په تذکرو کې د قومیت ثبتولو هڅوونکي څوک دي او ولې؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سحر
  • 335

 ۱۳۷۱ کال و بیلابیلو جهادي تنظیمونو پر کابل سره اورونه بل کړي و. له هرې خوا د بې مسوولیته ټوپکیانو د سپکو او درندو وسلو ګولۍ چلیدې. هیڅ څوک خوندې نه وو. ټوپکیانو د نورو جنایتونو ترڅنګ په ځینو سیمو کې خپلو وژنو ته قومي رنګ هم ورکړ. په سرکونو به ټوپکیان ولاړ ول او د بلې سیمې او بل قوم اړوند کسان به یې له موټرو ښکته کول او بیا به یې وژل یا به په کانتینرونو کې بندیانول او له هغه و روسته به یې په دې ګناه چې ولې د دوی د قوم نه دی ډول ډول داسې جزاګانې ورکولې چې په تاریخ کې یې چا په جګړو کې ساری نه و، لیدلی.

کابل راباندې ګران و، دلته رالوی شوی وم، زده کړې مې کړې وې، ډیرې خاطرې مې ورسره تړلې وې، زړه مې نه غوښتل د بې رحمه ټوپکوالو له دې ټولو ظلمونو سره سره له خپل ګران کابله ووځم. خو ټوپکیان زموږ تر سیمو هم راورسیدل. په تنظیمي جګړه کې زموږ سیمه د جګړې لومړۍ کرښه شوه. نور نو پر موږ هم ځمکه سره شوه. پریکړه مو وکړه چې هرډول کیږي له کابله ووځو. اوس نو له کابله وتل هم د لوی اور د لمبو له منځه وتل و. چې له دغه او هغه مو پوښتنه وکړه راته ویل یې چې د ښار په سرکونو او پلیو لارو کې د هر تنظیم کسان ولاړ دي او د خپل مخالف لوري د سیمې کسان او د نورو قومونو اړوند کسان له موټرو ښکته کوي. بختور هغه وي چې ځای پر ځای یې ووژني خو زیاتره نه وژني، پخپلو شخصي زندانونو کې یې اچوي او بیا پرې مختلفې جزاګانې ازمویي، یو نیم بیا له نورو سره تبادله کوي.
موږ پریکړه وکړه چې له خیرخانې څخه په یوه ورځ کې ځانونه مکرویانو ته ورسوو پر سبا یې له کابله ووځو. سرک ته راووتو یو موټر راغی زړه مو ونه کړ پکې سپاره نه شوو، خو موټر چې تر موږ لږ تیر شو ټوپکیانو په راکټ وویشت ځای پر ځای یې اور واخیست. جګړه توده شوه موږ  بیرته کورونو ته راغلو. سبا سهار مو بیا د تګ نیت وکړ موږ شپږ کسه و. دوه دوه په موټرو کې د ښار په لوري وخوځیدو. موټر ته ټوپکیان راوختل تذکرې یې ولیدې یو څو کسان یې په وهلو وهلو له موټره ښکته کړل، ما خپله تذکره چې قومیت پکې ذکر و ایسته وغورځوله، څلور کسه تر ده افغانانو پورې ژوندي ورسیدو. خو زموږ دوه نور ملګري ولسوال عبدالجبار او د هغه زلمی وراره چې تذکرې ورسره وې، رانغلل او تر ننه ورک دي.
زما یو بل ډیر نږدې دوست سلطانعلي مې هم نه هیریږي چې د مزارشریف په لاره کې ټوپکیانو له موټره ښکته کړی او هلته یې وژلی و، ځکه چې په تذکره کې یې قوم لیکل شوی و. دا او دې ته ورته سلګونه پیښې شوې دي، له هغه وخته ډیر وخت تیر نه دی د ټولو د قومیت په نامه د تنظیمي ټوپکوالو هغه مظالم په یاد دي.
اوس د هماغو ډلو مشران چې څیرې یې یو څه بدلې شوې خو ذهن یې نه دی بدل شوی په تذکرو کې د قومیت په ذکر کولو ټینګار کوي. څرګنده ده چې له قومونو سره دښمني او د افغان قومونو ترمنځ د نفاق د اور په بلولو کې هماغه وخت هم د غرضي ګاونډیو د استخباراتي سازمانونو لاس و او اوس هم هماغه سازمانونه دي چې څو تنه یې اجیر کړي چې افغانان د قوم او مذهب له مخې سره بیل کړي. خلک په ټوکه وایي چې ۲۰۱۴ کال را روان دی جګړه مارې ډلې په دې تمه دي چې که خدای مه کړه بیا هماغه ګډوډي شي کابل د تنظیمونو ترمنځ وویشل شي نو هغه وخت به دوی ته آسانه وي چې څنګه قومونه سره وجنګوي، په تذکره کې به تیار لیکلي وي دوی به نه مجبوریږي چې هغوی وغږوي او د لهجې له مخې یې وپیژني، خلک وایي چې جنګسالاران چې په تذکرو کې د قومیت په ذکر کولو ټینګار کوي خپل راتلونکی کار آسانوي، که نه نور خو له نفاق پرته دا کار هیچا ته ګټه نه لري. دغه جنګسالاران غواړي د داسې موضوعاتو په طرحه کولو سره د خلکو پام په بله واړوي خلک پخپل منځ په نفاق اخته کړي او د دوی تیر ظلمونه هیر کړي.
دغه کسان په تذکرو کې د قومیت ذکر کولو لپاره په اساسي قانون استناد کوي په داسې حال کې چې په اساسي قانون خبره برعکس ده. په قانون کې د افغانستان د خلکو لپاره د افغان کلیمه اطلاق کیږي. خو هیڅ ځای نه دي ویل شوي چې هر چاته دې د هغه قومیت ذکر شي.
دغه کسان دې ته فکر نه کوي چې افغانان اوس دومره سره نږدې شوي چې ځینو قومیت بیخي هیر کړی دی. ډیر کسان شته چې ممکن له اره په یوه قوم پورې تړلي وي خو د افغانستان په بله سیمه کې او د نورو قومونو په خواکې اوسیدو سره یې خپله ژبه او لهجه هیره کړې ده. د هغو په تذکره کې به څه لیکل کیږي؟ آن په یوه کور کې د کورنۍ غړي له څو قومونو څخه دي او څو ژبې وایي.
په دې برخه کې خبرې ډیرې دي، د نړۍ نور ملتونه او نور هیوادونه هم د خپل تاریخ په ځینو پړاوونو کې له داسې دسیسو سره مخ شوي دي خو هغوی یې په زیان پوهیدلي او ژر یې مخه نیولې ده. موږ ته هم په کار ده چې قومي ټیکداران وپیژنو او اجازه ورنه کړو چې نور موږ د قوم، ژبې او مذهب په نامه سره بیل کړي.