د سولې سريال او ګونګې پايلې!


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ارشادرغاند
  • 289

 د سولې سريال چې ښاغلي کرزي او بهرنيو ملاتړو يې د ده د حکومت له پيله څو کاله وروسته د جګړې د لوبې په ګرمولو سره د عامه ذهنيت د بوخت ساتلو او په يو ډول په افغانستان کې د بهرنيانو د موجوديت د مشروع ګڼلو لپاره د يوې پروژې په توګه  پيل کړ، د دوى لپاره به په دې ګټور او بريالى و چې په لږ لګښت سره يې ځينې هغه خلک چې پخوا خپله پر جګړو بوخت ول، په ښکاره د دوى په نامه وسله والو مخالفينو سره د سولې د منځګړو په توګه راميدان ته کړل، تر يوه بريده يې ولسي ذهنيت بوخت وساته او پرې ويې منله چې په رېښتيا هم د دوى پر خلاف روانه جګړه د دوى فکري مخالفين کوي!

له دې او نورو کم ارزښتو او بيرته منفي کېدونکو مثبتو پايلو سره د افغانستان خلکو او خپله ښاغلي کرزي او افغان ملګرو ته يې چې د دې پايلو ګټه ډېره نه ور رسي، د سولې دا سريال د افغانانو په توګه منفي پايلې هم ډېرې لري.
يو په دې چې د همدوى په واکمنۍ کې د سولې، شورا، روغې، جوړې، بلنې... په نومونو اسلامي-افغاني ارزښتونه زيانمن او بدنامه کړاى شول، بله لکه رباني صيب چې له استادانه پوهې سره  - سره له بده مرغه د همدې بهرنيو دسيسو لوبغاړى او قرباني شو، لرې به نه وي چې دوى هم لکه دا او نور پخواني لوبغاړي د بهرنيو دسيسوي اړتياوو پر مهال په بېلابېلو نومونو او بڼو ووژل شي.
اوس له سوله ييزو بلنو د ولسمشر کرزي شا تګ او طالبانو ته د وروڼو له خطابه لاس اخېستل ښايي د ولسمشر کرزي کم شوى ولسي ملاتړ لاپسې کم او دا نيت يې چې وايي د طالبانو پر ځاى به پاکستان سره د سولې خبرې وکړي، دى خلکو ته نور هم د يوه کمزوري او له دريځه د ژر اوښتونکي شخصيت په توګه ور وپېژني.
له بلې خوا به له تاريخي پلوه ډېره بده وي چې د يوې بلې تېروتنې په توګه د افغانستان د ستونزې د حل غوښتنه له پاکستانه چې له شک پرته به د روانې لوبې يواړخ وي، وشي، پر ځاى به يې ښه وي چې ښاغلى کرزى نېغ په نېغه هغو نړيوالو هېوادونو سره چې پاکستان ته د لوبې اسانتياوې ورکوي، په دې اړه غوڅې خبرې وکړي.
دا ماته او شا تګ ځانته کرزي صيب  ته نه؛ بلکې د واک پخوانيو ملګرو او پر واک اوسنيو مخالفينو ته يې (د عبدالله ډله) چې د رباني په ژوندوني يې له طالبانو سره د خبرو مخالفت کاوه، ځکه که د سولې په نامه د بې مشره شوې شورا لپاره بل مشر ټاکل کېږي، دا مشر او چارې به يې خامخاد يوه نامشروع امتياز په دود د همدې خلکو له خوښې او ملاتړه سرچينه اخلي او پر دې مهال چې دوى د لويديځوالو په لمسه د پخوا خلاف د افغانستان په اړه د پاکستان ونډې ته غاړه ږدي، خپل هغه لږه کى ملاتړ ښايي وبايلي چې له پاکستان سره د مخالفت په نامه يې په ځينو خلکو کې موندلى.
په دې ترڅ کې د ژمنو افغان شنونکو او قلموالو هم دنده ده چې دا او ډېر نور پټ ساتل شوي حقايق او دسيسې په ډاګه او پر وړاندې يې د بنسټيزې مبارزې لارې ولټوي او د سياسي لوبغاړو او خلکو غوږو ته دې ورسوي چې د افغانستان د جګړې په نامه ياديدونکې جګړه د افغانستان نه بلکې، لومړى د نړۍ او بيا د سيمې د هېوادونو جګړه ده او پکې لوبيدونکي سرلاري لوبغاړي د همدوى په خوښه د افغان وژنې د بهير پياوړتياغواړي او که دا لاملونه له منځه يوړل شي، په رېښتينې بڼه به افغانان د سولې او کرار هېواد لرونکي شي.