پښتو شعرپوهه او غږپوهه سره نه شلېدونکی دي


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار
  • 230

                                            بندو بست د پښتو شعر ما پيدا کړ

        گڼه، شعر د پښتو وو کله سيال !
(خوشال)
عربي وزن يا بحر پښتو تول ياهم تول و تال، اروپايي rhythm  د يوه ((مخٌيله موزون کلام )) په توگه د شعر د ودانۍ آره او بنسټيزه اډانه رغوي او پر وړاندې يې پښېله (قافيه) او بيالړ (رديف) له برسېرنو توکو څخه شمېرل کېږي. دا چې د پېړيو په بهير کې د شعر پر پاسنۍ ټولۍ يا مقوله د ((مقفی)) توک ورسرباري شوی او ((مخٌيله موزون او مقفی کلام)) بلل شوی دی، دا دی، له نوي ازاد ځېل  سره دغه توک يوځل بيا تاريخ ته سپارل کېږي او بيا له ((سپين)) او ((ناپېيلي)) هغه سره يې ټولۍ تر((مخيٌله کلام)) پورې لنډون مومي.
ليکوال دا ليدتوگه چې د ((مخيٌله موزون کلام)) په توگه پښتو شعر، په نورو ټکو، شعرپوهه او غږپوهه (poetics& phonetics) سره يو له بله نه شلېدونکی تړاو لري او په دې ډول د پښتو شعر رغښت څپيز- خجيز (سېلابو تونيک syllabic& tonic) دی، له ښايسته ډېر مهاله راخپله کړې وه. د ژبپوهنې اوادبپوهنې د شاگرد او بيا ښوونکي په توگه له نيمې پېړۍ راهيسې  په دې هڅه او تلوسه کې وم چې د نوې پښتو ژبپوهنې د دودونې په لړ کې د پښتو پښويې (گرامر)، وييپوهنې،کره ليکلارې، پښتو تاريخ...ترڅنگ د پښتو بدلمېچ (پښتو شعر څنگه جوړېږي؟) يو بنسټ هومره هم کېښوولای شم او په پای کې د نورو غوندې د دغې سکالو دوديزه کمبله هم را ونغاړم.

له لوړو څانگيزو زده کړو څخه له راستنېدو سره مې دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانگه کې وار له مخه د نويو ژبپوهنيزو لوستليکنو(لکچرونو) تيارونې او وړاندېينې ته مټې راونغښتې. د هماغه ړومبني سېمېستر په بهير کې دا بری را په برخه شو چې د دواړوغورو څانگيزو پوهنو(ژبپوهنې او ادبپوهنې) تر منځ يو مهالوېشی انډول هومره پر څانگه او چارواکو ومنلای شم، خو د((ادبي فنونو)) په نامه چې د ژبې او ادب دکومې عربي آرې دوديزې گډولې له رامنځته کېدو راهيسې پر څانگه هغسې واکمنه وه. په ځانگړي ډول مې د خليل بن احمد عربي عروضي يا متريک سېستم پر پښتو شعر تپل راته نور هماغسې بې سروبوله زباد شوي ول، لکه عربي صرف و نحوه چې د پښويې(گرامر) په نامه  له دوه دوه نيم سلو کلونو راهيسې پر ټوليزه پښتو راتپل شوې وه.

هرگوره، يوڅه وخت و زغم يې غوښت، ټول پر دې بسياکړم، هماغسې چې پښويه (گرامر) له اړوندې ژبې څخه را اېستل کېږي، دغسې يې بدلمېچ هم له شعري پانگې څخه رااېستل کېدای شي. له 1360ل. را وروسته چې د پښويې لسکلنو ازمايښتي لوستونو ته کتابي بڼه هومره ورکړه، داکابو مې وموندله چې د پښتو بدلمېچ څو کلن يادښتونه (دېتا) سره را و اوډم. زما دغه هڅه هله زياته گړندۍ شوه چې استاد رشاد کورناستی شو او له څانگې سره يې د همکارۍ لړۍ هم نوره و شلېده. له دې سره سره د پښتو ماستري پروگرام هم رامنځته شو او په کار وه چې له نوې مېتودولوجۍ سره سمه پکې ژبپوهنه او ادبپوهنه، او په ترځ کې شعرپوهنه هم تدريس شي.

