د«ځنګلي...» ليکوال څوک دی؟


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • تازه خان ويال
  • 222

قدرمنو افغانانو، درنو لوستونکو!
تازه خان ويال د« ځنګلي جرګی » ليکونکی نه دی .
پرون د يوهَ افغان دوست له خوا، نوي کورته د وروَتو په مناسبت، يوهَ ډېر درانهَ او په زړه پور ختم ته بلل شوی وم . د ختم تر تلاوت ،  دُعاوو او ، ورپسیِ ښخ،  ماښام  لمانځهَ نه  وروسته، دمسافِرو افغانانو په دود، سياست پيل شو . د مړۍ، ميوې اوچای وختونو هم د روانیِ عنعنوي لويې چرګې په سر  په تودو بحثونو کې  د ملاحظیِ وړ  سړښت رانهَ وستی شو . بحث  د ميتود له پلوه نِسبتاً تيت  خو د موضوعاتو له اړخه  څه ناڅه متمرکز اومسلسل و.   مؤدب تودوالي او ټينګو متضادو دريځونو د بحث  خوند او رنګ زيات کړی و .
د نورو څو ترڅنک، يوڅه چې ماته ډېر د پام وړ و هغه دا و چې هم د منځني مونګ او هم د عُمر  خوړليو سپينږيرو شخصيتونو غوّڅ  اکثريت د جرګې د تدوير پلوي کوله او د ولسمشر د پرانستونکي وينا بيخي ډېریِ برخیِ يې ، د توقــُع خِلاف، د پراخ ستراتيژيک افغاني تدبير او ژوریِ مثبتیِ ډيپلوماسۍ نه ډکیِ ګڼلیِ . په بيانيه کې ځينیِ نغښتي او ډېر ژور نــَغوړل شوي اخطارونه يې ټولو پرَدو، په تيره بيا، ګاونډيانو ته په کوَچو کې پټ زهر بلل .
 خو څو تنو راډيکالو او سرسختو ځوانانو د جرګې د تدوير، د  ولسمشر « دپڅ او مصلِحتي دريځ»(؟) او، د غربيانو، تر ټولو زيات د امريکايانو، د لس کلنو وحشتونو په اِستِناد، امريکاته د تأسيساتو د اِحتِمالي ورکړیِ  بېدرېغه مخالِفت کاوَ .
د دريځونو ستغتيا داسیِ بريښيده چې دلته پخلاينه  به د ښاغلي کرزي او طالِبانو تر پخلاينیِ هم سخته وي . مګر ترڅو ساعته جروبحث ، پوښتنو او ځوابونو وروسته د ځوانانو دريځ  دومره نرم شو چې که ناسته تر دې زياته اوږده شویِ وای په مجلس کې د کامل توافــُــق اِمکان ډیر لریِ نه برېښېده .
ميلمستيا د نيمیِ شپې نه څو لحظې وړاندیِ په يوه لنډه دُعايه ختم کړی شوه . زه د شپې ناوخته کورته راورسيدم او سهار بيا د وخته ووتم . ځکه مې له پرونه راسیِ اينټرنيټ نه و خلاص کړی .
نن (۱۸   / ۱۱  /  ۲۰۱۱  ) ماښام چې کورته راغلم،  تر هرڅه وړاندیِ مې خپل کمپيوټر راواخيست او د افغاني سايټونو د کتلو په جريان  کې مې، د معمول په ډول، د « لراوبر » اينټر ڼيټي پاڼیِ ته هم سر ورجَوَت کړ. هلته مې،  په کامِلیِ حيرانتيا سره، په يوې داسیِ «ځنګلي...» ليکنیِ ستر ګیِ ولګيدې  چې د ليکونکي په ځای کې يې ، بې له اول نــوم نــه، يـــوازي   « ويال » ليکل شوی دی (؟؟؟) . په دې  « ځنګلي...» ګډو وډو کرښو کې، د افغان وياړلي ولس د درنو سپينږيرو، مشرانو او معززينو په پته،  داسیِ ښکنځلیِ، کرکیِ  او تحقيرونه، په داسیِ بدرنګ شکل او کرکيجنیِ محتوا سره قطار شوي دي چې د يوې درنیِ افغاني کورنۍ د تربيې او روزنیِ نه  برخوردار ه  ذهن  به يې تصوُر هم ونه کولی شي، ليکل خو يې لا په ځای پرېږده . البته، د څرګندو دُښمنو ګاونډيو ايسټبليشمينټونو فرمايش يا نوکرانه خوشالونه يې قوي اِحتِمالات جوړَولی شي .
تازه خان ويال
۱۸  /  ۱۱  /  ۲۰۱۱ 
لندن ـــ  مېډاوېل
ټيليفون :  ۰۷۹۴۴۵۸۲۱۴۶  
ايمېيل   : tazakhanwial@yahoo.co.uk