د اصلي نسخو او کتلاک له مخې د قلمي نسخو لنډ جاج


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • شهسوار سنګروال
  • 295

موږ په سر کې وویل چې د مخزن اسلام په هغه ټوک کې چې د ریفرنس پرلپسې نمبر یې2393 دی نامتوڅېړونکی ختیځ پوه چارلیس ویلکن
  Charles Wilkins   په دغه اړه کار کړی  او د خپل زیار په لړ کې یې ډېر مهم ټکي د لاسي نسخو په کتلاک کې (Catalogue) کښلي دي . اوس موږ غواړو چې د کښل شوي کتلاګ لنډ جاج واخلو نو په سر کې داسې کاږلي دي: ؛دروېزه د ګدا ابن شیخ سادي زوی چې د یوسف زو په سیمه کې زېږېدلی وو . نیکه یې ننګرهار نه راغلی وو  نو ځکه یې د ؛ننګرهاری؛ تخلص د ځان لپاره غوره کړی وو.؛ (Pashto manuscripts P:1) چارلیس په دغه لیکنه کې د اخون  دروېزه د ژوند بېلابېل اړخونه څېړلي دي ، د هغه د زو کړې او زده کړې په اړه څرګندونې یې د پام وړ دي ، د پیري اومریدي خبرې یې هم راڅېړلي  دي . له اخون صاحب نه وروسته د هغه  د زوی یادونه یې هم  پخپله لیکنه کې را غبرګه کړې ده. د هغه ژوند لیک یې د کتاب په په پاڼو کې رانغاړلی دی. نوموړي په دې هکله کښلي دي : ؛اخوند د سید علي ترمذي مرید (پیربابا) وو چې په لوی عمر کې د ۱۰۴۸ (A.D.1638-9) کال په شاوخوا کې ومړ  او په پېښور کې خاورو ته وسپارل شو د هغه نامتو زوی ملا عبدالکریم نومېده چې په کریمداد مشهور وو. او په 1072  (A.D1661-2) کال یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په سوات کې ښخ شوی دی او په شهید بابا هم یادیږي .
مخزن الاسلام د دې لپاره لیکل شوی دی چې د بایزید انصاري (په قوم اورمړ   مشهور په پیر روښان  د وزیرستان د کاڼیګرام اوسېدونکی) اندونه او ویناوې  ناسمې وګڼي ...؛ (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ
 Sir Charles, Maxzan ul-islam p.1 India office library
د کتلاک له مخې اخوند دروېزه پخپله اصلي نسخه د سریزې په ګډون په اتو برخو یا اتو څپرکو وېشلې ده او هر څپرکی یې د قافیه وال نثر
 (Rhymed Prose   رایم پروس) په بڼه کښلی دی. له دروېزه نه وروسته د هغه زوی  کریمداد او هم د عبداله زوی عبدالحلیم چې د اخوند صاحب لمسی کیږي د مخزن الاسلام د تدوین لپاره کار کړی دی د یادې شوې کاپي پیل په لومړي بیان کې د تېر په څېر د بدع الامالي په قصیدې شوې دي چې په دې اړه موږ دمخه هم یادونه کړې ده او بیا په همدې بیان کې یو قافیه وال کلام لولو چې د لوستونکو پام ورته رااړوو:
پنامه د حق اغاز کړم                  *                   اوس لدیه علم کلام
دي رحمن رحیم خداي دي      *                  بله چارم شي تمام

کله چې د مخزن دوم بیان د کتلاک له مخې لولو نو سترګې مو په قصیدةالبرده لګیږي . دا یو عربي شعر دی چې د حضرت محمد(ص) په ستاینه د ابوعبداله ابن سیدالبوصیري (رح) والغفران لخوا کښل شوی دی له انګلیسي متن پرته فارسي  او پښتو متن هم راغلی دی. چې پښتو کلام یې داسې دی :
پنامه د حق به وایم  چه د حق لبرکت    *   پقیامت م بخره وشي د رسول لشفاعت *     
د رسول ثنا به وایم څو پرما ویل شین ول ډیر د بیحد که سړي پیري سروزي داثنا به پوره نشي ته قیامت*
د دې نسخې دریم بیان  د بېلابېلو قومونو د اعتماد په اړه دی اخوند صاحب کاږلي دي چې ګنې د دوی  شمېر ۷۲ ډلو ته رسیږي چې دا هره ډله د ؛سنت او جماعت ؛ له مذهب نه بېلې شوي دي.
د دې بیان پیل په دغه کلام شروع کیږي:
د هر څیز اصل ثابت دي څکه نوم باندې رغیږي *
هم پعقل راکښیوزي هم دا علم ور رسیږي *
څلورم بیان بیا د ؛خلاصه کیداني؛ په اړه دي په دې مانا چې دا کار د دې لپاره وشو چې هر چاته په تېره افغانانو ته دا اسانه شي  چې د خلاصه کیداني له کتاب نه هر څوک ګټه واخلي.
