د بادپښ د پاڅون هېنداره!


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ارشاد رغاند
  • 321

د اندړو نېکمرغه او مثالي  پاڅون رنګ راوړ ، د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې هم ولس د وسله والو طالبانو پرضد هغه وخت وسله وال وال شو، چې د چارواکو په وینا، دې وسله والو  پر دې لاره د سروبي له نغلو څخه جلال اباد ته د انتقالیدونکې برېښنا پایې ورانول غوښتل.

په دې پاڅون کې پینځه وسله وال وژل شوي او څه نور ټپیان دي.
  دوی هم چارواکو پاکستان سره تړلي او ویلي، چې له هغه ځایه یې دا کار پلان کړی و.
باد پښ د لغمان له مرکز مهترلام څخه پینځه اویا کیلومتره لرې پرته سیمه وه، چې د ګړوچ سیمې په ګډون ډېر وخت له ښاره د لرې والي او حساس موقعیت لرلو له وجې د دولت د وسله والو مخالفینو په ګټه کارول کېده.
وېل کېږي، چې له دې سیمې څخه وسله والو طالبانو د هېواد د ختیځ او شمال ترمنځ د خپلې اکمالاتي لارې په توګه ګټه اخیسته، دا لاره که له یوې خوا د کابل نسبتا ناامنې ولسوالۍ سروبي ته نېږدې وه، ورسره د کاپېسا له تګاب سره یې هم ګډه پوله لرله، وسله والو په لومړي سر کې دې سیمې ته د حکومت د نه پاملرنې له ستونزې په استفادې سره له ځایي خلکو ګټه اخیسته او بیا چې کله سخت پوځي عملیات پر بادپښ او ګړوچ وشول، د ګڼو پاکستاني او چیچنایي وسله والو د وژنې ادعا هم پکې وشوه.
له عملیاتو وروسته  حکومت خپلې یوې تېروتنې ته متوجه شو، ګړوچ او ورسره نېږدې د ، اندروړ، شاګليانو، مياخېلو او ميرعلي خېلو سیمې ټولې د ولایتي ادارې په غوښتنه او د ولسمشر په ځانګړي فرمان باد پښ ولسوالي ونومول شوه، د برېښنا لېږدونې د بهیر د امنیت ساتنې لپاره ملي دفاع وزارت سیمې ته د درېیو سوو سرتېرو د استولو اعلان وکړ.
د بادپښ له ولسوالي کیدو څخه موخه او هیله دا وه، چې په دې ناامنه او له پامه لویدلې سیمه کې به منظمه او مسوله سیمه ییزه حکومتوالي رامنځته او د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدل به دولت سره د دوی همکاري زیاته کړي.
خو  اوس چې د دې سیمې د ناامنۍ د عواملو په اړه د ولایتي چارواکو څه رېښتیا او څه دروغې پلمې د امکاناتو او امتیازاتو په زیاتولو سره ختمې شوي، دوی نه باید وپوښتل شي، چې سره د دومره غوښتنو له پوره کېدو سره بیا هم ولې  ولس پاڅون ته اړشو؟ 
نېږدې دوه کاله کېږي، چې د برېښنا له کمښت سره په سختو ستونزو کې مخ جلال اباد مېشتي د نغلو د برېښنا راتلو ته سترګې په لاره دي، خو دا ارمان یې ظاهرا ځکه نه پوره کېږي، چې چارواکي اوس هم د وسله والو کړیو د موجودیت پلمه کوي.
د وسله والو طالبانو ویاند سره له دې، چې څو ځله په دې ستونزه کې د خپلو ملګرو لاس لرل رد کړي، خو د دوی نورو فعالیتونو ته په کتو سره   پر دې خبرې باور ګران برېښي.
که دوی رېښتیا نه وایي، د چارواکو خبرې هم پوره سمې نه دي، ځکه ځایي چارواکو  ډېر ځله دا خبره د ځان خلاصونې او  د خپلو کمزوریو د پټونې لپاره کړې.
ځکه په دې څه باندې یوه کال  کې د لغمان د سیمه ییزې حکومتوالۍ د کمزورۍ او کم ظرفیتۍ له لاسه  لږ،ترلږه وانه وریدل شول، چې د بادپښ ولسوالۍ وداني جوړه شوې او له روغتیایي کلینیک څخه د ولسوالۍ منسوبین وتي.
