خوږ ژبي وياند سپين تڼي ته د خواخوږۍ پيغام


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند زيار
  • 570

بياهم په ټول درد و درېغ له وتلي رسنوال او د کره پښتو خوږژبي وياند سپين تڼي سره د مور بي بي تر مړينې
درې کاله وروسته د بل ډېرنژدې کالخوای، گران او لوراند پلار په ويرکې گډون کوو. هسې خو د هر کورني غړي او خپلوان يومخيز بېلتون نازغموړ دی، خوهماغسې چې ژوند له آره يو خدايي پوردی، نوپرې کول يې د تل لپاره ځنډېدای نه شي.  له همدې لامله به موږ هم خپل فرهنگي دوست  ته د ورپېښ درد و غم د سهنې او ډاډېينې لپاره له خواشينۍ او خواخوږۍ پرته نورڅه ور ډالۍ کړای شو! د پلار په وير ويرژلي تڼي او نورو کورنيو غړيو ته د زغم او پېڅ، اوهغه ارواښاد ته له پاک څښتنه د جنتونو غوښتنه کوو.


پوهاند زيار او کورنۍ
اکسفورډ، دېسېمبر۲۰۱۱