چې ،هغه له رخې نه چور لېونی دی .داسې لېونی چې کله ناکله به يې دهغې شعرونو ته هم له ډېرې رخې اور اچاوه.
که څه هم د نوي واک چلوونکو زیاتره پوهان له روسيې نه شړل،خو انااخمتووا په ټينګه تکل کړی و،چې له روسيې نه به نه کډه کېږي.
دهمدې شړلو به لړ کې، پر ۱۹۲۲ کال شوروي واک په سلګونو پوهان:د هغو په ډله کې لوی فيلسوفان،ليکوال،شاعران او سياسيون په ګډه اروپا ته وشړل.
پر همدې کال اخمتووا،د زاړه پترزبورګ د ښار د معمارۍ او دځانګړو ودانيو دهنري ځانګړتياوو په اړه کتاب(انودوميني) خپور کړ .له دې سره هممهاله يې د روس دشاعرۍ د سرلاري الکساندر پوشکين ،د ژوند او شعر ،شننه او څېړنه پيل کړه.
دپوشکين په اړه ددې څېړنو ،هغې ته د يوې بې سارې پوشکين پېژندونکې نوم ور وباښه. د پوشکين په اړه د مقالو تر خپريدو وروسته،پر ۱۹۳۰ کال يې دپوشکين پېژندني داکاډمۍ غړيتوب ترلاسه کړ.
له 1933تر 1949 کاله پورې ،دهغه زوی ليف څلور وارې د واک پر وړاندې دمخالفت له امله بندي کېږي.
پر ۱۹۴۶ کال دولتي ورځپاڼې،دهغې پر ضد پروپاګند پيل کوي او ډېر ژر انا د دشوروي ليکوالو د ټولنې د مشرتابه تر نيوکو لاندې راځي .هغه د هغې ټولنې له غړيتوبه شړل کېږي.
پر ۱۹۶۲ کال ،تر دوه ويشتو کالو زياره وروسته خپله نه هېريدونکی شعر (بې اتله قصېده)خپروي.
پر ۱۹۶۴ کال يې د ايتاليا تر ټولو نه ستره ادبي جايزه(راتنا تايورمينا) وګټله او په همدې کال د بريتانيا د اکسفورد پوهنتون هغه په افتخاري دوکتورا ،ووياړله.
هغې نه يوازې د روس کلاسيکه شاعري ،لوستلې وه،زده کړې وه بلکې هغه يې احساس کړې وه، ،هغه يې ذهن ته سپارلې وه، بلکې هغې د تولو هغو ژبو له بډای فرهنګ ،دهغو له سندريزو اوازو او نويو خيالونو نه خوند اخيستی دی چې دې زده کړې وې او ګټه يې ترې اخېستې شوه.
هغې د روس ټوله څوپېړيزه شاعري ،هنر ، تخيل او سندريز پېټی په خپله شاعري کې را مروړلی دی.
که څه هم دهغې ادبي او د مينې ، ليوالو،هغه يو مينه ناکه رومان باله،خو هغې خپله د ژوند دترخو اړخو تصویر په بې ساری ډول انځورولی شو.
دې بيت ته ګورﺉ:
داسې يو وخت هم و،چې د مړو له دې کبله پر شونډو موسکا خوره و،
چې ارامه او هوسا شوي وو.

انا دې موضوع ته په دوام کې ،پر ۱۹۴۰ کال کې ليکي دي:
ډېره خرابه يم،ما ۱۳ کاله شعر نه دی ليکلی،تاسو فکر وکړﺉ!۱۳ کاله.
پر ما حالاتو داسې دروندوالی کاوه لکه غرونه.

هغه وايی:
... هسې،ساده بې درته وايم،
د زندانونو دقفلونو د کيليو تر شرنګا لاندې
سندرې ويلی نه شم.

اویا داچې:

لسګونه کلونه تېرېږي،
ظلم،تېری، له کلي کوره شړل
او مرګونه،
په دې وحشت کې سندرې ويلی نه شم.
