له ميوندۍ ملالې تر يوسفزۍ ملالې


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند مجاور احمد زیار
  • 228

لالی مې داوار خدايه جوړ که،

که چېرې بيا پر ميوند جنگ شو مړ دې شينه!
 
کله يو نيم نوم، ستاينوم(لقب) اوان لنډنوم (تخلص) خپل نومولی دېته راڅکوي چې خپلې کړنې او ارمانونه د هماغه نامه  له جاج و مانا سره سم و سهي کاندې. خبره پر ((يوسفزۍ ملاله)) ده چې څنگه يې له تاند تنکي منگه د ((ميوندۍ ملالې)) لار پسې اخېستې او د بلهارۍ تر بريده يې رارسولې ده. 
هرو مرو به يې له زوکړې سره چا((رښتيني مسلمان پښتانه)) ملا له اذان سره يو ځای دغه ښکلی نوم ((ملاله)) په غوږ کې ور پوکړی او د ښوونځي له منگ سره موروپلار هم د ميوندۍ اتلې کيسه ور اورولې وه. 
سيستانۍ ملالۍ جويا، شينوارې ملالۍ ،. بشير ملالۍ... او تر يوسفزۍ دې درې کاله وړاندې همدې يوه ټوپک ويشتلې شهيده اڅکزۍ ملالۍ هم همداسې درواخله، خو پروړاندې  به يې له مغولي نومونو (ماهرخ،لاله رخ،گلرخ، نورجهان،  جهان ارا، در شهوار، زېب النسأ...) نوموليو څخه دکومې ننگيالۍ جنگيالۍ څرک په اسانه ولگولای شو!
دا څه هېښنده نه ده چې  پاسنۍ کمپېښه لنډۍ د ميوندۍ ملالې د هغې تر څنگ د يوسفزو په يوه لرې پرته سيمه(وچ خوړ) کې لاسته راغلې ده. همدا خبره ده چې په لرو پښتني ټبرونو کې يو سفزي پښتو ښځينه او نرينه نومونه او بيا دخپلو تار يخي اتلانو نومونه، لکه: روښان، شېرشاه،خوشال، ميرويس، احمدشاه... او ملا لۍ تر مغولي هغو(بابر، مغل اعظم، شاه جهان، اورنگزېب، عالمگير، جهانگير ...) غوره گڼي.
دلته خبره په نامه کې نه ده چې ريښه او مانا يې څه ده، بلکې تر هرڅه له مخه په نومولي کې ده چې څه وياړونه يې راپرېښي دي. بيا هم دملالۍ په تړاو به دومره وايو چې آره يې عربي(ملال) او مانايې هم(خپگان) ده او پښتنو ښځينه نوم(ملاله) کړی او بيا يې ځنې دگرانښت کوشينه(تحبيبي تصغيري) بڼه ((ملالۍ)) رغولې ده. هسې خو ملاله د يوه ټوليز ښځينه نامه په توگه په پښتنو کې له پخوا راهيسې لږوډېر دود لري. هرگوره، په ولسي شاعرۍ کې يې وييزه يا لغوي  مانا( خپه) نه، بلکې د سترگو د ستاينوم (نيمخوبولې)  په جاج کارول کېږي، (ملالې سترگې) چې پارسي اړوند تړنگ يا ترکيب يې (چشم نيم غنوده) راځي.
موږ په  پښتني تاريخ کې ډېرې اتلانې او جنگيالانې درلودلې او په خپلو زرينو پاڼو کې يې نومونه انځورلي او راخوندي کړي او داسې سيمه او ټبر نشته چې په نکلونو، متلونو، لنډيو اوبدلو کې يې نه ستايلې کېږي، خو له بده مرغه دملي تاريخ. ليکوال مو له غازي ادې، شبوبۍ اوملالۍ پرته له نورو ښوی  راتېر شوي او خپل سپېره چن کاغذونه او تورې ليکې هومره يې پرې لورولې نه دي. 
خو دادی، نن سباد ميوندۍ ملالې او يوسفزۍ ملالې دومره روښاندې ليکوالې او فرهنگيالې خويندې راپنځېدلې چې خپل غږ پخپله  ان  د نړيوالو تر غوږه ورسوي
 پر هماغه ورځ  چې د يوسفزۍ ملالې  ويرژلی خبر رسنيو خپورکړ، وار له واره المان مېشتې اغلې هما ناصري په ټوله انساني او بيا ښځينه احساس او ولوله تر بي بي سي پورې خپل غبرگون راورساوه اوورپسې بلې فرهنگيالې(سمريوسفزۍ) له کاناډا نه خپل رسا غږ راغبرگ کړ. ځکه ((ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږ ي)) .له کلاراڅېتکين نه تر تنکۍ ملالې پورې په دې يوه پېړۍ کې ټولو ښځمنو جنگياليو پر زباد رسولې چې که نارينه يوازې پاړکيزې ناخوالې گالي، دوی ور سره نرواکي داهم زغمي. نو دوې بې له دې چې نارينه وو ته سترگې پرلار پاتې شي،  خپلې غبرگې مبارزې پخپله پر مخ  بيايي او خپل برخليک پخپله سموي. 
د سمريوسفزۍ  په خبره ((تحريک طالبان پاکستان))  پر څوارلس کلنې ملالې باندې په خپل وحشيانه او  ناځوانمړه( بزدلانه) بريد سره درستې نړۍ ته زباده کړه چې دا د رڼا دښمنان له هر نرينه اوښځينه لوی او واړه څخه چې د رڼا پر لورې پل اخلي، وېر ېږي او وژني يې،هسې خو يې هغه له يوولس کلنۍ راهيسې موخه گرځولې وه او دا درې کاله يې ورته گوته پر ماشه اېښې وه. لا بيا يې هم پرې زړه يخ شوی نه دی او پر تورو تيارو زړونوکې يې ورته د قهر و کينې لمبې هغسې پر غرغنډو دي چې که ژوندۍ پاتې شوه، څو ځانمرگو بريدگرو ته به پرې دجنت  پرځای دوزخ و گټي.
په تېره بيا چې پر نړيوال کچ دومره غبرگونو نوره هم پسې  نوموره کړه. دغه دا نسان او انساني تمدن او په ځانگړي ډول دښځمنو دښمنان  هماغه داسلام مخکې جهالت پېر را تاندوي او دودوي چې نجونې يې له زېږېداسره ژوندۍ ښخولې دغه تور جهالت د دوی ستر گې دومره ړندې کړې چې نه پوهېږي، دا غبرگونونه د نيمو نړ يوالوغبرگو نونه دي، نه يوازې د پاکستاني اوافغاني مسلمانانو يا امريکايې، اروپا يي يا نوروکافرانو!.
  ايا تر دې به بل  انساني ضد او اسلا مي ضد کفر وجنايت چېرې وي، چې دغه ترهگر د داسې تنکيو ماشومانو  په وژنه د جنت گټل غواړي!!؟