زده كړه، له نورو سره د سيالۍ يواځنۍ لار


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • جاويد واك
  • 342

 يادونه: دغه ليكنه په بلخ كې د (راځئ چې سبق ووايو) علمي سيمينار كې هم لوستل شوې ده 


په پخوا زمانو كې به خلكو ليكلو، لوستلو او د رياضي د يو څو معادلو زده كولو ته سواد وايه او په دې به خوشاله ول، خو د وخت په تېرېدو سره دا هر څه بدل شول داسې كسان د نړۍ په غېږه كې را پيدا شول، چې له دې ټولو پولو ور واوښتل او زده كړې يې د بشپړ ژوند يوه اړينه غوښتنه وبلله.
په ۱۹۴۹ م كال د زده كړې او سواد په لومړنۍ غونډه كې د زده كړې مانا داسې راووتله
(په ټولنيزو ، اقتصادي او سياسي چارو كې د وګړو داسې چمتوكول چې له هوسا او ښه ژوند څخه برخمن وي  او په ټولنيزو او فرهنګي چاروكې په زړه پور ې ګډون وكړاى شي)
په وروسته پاتې هيوادونو كې بيا دا چاره بل ډول ده، هلته خلك نه يوازې دا چې زده كړې نه كوي بلكې هغو كسانو ته چې زده كړې يې كړې وي او يايې كوي زيان رسوي، چې دا ډول كارونه يو هيواد د بربادۍ كندې ته ورغورځوي.
زمونږ په هيواد كې هم زده كړو ته عام ولس دومره ژمن نه دى پاتې، هغه هم په دې خاطر چې د ټولنې زياته برخه وګړي مو تعليم او زده كړه نه لري.
 علم او پوهه د پاک خدای له لوری خپلو بندګانو ته هغه ستر نعمت دی، چې انسان د تکامل پړاو ته رسوي او د پوهې په وسيله بنيادم په ډېرې اسانئ سره خپلو ستونزو ته د حل لارې چارې لټولى شي.
د اسلام مقدس دين د نړۍ خلکو او په ځانګړي توګه خپلو پيروانو ته امر کوي چې  پوهه تر لاسه کړي. د لوی خدای په دغه ستره ګاڼه ځان سمبال کړي او دغه لړۍ تر  هغې جاري او روانه وساتي تر كومې چې دا خاورينه نړۍ ودانه او اباده وي.
په همدې برخه کې د اسلام ستر لارښود فرمايي: که يو ايت مو هم زده وي، نو زما له لوري يې خلکو ته ورسوئ.
په بل ځای کې وايي: د علم زده کړه پر هر مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې فرض ده.
دا چې علم او پوهې ته د اسلام مبارك دين دومره ارزښت وركوي او خپل پيروان اړ باسي، چې تعليم وكړي، ښكاره خبره ده، چې زده كړې مو د ژوند له تيارو د رڼا په لور بيايي او د حالاتو د هر ډول پېښېدونكو ستونزو د ارمولو چل را زده كوي.
افغانان هم د نړۍ پر مخ د هغو خلكو د كتار په سر كې راځي، چې زده كړه يې د ژوند دويمه چاره ګڼلى ده او په ځينو ځايونو كې بيا له دې هم ټيټ معيار لري.
ممكن د دې خبرې لپاره ډېر دليلونه وړاندې كړو؛ خو يو ستر لامل يې په هېواد كې د تېرو جګړو ناخوالې دي.
له دې هم سترګې نشو پټولى، چې له تېرو څو كلونو د سولې د ټغر د نشتوالي له امله ډېر كمو افغانانو ته د زده كړو د ترلاسه كولو زمېنه برابره شوې ده. كه په يو حساب يې رواخلو نو دم ګړى هم په هېواد كې د زده كړو د تر لاسه كولو لپاره د اړتيا وړ ټولې اسانتياوې نه دي، چمتو شوي.
كه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې، نو كتابونه نه لري، كه كتابونه لري، نو مسلكي ښوونكي نشته او كه مسلكي ښوونكي شته نو بيا په مورنۍ ژبه زده كړې نه كېږي. خو دا خبره هم هېرول نه دي پكار  چې په تېرو څو كلونو كې د هېواد په كچه د پوهنې په برخه كې د ياد وړ كارونه شوي دي. څرګنده ده، چې دولت په خپلو چارو كې له حده ډېر ستونزې او نيمګړتياوې لري خو ولس بايد څه وكړي؟ د سيمې قومي مشران څه دنده لري؟ چې په دغسې حالتو كې بايد د زده كړو د ترلاسه كولو لپاره له كومو لارو چارو كار واخلي.
له نېكمرغه په هېواد كې داسې ډېرې سيمې شته چې ښوونځي يې نه ودانې لري او نه انګړ؛ خو بيا هم د سيمې د قومي مشرانو په هڅونه ماشومان ښوونځي ته ځي. په اوړي كې سرو غرمو ته ناست وي او په ژمي كې يې له يخه خولې كړپېږي خو د زده كړو لاره نه پرېږدي.
همدا له ټوله غوره لار ده او همدا ډول خلك په دې هېواد كې روڼ راتلونكى لري. اوس په ډېرښت حساب نه كېږي. وخت راغلى چې په وړتيا حساب وشي.
دا نه ده مهمه چې څو اولادونه لرو، دا مهمه ده، چې په څو مو زده كړې، كړي دي!
همدا اوس موږ هم د هېواد او هم د خپل ولايت په كچه له بېلا بېلو سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او دې ته ورته نورو ستونزو سره مخ يوو، چې د ټولو حل يوازې او يوازې په زده كړه كې دى.
زه نه پوهېږم چې زموږ د سيمې هغه پلار، چې په زامنو يې زده كړې نه وې كړې، د هغه پلار د زامنو ژوند ته ولې نه ګوري، چې زده كړې يې پرې كړې دي او نن په سيمه او او ټولنه كې ياد او د ژوند د هراړخيزو اسانتياوو لرونكي خلك دي. نو له همداسې پلار څخه هيله كوو، چې اوس دې په خپلو لمسيانو زده كړه وكړي او له ځانه نيولي تر خپلې ټولنې دې يو ستر بدلون راولي.

