دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد دوه څلويښتمې غونډې رپوټ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • شهناز بابکرخيل
  • 387

 کلتوري -  ټولنيز بهير اونيزه غونډه تېره شنبه د (١٣٩٠)کال  د غبرګولي په اتمه نېټه د پوهنې وزارت په تالار کې د بهير غړې اغلې زمزمې نيازۍ په مشرۍ چې ميلمنه يې اغلې فرحناز الکوزۍ وه د ګڼ شمېر خويندو په ګډون جوړه شوه  . غونډه د طوبا ندا ساپۍ په وياندويي د ماسپښين پر دوو بجو پيل شوه  .
د غونډې په لومړۍ برخه کې اغلې ساهره شريف پر کاري مسايلو خبرې وکړې .  هغې د هغې ناستې په اړه چې تېره اونۍ يې د ښځو چارو وزارت له سرپرستې وزيرې سره درلوده ګزارش وړاندې کړ داسې يې وويل
دښځوچارو سرپرست وزيرې اغلې حسن بانو غضنفر څرګنده کړه چې دمير من بهير د غړو دکتابونو د چاپ په برخه کې او د اونيزو غونډو لپاره د ځاى په برخه کې  مرستې ته چمتو ده  او همداراز د ميرمن بهير ټولو غړو ته يې د مورد ورځې  په وياړ غونډه کې چې ځو ورځې وروسته به جوړه شي بلنه ورکړه چې ګډون وکړي اوپه غونډه کې د مور په هکله خپل شعرونه هم لوستلاى شي . اود اغلې شريف په وينا اغلې غضنفر داهم وويل چې د ميرمن بهير غړې کولاى شي د رڼا کلنۍ مشاعرې غونډه په ښځينه بڼ کې جوړه کړي .
دغونډې په بله برخه کې د رڼا کلنۍ مشاعرې په هکله خبرې  وشوې  چې زمزمه نيازۍ د لنډيو د سيالۍ د برخې مسووله وټاکل شوه او د طوباندا ساپۍ لخوا په ځينو خويندو لنډۍ وويشل شوې  تر ځو د سيالۍ لپاره تيارى ونيسي. د رڼا مشاعرې  د تدارک دکمېټې غړې اغلې سا هره شريف ،اغلې تورپيکۍ مومند، ګلالۍ عمرخیله
اغلې جميله ساپۍ ،اغلې طوباندا ساپۍ اواغلې سيمين  صدف وټاکل شوې  . اوپه مشاعره کې د  غوره شعر د انتخاب  په موخه دخويندوڅخه د شعرونو راټولولودنده زمزمه نيازۍ  ته وسپارل شوه .
په همدې توګه وپتیېل شوه چې لدې وروسته به د ميرمن بهيراونيزې غونډې لپاره د هرې يوې مياشتې لپاره يو کس د وياندويي  ، يو کس د منشي اوکس به د راپورليکنې لپاره وټال شي چې راروانه مياشت کې به هيله احدي د وياندويي او فريبا سوله مل به د منشي  په حيث دنده پر مخ بوځي .
ساهرې شریف وویل چې په راتولونکې څو ورڅوکې به دقلم ټولنې لخوا د طوباندا ساپۍ پرادبي فعاليتونوغونډه جوړه شي نو تاسې کولى شئ د طوباندا پرشخصيت او ادبي هڅو  مقالې  وليکئ .
د کره کتنې په برخه کې د مرضیه امین شعر ( مړاوې هیلې) کره کتنې ته وړاندې شو د بهیر خویندو پرې بحثونه وکړل.
دغونډې وروستۍ برخه مشاعرې ته ځانګړ شوې وه چې مشاعره د زمزمې نيازې په ښکلي شعر پيل شوه او بيا وروسته په وار سره پاکيزه آرزو ، نجيبه اشنا ، عاطفه اشنا ، سمين صدف ، فرحنازالکوزۍ او هيلۍ احدي خپل ښايسته شعرونه ولوستل . دغه راز د یو شمیر ولایتونو له کلیو څخه د میرمن بهیر غیابي غړو خپل شعرونه د ملفون پر کرښه ولوستل.غونډه د مازديګر پر څلور بجو پاى ته ورسېده. په ياد ولرئ چې د ميرمن کلتوري ټولنيز بهيراونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين پر يوه نيمه بجه  د پوهنې وزارت په تالارکې جوړېږي  .