****

روسي شاعره،ليکواله،اديبه، کره کتونکې ،ژباړونکې ،انا اخمتووا،ټولو ښکلا پېژندونکو ، خورا ښکلې،په بې سارې دول ځيرکه او له شاهانه پرتمه ډکه ګڼلې ده.
انا اخماتووا،په خپل ژوندليک کې ليکي:
"دویمې نړيوالې جګړې،۱۹۴۱ کال،په لينينګراد کې اسيره کړم.دهمدې کال په مني کې له محاصره شوي ليننګراده په الوتکه کې مسکو او بيا تاشکند ته لاړم.
د ۱۹۴۴ کال تر اوړي پورې هلته پاتې شوم. "
لکه د شوروي د نورو شاعرانو په شان يې د ددویمې جګړې په موده کې، زياتره وخت په جبهاتو او يا هم په روغتونو کې ټپي پوځيانو ته شعرونه لوستل.
انا په خپلو خاطراتو کې ليکي:
"په تاشکند کې ما دلومړي ځل لپاره د تودخې،د تيارې او د اوبو د شر او شور خونداحساس کړ. همالته زه پوم شوم چې انساني خواخوږي څه شي دی.
د ۱۹۴۴ کال د اوړي په پيل کې چې ،په دویمه نړيواله جګړه کې زموږ پر هېواد د بري څپې راخوره شوې وې،زه مسکو ته راستنه شوم. ژر خپل پلارني ښار لينينګراد ته لاړم.
هلته مې په خپل ښار کې د جګړې وحشت,وليد،دې وحشت داسې حيرانه کړم چې مه کوه پوښتنه .هغه ډار او ويره مې په هنري نثر کې انځور کړل او هغه نثر مې "دمرګ په مېلمستیا کې" ونوماوه. "
شاعرې، ددغه وحشت په اړه ليکل شوې نثري ټوټې او دخپل ادبي ارشيف زياتره برخه ،د زوی تر نيولو او بندی کېدو وروسته اور ته واچول او ايره يې کړل.
تر جګړې وروسته د ۱۹۴۶ کال ،د هغې د شاعري لپاره دبدمرغۍ کال و.هغه د ليکوالو له ټولنې وشړل شوه.دهغه شعر د بورژواۍ او دښمن سندرې وبلل شوې او دا خپله دفساد او مذهب مريۍ.
په همدې شپو ورځو کې ، دواکمنو د سختو سپکاويو او غندنو له امله له داسې اقتصادي ستونزو او خواريو سره مخامخ شوه،چې د لوږې او فقر له ګواښ سره مل و.
د۱۹۴۸ کال دجون په مياشت کې لوی شاعر او ليکوال ،باريس پاسترناک وکولای شول ،د شوروي له ادبي فوند نه هغې ته درې زره روبله پور واخلي.
خو دې بدمرغيو همداسې دوام درلود. د۱۹۴۹ کال په اګست کې دهغه زوی لیف ګوميلوف،بيا د واک پر وړاندې د بغاوت په نامه بندي او په لسو کالو بند محکوم شو. له دې پېښې وروسته،هغې خپل ټول وخت د خپل يوازيني زوي د ژغورنې لپاره تيرکړ.سختې خوارۍ،زورونکې اړتياوې،بې سارې ناهيلۍ او جړې نا اوريدونکې ستونزې ،دا ددې د ژوند ورځنۍ خبرې وې.
د ۱۹۵۱ کال دجنوري په مياشت کې يې ،د ستر اديب،فيدايويف(1901—1956) په ضمانت بېرته د ليکوالو دټولنې غړيتوب ترلاسه کړ.
په ۱۹۵۲ کال کې ناروغه او په روغتون کې بستر شوه.
د ۱۹۵۴ کال د مارچ په مياشت کې يې ،د ستالین دمرګ په لومړي تلين کې څپله تاريخي خبره وکړه:
" اوس به بنديان راستنېږي. او دوې روسيې به د يوبل سترګو ته سره ګوري.هغې چې نيول او بندي کول، کول او هغې چې بندي او زنداني شوې وه.نوی پړاو پيلېږي.
دهمدې کال د اپريل په مياشت کې ددې زوی هم راستون شو.
