راځئ چې له خپلو بې وزلو خبرشو


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 259

ځنې وخت د انسان حرث دومره زيات شي ، چې حتى   له تقاضا او غوښتنو څخه هم پورته وي داسې کارونه ورڅخه وشي چې تمه ترې نشي کېدالى اود يوه چاله شان سره هېڅ نه ښايي ،داموږته امر شوى دى چې  کله له تا سره يوه ګوله ډوډۍهم وي او په څنګ کې دي بل څوک وږى وي نو بايد چې هغه ګوله ورسره نيمه کړې، خو زموږ په افغاني ټولنه کې بيا داسې نه ده، هرڅوک وايي چې ميم زرما ټوله زما،هرڅوک دداسې فکر خاونددى چې هرڅه وي بايددده وي،نور که له لوږې مري هم نو مړه دې شي نو ،زموږ يې پرې څه ،موږ په خپل فکر کې هېڅ د انسان دوستۍ په نوم څه نه لرو، دنوروحق اوحقوقوته په درنه سترګه نه ګورو،دبل چا عزت خپل عزت نه ګڼو، داسې نه وايو چې دابل هم زما پشان انسان دى ،دهماغه خداى بنده چې زه يم دى هم دى،اوڅرنګه چې اسلام د انسان دوستۍ او يوتربل ورورګلوى اويودبل دژوندانه دضروريتونودپوره کولو په هکله کوم شرايط غوره کړي دي هغې ته هم دچا پام نشته او نه پرې سر خوږوي،ټول په خپلو غوړوکې ډوب دي خصوصاً هغه طبقه خلک چې يواندازه سرمايه اوسپما لري هغوى خپله دنيا،اخرت ،زيان ،ګټه ،خوشبختي ،بدبختي اوهر رازاړتياوې پيسې ګڼي، تل په دې فکر کې وي چې څه ډول ماڼۍ دځان لپاره جوړه کړي ، په بهرکې يې جوړه کړي که په داخل کې ،په کوم بانک کې خپلې پيسې زېرمه کړي ، ډېرى خوهېڅ په خپل هېوادکې د استوګنې په اړه خبرې هم نه خوښوي ، که چېرې وغواړي چې په خپل هېواد کې ځان لپاره بنګله او بلډينګ جوړ کړي نوبيايې هم نقشه له بل بهرني هېواد څخه راوړي،هغوى دهغې طبقې له حال او احوال نه څه خبردي چې سهار له کوره په وږې ګېډه ووزي اوتر ماښامه د چوک پرسر په لوږه ورځ تېره کړي او ماښام تش لاس دکورپر لور نهيلى روان شي ، اوکورته په رسېدو يې مېرمن او ماشومان دپلار دتشو لاسونو اوبېنوا راتلو په ليدو لا نهيلي او له خفګانه په ډک زړه او له اوښکو په ډکو سترګو د خوب نړۍ ته ولاړشي،ددوى په حال به څوک رحم وکړي غير له الله نه ،ايا داله دوى سره ظلم اوزياتى ندى،اياددوى په حق کې به په ورځ دقيامت له تاسوڅخه پوښتنه ونشي،ايا دوى پرتاسو هېڅ حق نلري،تاسوته يې وايم اى شيک پوشانو 
که تاسو  داپوښتنه په سمه توګه ځواب  کړئ ،دوى په دې قانع کړئ او ځانونه په هغو رسالتونوکې چې درسپارل شوي اوپاک خداى ج درته پرې امر او منع کړي ياست ،په حقه اودهغې اجراکوونکي ثابت کړئ ،نوحتماً ده چې په ورځ دقيامت به دهغه ذات پروړاندې چې ته يې په دې دنياکې هست کړى يې،اوتاته يې  دوه انتخابه ستاپه واک کې درکړي چې هغه دي نېک اوبد،دهغه الهي په حضورکې به هم خپل ځان رښتينى اودولس په حال خبروښيي،اوکنه نوډېر به يوځل بيا دې نړۍ ته يواځې اويواځې دازموينې دورکولو لپاره چانسونه وغواړې ،ډېر سوالونه به وکړې چې اى الله يوځل خوماته بيا ددې موقع راکړه چې زه له خپلو هغو همسايه ګانوڅخه،چې زماترڅنګ به يې کورونه وو،زماپه کور کې به دشپې پلاونه او چرګان وواوهغوى په په لوږه ويده کېدل،له هغوخيرګرانوڅخه چې په ښار کې به يې زماپه لوکس موټرپسې ترخپل وس پورې منډې وهلې خومابه يوه روپۍ ستاپه رضانه ورکوله ،اى پاکه ربه اوس يوځل بيا راته وخت راکړه چې خپل ستادوباره رابخښلى ژوند دهمغوپه خدمت کې تېرکړم،خوافسوس چې هلته به بياداچانس هېڅکله هم بيانه مومې.
