پر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د لګول شوو تورونو په هکله د لویې څارنوالې د قرار په اړه د نوموړي اعلامیه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • 328

کابل، د ۱۳۹۱ کال د جدي ۶مه 

د روان میلادي کال د اګست د میاشتې په لومړۍ نیټه د افغانستان یو خصوصي تلویزون  زما د بانکي حسابونونو اسناد خپاره کړل او داسې یې جوته کړه چې ګواکې په دغو اسنادو کې منعکس شوې بانکي راکړې ورکړې او معاملې شکمنې دی.
ما د دغو ادعاوو په غبرګون کې، سمدلاسه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لویې څارنوالۍ څخه په رسمي ډول غوښتنه وکړه چې – زما د دولتي دندو په موده کې زما او زما د کورنۍ د بانکي اسنادو او معاملو په ګډون – د ټولو اسنادو د څېړنې له مخې به دې اړه هر اړخیزې او پوره پلټنې وکړي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ  د څلورنیمو میاشتو هر اړخیزو څیړنو او تحقیقاتو وروسته تیره ورځ د ۱۳۹۱ کال د جدي پر میاشتې په ۵مه د تحقیقاتو پایله اعلان کړه. د لویې څارنوالۍ قرار په ډېر وۍاحت سره څرګندوي چې پر ما لګیدلي تورونه بې بنسټه وو او نه زه او نه زما د کورنۍ کوم غړی په شکمنو فعالیتونو کې لاس نه لرو.
زه پر دې ویاړم چې ما د خپل دولتي ماموریت په اوږدو کې تل، په زغرده، د اصلاحاتو، شفافیت او حساب ورکولو غږ پورته کړی دی او د دې هڅو یو فعال لوبغاړی یم. سره له دې چې زما پر ضد دغه له بدناموونکی کامپاین – چې سیاسي او شخصي انګېږي لري – زما او زما د کورنۍ له پاره ځوروونکی و خو نن خوښ یم چې دغه حالت ما ته فرصت راکړ چې په داوطلبانه ډول د پلټونو د غوښتنې له لارې ، یو ځل بیا، د روڼتیا له پاره یو مثال شم.
زما هیله داده چې د دولت نور لوړ پوړي چارواکي هم زما پر پله قدم کښېږدي.
زما قضیه همدا راز، د هغې ژمنې څرګندویی کوي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې مو کړې ده چې موږ به ځان پر حساب ورکولو پړ بولو