په ۱۹۵۸ کال کې د باريس پاسترناک رومان ،دوکتور ژيواګ،چې شوروی کې سانسور و،په بهر کې خپور شو.
له خپريدو څو مياشتې وروسته ليکوال د نوبل جايزه و ګټله.
ددې جايزې پر وړاندې د شوروي واک غبرګون له دښمنۍ او قهره ډک و.
د شوروي ليکوالو ټولنې،پاسترناک او نوبل کميته ښه وغندل. د دوکتور ژيواګ ليکوال ،باريس پاسترناک دليکوالو له ټولنې وويستل شو ،خو همدې يو وزرې شاعرې انا اخماتووا،په هماغو سختو شپو کې پاسترناک ته د ستاینې وياړنه وليکله.
د پاسترناک تر ناروغۍ وروسته،انا اخماتووا،هم دزړه سکته کوي- ۱۹۶۱ کال.
پر ۱۹۶۲ کال دنوبل جايزې ته نومانده کېږي.
د۱۹۶۴ کال ،دمې په مياشت کې،دهغې د ۷۵ کاليزې پرتمينه غونډه جوړېږي.
دې شاعرې ،د خپل ژوند زياتې ترخې شېبې په هنري ژباړې تېرې کړې دی.دژباړې دهنر په اړه خو،بيا خپله داسې ليکي:
" ژباړه له پخوا راهيسې ماته په زړه پورې کار برېښېده.په وروستيو کلو کي ما ډېرې په زړه پورې ژباړې کړي دي.
که څه هم په دې خبره ډېر څېړونکي ټينګار کوي،چې په خپله اخماتووا ،ژباړې ته په شک کتل ،خو تقدير داسې پېښه کړي ده چې دهغه زياتې ژباړي خورا هنري او شاعرانه .
هغې لا پر ژوند دا لاندني ژباړه شوي آثار خپاره کړي دي:
- د کوريا کلاسيکه شاعري،۱۹۵۶کال.
- د لرغونی مصر مينه ناکه شاعري،۱۹۵۶ کال.
- دشاعرانو آواز،۱۹۶۵کال.
د هنري ژباړې ډېر کره کتونکي او له هغه ډلې نه د شوروي غوره کره کتونکی ميخايل ليونديوويچ،دهغې دژباړې دقوت او په هغه کې د نوښت تایید کوي.
انا اخماتووا،له ۷۸ ژبو نه د ۱۵۰ شاعرانو اثار راژباړلي دي.
دهغې له خوا د ژباړل شويو شعرونو شمېر شل زره بيتونو ته رسېږي. هغې د خپل ذوق له مخې له ارمني،بلاروسی، بلغاريايي،يوناني، ګرجستاني، هندي، ايتالوي،کابارديني،چيني،کوريايي،لاتيشی،لاتويايي،ملداويايي،الماني،نارويايي،اسيتيني،پولندي،پرتګالي،رومانيايي،سلواکي،تاتاري،اوکرايني،فرانسوي،چکي، يوګو سلاويايي او شوروي د قامونواو له نورو ډېر ژبو نه د خپلې ادبي تندې د ماتولو لپاره ژباړې کړي دي.
دا نه هېریدونکې شاعره، د ژوند په وروستيو کلنو کې بيا د اروپا په سفر ووته.هغې به هرهېواد کې ،له يو څه خوند اخيست.په ايتاليا کې يې وويل:
"په ايتاليا کې مې بيا د ايتاليا د ژبې سندريز اواز واوريد ،د ۱۹۶۵ کال په پسرلي کې،د شکسپير مېنې ته لاړم او تر هغه وروسته مې يو ځل بيا پاريس وکوت.... "
د ۱۹۶۶ کال دفبروري په شپږمه بيا په روغتون کې بسترېږی او تر ۱۳ ورځو وروسته ،له روغتونه وزي.
د مارچ په درېيمه د مسکو په څنډو کې د دامادیووا،په ښارګوټي کې د زړه د نارغيو دعلاج يو مرکز ته لاړه.
دمارچ په څلورمه يې،په خپل ورځليک کې،د ژوند وروستي ياداښتونه داسې ليکي دي.