پښتو متن یې داسې پیل کیږي :
بسم نام الله  خداي دي کار ساز د کل عالم دي د بندګان *  رحمن مهربان  خداي دي رازق روزي ورسوین ومومن وکا فرو جمله څانوران *  د دې څپرکي په سر سرکې  په اتو بابونو  څېړنه شوې ده چې د دې بابونو پښتو شوي نومونه دا دي:
۱-  د لمانځه فرضونه ۲- د لمانځه واجبات ۳- د لمانځه سنتونه ۴- د لمانځه مستحبات ۵- د لمانځه محرمات ۶- د لمانځه مکروهات ۷- د لمانځه مباحات ۸- د لمانځه مفسدات    
پنځم بیان په درې څپرکو وېشل کیږي  .
 (Bayan,v, divided into three chaters)   په لومړي څپرکي کې د ځنو عقایدو په ځانګړي ډول د ضیاءالدین امام محمد شامي په مذهبي عقایدو ځنې څرګندونې په افغاني ژبې راغلي دي چې افغانان ترې ګټه واخلي . د همدې څپرکي په ۴مخ کې راغلي دي : ؛عقیده اول ګند څوک د وپوښتین چه ایمان  لشریعت  لاسلام  لاحسان سر څه دي؛ دویم څپرکی د حضرت شیخ الامام  الانام مفتي الجن والانس مولانا نجم الملة والدین عمرالنسفي رحمةالله علیهه پخپله رساله کې کاږلي دي چې موږ یې پښتو متن کټ مټ دلته راخلو:
؛The pashto translation begins؛ امام عمر نسفي هس ویلي مبرهن دي * چه صوفیان د حق دوستان دي هم د زړه پ پاک کردن دي *
په دریم څپرکي کې دغه پښتو متن تر سترګو کیږي : چه قرآن ي راستولي پ رسول دي پکښ دیرش سرحرفون*
د مخزن الاسلام په شپږم بیان کې چې په کتلاک (Catalogue) کې لولو داسې راغلي دي : The pashto text begins
الف  اسم الله دي * دي لټکي مبرادي *  هر چه پدا اسم مشغول  ش هغه سالک  الی الله دي *
اوم بیان د مجمل او مفصل ایمان په اړه دی چې په دې لړ کې د ایمان شرطونه او هم د ایمان ارکان او احکام هم لیدلی شو.
په پښتو متن کې راغلي دي : The pashto text begins  د ایمان زده کول فرض پر آ دمیان* چه ایمان نه پیژنین هغه دي د کافران * په اتم بیان کې د بایزید انصاری ، د هغه د زامنو ، د جلال الدین اکبر ، د احداد  او  د روښانیانو د مسلک په اړه څرګندونې  شوي دي . د پښتو د قلمي نسخو په لړ کې  له انګلیسي متن سربېره فارسي او پښتو متن هم کښل شوی دی خو  په فارسي متن کې یو ځای لولو:
؛بیان هشتم در ذکر ملحدی...؛  او پښتو متن بیا داسې دی : ؛واوري یاران پاک نبي هس ویلي * لک آخر زمانه شي  ګمرهان به پیدا کیږي  پهر کلي* ؛ (همغه کتاب ۶مخ)  د همدې بیان په پای کې راغلي دي : The section ends   ؛اکثر دین م جمع کړي دي  پدا کښ بل غاړه د شي خلاص * لک م فهم باندو کړ اي طالب  په آخر چه م  تمام کړ* دي  پمثل  خزینه دي څکه ماي نامه مخزن الاسلام  کړ * ؛همدا ډول د همدې کتلاک  په اوم مخ کې لولو:  واوري  یاران  نبي ناست پرجماعت ؤ * جبرئیل ؤ پر  راغلي  لښه خداي پرحمت ؤ*
لکه چې د مخه مو د مخزن الاسلام په اړه ووېلې  چې د اخوند درویزه زوی  کریمداد هم پخپل مهال په مخزن کې زیاتونه کړې ده . او دا لړۍ دوام مومي .لومړی غواړو د ساري په توګه د الفبا د ټکو له مخې د کریمداد د لیکنې بېلګه را واخلو : Karimdad`s alphabet begins  ای طالب الف یو کور لمیم* د دوي دواړ معني هیم * کل اغیار لزړه وباس * هېڅ پټ نشته لعلیم *
همداراز یوه بېلګه د حلیم د لیکنې دلته راوړو: Halim`s alphabet begins
الف   امان غواړم  لنار * ب  بندګي کړ اختیار*
ت توبه کړ لخودي *  ث ثنا کړ لغفار*
له دې چې را تېر شو د مخزن الاسلام په هغه برخه کې چې کریمداد یو څه ورزیات کړي دي له پامه تېر کړو نو لومړی مو سترګي پدغه  سریزه لګیږي چې په مسجع نثر  یې کښلې ده : The preface begins:  
کل اغاز د نیک چار پنامه د حق بهتر دی* دي بي مثل بي ماننددي ترجمله عقلون بر دي *
په مخزن الاسلام کې د عبداله  زوی عبدالحلیم چې د اخوند  درویزه لمسی کیږي هم ملحقات لري او په ځانګړي ډول  د اروا او کالبوت په باب څرګندونه یې د پام وړ ده . د ساري په ډول : ؛د کال بوت شنازم روغ دي ارواح باد دي را دنن.؛ (وګورئ ۸مخ هماغه کتاب)
نوموړي بل ځای کاږلي دي : ؛یاران یو هلک قیامت هغه دي... ش شهي ډیر غشي روغ کړي ... ع عالم دي لعالم څکه چاري  د محکم ...؛ (هماغه مخ)
د دې قلمي نسخې په پای کې داسې راغلي دي :
؛د خداي رحمت په مصنف شه هم په  واړ ننګرهار *
چه پوښت دین  پوښتن لر بیان کړ تار پتار*
ښایست مخزن  ي وکیښ پورپ  درپ کوهار*
هر چه لولي پر عمل خداي د ما ورسره مل کا  هم روزي کا خپل دیدار *
امین یا رب العلمین * تمت نسخه مخزن سنه  ۱۱۷۹ هجري .

