بلخ ادبي خوځښت: مېرمن ادبي بهير اونيزه غونډه وكړه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • اسيه احساس
  • 268

 د بلخ ادبي خوځښت څانګې مېرمن ادبي او كلتوري بهير د ۱۳۹۰ كال د غبرګولي دميياشتې په ۲۳ مه نېټه، دوشنبې ورځ  خپله اونيزه غونډه د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې وكړه.

مشاعره د زهرا په تلاوت پيل شوه، چې د وياندويۍ چارې يې ليلى ساپۍ پر مخ وړلې.
په غونډه كې ملالۍ د مېلمنې او هوسۍ د كوربنې په توګه وټاكل شوې او  ترې غوښتنه وشوه چې ياده ناسته وڅاري او په پاى كې يې په ا ړه نتيجه ګيري وكړي.
د تېرې اونۍ ګذارش اسيه ولوست، چې د ګډونوالو لخوا پرې كره كتنه وشوه، د راپور په اړه راضيه وويل ګذارش د تېرو اونيو په پرتله ډېر ښه شوى وو. نوموړې زياته كړه كه چېرې هر ګډونوال د كره كتنې په وخت كې زموږ خبرو ته پام وكړي نو په راپور ليكلو كې به يې ژور بدلون راشي.
وروسته ازاده مشاعره پيل شوه، چې د لسګونه ګډونوالو لخوا پكې شعرونه او نثري ټوټې ولوستل شوې.
د مشاعرې په پاى كې د غونډې مېلمنې خوښي څرګنده كړه، چې ننۍ غونډې ډېر خوند وركړى او ورځ تر بلې د ملګرو په مطالبو كې بدلون راځي.
كوربنې هم له راغلو كسانو څخه مننه وكړه، چې هره اونۍ په خپل وخت غونډې ته حاضرېږي. 
نوموړې زياته كړه موږ دا دنده لرو چې په هر ډول وي د خپلو غړو شمېر زيات كړو، چې وكولاى شو لا زيات د خپلې ژبې او فرهنګ په چوپړ كې پاتې شو.
ياده مشاعره د مازديګر په ۵ بجو پاى ته ورسېده