ډېرى داسې خلک شته همدا اوس هم زموږپه ټولنه کې ،چې درې اوڅلورځايه وظيفې لري ،له پنځه سوه ترشل زره  ډالروپورې معاش لري ،خوبياهم هڅه کوي چې نورې پيسې هم په لاس راوړي،هرڅوک تل په خپل غم کې دي ،تل غواړي خپل جېب يې ډک وي،داسې کوم څوک پيدانشو چې دهغه بېچاره چې دژمي په يخنۍ کې او داوړي په سوځوونکي لمر کې له سهاره ترماښامه پورې دسړک پرغاړه د دوه سوه افغانيو په خاطر ورځ بېګا ه کړي خوبياهم له يوې دنيا نهيلۍ سره دکور لاره ونيسي،غم وخوړ اونه يې دهغه لپاره په کوم ځاى کې په پنځه زره افغانيو معاش باندې دوظيفې غم وخوړ،داولې؟ داپه دې چې بيابه هغه پيسې چې اوس يې دى خپل جېب کې داچولوپه کشمکش کې دى،هغه به ددې بېچاره غريبکار دعيال لپاره کالي ډوډي شي،اودده به ثواب وشي،دوى هېڅکله نه غواړي چې ثواب وګټي ولې ددوى په نظردوى هېڅ ثواب ته ضرورت نلري.
که چېرې په افغانستان کې  فکرونه او ايډياوې موجودې واى،داسې افکار واى چې دهېواد له شتمنيو او زېرموڅخه يې په درسته توګه کار اخستى واى اودهمدغوزېرمو او نفتي موادپه راوېستلواو استفاده کولو کې يې له دې بې وزلو افغانانو څخه ګټه پورته کړي واى نو يوبه مو هېواد جوړ شوى واى بل به مو هېواد وال په نس ماړه واى او دخپلو وږيو اولادونو په خاطر به يې يوه ګوله حلاله روزي په لاس رواړلاى که چېرې داسې اشخاص واى ،نوڅه فکر کوئ چې اوس به په افغانستان کې دفقراوبې وزلۍ کچه همدومره وه،نه هېڅکله هم نه اوس به افغانستان له ګاونډيواودسيمې له پرمختلليوهېوادوسره دسيالۍ په کتار کې ولاړ واى داسې هم نه ده چې موږ هېڅ داسې فني او مسلکي غړي نه لرو ،لرويې بلکې له هغوى څخه دکار اخستلو په چل نه پوهېږو.
څو ورځې دمخه يوه ملګري مې چې په اروپايي نړۍ کې مېشت دى وويل: زه هلته په داسې يوه  ښار کې اوسېږم،چې هلته پنځوس ترشپېتو کورونه افغانان نور هم اوسېږي  ،موږداسې يوه پرېکړه کړېده چې دغه شپېته کورونه به دمياشتې يوه اندازه پيسې چې ددوى له وس اوتوان سره برابرې وي، په يوه لويه خزانه کې اچوي چې داخزانه ديوه دينداره اومسلمان شخص په کور کې ده،اوټول پرې اعتماد لري،کله چې کال پاى ته ورسېږي نو موږدغه خزانه ماتوو،هغه پيسې را اخلو هرڅومره چې وي ګورو چې کوم يو کور ډېر غريب وي هغه ته يې ورکوو،په همدې شکل سره هرکال موږ داسې کوو،هغه وويل چې اوس دخداى پاک په فضل سره موږ ډېرکم داسې کورونه لرو چې دهغوى اقتصاد يوڅه کمزورى دى،په وينايې چې غريبه کورنۍ هم دموټرخاونده ده،او ژوندموډېرپه خوښۍ اوخوشحالۍ سره تېرېږي ،ټول په يوه اتفاق يو.
که چېرې په افغانستان کې هم همداسې کار وشي ،زماپه نظرچې موږبه هم ډېرژرله دې اقتصادي بحران څخه راووځو،موږبه هم دڅوکالوپه تېرېدوسره ډېرکم غريب اوغربه ولرواوموږبه هم په يوه اتفاق شو،هېڅ څوک به پرموږديرغل اوتېري کوښښ ونکړي،هېڅوک به مو دتېروېستلوهڅه ونکړي او هېڅوک به دهېواد له ګېډې دلعلونو،نفتو،زمروتو،او نوروقېمتي توکيودځان په ګټه دستفادې کولوکوښښ ونکړي.
نودعاکوو چې خداى مو دې نورپه خپل رحم ککړ کړي،نوردې هغه لاسونه چې زموږپه لور راغزېدلي دي او غواړي موږ تيت اودانه کړي هغه دې رانه لنډ کړي.
آمين