دا هم وانه وریدل شول، چې د بیارغونې کوم بل ګټور کار، چې د ولس اړتیاوې پوره کولی شي، ترسره یا یې د ترسره کېدو اراده عمل ته نېږدې ده.
    د بادپښ ستونزه، چې څومره ښکاري د افغان ځواکونو له ورتلو او د ولسوالۍ له یوڅه رېښتینې او یوڅه  سمبولیک ایجاد سره له امنیتي پلوه حل شوې، د کابل جلال اباد پر لویه لاره د پخوانۍ ناامنۍ ډېر راکمیدل  چې له دې ځایه سمبالیده او  خپله په بادپښ کې تر پخوا ډېره کراري ،د دې خبرې ښه مثال دی.
خو د برېښنا ستونزه، چې نه حل کېږي، څو نور لاملونه هم لري.
د لغمان له لارې دا برېښنا که لېږد یې نور ونه ځنډیږي، په ننګرهار کې له چارواکو سره د شریکې هغې مافیایي کړۍ لپاره لوی اقتصادي تاوان دی، چې د نورو  لویو درغلیو ترڅنګ د شخصي جنراتورونو کم ظرفیته برېښنا داور په بیه پر لکونو مجبورو خلکو پلوري.
وېل کېږي او تر ډېره حده کېدای شي رېښتیاهم وي، چې په بادپښ کې د برېښنا لېږدونې پر وړاندې د خنډونو په هڅونه کې د دې مافیایي کړۍ لاس وي،ځکه په ننګرهار کې پر واک او اقتصاد واکمنه کړۍ د زون په کچه پر برلاسۍ سربېره په زوره د خپلو کړو امکاناتو په زور په مرکزي دولت کې هم خپلو شومو موخو ته د رسیدو چانس لري.
دې کړۍ په لومړي سر کې د باد پښ او ورڅېرمه سیمو استوګن په دې خبرې سره، چې دوی ته ولې په برېښنا کې حق نه ورکول کېږي، د برېښنا لېږدونې خنډ او مخالف کړي وو، خو چې دا اندېښنه ختمه شوه، په سیمه کې د موجودو وړو وسله والو کړیو تقویت او اکمال د دې ډلې موخه وګرځیده.
د لغمان اداره چې د زیاتو نورو سیمه ییزو ادارو په څېر د زیان پېښونکو اړیکو، فساد، کم اهلۍ او ولس ته د نېږدې کېدو د جرﺉت د نه لرلو ستونزې ځپلې، په دې اړه ظاهرا بې تفاوته او چوپه خوله پاتې شوه.
د لغمان والي چې مخکې په ننګرهار کې د پوهنې رېس پاتې شوی او طبعا له دې کړۍ څخه اغېزمن و او وي به، په یوه خبرپاڼه کې د بادپښ د ولسي پاڅون هرکلی کړی او نور خلک یې هم داسې هڅو ته هڅولي.
د غزني د پاڅون په اړه هم دولتي چارواکو  همداسې دریځ غوره کړی.
د دولت وسله والو مخالفینو او اقتصادي مافیا ته، چې بې له شکه د داسې ډېرګټو هڅو په مخنیوي کې سره یو لاس دي، دا پاڅون لوی ګوزار دی، خو درېغه چې نه حمایه کیدونکي،ځوریدلي او تش لاسي  ولس ته هم پکې د دولت د بې کفایتۍ او کمزورۍ له وجې د زیان اندېښنه ده.
د ولس د وېښتیا پر وړاندې د دولت   تش هرکلی او شاباسي به ولس قانع نه کړي، تر ټولو لومړی په هغو سیمو کې چې ولس  پاڅون ته اړ شوی،یا اړکېږي، د سیمه ییزې حکومتوالۍ اړوند عوامل باید جدي ختم او ګام، پرګام د نورو عواملو ورته څارنه ضرور ده.
دولت ته په کار وه، چې د ولس پاڅون نه یې ښکاره پیغام اخیستی او پوه شوی وای، چې ولس د وېښیدو په پړاوونو کې دی، که د تورې شپې د وسله وال دښمن د نابودیدو اراده کولی شي، په سیمه ییزه کچه د سیمه ییزو نا اهلو ادارو او په ملي کچه په دولت کې دننه د یو شمېر فاسدو، ظالمو او ټوپکواکو کړیو له لاسه کیدای شي، په احساساتي یا شعوري ډول یوه ورځ په وچو کې لامده هم وسیزي او دولت ته هم د مشروع غوښتنو د نه پوره کولو له امله یې سرخوږی رامنځته کړي.