د غزني والي په لويه ږيره دروغ وايي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • هېواد سباوون
  • 391

د غزني والي موسی خان اکبرزاده که څوک و ويني نو ظاهري څېرې ته په کتلو به يې هرومرو دا فکر وکړي چې له کوم لوی متقي عالم او ستر مفتي سره يې ليدلي دي، د والي  صاحب ښه غټه لونګۍ پر سر وي، ښه مبارکه لويه ږيره لري، غټې د ملايانو په څېر جامې اغوندي، او تل د قرآنکريم له مبارکو آيتونو او احاديثو شريفو څخه خبري کوي.

خو که رښتيا ووايو والي صاحب په باطن کې ډېر چالاک، دوکه باز، او دروغجن سړی دی، هغه د خلکو په غولولو او خطا ايستلو کې پوره مهارت لري، ښاغلي اکبرزاده چې تېره ورځ يې له آزادي راديو څخه د ولايت په ولايت په خپرونې کې خبرې کولې له ځان څخه يې د بيارغونې اتل جوړ کړ او خپله  د ولايت يو کلنه دوره يې په تېرو ۴۶ کلونو کې د غزني په تاريخ کې د بيارغونې په برخه کې بې ساري او بريالۍ دوره وبلله. هغه په ډېره بې شرمۍ سره وويل چې دومره کار چې د ده په وخت کې په غزني کې ترسره شوی دی دومره کار په تېرو ۴۶ کلونو کې نه وو ترسره شوی.
هغه د اندړو، قره باغ، واغظ، زنه خان، ده يک، خواجه عمريو او نورو سړکونو جوړېدل، د ۵۲ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړېدل د خپلو لاسته راوړنو په ډول ياد کړو، چې بايد وويل چې د همدغو يادو کارونو قراردادونه دوه کاله مخکې د غزني د مخکني والي عثمان عثماني د ولايت په وخت لاسليک شوي ول، خو نن يې اکبرزاده صاحب خپلې لاسته راوړنې بولي، همدارنګه د غزني د درياب له غاړې يې د پروژو پلي کېدل، په غزني کې د مسلخ جوړېدل، د افغانستان بانک لپاره د ودانۍ جوړېدل او نور هم د خپلو لاسته راوړنو په ډول ياد کړل چې دغه ټول کارونه هم دوه کاله مخکې ترسره شوي دي.  
ښاغلي اکبرزاده د يادې خپرونې په يوه بله برخه کې ډېر په سپين سترګۍ وويل چې ده په غزني کې د متوازن معارف لپاره ډېر کار کړی دی او هڅه يې کړې ده چې د غزني د ټولو ولسواليو اوسېدونکي بايد په مساوي  ډول پوهنې ته لاسرسی ولري  خو بايد وويل چې د غزني په جاغورو ولسوالي  کې چې هزاره مېشته ولسوالي ده تقريباً کلي په کلي يو ښوونځی موجود دی خو په اندړو، واغظ، زنه خان او نورو کې يا خو ښوونځي تړل شوي او يا که پرانيستي هم دي نو يو داسي ښوونځی نشو پيدا کولای چې د هغسي کيفيت زده کړې دې وي پکې لکه د جاغورو په کوم ښوونځي کې چې وي، خو کله چې له والي څخه په همدې اړه پوښتنه وشوه نو د هغه ځواب دا وو چې په جاغورو کې امنيت شته او پښتانه مېشتو سيمو کې امنيت نشته ځکه نو د پوهنې په برخه کې څه ستونزې شته خو زه دا وايم چې د امنيت ټينګښت خو هم د دولت مسووليت دی، که چېري زه د خپلې ولسوالي او په ټوله کې د ولايت امنيت په خپله ټينګ کړم نو بيا به د دولت مسووليت څه وي او دولت ته څه اړتيا وي.
