وركې لارې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • جاويد واك
  • 283

 شاو خوا لس كاله كېږي چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو په مشرۍ يوه لا يتناهي جګړه روانه ده، لايتناهي په دې ورته وايوچې كه مسله همداسې وغزېږي نو خداى كه دا وړۍ شړۍ كړې.

كله چې د امريكا لوړ پوړيزې ودانۍ را ونړېدې او پكې د هغوى په خبره زرګونه خلك مړه شول، نوپه دې وخت كې د نړۍ ټول پام افغانستان ته را واوښت او د هرې ملامتيا پړه يې پر افغانانو واچوله، له ا سامه نيولې تر د مخدره موادو توليدونكى يې همدا هيواد ګڼه.
د خداى كارونه وو لسګونه هيوادونه يو ځاى شول، د بيا رغونې او بيا جوړونې په موخه په سترو وسلو سمبال افغانستان ته راننوتل.
په يوه مياشت كې يې د طالبانو شړۍ ورټوله كړه د كرزي لالا په مشرۍ يې موقت حكومت جوړ كړ او شاوخوايې ښاغلي مجاهدهدين(چې امريكايان يې راوستل) ترينه چاپېره شول. هر څه په درځ كې روان ول كرزى پاچاشو كه خداى مې نه غلطوي ضيا مسعود او خليلي يې مرستيالان.
ښه مې ياد دي زه په كلي كې اوسېدم موږ د كلي په يوه زړه حويلۍ كې مكتب وايه، يوه ورځ راته ښوونكي د بهرنيو ميلمنو په اړه وويل.
((زموږ وطن ته سوله ساتي ځواكونه راغلي كه خداى كول په پنځه كلونو كې به ډېر پرمختګ وكړو. مكتب ته به مو ښكلې ودانۍ جوړه شي او بله دا چې خلك به دومره ماړه شي چې ستاسو د هر يوه په كور كې به يو موټر ولاړ وي)).
د موټر خبره مې هېڅ نه هېرېږي په كلي كې به چې چا موټر درلود هغه به خان وو اوټولو كليوالو به ورته احترام كاوه.
په هر صورت لس كاله وشو او اوس  مې هم دهماغه معلم خبره په سترګو كې ده زموږ ښونځى اوس هم ودانۍ څه چې زده كوونكي نلري هرڅوك په خپل كار لګيا دي نوي ږيره برېت ځوانانو خو ټوپكونه په غاړه كړي او وايي چې جهاد كوو او زما همزولي همصنفيان څوك په ايران كې دي څوك په پاكستان او ځينې خو يې لا له دې هم ور اخوا تېر شوي.
موټرونه خولا يو څو كليوالو اخيستي هغه هم د تارياكو او چرسو په پيسو نه د سوله ساتو په پيسو.
خبر رانه بلې خوا لاړه نه شي د نوي حكومت تر دوه درې كلونو ښه ارامي او خوشالي وه بس هر څه سم روان وو، خو يوه ورځ اوازه شوه، چې بهرنيانو په يو كور چاپه وروړې څو بې ګناه كسان يې وژلي او ځينې يې له ځان سره بيولي.
يوه، دوه، درې او... بې حسابه چاپې اچول كېدې خلك بيول كېدل، په ودونو بمباريانې كېدې خو هېڅ چا څه نه ويل نه كرزي لالا څه ويل او نه هم سوله ساتو(سوله وژونكو) غوږ پرې ګراوه.
له دې سره ورځ تر بلې د افغانانو وينه ګرمېدله، هسې هم افغانان په احساساتي ملت مشهور دي. وړې وړې ډلې جوړې شوې او د كابل د حكومت پر ضد يې تبليغات پيل كړل كه به كوم ماشوم د كلي له ملا څخه سيپاره ويله نو حتما به يې ورته ويله دا كاپران نه دي بيګا يې په پلانكي ځاى كې خلك وژلي او وړي. دا عقيده په ځان كې قوي كړى، چې كاپران د مسلمانانو دوستان نه شي جوړيداى او دې ته ورته نورې خبرې.
په هر صورت د عامو خلكو په وينا خال،خال امنيتي پېښې ترسره كېدې يابه كوم ځاى ماين وچاودېد او يابه هم راكټي بريد وشو خو بيا هم له كرزي لالا نيولې تر ټولو چارواكو او بهرنيانو چوپ وو.او بله دا چې په اولو كلونو كې څوك نر و چې امريكايانو ته يې ويلي واى چې له طالبانو سره سوله وكړي دا ماهيت نه په كرزي كې وو نه په بل چا كې.
