په کابل کې د جعفر هاند د کتابونومخکتنه!


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • رغاند
  • 227

 نېږدې دېرشو کابل مېشتو فرهنګیانو د تېرې جمعې مازېګر د ښه شاعر،لیکوال او خبریال جعفرهاند د دوو کتابونو مخکتنه وکړه.

په دې کتابونو کې یو (نوره دې نه یادوم)د ښاغلي هاند لومړنۍ شعري ټولګه او بل  (نړیوال سازمانونه)یې د ژباړې،لیکنې او څېړنې له هڅو نوی زېږیدلی اثر دی، چې تازه مومند خپرندویې ټولنې له ننګرهاره خپور کړی.
رحیم ګل څاروان،د مخکتنو کوربه او سمبالګر وویل:د هاند شاعري مې خوښه ده،نوی کتاب یې ارزښتناک دی او مخکتنه مو د ده د هڅونې لپاره بللې.
څاروان پر نورو فرهنګیانو هم غږ وکړ، چې د خپل وس مطابق دې، داسې ناستې تنظیمې او د کار ځوانان پکې وهڅوي.
ښه ادیب او کره کتونکی عبدالغفور لېوال د مخکتنو لومړنی ویناوال وال و.
ده د هاند شاعري مشخه وګڼله،ویل یې، همدې کار دی له نورو شاعرانو جلا کوي،د خپلو تجربو شریکول د هاند د شاعرۍ عمومي ځانګړنه ده.
ښاغلي لېوال د دې ځانګړنې له ستاینې سره وویل، چې د شعر ډېر مشخصوالی،شعر محدودي او ښه ده، چې په دې برخه کې شاعر ډېر وړاندې لاړنه شي.
لېوال د هاند بل اثر(نړیوال سازمانونه) خورا اړین او ګټور وګاڼه او ویې ویل:له چاپه یې په خبریدو مې د مطالعاتو مرکز د کتابتون مسول ته وویل، چې دا کتاب دې مرکز ته پیدا کړي.
د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر لېوال صیب دا هم وویل، چې په کتاب کې ځینې نېټې غلطې شوي، چې که په بیا چاپ کې د دې د سمولو ترڅنګ، ځینې سازماني حقوقي اصطلاحات توضیح شي، ښه به وی.
د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل (نړیوال سازمانونه)درې طبقې خلکو ته ډېر مهم وګاڼه.
ژورنالېستان،ځکه یې باید ولولي، چې په خبره یې اکثره له دې سازمانونو سره سم نه دي اشنا،د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي،دوی یې د دې لپاره باید وګوري، چې د کړوخېل صیب په نظر اکثره د دولت د نورو مهمو مامورینو په شان د وړتیا پرځای په اړیکو راغلي او د حقوقو محصلینو ته ځکه مهم دی، چې مسلک یې دی.
لیکوال او شاعر عزت الله شمسزي د هاند پر چاپ شوو او ناچاپ شوو شعرونو خپله مقاله ولوسته.
د نویو او خپلو تجربو وړاندې کول په شعر کې،هغه هم په ښه ژبه او موسیقیت سره د شمسزي په نظر د هاند ښېګڼې دي.
ده یې تر غزلو ازاد شعرونه او نظمونه زیات وستایل او د (نړیوال سازمانونه)کتاب یې بیا تر شاعرۍ هم ورته مهم وباله.
هڅاند شاعر او ژورنالیست همیم جلالزی هم د هاند پرشاعرۍ لیکنه ولوسته، خو ده یې تصویري برخه شنلې وه او په دې برخه کې یې بریالی وګاڼه.
کبیر حقمل بیا پر(نړیوال سازمانونه)وغږیده،ښه ،ضروري اثر یې وباله او هاند یې وستایه، چې په زیاتو بوختیاوو کې یې ښه کار کړی او د لا ښو کارونو په تکل کې دی.
لیکوال او ژورنالیست جاوید همیم کاکړ هم پردې اثر تم شو، خوده پرې لیکنه واوروله او خبریالانو ته یې د دې اثر اړتیاوې،ګټې او پایلې بیان کړې.
د شفیق همدرد لیکنه هم پردې کتاب وه،ده هم په پښتو کې د سیاسي او حقوقي کتابونو کمښت ته په اشارې سره دا د ستاینې او ښې ارزونې وړ اثر یاد کړ.
فضل غني حقمل پخپله لیکنه کې د هاند شاعري نوښتیزه وګڼله،ویل یې نوې خبرې او مفاهیم لري، خو لا پوره د پوخوالي مرحلې ته هم نه ده رسیدلې.
د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان، چې خبرو ته وبلل شو، پر دواړو کتابونو یې خبرې وکړې.
ده وویل: په ادبي بهیرونو کې باید ځوانان له پیله د شعر پرځای نثر او خاصتا ژباړې ته وهڅول شي.
د هاند (نړیوال سازمانونه)يې په همدې وستایه،چې په خبره یې مهمه اړتیا پکې په پام کې نیول شوې او ډېر ګټور اثر دی.
ارشاد رغاند پخپله لیکنه کې د هاند شاعري د خپل عیني ژوند د ښه انځورولو له وجې ښه او بریالۍ ده.
رغاند د زیرک فهیم لیکنه هم ولوسته، چې ده پکې د جعفرهاند د شعر فلسفي اړخ ته تم شوی و او پکې د تاثر او تاثیر مسله یې څېړلې وه.
جعفرهاند پخپلو خبرو کې له ټولو مننه وکړه، چې د کتابونو مخکتنې ته یې راغلل او خپل نظرونه او مشورې یې ورسره شریکې کړې.
لیکوال او دیني عالم قاضي محمد حسن حقیار د غونډې په لنډه ارزونه کې، مخکتنې دواړه وستایلې او هیله یې وښوده، چې داسې نازونکې او هڅونکې غونډې نورو ځوانانو  ته هم جوړې شي.
د مخکتنو دغه غونډه، چې دمازېګر نېږدې پینځه بجې پیل شوه، ماښام اذان ته نېږدې پای ته ورسېده.
پر لیکوالو او شاعرانو سربېره دې غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رېس حامد شینواري ،د کرکټ دوه نورو وتیلو څېرو:رېس احمدزي او ضراب شاه زهیر  او په بي،بي،سي کې د هاند یو شمېر همکارانو برخه اخیستې وه.
 تر غونډې وروسته د غونډې برخوال هملته د ماښام روژه ماتي کې د رحیم ګل څاروان مېلمانه شول.