خير دى، چې زموږ دسيمې ښوونځى ودانۍ نه لري، كتابونه پكې كم دي او ښوونكي يې هم د معيار سره برابر مسلكي نه دي او په مورنۍ ژبې د زده كړو حق، هغه حسابونه دي، چې له پوهنې وزارت سره به يې كوو، خو له دې مخكې زموږ دنده ده، چې د زده كړو لپاره په زړه كې لېونۍ مينه ولرو، كنه سبا به همدا ښوونځى  ودانۍ ولري، كتابونه به هم پكې وي؛ د معارف وزارت به هم د مورنۍ ژبې د زده كړو تشه په ټوله مانا حس كړي او د هېواد په ګوټ ګوټ كې به هر چا په مورنۍ ژبه د زده كړو حق تر لاسه كړى وي؛ خو له موږ سره به بيا د زده كړو مينه نه وي او په دې به نه پوهېږو، چې ژوند ته څه ډول او په كومو لارو بدلون وركړو.
مونږ نن د زده كړو په ارزښت خبرې كوواو په يوه داسې سيمه كې راټول شوي يوو، چې يو وخت د علم او پوهې په زانګو مشهوره وه، خو نن زه او ته د زده كړې او مكتب د دښمنانو په   نوم يادېږو.
كه نن په بلخ، چاربولك،چمتال او يا هم په ټول افغانستان (پښتني سيمو) كې ښوونځي د زده كوونكو د نه شتون له امله فرياد كوي؛ نو مسووليت به يې سبا دهغه چا پر غاړه وي، چې پوهېږي؛ خو خلكوته يې د ارزښت په اړه څه نه وايي.
ځيني خلك استدلال كوي، چې جګړه ده او موږ زده كړه نه شو كړاى. دا خبره به تر يو ځايه سمه وي، خو دومره نه چې موږ دې له زده كړو راوګرځوي. كه داسې وي؛ نو بيا خو جګړه په فلسطين،لبنان،سوماليا او داسې نورو هېوادونو كې هم ده؛ خو هلته دولتونه او د دولت مخالف كسان او اولس په دې هڅه كې دي، چې څنګه خپلو خلكو ته د زده كړو زمينې برابرې كړي.
كه لږ سوچ وكړو او ځان سره يوه وړاندوينه وكړو او حالت همداسې دوام وكړي، لس كاله وروسته به زمونږ حالت څنګه وي؟
ايا ټول به د شك په سترګه نه راته ګوري؟ يقينا همداسې يې وګڼئ . كه چېرې ځان را ويښ نه كړئ او ځان ته ارزښت ورنكړئ، نو سبا به مو څوك سلام هم نه اخلي.
موږ هيله لرو چې په هيواد كې په جنګ او جګړو اخته خلك به د جنګ پر ځاى علم او پوهې ته ترجيح وركړي. ماشومانو ته قلمونه په لاس كې وركړي، د يو بل د نه منلو پر ځاى به يو بل په غېږ كې ونيسي او د يو بل د ژوبلولو او وژلو پر ځاى به د هغوى د ژوند د بچ كولو او پر زخمونو باندې يې د پټيو په لګولو فكر وكړي، خو دا هر څه هغه وخت كېږي، چې موږ زده كړې وكړو او همدا زموږ د كاميابۍ او سوكالۍ لار ده.
 موږ د زده كړو له لارې ټولې هغه ستونزې او مشكلات له منځه وړلى شو، چې د بدمرغه او تباه كوونكيو جګړو له امله ورسره لاس او ګريوان يوو
يو ځل بيا له ټولو مشرانو څخه هيله كوو، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته وليږئ، ځكه چې د ماشومانو او تنكيو ځوانانو راتلونكې ستاسو په لاس كې ده. مسووليت يې ستاسو سره دى. نو راځئ، خپل ځان او خپل ماشومان د ((راځئ، چې سبق ووايو)) له كاروان سره يو ځاي كړو.

په درنښت