اختر وځنډوئ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 948

 درنو مفتیانو!

 تاسو خو د کوچیني نیکمرغه اختر لپاره وړاندوینه وکړه. ډېر خلک مو خوشحاله کړل.
خو دې خلکو کې موږ نه یوو شامل، که کوم جواز لرئ، موږ ته بله فتوا صادره کړئ.
موږ اختر نشو کولی.
زموږ نیمروز په وینو ولمبید، زموږ کندز کې وینې روانې دي، زموږ پر کونړ مرګوني ګوزارونه دي.
محترمو مفتیانواختر وځنډوئ!
تاسو خو ویل اسلام سرحد نه لري. دا سرحدونه چا رامنځ ته کړل چې یو اختر کوي او بل د خپل وژل شوي پلار جسد ته ژاړي؟ مور د وروستي ځل لپاره د خپل اولاد په وینو ککړه ټنډه ښکلوي، او تازه ناوې یواځې خپل ټکری په خوله ننباسي او د خاوند مرګ ته ژړلی هم نه شي.
دومره لوی سرحد؟ دومره لوی واټن دا چا رامنځ ته کړ؟
د هلال کمیټې مفتیانو!
 تاسو اسمان ته دوربينونه نیولي او د خپلې خوشحالۍ لپاره په کې نرۍ سپوږمۍ لټوئ، د دوربین مخه مو وګرځوئ وګورئ! د کونړ شینکي ځنګلونه څنګه په لمبو کې پټ دي، څنګه خلک له خاورو د خپلو اولادونو جسدونه را باسي؟ او...
مفتیانو!
تاسو  لیلة القدر لیدلو ته شپه رڼه  تیروئ، د ثوابونو د ګټلو لپاره ویښ یاست، خو زموږ کونړیان د خپلو وژل شویو بچیانو سرونو ته ویښ ناست دي، هر شیبه خپل اولادونه  شمیرې او ګوري چې بیا څوک ووژل شو؟
مفتیانو!
دا د سیوتینیون( شورویانو) ظلم زور نه دی چې پاکستان راډیو به هره جمله کې تکراروه، غنده به یې او افغان ولس سره به یې د همدردۍ غږ پورته  کوه. دا د همدې غمشریک(!) ملک راکټونه دي .
دا دهغه ملک راکټونه دي چې ویل به یې ( جهاد افغانستان دفاع پاکستان) او په لویو لوحو به یې لیکلي و:(پاکستان کا مطلب کیا لا اله الاالله)
مفتیانو!
زموږ اختر وځنډوئ!
موږ چې هر کورته ځو، له انګړونو یې د ژړا غږونه را پورته کیږي، تاسو ووايي څنګه ورته د اختر مبارکي ووایوو؟
همدا تاسو په ممبرونو ویل: مسلمانان سره وروڼه دي د یو غم د ټولو غم دی، موږ اوس دا  غم خپل ونه ګڼو؟
مفتیانو!
موږ هیمشه خپل غم خپله ژړولی، له تاسو تمه نه کوو، تاسو خپلې خوشحالۍ وکړئ هسې هم زموږ او ستاسو مذهب جلا دی.
تاسو ته ښونځي روا او موږ ته ناروا دي، د تاسو انجینران ، ډاکټران عزت لري خو دلته ترې سرونه غوڅیږي. تاسو په خپلو پلونو له تیریدونکیو مالیه اخلئ، حفاظت یې کوي، خو موږ یې نړوو.
تا سو وايي( جنګلی جناورو پر رحم کری)  خو موږ په خپلو وطنوالو رحم نه کوو.
تاسو د سلالې شهیدانو ته مبارکي ورکوي خو زموږ د سرتیرو جنازې څوک نه کوي، تاسو او ...
خیر دی، یواځې زموږ لپاره اختر وځنډوئ.
تاسو خو پوهیږئ چې موږ هر څه د نورو په فتوا کوو، ځکه د اختر د ځنډولو فتوا هم له تاسو غواړو.