(۲)
د مخزن الاسلام دویمه کاپي (copy2)  مې  ځکه په پرلپسې توګه معرفي نشوه کړای   چې دغه کاپي مې وروسته تر لاسه کړه نو ځکه خو په پرلپسې ډول نده راغلې . خو کله چې مر تر لاسه کړه په پرتلیزه توګه مې له نورو قلمي نسخو سره پرتله کړه.  د دې نسخې اندازه 25X14cm دی چې په هر مخ کې ۶ کرښې کښل شوي دي د دې خط هم Nasxi  دی او په ۱۸ پېړۍ کې لیکل شوې ده. په دغه قلمي نسخې کې هم اته څپرکي دي چې   بېلا بېلو موضوعاتو ته ځانګړې شوي دي  لولو په اوم څپرکي کې هم د حلیم او کریمداد څرګندونې او زیاتونې هم تر سترګو کیږي.
د دغې نسخې په پای کې په ځانګړې توګه د کریمداد یو نوټ هم لولو چې د کتاب د پایلې بڼه لري .
(۳)
   د مخزن الاسلام درېمه کاپي مو هم ولوستله او بیا مې د نسخو له کتلاک سره پرتله کړه دغه نسخه د پروفیسر A.A.Bevan لخوا توضیح شوې ده . اوس دغه نسخه د کمبرج پوهنتون په کتابتون کې خوندي ده. اندازه یې۱۴X۲۰.۵سانتي متره   دی چې  په هر مخ کې یې ۱۴ کرښې کښل شوي دي . د دې نسخې لیکبڼه هم نسخي Nasxi دی او په ۱۸ پېړۍ کې  لیکل شوې ده.
په درېمې قلمي نسخې کې هم اته څپرکي راغلي دي خو له یو شمېر نورو نسخو سره یې توپیر په دې کې ده چې په دغه ګڼه کې په لومړي څپرکي کې نېغ په نېغه پښتو لیکنه راغلې ده او د نورو نسخو په څېر پدغه ګڼه کې هم  د حلیم او کریمداد څرګندونې راغلي دي په یوه څپرکي کې (Add.E,Parts) بیا دغه ټکي چې د یوې لیکنې (Article) په پای کې راغلي دي د بېلګې په توګه راوړو:
؛واروي یاران دا بیان ي پفارسي وپرپوښت[۱] ژب د حلیم د خله کفتار شي؛
د اتم څپرکي په ترڅ کې د یوې مقالې (Text) په پای کې د یوې مینځ  نه  څو ټکي راخلو:
؛په آغاز د هر چا پناه د مولی ښه دي حق یو دي الخ ؛ او بیا د دې نسخې په پای کې پدغو ټکو دغه ګڼه پای ته رسیږي :
؛تم تم تماشد کارمن نظام شد شیطان  م غلام شد د سخته نورمحمد ولد احیات خان غفراله لولدي

 

(۴)
د مخزن الاسلام څلورمه نسخه مې هم له پامه تېره کړه چې د برېټش کتابتون  پرلپسې ګڼه ۹۲۳۵ ته رسیږي .
دپاڼو شمېر = ۱۶۰ (۳۲۰مخه)
د کرښو شمېر = په هر مخ کې ۱۳
لیک بڼه = نسخي
د لیکلو نېټه= ۱۸ پېړۍ
د نسخې پښتۍ =چرمي

د دې ټوک د سر خبرې  په انګلیسي لیکل شوي دي او د ؛سر.م.اریل سټین؛
(Sir M. Aurel Stein) په زیار تر لاسه شوې ده  نوموړي ویلي دي چې دا نسخه ماته یو پرنګي قومندان راکړه. او هغه د بونیر د ؛جووېر؛ په سیمه کې له یوه سیمه ییز تن نه په زور اخستې وه.