د خداى كړه وو د بنده ورته كاته وو، جګړه له هلمنداو كندهاره راپيل شوه چې د ملاعمر پلرنى ټاټوبى وو. هره ورځ  به د انګرېزانو او طالبانو تر مينځ اخ و ډب روان وو او په مينځ كې به يې ملكي خلك دل كېدل. كه به چېرې كوم بهرنى سرتېرى ووژل شو نو دوى به يې كسات په بمبار اخيسته. ا دچا خبره د يوې سپږې لپاره به يې ټول پوستين ته اور ورته كاوه.
ورځ تر بلې د جګړې لمن خورېده تر دې چې په ډېرو ځايونو كې د طالبانو په نوم ډلې رامنځ ته شوې اود تعجب خبره خو لاداده چې دا ګنګوسې خپرې شوې چې حزب اسلامي او طالبانو لاس يو كړى تر څو د بهرنيانو پر ضد جګړه وكړي ما خپله د حكمتيار په يوه مركه كې واورېدل له نوموړي څخه خبريال پوښتنه كوي:
ايا تاسو له طالبانو سره يو ځاى ياست كه نه؟
حكمتيار: هر هغه څوك چې د افغانستان د ازادۍ په لار كې جنګېږي موږ يې خپل ګڼو او ځان ورسره شماروو هغه كه طالب وي كه زموږ كوم بل ورور.
له پورتنۍ خبرې څخه مالومېږي چې خپل مينځ كې دومره سره وران نه دي.
په هر صورت په پيل كې اور د پښتون په كور بل وو كه به دولت كې هم وژل كېدل پښتانه وو او كه به طالبانو كې هم وژل كېدل پښتنو پورې يې اړه درلوده.
افغانستان وو، دا نور قومونه وو، او مزې وې خو يوه ورځ هم په مزار يا پنجشېر او ياهم په نورو ډېرو ولايتونو كې چا غږ پورته نكړ چې ولې په هلمند كې بې ګناه افغانان ښځې او ماشومان وژل كېږي ولې بهرنيان بمباري كوي بياهم ټول غلي ول.
ان تر دې چې د مجاهدينو د ورځې په نمانځغونډه كې په كرزي لالا بريد وشو، خو خداى به يې كومې نيكۍ ته كتلي وي سړى يې بچ كړ ورپسې بريدونه ورځ تر بلې زياتېدل له وزايرانو نيولې تر واليانو او امنيه قومندانانو ووژل شول.
دا دى اوس بيخي خبره رسوايۍ ته وتلې د دفاع وزارت په زړه كې چاودنه كېږي پوځي قومندانان وژل كېږي خو اوس د نړيوالو ماغزه سر ته راغلل نارې وهي چې موږ سوله كوو.
دا چې دوى ډېر لېواله ول نو يو د نر بچي ورسره د طالبانو د استازي په نوم په لسګونه ځله ملاقات وكړ پيسې يې ترې واخيستې او وخت يې ورته ضايع كړ خو وروسته مالومه شوه چې هغه يو عادي كس وو.
اوس دوى نارې وهي چې سوله، سوله... خو طالبان وايي چې تاسو خپل كار كوئ موږ غواړو په جنګ يې وگټو(خداى خبر).
له وزارتونو نيولې تر لوړ رتبه چارواكو هره ورځ وژل كېږي، چې كړپ شي بيا طالبان رسنيو ته ووايي چې موږ دا كار كړى. بس ورانه وراني ده.
لس كاله وروسته مالومه شوه چې هغه څوك چې امريكا ورپسې راغلې وه په پاكستان كې وو خو بهرنيان اوس هم د هلمند په كليو كې بمباري كوي او بيګناه ښځې او ماشومان وژني ښه خبره يې زده كړې كله چې ښه زړه يخ كړي بيا نو يوه اعلاميه خپره كړي چې موږ بخښنه غواړو.
كرزى خو څه كوې سم جادوګر دى كله ايران ته ځان نږدې كړي كله پاكستان ته او كله بيا د دې دواړو هيوادونو له كسته امريكا او هند ته چكچكې كوي.
ډېرې هڅې يې وكړې، چې لږ څه ارامي را ولي خو نه چاته يې وايې اخر يې وژړل وايي سړى چې كم زورى شي ياتښتي يا ژاړي ده هم په سرو سترګو وژړل او له مخالفينو څخه يې وغوښتل چې سوله وكړي بيا هم ونه شول اوس هم هره ورځ په دې هيواد كې په لسګونه انسانان خپل ژوند له لاسه وركوي له هر چا څخه لار وركه ده هېڅ نه پوهېږي، چې تر سبا به ژوندى وي كه نه د كوم بريد ښكاربه شي.
 بس وركې نامالومې لارې دي او په افغانستان كې موجود انسانان پرې روان دي خداى خبر چې څه به كېږي؟.