د بل هر لوستليکي(تکسبوک) غوندې کلونه وروسته پر دې بريالی شوم، په دغه تړاو  هم وړاندې کړيو لوستونو ته کتابي جوله ورکړم او تر پورتني نامه لاندې يې چاپ ته وسپارم. که څه هم دا کار  زما له لومړنيو هاندو هڅو گڼل کېده او د پښتو د يوه پرله غښتي کره بدلمېچ تمه ترې گرانه وه، د نويو کالبونو، جوليزو ځېلونو او بيا ژب- ښکلاييزو او ژب- انديزو لارو رودو  سپړاوي او څرگنداوي، خو په هره توگه يوه څېرمه برخه رانغښتله، خو بيايې هم د ډېرو نوښت مينو ځوانو شاعرانو پر مخ يې نوي او ارت و بيرت څنډونه(افقونه) پرانېستل.

دا خبره چې د پوهنځي له زده کړو راهيسې راته د((پښتو بدلمېچ)) اند توگه پيدا شوې وه، انگيزه يې پر ۱۳۴۰ د پښتو څانگې په مهالنۍ ((وږمه)) کې د شوروي  نوميالي پښتو پوهاند نيکولای دووريانکوف خپره شوې ليکنه ((شعرپوهه او غږپوهه poetics& phonetics)) وه. له دغې ليکنې څخه د ليکوال موخه داوه چې پښتو غږپوهه او شعرپوهه سره نه شلېدونکی تړاو لري او په دې ډول يې بدلمېچ دعربي عروضو پرځای د نورو ډېرو هندواروپايي هغو په څېر د خپلې غږپوهې په رڼاکې پر څپيز- خجيز (سېلابو تونيک) بنسټ رامنځته کېدای شي.

هرگوره، اروپايي بدلمېچونه هم له لرغوني او سکولاستيک پېره نيولې، د منځنيو او کلاسيک پېر تر پايه د يوناني عروضي (مېتريک) سېستم تر گونډو لاندې ول. دغه سېستم، کټ مټ لکه عربي ((مفاعيل)) د درزي (سکښت-) مخبېلگو (patterns) ته ورته وو، د دې پرځای چې د اړوند ښاغلي يا اغلې کالي جامې له قدواندام سره سمې وسکښتي، قدواندام يې ور سکښتي او په دې چم ورسره خپله مخبېلگه  په وچ زور وربرابروي!

پارسي شعر هم په منځني آرياني پېر(۲۰۰ م ز- ۸۰۰ ز) پر څپيز-خجيز ډول ټيکاو لاره چې درخت آسوريک، کرکوی اورتون او داسې نورې گڼې پهلوي بېلگې يې راخوندي شوې، خوله نوي پېر (اتمې زېږدي پېړۍ) او بيا يوولسمې پېړۍ راوروسته چې د عربي ترڅنگه يې د دويمې اسلامي ژبې په توگه سر راپورته کړای شو، له يولړ بېدوييو (استثناوو) سره د عربي متريک سېستم راخپلولو ته اړ وتله او هغه هم په دې چې غږپوهه يې ورسره څه ناڅه اړخ لگولای شي. د ساري په ډول يې د منځني پېر سر بېواکوږی (ابتدا پر ساکن) يې له لاسه ورکړی چې پښتو يې پروړاندې د منځ- او پاي بېواکوږيو ترڅنگ تر درو بېواکو (کنسوننټو) پورې، لکه شخوند، سخوندر، خوله، خوړين... خوندي ساتلي او د دوو هغه يې، لکه پلار، تره، ورور، ترور، درېدل، کښېناستل،  څښل،خوړل، خپل، پردی، پښه، خپور، سپور، پسور، پسرلی، ږمنځ، خولۍ، خوله(عرق)، خوله يا خولۍ، ملا، ملاست، لمونځ، ستړی، ستومان، شمېر... خو له شمېره وتي دي.