دغه ختیز پوه اخوند دروېزه پېښوری یاد کړی دی . ننګرهار ته پکې کومه اشاره تر سترګو  نشوه.
د دې نسخې څلور مخه بېخي نیمګړي دي. ورپسې پاڼه ؛درودتمجید؛ سره پیلیږي. خو کله چې پاڼه اړوو  سترګې مو په ؛بسم الله الرحمن الرحیم؛ لګيږي. بیا یوه دوعایه  لولو او ورپسې د ؛افغانان یوسفزیي؛ عبارت نه پس په څلورمه پاڼه کې ؛پیرروښان؛ یې نه یوازې  ؛پیر تاریک؛ بللی دی بلکې د ؛ملعون؛خطاب یې ورته ورکړی دی.
د کتاب مینځپانګه په بشپړه توګه هماغه د څښتن تعالی د ځواک او واک ستاینه ، نیکي او بدي ، د دوزخ او بهښت خبرې ، د نبي (ع) شفاعت او دا ډول نورې دیني او مذهبي ښودنې د دې کتاب په پاڼو کې لولو. د دې نسخې په ؛۱۱؛ پاڼه کې راغلي:
؛دا کفتار د دروېزه ننګرهاري دی  0  اهل سنت څلور مذهب دي 0 په مذهب د حنیفي دی0
ما چې کله دغه نسخه ولوستله بیا مې نو د قلمي نسخو کتلاک ته مراجعه وکړه ومې لیده چې په دغې نسخه کې د تېرو نسخو په پرتله ډېر توپیر نه تر سترګو کېده د ؛سټین Stein؛ او  ؛چارلس وېلکین  Charles Wilkins؛ لیکنې هم سره ورته وې یوازې توپیر یې پدې کې وو چې چارلس یو څه مفصل یادښت پرې لیکلی دی او سټین یې یوازې یادونه کړې ده.
یادونه:  پدې ونپوهېدم چې ولې ؛سټین Stein  پخپله لیکنه کې د نهو بیانونو (۹څپرکي) یادونه کړې ده؟ ښایي لامل یې دا وي  هغه  څه چې وروسته د دروېزه زوی او لمسي   ور زیات کړي دي، دې برخې ته یې د نهم څپرکي  نوم ورکړی دی.

(۵)
د مخزن الاسلام پنځمه کاپي چې پښتۍ یې له سره رنګه چرم څخه جوړه شوې ده هم مې ولوستله هر مخ ۱۳ کرښې  لري او پرلپسې ګڼه یې ۲۷۹۲ دی.
د پاڼو شمېر یې  ۱۵۰ته (۳۰۰مخه) رسیږي. اندازه یې۱۳،۵x  ۲۰٬۵   سانتي متره دی. لیک بڼه یې Nastalik دی او د شاه عالم لخوا په ۱۷۶۲ کال کښل شوې ده.
د کتاب په وروستۍ پاڼه کې یوه ټاپه هم وهل شوې ده. ښایي دا هغه وخت وي کله چې دغه نسخه برېټش کتابتون ته راوړل شوې ده ځکه چې د ټاپې لیک داسې دی:؛ Indian Office Library   ؛  له دېنه وروسته مې کتلاک ته سترګې ورښکاره کړې ومې لیده چې دغه نسخه د
(بایبلیو تیکالیدینیانا Bibliotheca Leydeniana ) لخوا تشریح شوې ده . نوموړي پخپله لیکنه کې په لنډیز سره د مخزن  اته څپرکي توضیح کړي دي. د اخوند درویزه  او کریمداد له یادونو سربېره د حلیم د ضمیمې یادونه هم کړې ده. د لیکنې په پای پای کې  یې د لاهور اوسیدونکي د شیخ حفیظ الله د زوی شیخ عنایت الله یادونه هم کړې ده. بایبلیو تیکا له انګلیسي متن پرته خپله لیکنه په دغه فارسي لیکنې داسې پایته رسولې ده: ؛با تمام رسید نسخه متبر که مخزن اخون درویزه  بزباني نور الله مرقده بوقت نماز ظهر  روز شنبه تاریخ بیست وپنجم ماه جما دالثاني سنه ۳ محمدشاه عالم  بادشاه غازي خدا الله ملکه  وسلطانه کاتب الفقیر الحقیر العاص  راجی شفاعت  نبوی  شیخ عنایت الله ولد شیخ حفیظ الله ساکن شهر لاهور برای خاطر کمال خان تحریر یافت.؛
(CATALOGUE OF PASHTO MANUSCRIPTS.P.13)

(۶)
د مخزن اسلام  شپږمه قلمي کاپي مې هم لکه د نورو نسخو په څېر ولوستله چې د برټیش کتابتون پرلپسې  ګڼه  ۶۲۷۴  کیږي.
- د نسخې میندونکی مېجر راورټي M.H.G.Raverty  چې په ۱۹۰۱ کال برټش کتابتون ته راوړل شوې ده...
