د وړانګو جنازې که د وړانګو ځولۍ؟!


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • شهسوار سنګروال
  • 378

د شعر ګلڅانګو  په خپل تنکي او پیمخي پسرلي کې تل د وږم او بزم رنګینې غوټۍ د نسیم  په وزرو  تخنولي دي او یو د بل پسې یې  د زړه راښکونکي ګلبڼ ښېرازه لمن  ښکلې کړې ده .

دا دی د شعر ګل  لښتو پخپله تومنه کې د شعر یوې بلې غوټۍ ته سا ورکړه ګل شوه او غوړېده .

د شعر همدغه ټولګه یادوم  چې په تندي یې کښل شوي دي : ؛د وړانګو جنازې؛.

دا درې لسیزې کیږي چې  د افغانستان ناخوالو  هر څه په مخه کړي دي او د روانو پېښو تت سیوری  په مادي او معنوي ارزښتونو پروت  دی نو ځکه خو شاعران هم د خپل هنري نوښت په تندي داسې سرلیکونه کاږي چې کله ناکله د خپلې لیکنې له مینځپانګې  سره توپیر لري .

په دې وروستیو کې د ؛وړانګو جنازې؛ ویناوال ، شاعر او لیکوال ښاغلي ؛نوازادي؛ صاحب د خپلو شعرونو ټولګه ماته را لېږلې ده . خدای شته چې ټوله ټولګه مې سر تر پایه ولوستله  او یو څه یادښتونه  مې ترې هم  راپورته کړل .

وینا وال د سریزې په توګه څو خبرې هم کړي دي او په پلکوریکو اولسي کیسو او نکلونو هم غږېدلي دي . خو د خاطرو بېلګې یې خوږې او په زړه پورې  دي.

د شاعر له سریزې  وروسته مو سترګې  په هغه شعر لګیږي چې سرلیک یې دی ؛زما شعر؛  د دې شعر بڼه او مینځپانګه د پام وړ ده . کلام یې کله قافیه وال او کله هم د ازاد شعر په بڼه کښل شوی دی او ان دا چې د سپین شعر بېلګې پکې هم تر سترګو کیږي .

زما د دې خبرې موخه دا ده ، شعر چې په هره بڼه وي خو که شعري ارزښت د تخیل ښکلاییزه وړتیا عاطفي رنګ هنري خوند او د شعر نورې سنتي ځانګړتیاوې ولري د ستاینې او خوښونې وړ دی .

کله چې د کتاب پاڼه اړوو د لومړۍ برخې لومړی شعر مو مخې ته راځي  چې یو ډول بېت یې د بېلګې په توګه را اخلو:

په دار کې رانه څله د وفا امتحان  اخلې

رسۍ مې مچه کړې غوڅه  کړې خو مې نه ده

پدې شعر کې څه ښکلی انځور تر سترګو کیږي  هغه هم د یوې لېونۍ مینې د ؛امتحان؛ تصویر چې د مینې منصور د دار په تخته ولاړ  دی او پخپل اشنا غږ  کوي  چې ته لا اوس  هم لمانه د وفا ازموینه اخلې؟!

یا دا څو بېلګې :

چې د شونډو په  سکروټه شونډې وسوې

له هغه ګړۍ نه پورې په  زړه اورسو

د خمار د ماتېدو هیله تازه سوه

چې په شونډوکې مې جام د مینا ولید

د توبې نوم  لا تر خولې وتلی نه وو

شونډو ست راته د ډکو پيالو وکړ


د لومړۍ برخې په شعرونو کې د ښو شعرونو په څنګ کې یو شمېر نور داسې شعرونه هم لولو چې ماته د تامل وړ دي . د ساري په ډول  دا یو شعر:

پسرلی وو ،نیمه شپه وه

شبنم ګل غېږ کې ویده وو

د سپوږمې څوارلس شپې تېرې

اسمان صاف لکه ښیښه وو                (۲۴مخ تر پایه)


که څه هم اړینه نده چې په یوه شعري ټولګه کې  دې ټول شعرونه یو وي  لکه څنګه چې په یو ګلبڼ کې رنګارنګ ګلان او ګلبوټي راټوکیږي دا رنګه په شعري جونګ کې هم راز راز شعرونه وي خو زه په دغه سپارښتنې ټینګار کوم که څوک غواړي دا ډول شعري ټولګې چاپ ته وسپاري غوره به وي چې د شعرونو غورچاڼ ته پاملرنه وکړي او که غواړئ د خپلو شعرونو کلیات خپاره کړئ  بیا نو هرومرو په کار دی د هر پړاو شعرونه چې د شاعر د شاعرانه تخیل د ژوند یو ټاکلی زمان په ګوته کوي له یوې مخې چاپ کړي .

نوزادي صاحب له قافیه والو شعرونو پرته ازاد شعرونه هم په دغه کتاب کې کښلي دي  راوخله دغه یو شعر د ساري په ډول کاږو:

یو څو کلونه، له دې نه وړاندې

ښکلی موسم وو

د پسرلي د ګلو

زه او دا دواړه وو ناست

د یو ګلبوټي لاندې                          (۴۰مخ دا شعر تر پایه)


د شاعر یو شمېر ازاد شعرونه ښکلي او په زړه پورې دي او د شاعرانه تخیل ښکلي او زړه راښکونکي انځورونه یې د شعر په ټټر ټومبلي دي .