"پرون ماښام چې پريوتم ،په دې مې افسوس کاوه چې ولې مې له ځانسره مقدس کتاب راوړی نه دی. "
۱۹۶۶ کال دمارچ په پنځمه انااندريوونا ګوميلویوا ،له دې دنيا سترګې پټې کړې.
دشوروی مشر يوسف ستالين ،چې دانااخماتووا نه خوښېده هم د مارچ په پنځمه له دې دنيا نه سترګې پټې کړې وې.
د مارچ په ۷ نېټه د شپې ناوخته په لسو بجو د شوروي راديو،په يوه ځانګړې خبرتيا کې د شوروي د سترې شاعری د مرګ لنډخبر ورکړ.
د مارچ په لسمه دخلکو په غمجن او نه هېريدونکی ویر کې د لینینګراد په څنډو کې ،له ښاره ۴۴ کيلومتره لرې ،خاورو ته وسپارل شوه.
دشعر څو ځانګړتياوې:
هغه کله کله په دوو درې کرښو کې د څو کلونو ژوند انځوروي.دلته ده چې هر چاته د چيخوف افسانوي جمله وريادېږي:
لنډيز د استعداد خور ده. "
دهغه ان لند شعرونه ،یوه غوره مینه ناکې افسانې ته پاتېږي.
د روسي او لوديزې شاعري په پرتله دهغې په شعر کې ديالوګ،ناندرۍ او پوښتنې ځوابونه نه وینو،هلته يوازې احساسات دي او هغه هم ژور احساسات .
دهغې په شعرونوکې څه مذهبي،دعاوې او ان جادوي کرښې ليدل کېږي.نو له دې کبله دلته هم د سترو کره کتونکو خبره دهغې په اړه تکرارو:
آناآخماتووا یا آنا آندرییوا گارینک د روسي ژبې يوه نه هېريدونکې څېره او ابدي آواز دي.
دهغې روحي اړ او دوړ،دوخت ګوزارونه، د ژوند ترخې او خوږې،دانقلاب خونړی او نه رسېدونکی پېټی ،دجګړې له اوره د کور کلي دپرېښودو خاطرې ،دخپلوانو د دوزخي ژوند غم او وير ،طبیعت ،مينه او په پای کې د استبداد د غرور کيسې ددې دې د شاعرۍ دزياتره برخې مضمون جوړوي.
دې غوره شاعري ته شعر په میراث پاتې نه دی.دهغه شعر يوه بله ځانګړتيا داده چې په هغه کې ،په انا کې شعر راخوټېږي،هغه شعر نه جوړوی،هغه تخلیقوي.
دهغې د شعر غوره موضوع مینه ده،انسان دی.دهغې ښځينه خاطر او پياوړی تخيل په ګډه داحساس له اور سره يو ځای ،ددې د قوت اساسي نښې دي.هغه ،هر څه او هره موضوع په خورا اسانۍ د ستم تر ګواښ لاندې په اسطورو بدلوي.
هغه هيڅ چاته ورته نه ده او دهغې په سلګوني لېوال چې غواړي دې ته ورته شي،هم کومه غوره پايله نه لري.
دهغې بله ځانګړتيا،داوه چې دې او ملګرو يې هڅه وکړه شعر له هسکه (اسمانه)ځمکې ته راکوزکړي.
په هغه وخت کې ،د شلمې پېړۍ په لومړۍ څلوريزه کې ، د روس پر ادبياتو سمبوليزم لاسبری و.سمبوليزم واکمن و.پر روس او نړۍ د حالاتو تر اغيز لاندې ددغه سمبوليزم پر وړاندې دوه نوي ادبي بهیرونه رامنځ شول:
۱-آک‌مه‌ایسم .
۲- فوتوریسم .
په لومړۍ ډله کې انا اخماتووا ،دهغې خاوند او څلور نور ملګري سره يو ځای وو.
او په دویمه ډله کې، مایاکوفسکی او دهغه ملګري وو.