- کچه: cm ۱۴x ۲۰
- د پاڼو شمېر:  ۱۷۳ (۳۴۶مخه)
- د کرښو شمېر: ۱۳ په یوه مخ کې...
- لیکبڼه:  نسخي Nasxi
- د کښلو نېټه: ۱۸ پېړۍ
- پښتۍ: غټ چرمي پوښ ، د کتاب د پاڼو په پرتله پوښ نوی او روغ پاتې دی.
- څرنګوالی: که څه هم د دې نسخې د سر پاڼې نیمګړې دي خو بیا هم په ډېرې ځیرکتیا کولی شو دویمه پاڼه ولولو، ولې په بشپړه توګه نه.
له څلورمې پاڼې اخوا کتاب  پوره دی ان تر ۱۷۰ پاڼې پورې. له یادې شوې ګڼې وروسته څو پاڼې نورې هم  ګورو خو ګڼه  پرې نده وهل شوې  ښایي لامل یې دا وي چې پاڼو به له یو بل سره تړاو نه درلود.
د کتاب پاڼې ډېرې دودجنې وې او داسې برېښي چې د نورو مخزنونونه د مخه لیکل شوې وي  او یا ښه نه ده ساتل شوی .
د دې نسخې په ؛۱۱۷؛ پاڼه کې د نورو نسخو په څېر په اتم څپرکي کې د ؛ملحد؛ تر سرلیک لاندې د پیر روښان د غندنې په اړه اوږدې خبرې شوې دي او په ؛۱۲۰؛ پاڼه کې بیا د خپل پیر سیدعلي ترمذي ستاینه کوي . که له یوې خوا نوموړی  ستایي  خو له بلې خوا افغانان ؛جاهلان؛ ګڼي دا ځکه چې اخوند صاحب کاږي ما که څومره دوی نه پرېښودل ؛په تېره یوسف زي؛ چې د ؛ملحد؛ کښل شوی کتاب  خیرالبیان ولولي ولې بیا یې هم له لوستلو څخه مخ نه اړوه.
اخوند دروېزه پخپل کتاب مخزن الاسلام کې دا رنګه خبرې ډېرې کړي دي او ان تر ۱۲۶ مخ پورې خپلو څرګندونو ته پدې اړه دوام ورکوي.
د بایزیدانصاري ترڅنګ یې د خپل ټبر او بیا وروسته یې په ۲۵۳ مخ کې د ملک سلطان احمد او د هغه زوزات یادونه هم کړې ده.
د قلمي نسخو په کتاب کې هم د مخزن الاسلام په دغه خطي نسخه کې د اتو څپرکو یادونه شوې ده او په ځانګړي ډول په اتم څپرکي کې د کریمداد په څرګندونو د بېلګې په توګه چې  د الفبا په بڼه کښل شوی ،یادونه راغلې ده .

(۷)
د مخزن الاسلام اومه کاپي مې هم له پامه تېره کړه او هغه ټکو ته تم شوم چې نورو ګڼو کې مې نه وو لوستي. دا ګڼه هم لکه د نورو  ټوکو په څیر د برټش کتابتون پرلپسې ګڼه ۴۸۳۲  دی
لیک بڼه:    نسخي Nasxi
د کرښو شمېر :  ۱۴ (په هر مخ کې)
کچه :   ۱۵X ۲۲ 
پښتۍ:    چرمي
د پاڼو شمېر:  ۱۷۳ (چې ۳۴۷مخه کیږي)
د میندلو ځای:  د پاریس نندارتون  نه تر لاسه شوې ده.   Paris Exhibition 
د کاتب نوم : د کتاب په پای فتح اله لیکل شوی دی  خو زما په اند ښایي  دا د کاتب نوم نه وي ؛فتح اله تمت تمام  شد...کارمن نظام شد
څرنګوالی: د مخزن دغه نسخه چې په یادو شو ځانګړنو سمباله ده د شلمې پېړۍ په پیل کې د پاریس نندار تون نه تر لاسه شوې ده . د کتاب د لومړي مخ یوازې درېمه برخه روغه پاتې ده. دویمه او درېمه پاڼه هم نیمګړې ده خو نورې پاڼې یې روغې دي ولې د وروستیو دوه پاڼو پورتنۍ زۍ ګانې زیانمنې شوې دي . د کتاب ټول مخونه په سره قلم چوکاټ شوي دي او د متن ځنې عبارتونه ، سرلیکونه او د قرانکریم آیتونه په سره قلم لیکل شوي دي .
د کتاب پیل د تېر په څېر په بسم الله الرحمن الرحیم شوی دی او بیا په سره کرښه دغه جمله داسې کښل شوې ده: ؛کل اغاز د نیک چار پنامه  د حق بهتر دي؛.
له دغې سرې کرښې وروسته بیا نورې جملې په تور رنګ لیکلې شوې دي  خو ځای ځای سور رنګ  هم کارول شوی دی.
