د ملکي کسانو مرګ ژوبله به ولې نه زیاتیږي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد ولي حقمل
  • 267

 د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د برخې رپوټ وایي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د تیر کال د همدې مودې په پرتله درویشت سلنه زیاته شوې ده. ددغه رپوټ په استناد د دولت مخالفو جګړه مارو په دې موده کې د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې د جګړې د نورو خواو په نسبت ډیره ونډه درلوده. طالبانو په دې موده کې د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کې څلور اویاسلنه ونډه لرله.

دا لومړی رپوټ نه دی چې په افغانستان کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو په اړه خپریږي. د بې ګناه افغانانو د چټي قتلونو په هکله دا لومړنۍ خبره نه ده. تر دې دمخه هم د افغانانو د مرګ ژوبلې د بې کچې زیاتیدو په اړه ټکان ورکونکي رپوټونه خپاره شوي دي. خو ددې مرګ ژوبلې د مخنیوي یا کمیدو په برخه کې کوم د یادونې کار نه دی شوی.
دمخه هم دا ډول رپوټونه موږ ډیر اوریدلي دي. خو چندان تاثیر نه دی راباندې کړی. د بشري حقونو نړیوالو ادارو دمخه هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د مخ په زیاتیدونکي مرګژوبلې په اړه څیړنې کړې او رپوټونه یې خپاره کړي دي. نړیوالو ادارو هم ورباندې کله کله خواشیني څرګنده کړې ده. خو زموږ د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کوم د یادونې وړ کار نه دی کړی.
نه یې زموږ قاتلین د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې ته ور پیژندلې، نه یې هم زموږ د بې شمیره او نه ایلیدونکو قتلونو د مخنیوي لپاره کوم عملي ګام پورته کړی. دا ولې؟
یو علت یې دا کیدای شي چې موږ هم ددغو رپوټونو په اوریدو سره چندان حساسیت نه دی ښودلی. بس لکه ددې جهان په کوم بل کونج کې چې کومه لږه مرګ ژوبله رامنځ ته شوي وي. د داډول رپوټونو او خبرونو ترڅنګ تیر شوي یو. نه مو سوچ پرې کړی، نه مو د خپلو وروڼو په مرګونو ژړلي دي. نه مو لکه نورې پروژه یي او انجویي غونډې کومې اعتراضیه غونډې کړې دي. نه مو په قاتلینو لعنت ویلی نه مو ددغې بې هدفه جګړې د مخنیوي لپاره کوم ګام پورته کړی دی. نو نړیوالو اړوندو ادارو هم ممکن ویلي وي، چې دوی د خپلو مرګونو په کیسه کې نه دي، پر موږ یې څه؟
موږد خپلو تیرو جګړو جنایتکاران نه یوازې د محکمې میز ته راکش کړي نه دي، بلکې په ډیرو ځایونو کې مو هغوی ته رایې ورکړې او هغوی مو خپل استازي او په ځینو مواردو کې خپل رهبران بللي دي.
هغوی چې شل دیرش کاله دمخه زموږ په کورونو بمبارۍ کړې دي نن جګې سترګې ګرځي. هغوی چې یوویشت کاله دمخه زموږ د وطن زړه کابل وران کړی او اتیازره کابلیان یې شهیدان کړي دي، نن د همدې خلکو وکیلان دي. هغوی چې کابل ښار په کوڅه شاهي بدل کړی و او له کابله یې د وینو حمام جوړ کړی و، نن ځانونه د همدې خلکو رهبران ګڼي. او دا خلک هم نه ورته وایي چې تاسې زموږ رهبران نه بلکې زموږ قاتلان یاست. او هغوی چې نن موږ وژني موږ یې له ویرې یا محافظه کارۍ آن نوم نه شو اخیستلی.
موږ خپلو قاتلانو ته نه شو ویلی چې خیر دی د خدای لپاره نور موږ مه وژنئ.
دلته چې هرڅوک راغلي او هرڅومره ظلمونه یې کړي دي، هرڅومره بې ګناه انسانان یې چې وژلي، چا نه یوازې محکوم کړي نه دي بلکې آن ویلی شو چې نازولي یې هم دي. د یوه وخت جنایتکارانو کوښښ کړی چې تر ځان وروسته نور جنایتکاران واک ته ورسوي، زموږ خلکو بیا د هغو پخوانیو جنایتکارانو ارمان کړی، هغه پخواني جنایتکاران بیرته پرې واکمن شوي اوبیا یې پرې نور ظلمونه کړي دي. خلکو هم پرې شکر ایستلی چې ځه دوی دومره نه دي وژلي لکه هغو نورو.
اوس زموږ قاتلین دومره زیات شوي چې په یو بل کې سره ورک دي. موږ یوه شرعي مسله لرو وایي که څوک یو انسان وژني لکه ټول انسانیت یې چې وژلی وي. قاتل که یو وژلی وي که زر قاتل دی که یو څوک یا یو جګړه مار ګروپ د یوفیصد قاتل وي که د څلور اویا فیصدو قاتل دی او باید محکوم شي، باید د محاکمې میز ته راکش شي باید د نورو قتلونو مخه یې ونیول شي.