که څه هم په لومړيو کلونو کې کره کتونکو او مارکسيستي ټولنپوهانو ددوی دا هڅې غوره وګڼلې ،خو وروسته،په تيره بيا د اکتوبر تر انقلابه وروسته هغوی په پوره توګه ورټل شول.
دشعر له پلوه اکه مه يسزم،د عروضي وزنونو د ماتولو او د وزن او قافيې د پراخولو اجازه ورکوله.
د ایک مه يزم،کلمه له يوناني اکمه ،چې د لوړ او کمال معنی لري اخيستل شوې ده،لکه چې يادونه وشوه دا د يو ادبي ښوونځي په بڼه د شلمې پېړۍ په پيل کې په بترزبورګ دود شو.
آک‌مه‌ئیسم د ادبي بهير اوټولنې په توګه پر ۱۹۱۲ کال ،په رسمي توګه خپله کړنلاره خپره کړه.
دهغه سر لارې دغه کسان وو:
میخائیل کوزمین (۱۸۷۵–۱۹۳۶).
سرگیی گارادیتسکی (۱۸۸۴–۱۹۶۷).
نیکولای گومیلیف (۱۸۸۶-۱۹۲۱)
آنا آخماتووا (۱۸۸۹-۱۹۶۶)
بوریس پاسترناک (۱۸۹۰–۱۹۶۰)
اوسیپ ماندلشتام (۱۸۹۱–۱۹۳۸)
آک‌مه‌ایستانو، شاعر را ته نه ديو څارونکي او استازي په سترګه بلکې د یوه ماهر او انځورګر په توګه ګوري.
ددغه ادبي لارې پلويانو که څه هم روسي ژبې ته خورا ښه،بې ساري او له خیاله ډکه شاعري ور وبښله ، خو دهغه عمر ډېر لنډ و.
ددې ادبي بهير يو بله ځانګړتيا او په تاريخ کې دهغه د نامه دپاتې کېدو علت،دا و،چې ددې بهير پېژندل شوي څېرې د اکتوبر دانقلاب ضد شوې.
دا (انا اخمتووا)په ژوند کې له هر څه زيات له ستالینه خفه ده.د روسیې د شلمې پېړۍ دا څلور ستر شاعران ( ټول سره ملګري هم وو) هر يو په یو ډول نه یو ډول له ستالين سره مخامخ شوي.دا څلور تنه هر يو:
-يوسف مانديلشتام،په زندان کې مړشوی دی.
-ماريا څووتايا،ځان وژلی.
-باريس پاسترناک
-انا اخماتووا
ستالين که په بشپړه توګه دهغو په قوت نه پوهېده،هغه دهغو دستر شاعرانه انداز تصور کولای شو.ویل کېږي چې ستالين د ښه هنری ذوق خاوند و.
دلته به موږ يوازې ستالين ته د انا ليک را وژباړو.داليک پر ۱۹۳۵ کال د نوامبر په لومړې نېټې لیکل شوی دی:
"زه دانقلاب له پيله په شوروي کې ژوند کوم،ما هيڅکله له دې هېواده چې زړه او تفکر مې له هغه سره نغښتی دی، د وتلو تکل نه دې کړی.
سره له هغه چې زما شعرونه نه خپرېږي.د کره کتونکو نيوکې خيال او طبعيت راترخه وي،خو بيا مې هم روحيه لا ماته شوې نه ده.په ډېرو سختو او ستونزمنو مالي او معنوی شرايطو کې مې تخليق او کار ته دوام ورکوم.د پوشکين په اړه مې يو څېړنه بشپړه ،خپره او پر دویمې هغې کار کوم.
زه په لينينګراد کې او زياتره وخت ناروغه او يوازې ژوند کوم.ماته زما د دوو نېږدې کسانو (زوی او خاوند)نیول او بندې کېدل،مرګنی ګوزار دی.ددې زغم نور نو نه لرم.
يوسف ويساروويچ! (ستالين)ماته مې خاوند او زوی راستانه کړه.زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هيڅکله به څوک دهغو په پرېښودو پېښماني څرګنده نه کړي. "
په اوسنۍ روسيه کې ددې شاعر په ياد شپږ موزيمه او يادګاري خونې جوړې شوې دي