ویل کیږي چې ؛ویلیام بلیک؛ د ازاد تخیل پلوی وو نوموړي به د همدې شاعرانه تخیل په ځواک او واک د څښتن تعالی له پرښتو سره خبرې اترې  کولې.  همداراز د فرانسې سورریالستانو ته په شعر کې وزن او قافیه د پام وړ نه وه ان دا چې  ؛ارتور رمبو؛ ازاد شعرونه دومره دود کړل چې له ده څخه وروسته د ده نورو پلویانو هم ددغه شعري بهیر یون وپاله.

د ؛وزن؛ خبره یاده شوه او د قافیې  خبره هم  . قافیه د شعر اصلي رکن نه دی خو وزن د ازاد شعر لپاره د ؛خج؛ په بڼه چې په سر کې په کومه ؛هجا؛ پیلیږي باید تر پایه پورې وپالل شي ضرور او اړین دی . ولې د سپین شعر ځانګړنه بل رنګ او خوند لري .


که چیرې موږ د دانته او شکسپیر نوښتونو ته تم شو ګورو چې ؛دانته؛  پخپل چاپېریال کې کوم څه چې لیدلي نو هغه یې د شاعرانه تخیل د واک او ځواک په زور ټولنې ته داسې ور په ګوته کړي چې اوس هم د نوموړي څرګندونې په نړۍ کې وړ ځای لري . را واخله ؛کمېډې الهي؛ اثر چې د هغه مهال ناخوالې یې هنري نوښت سره رانغاړلي دي . شکسپیر بیا د دانته د لیکنو په توپیر د خپلو لیکنو یو بشپړ انځور د هنر په بله بڼه کښلی دی .

که چېرې د دواړو سترو شاعرانو د لیکنو چاپېریال وڅېړو د دوی د لیکنو بڼه او مینځپانګه توپیر لري خو دې دواړو ادبي شخصیتونو په بېلابېلو لارو  خپل ادبي شهکارونه انساني ټولنې ته وړاندې کړي دي .

د ؛وړانګو جنازې؛ په شعري غونډ کې که قافیه وال شعرونه دي او یا هم ازاد شعرونه د شعرونو هره بڼه یې خپل ځاي لري .

ژړا ته پیدا سوی یم خندا کله راځي

په وچو سپېرو شونډو مې موسکا کله راځي      (۵۰ مخ)

یادا چې :

د ګڼ ځنګله دونو مینځ کې

د پسرلي تنکیو څانګو باندې

د مازدیګر پلوشو،

خپلو زرینو امېلونو سره

د واده شپې دپاره

د طبیعت ناوې  سینګار سینګار کړه              (۵۴ مخ)

هر شاعر چې د شعر په هره بڼه شعر کاږي پکار دی چې د شعر په تخنیکي او سنتي ځانګړتیاو وپوهیږي. د مثال په توګه که ازاد شعر لیکي شاعر باید پدې وپوهیږي چې په لومړۍ کرښه کې خج یا فشار په کومه هجا راغلی دی؟ باید له سرنه  ترپایه د شعر دغه بڼه وپالي.

همدارنګه قافیه وال شعر هم در واخله چې شاعر ته په کار دی چې د قافیې کلمې او د قافیې توري وپېژني لکه روي، ردف ،قید ، د خیل، تاسیس ،وصل، خروج ،مزید او نایر.

ولي ؛روي؛ د قافیې اصلي غږ دی ځکه چې پرته له روي نه قافیه نه تړل کیږي : زه ډېر ځله دغه شعر د مثال لپاره راوړم:

نه یې ملک نه یې لښکر نه یې ګنجونه

تر خانانو دماغي دي ښکلي  نجونه 


پدغه بیت کې ؛ګنجونه؛ او ؛نجونه؛ د قافیې کلمې دي ؛ن؛ مقیده روي ؛ج؛ وصل ؛و؛ خروج ، ؛ن؛مزید ، نایر او قافیه موصله ده .

که چېرې روي حرکت ولري مطلقه روي او که حرکت ونه لري مقیده روي بلل کیږي . 

که چېرې د قافیې په ترازو د ښاغلي نوزادي صاحب شعرونه وتلو لږوزیات ستونزې تر سترګو کیږي . د ساري په توګه دغه شعر په پام کې نیسو:

؛څو چې دتوان قسمته ماته ترخه ولیکه

چې ظالم زړه دې یخ کړي هر هغه څه ولیکه          (۵۷مخ دا شعر تر پایه)

دلته زه نه غواړم چې د شعر په مینځپانګه وغږېږم خو په دغه شعر کې د قافیې کلمې دي ؛ترخه ،څه ، پیمانه، بېلتانه ، تېره ، اره او شپه ؛

که چېرې دغه شعر د فونیمیکي الفبا له مخې وڅېړو دوه ډوله اوازونه تر سترګو کیږي :

۱-   ترخه ،څه ،بېلتانه ،تېره.

۲- پیمانه ،اره ،شپه .

ګورو چې د قافیې په کلمو کې د حرکتونو تغیر او بدلون تر سترګو کیږي پدې حساب د قافیې د درې ډوله عیبونو په لړ کې یو هم د قافیې دغه عیب دی .

د دې ټولو خبرو سره سره بیا هم د نوزادي صاحب د شعرونو ځنې بېلګې دومره ښکلې او زړه راښکونکي دي چې په لوستلو یې د شعر مینه والو تنده ماتیږي او په ځانګړي ډول د کتاب د دوهمې برخې شعرونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو .

د اوس لپاره همدومره

شهسوار سنګروال

لندن

۲۱- ۱۰-  ۲۰۰۸