په پښتو شعر کې  لنډه، اوږده څپه او بيا بيواکوږی لکه يو واوېلي څپه ارزول کېږي، حال دا چې په عربي او پارسي هغه کې دغه څومره ييز (کمي) آر ته ارزښت ورکول کېږي او لنډه او اوږده څپه سره توپير مومي؛ سر- او منځ بېواکوږي خو پکې گړسره شته نه، او وروستني هغه، لکه په شعر، شمع، سهو ...  کې هر بېواک او خپلواک د (زور، زېر، پېښ او تنوين) په گډون جلا جلا ارزول کېږي او تقطيع کېږي. په دې ډول هغه دوديزوال چې د پښتو شعر پر مېتريک (عروضي) رغښت بېځايه او بې گټې ټينگار کوي، د عربي ((مفاعيلو)) د ټکي پرټکي پېښو په لړ کې (اعراب) هم پر پښتو دې راتپي، د ساري په توگه دوه فونيمي ((اور= or)  پر څلورو  توکو، په بله وينا، درو توريو (حروفو) او يوه حرکت (الف + پېښ + و+ ر) شمېري!

د دغو ډېري پلويانو او مينه والو  پر وړاندې چې چېرې يو نيم  د زاړه پالو او دود پالو  له مورچله سر رانېغ کړی، لامل او لاسوند يې ((مدرسه يي)) زده کړې او بيامذهبي تنگ ويني او تعصب  وو. خو له ښه مرغه يې تر ما وړاندې د(( يوې پښتو- کره پښتو)) او بيا ((نوي اوازاد پښتو شعر)) د غورځاوڼو او پلويانو له غبرگونونو سره مخامخ شوي دي. زماپر يادښت ((باختر)) نومې مهالنۍ يې يوازېنۍ مورچه وه چې گرده لمېسه (دوسيه) يې راپسې راسپړلې وه. د ((تکفير)) لپاره يې همدا پلمه بس وه چې ((عربېزم)) او ((اسلامېزم)) د يوې سکې دوه مخه دي او ما يې ((جلاوالي)) ته مټې رانغښتې: د نوې پښتو ژبپوهنې په رڼا کې مې د عربي ((صرف و نحوې)) پرځای پښتو پښويه کښلې، څلورگونې وييپانگه او نوې نومونپوهنه (ترمينالوجي) مې د عربي هغې ځايناستې کړې... او دا دی، اوس مې په عربي ادبي فنونو او بيا عروضو پسې راخېستې او د انگلېسي، روسي او نورو کافرانو لاره مې پر مخ اخېستې ده؟

ډېره پوچه او خنداوړه ادعا يې بيا دا چې له ((عربي عروضو)) پرته يې شعر، شعر نه باله او په دې ډول، زموږ زرکلن (څپيز- خجيز) شعر لاڅه چې نړيوال شاهکارونه يې هم له نشته برابرول!

چلوونکی يې چې کلونه وروسته (۲۰۰۵ په پسرلي کې) تر ځان بترو بنسټپالو له باجوړه ترکابله راځغلولی وو او غوښتل يې د پښتو ژبې او ادب په څانگه کې راته د شاگردۍ گونډه ووهي، له ډېری پښېمانۍ راته پرگونډو شو، ما پر شا وټپاوه او همدومره مې پر غوږ وواهه ((همدا چې ته رښتينی ((پښتون مسلمان)) شوې، نوره مو  تر منځ  بله کومه تربگني نشته!))
په ورپسې سفر کې يې يو ځوان ليکوال د دويم چاپ لپاره د لومړي هغه تيار او ډلی پروف د کتنې لپاره راکړ، خو ما په دې لاسوند چې زه له لوښې سره سم د نورو کتابو په څېر دا هم بايد تر بشپړونې او کرونې تېر کړم او هله يې چاپ ته ور وسپارم. نو له پرله پسې څېړنيزو  بوختياوو له کبله مې ايله بيله له درېيم سفر سره، پوره  د دوو کلو په واټن هغه ژمنه ور ترسره کړه او دغه اوسني چاپ و خپراوي کېدون وموند. هيله من يم، د گرانو مينه والو تنده لاښه ترا ماته کړای شي او د نو مهالې پښتو پوهې او فرهنگ نټياليو (منکرو) ته د تربگنۍ پلمه نوره  پرلاس ور نه شي!