د کوم ضرورت له مخې  چې د کومو ژبو یادونه شوې ده پښتو ژبه یې د ژبو په لړ کې د ؛افغاني؛ ژبې په نوم یاده کړې ده او فارسي ژبه یې په فارسي... د مخزن د دغې نسخې په درېمه پاڼه کې داسې لولو: ؛دوی پژب د فارسي و0 ... وضوء بزبان افغاني0؛.
د یادولو وړ  خبره خو دا ده چې د مخزن په یو شمېر خطي نسخو کې د کریمداد نوم د پای په څپرکو  کې راغلي دي خو پدغه ټوک کې د نوموړي نوم په پنځمه پاڼه کې کښل شوی دی.؛ کریمداد په پوښت  وو افغانان دي پیادکا 0 ...؛
بل ټکی چې د یادولو وړ ګڼم هغه د دې ټوک په زیات شوي متن کې  یو شمېر بېلګې دي چې د دروېزه د مسجع نثر د جملو په پرتله ساده دی: ؛عالمان هسې وایي0 څوارلسم  که سړي  مست شي0 پنڅلسم  که شي بیهوښ 0...؛ په ځنو کې دریمه خبره داده چې د ټولو ټوکونو متون ځای ځای توپیر لري مانا دا چې په ځنو کې یو څه زیاتوالی  راغلی دی خو مینځپانګه یې بیا هم دیني او مذهبي نصایح دی .
دا چه یو څه شکلي بدلون تر سترګو کیږي ښایي د دې لامل دا وي چې ځنو کسانو يو څه ور زیات کړي وي او یا ښایي کاتبانو دا کار کړی وي ځکه چې ټولې نسخې په یوه وخت کې ندي لیکل شوي خامخا به په لیکدود او ژب ښود کې کاتبانو تصرف کړی وي.
ښایي د پاڼو توپیر یو بل لامل وي د بېلګې په توګه هغه قلمي نسخه چې پرلپسې ګڼه یې ۴۸۳۲ دی موږ له هغه ټوک سره پرتله کړه چې پرلپسې ګڼه یې ۶۲۷۴ ده د لومړۍ قلمي نسخې په درېمه پاڼه کې د اوداسه څپرکی او د بل ټوک په درېمه پاڼه کې بیا د لمانځه بیان  شروع شوی دی... ښایي د دې علت دا وي چې لمانځه نه دمخه اوداسه ته اړتیا ده نو ځکه کریمداد او یا بل چا دغه زیاتونه کړې ده. کومې زیاتونې چې شوي دي ژبه یې هم یو څه ساده او روانه ده د ساري په توګه  د همدې نسخې په شپږمه پاڼه کې لولو: ؛... تالره بندکي کوو0 هم لتا مدد غواړو0 ...؛ (وګورئ  ۱۱ مخ)  سربېره له دې په دغه نسخه کې ځنې عبارتونه د کتاب په حاشیه یانې زۍ ګانو کې  هم یو څه لیکل شوي دي آیا دغه زیاتونه د دروېزه د مخزن برخه ده؟ لکه چې په ۲۴ مخ کې لولو : ؛دي م توان هس لرین0 هر چه دي کا پده کیږي0؛.
یا د دې نسخې په ۱۱۷ پاڼه کې : ؛دروېزه چې عربي پوښت کوین 0 داي واړ شفقت پر افغانان دي 0 هر چه دا بیان تمام  پیاد کا0...؛
له دې څخه ښکاري چې د مخزن الاسلام په ځنو پاڼو کې ځنې نصایح له عربي ژبې نه هم ژباړل شوي دي .
(۸)
Copy8   د مخزن الاسلام اتمه ګڼه چې د ډیلي په کلکسیون کې
(delhi collection) خوندي وه. اندازه یې cm۱۳.۵X۲۴  سانتي متره وه چې په هر مخ کې ۱۵ کرښې لیکل شوې وې  . د دې خط هم نسخي (Nasxi) وو او دا هم په ۱۸ پېړۍ کې کښل شوې ده. له بده مرغه چې  د مخزن دغه کاپي د سر او پای لخوا نیمګړې ده . او د برېټش کتابتون پرلپسې ګڼه یې ۴۸۳۵دی.
د مخزن الاسلام په دغه ګڼه کې  څو ټکي د پام وړ دي:
۱-په لومړي ارټیکل کې (مقالګۍ) د دروېزه د نوم په ځای کریمداد نوم لېکل شوی دی.
۲-اتم څپرکی په نستعلیق لیکدود کښل شوی دی او د سر دولس کرښې په پښتو ژبه لیکل شوې دي.
۳-د یو شمېر نورو ګڼو (copy) په څېر د مخزن اسلام د دغې ګڼې په لومړي څپرکي کې یوه قصیده(kasida-i Amali) هم تر سترګو کیږي.

