دنظراباد علمي او كلتوري ټولنې اعلاميه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 337

  په ډېرې خواشينۍ بايد عرض كړو چې  بېګا ماښام  بهرنيو ځواكونو  دننګرهار دسره رود ولسوالۍ اړوند نظراباد كلي كې  له خپل همېشني  خوى سره  سم دناسم  را پور پربنسټ بې رحمه او وېروونكي عمليات ترسره كړي چې  په پايله

كې يې ددې كلي  دجامع مسجد خطيب مولوي مطيع الله  او  درې تنه مېلمانه
له ځان سره  بنديان  بېولي دي . بهرنيو ځواكونو په خپلو دې عملياتو كې چې  په وينا يې مو خه  يې دمخالفينو ديو  تن قوماندان نيول وو دكوچنيانو په شمول   دكلي ګڼ اوسېدونكي  وهلي، او روحاٌ او جسماً كړولي، دافغانانو دعنعناتو او مسجد
سپكاوى يې  كړى او بې له دې چې دولسوالۍ مسؤولين خبر كړي  پر كلي يرغل
راوړى دى .
دادريم  ځل دى چې بهرني ځواكونه  دناسمو راپورونو له مخې  دلته  بريد كوي ، او  بې ګناه خلك وژني  او نيسي  .
نظراباد علمي او كلتوري ټولنه   مولوي مطيع الله  د يوه درانه ديني عالم په توګه  پيژني او هېڅ داسې نښه اوشواهد نه ويني چې له مخې يې له مخالفينو سره دهغه  د اړيكو څرك ولګولى شي. نظراباد علمي او كلتوري ټولنه   په  داسې حال چې   داتخريشوونكى كارغندي     او تربل هرچا ډېر يې   پخپله دبهرنيو ځواكونو او افغان دولت په زيان بولي   له بهرنيوځواكونو  غواړي   چې ژرترژره  مولوي مطيع الله او دهغه درې تنه مېلمانه   راپرېږدي او په راتلونكې كې  د ناسمو راپورونو
له مخې د خلكو له ځورولو او وېرولو ډډه وكړي .
نظراباد علمي او كلتوري ټولنه   باور لري چې  داډول لمسوونكې او احساس پاروونكې كړنې   د  ناامنۍ لامل ګرځي  او دحكومت اوبهرنيوځواكونو لپاره ښې پايلې  نلري  او دتكرار په  صورت كې  يې   ولسي پاڅون  ته د لار ې
هوارولو  او ستر وسوله ييزو لاريونو نو   ژمنه كوي .
محمدحسن حقيار
دنظراباد علمي او كلتوري ټولنې مشر