له دغو ستغو سپورو خپله خبره بياهم راغبرگوم، هماغسې چې د نورو ژبنيو ټولنو په لړ کې پارسي او عربي شعر د نومهالې جهاني سيالۍ له مخې نوي (ازاد، سپين، ناپېيلي) کالبونه او ژانرونه پرله پسې راخپلوي، نو پښتو دا هم د دغې سيالۍ پر وړاندې بې توپيره پاتېدای نه شي. له پخوانو دوديزو ژانرونو څخه هم يوازې نوي غزل پښې راټينگې کړي او ((دوديز)) قافيوال شعر تش هماغو ((دوديزو)) شاعرانو،  په بله وينا،((ناظمانو)) ته پاتې دي.

د پښتو شعر په تړاو پر هنري جوله زموږ بې کچه ټينگار هم له دې سرچينه اخلي چې له دغه پلوه له نورو نړيوالو او بيا نژدې تربورانو سره هېڅکله د سيالۍ جوگه شوي نه يو او همدا نن سبا يې په غړولو سترگو گورو چې په پښتو کې پر ((شعر)) باندې د ((نظم)) پله ډېره درنه ده. ښايي، د دې يو لامل هم دا اوسي چې پښتو نظم له خپل آر ((څپيز- خجيز)) رغښت سره دومره خواري نه غواړي. هن، که څوک قافيه وال، په تېره غزلبول وکړای شي، د قافيې او رديف په زندان کې دننه دننه اوسنی پښتو شعر له کرغېړنتيا او ځوړتيا (ابتذال او انحطاط) څخه را و ژغورلای شي، موږ به هېڅکله ورته د ازاد يا سپين شعر مورچل و نه نيسو.

مگر په کړن کې په غړولو سترگو گورو چې اوسنی غزل يا د اقتفأ او تقليد په گردلو کې راښکېل دی او ياهم د نوښتگرانه شعر په نامه د رټلي او نتلي (هندي- پارسي) فورمالېزم او اېکسپرېشنېزم بلهاري دی. له دې لامله موږ بياهم د رښتيني نوښتگرانه (( ژب - ښکلاييز او ژب - انديز)) غزل تر څنگ د ازاد او سپين شعر پر راخپلولو او دودولو ټينگارکوو او پر سيمه وال او نړيوال کچ د پښتو شعر د سيالۍ شونتياته لاره هواروو!

له پښتو ناظمانو او په تېره، ((عروضي)) پېښاوو وانو (مقلدانو) سره د پارسي (ملک الشعراء) بهار دا شعر خورا ښه اړخ لگوي:
شعر دانی چيست؟ مرواريد از دريای عقل
شاعر، اين افسونگری که اين طرفه مرواريد سفت
صنعت و سجع و قوافی هست نظم و نيست شعر
ای بسا ناظم که نظمش نيست الا حرف مفت
شعر آن باشدکه خيزد از دل و جوشد به لب
باز در دلها نشيند هر کجا گوشی شنفت
ای بسا شاعر که او در عمر خود نظمی نه ساخت
ای بسا ناظم که او در عمر خود شعری نگفت
په ټوله شاعرانه مينه
   پوهاند زيار
           اکسفورډ، اکتوبر ۲۰۰۹