(۹)
د مخزن الاسلام  نهمه ګڼه (copy9) د احمدشاه دراني د واکمنۍ په مهال ۱۷۶۰ کال کښل شوې ده اندازه یې cm۱۹X۲۷ سانتي متره دی چې په هر مخ کې ۱۴ کرښې لیکل شوي دي او د کمبرج پوهنتون کتابتون کې په ۲۸۸۲ شمېره کې خوندي ده.
د دې نسخې اصلي برخه په سمه توګه تنظیم شوې ده. ولې د کریمداد د زیاتونو او د هغه د لیکنې توکي مخکې شوي دي او د ۱۴،۹،۷،۶،۵،۴   مقالو سر لیکونه نیمګړي دي.
د دې نسخې په دویم څپرکي کې قصیده برده (kasida ul –Burdah) په ناسمه توګه ویل شوې ده. (kasida-i Amali) له دې سربېره په اتم څپرکي کې وروسته له څو کرښو نه د پارسي برخه د نورو مخزنونو په پرتله غورځول شوې ده.
د کتاب په وروستۍ برخه کې د (Mulla Asyar) شعرونه راغلي دي دغه نسخه د محمداعظم لخوا کاپي شوې ده چې د نسخې په پای پای کې داسې راغلي دي: ؛تمت تمام شد کتاب مخزن [sic] الاسلام بتاریخ غره محرام سنه ۱۴ احمدشاه دراني کاتب سیدمحمداعظم  غفرالله له ولوالدیه؛

(۱۰-۱۱)
د مخزن الاسلام په لسمې  او یو لسمې ګڼو کې کوم ځانګړی بدلون نه ګورو یوازې دومره چې د لسمې ګڼې اندازه cm۱۸x۲۷ سانتي متره ده چې په هر مخ کې ۱۴ کرښې کښل شوي دي او د ډګروال هامیلټن (colonel G.W.Hamilton) لخوا توضیح شوې  خو د یولسمې نسخې اندازه بیا cm۱۳.۵x۲۱.۵  سانتي متره دی چې په هر مخ کې له لسو نه نیولې تر دولسو پورې کرښې لیکل شوي دي. ولې دا نسخه د فوربس (D.Forbes) لخوا واضح  شوې ده. د دواړو نسخو لیکدود نسخي دی او دواړه نسخې په ۱۸ پېړۍ کې لیکل شوې دي.
(۱۲)
خو دولسمه نسخه د تېرو درې نسخو په پرتله لږ د توپیر  وړدی:
۱-دغه قلمي نسخه د اخوند دروېزه د لیکنو له مخې منظمه کښل شوې ده.
۲-د دې لاسي نسخې د وروستۍ برخې له وروستۍ وینا نه د
 Mulla Asyar`sشعرونه  غورځول شوي دي.
۳-د کریمداد زیاتونې په ځانګړي ډول کومه الفبایې  چې د تېر په څېر کښلې ده ان د ؛ظ؛ تر توري پورې پراختیا او پرمختیا ورکړې ده.
۴-د دې لاسي نسخې اندازه  cm۱۶.۵x ۲۴.۵   سانتي متره دی چې په هر مخ کې ۱۳ کرښې لیکل شوې دي او اوس د کمبرج پوهنتون د کتابتون په ۲۵۹۹ شمېره کې خوندي ده  ولې خطاط او توضیح کوونکی یې معلوم  نه دی.

(۱۳)
د مخزن الاسلام  د یارلسمه نسخه نیمګړې ده څه پاڼې یې  په پیل کې او څه پاڼې یې په پای کې له مینځه تللي دي او له دې سربېره د پنځم څپرکي (۵بیان) د مینځ سر لیکونه هم په پرتلیزه توګه غورځول شوي دي او د کمبرج پوهنتون دکتابتون په ۴۸۳۹ شمېره کې خوندي ده .  کچه  cm۱۳.۵x۲۳.۵  سانتي متره
(Delhe collection)  همدا ډول د دې ټوک له وروستیو څرګندونو نه دې پایلې ته رسیږو چې د تالیف کوونکي (دروېزه) ویناوې هم لږ ې شوې دي. ولې نشو انګېرلی چې د دې لامل به څه وي؟
د دې قلمي نسخې د دویم څپرکي (۲ بیان) په پیل کې د پښتو متن هم غوځول شوی دی او په اوم څپرکي کې بیا د کریمداد الفبا نیمګړې ده. خو اتم څپرکی بیا په مینځ  ملا کې داسې نیم شوی چې پښتو متن یې یو له بله سره جلا کوي او داسې ښکاري چې د محرم د میاشتي په ۲۱ نېټه (۱۰۲۴هـ) د جمعې په وروځ دغه نسخه پایته رسېدلي وي.