   همدا رنګه دا هم بايد وويل چې په غزني کې دا مهال ددې  ولايت اوسېدونکي له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي همدا تېره شپه يو چا د غزني ښار له شاه مير سيمې څخه راته تليفون کړی وو او ويل يې چې د غزني د امنيتي ارګانونو له لوري د شپې له خوا له فرقې څخه د درندو وسلو ډزې کېږي چې دوی ورته د تطبيقاتو نوم ورکړی دی د هغه په وينا چې د همدغو ډزو له امله د غزني ښار ټول اوسېدونکي ناکراره او دشپې د تطبيقاتو له امله ټول خلک په وېره کې وي.
د روغتيا په برخه کې د يادولو وړ ده چې د په ټول غزني کې داسي کوم روغتيايي مرکز او يا روغتون نشته چې د غزني د خلکو غوښتنې دې يې پوره کړې وي، د ولسواليو کلينيکونه او روغتيايي مرکزونه خو بيخي په نشت حساب دي ځکه نه په کې ډاکتر او نه هم درمل شته، د غزني د ښار ملکي روغتون تر دې اندازې کمزوری دی چې که کوم عادي ناروغ هم هلته ورشي نو يې هم هلته علاج نشي کېدای او کابل ته لېږل کېږي.
امنيت چې د هرې چارې  لپاره يو مهم او اساسي عنصر ګڼل کېږي خو د غزني پښتانه له دغه مهم او اساسي عنصر څخه محروم دي او يوازي هزاره ګانو په امنيت ميلې وکړې، د غزني په اندړو، قره باغ، واغظ، زنه خان، ګيرو، آب بند، ناوې، مقر، ګيلان، خوګياڼو، او جغتو کې دولت د ولسوالي تر مرکز وړاندې يو قدم هم مخته نشي تللی، او خلک په دې سيمو کې د ناامنيو له امله له راز راز  ستونزو سره مخ دي او  شپه ورځ د همدغو ناامنيو له امله ځورېږي.
خو والي اکبرزاده وايي چې په غزني کې يوکلنه دوره تر تېرو ۴۶ کلونو بې سارې وه، او هغه کارونه چې په تېرو۴۶ کلونو کې نه وو ترسره شوي ده په يوه کال کې ترسره کړل، زه دا وايم چې په تېرو لسو کلونو کې چې کوم والي هم غزني ته راغلی کوم د پام وړ کار يې چې د غزنيوالو درد ته دوا شوي وي نه دی کړی او تېر يو کال له کومه راهيسي چې موسی خان د غزني پاچا شوی خو يوه خښته په بله نه ده اېښودل شوي، د امنيت د ټينګښت په ځای ناامني ټينګه شوې ده، له اداري فساد سره د مبارزې په ځای د اداري فساد هرکلی شوی دی، د سولې له عالي شورا څخه د هغو وسله والو مخالفينو د تسليمېدو پر سر امتيازات اخيستل شوي دي چې هغه په ځان هم نه دي خبر او لا تراوسه جنګېږي، د ملکي روغتون او د ولسواليو د کلينيکونو درمل او خوراکي توکي په بازارونو کې په آزاد ډول خرڅېږي، د ضد حوادث د کمېسيون بوديجه خو د غزني مظلومو خلکو په سترګو هم نه ده ليدلې هغه چې ولايت ته لا نه وي رسېدلې بيا د والي صاحب او د معاون صاحب تر منځ وېشل شوي وي، او داسي نور په لسګونو نه په سلګونو مثالونه... 
دې ټولو خبرو ته په کتلو سره که د غزني د والي موسی خان اکبرزاده ظاهري څېرې ته سړی وګوري او بيا د دوی دروغو ته  وګوري نو سړی ويلای شي چې ياره والي صاحب دا غټه لونګۍ، دا لويه ږيره، دا له قرآنکريم او احاديثو څخه خبرې يوازي او يوازي د خلکو د خطا ايستلو او غولولو لپاره دي او دا هم درته وايم چې والي صاحب ډېر د شرم ځای  دی چې په دا لويه ږيره دروغ وايې، الله مو دې له تاسي دروغجنو چارواکو څخه په خير خلاص کړي.
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!