(۱۴)
د مخزن الاسلام څوارلسمه لاسي نسخه (copy14) په دولس سوه اته  ۱۲۰۸ کال (A.H.1208-A.D.1793) د ملا محمد مسعود زوی ملا اکر لخوا کاپي شوې ده اوبیا د قلمي نسخو په کتلاک کې د “Sir M.Aurel Stein” سټین په زیار چمتو شوې ده د برېټش کتابتون پرلپسې ګڼه یې ۹۲۳۴ دی او کچه یې cm۱۶X۲۵ سانتي مترو ته رسیږي چې په هر مخ کې ۱۳ کرښې کښل شوي دي. لیک بڼه یې نسخي Nasxi ده او دا کاپي هم په اتو څپرکو (۸بیانونه) کې بشپړه شوې ده.
د کتلاک له مخې څوارلسمه قلمي نسخه د پای لخوا نیمګړې ده او همداراز له ۱۸ نه تر ۲۴ پورې د پاڼو څنډې (زۍ) ډېرې زیانمنې شوي دي.
د دې نسخې په اوم څپرکي د حلیم (Halim) له الفبا (Alphabet) نه وروسته یو نوی ټایټل تر سترګو کیږي او بیا په ۱۵۷ پاڼه کې د پارسي یو نوټ کښل شوی دی.  له دې سربېره د دغې لاسي نسخې پدغه برخه کې چې ډېره د پام وړ ده په ۲۲ مخ کې راغلي دي  چې د ،لا،هـ،ل،ق  او ي توری چې د امام الدین بابا  Amam al Din Baba (عبدالکریم) لخوا توضیح شوي دي.
د انګلیسي متن له مخې داسې څرګندیږي چې دغه نسخه د مصطفی محمد لخوا تنظیم شوې ده چې نوموړی د میا نورمحمد زوی او د امام الدین عبدالکریم لمسی او د مخدوم دروېزه کړوسی دی.
مصطفی محمد د ایاتو کرسي یو تفسیر هم لیکلی دی چې د تنظیم ځای یې اسلام پور او تنظیم نېټه یې ۱۱۱۲ لېږدیز  سپوږمیز (۱۷۰۰ز) ښودل شوی دی. ولې داسې ښکاري چې د لیکوال نوم دې د کاتب لخوا ړنګ شوی دی . نسخه په لاندې ټکو پای ته رسیږي :
تمت بعون الله تعالی کتاب مخزن لاسلام سنه ۱۲۰۸ کاتب احقرالعباد ملااکر ولد ملا محمد مسعود عرف مفتي.

(۱۵)
د مخزن الاسلام  پنځلسم ټوک  که څه هم چینجو خوړلې  دي او له بابته یې نسخې ته ډېر زیان اړولی دی. خو بیا هم کچه یې  cm۱۹X ۲۸ سانتي متره دی چې په هر مخ کې ۱۴ کرښې کښل شوي دي .
په برټش کتابتون کې د دې ګڼې پرلپسې لمبر  ۴۲۳۴ ته رسیږي  او دغه نسخه په ۱۸ پېړۍ کې د نامعلوم کس لخوا لیکل شوې ده.
د قلمي نسخو د کتلاک له مخې پدغې قلمي نسخې نامتو ختیځپوه ډارمسټټر (J.Darmesteter) کار کړی دی او د نسخې په ټولو ځانګړنو یې رڼا اچولې ده.
د دغې نسخې د پنځم څپرکي  مقالې (D`Articles) له څلورمې نه را واخله تر نهمې پورې په ډېرې ځیرکتیا سره بشپړې شوي دي.
د دویم او اتم څپرکو په پاڼو کې شمېرې نه تر سترګو کیږي خو د اتم څپرکي په متون کې  د عبدالرحمن (رحمان بابا) او شېرمحمد شعرونه چې له ۱۴۵ مخ نه تر ۱۵۰ مخ پورې راغلي دي د پام وړ دي.
(۱۶)
د محزن الاسلام  ۱۶ شپاړسمه قلمي نسخه چې په تندي یې د نوامبر پنځمه ۵ (۱۸۷۴ز) نېټه تر سترګو کیږي په نسخي Nasxi خط لیکل شوې ده. د دې نسخې کچه cm۱۹X۲۸.۵   سانتي متره دی چې په هر مخ کې ۱۵ کرښې کښل شوي دي. (The Revd.T.P.Hughes)
په دغه قلمي کاپي کې پارسي برخې او ژباړل شوي سر لیکونه غوځول شوي دي. خو په لومړي بیان کې بیا پښتو تشریح د سریزې  د “C” او “D”  برخې په ګډون ور زیاته شوې ده.
د ۱۶ شپاړسمې  قلمي نسخې په پنځم څپرکي کې یو شمېر توکي ور زیات شوي  چې  د ساري په توګه د متن په یوه برخه کې د ۵ سورة ۳۹ ایات یادولی شو.
همدا رنګه په دغه بیان کې د دال برخې (D,Articles) په مقالو کې د پښتو سر لیکونو په ګډون یو څه زیات شوي دي او د “c” په متن (C,Texts) کې هم چې موږ د ۲۵ سورة ۲۸ ایات ذ بېلګې په توګه یادولی شو زیاتوالی تر سترګو کیږي.
د مخزن الاسلام  دغه نسخه هم په اتو څپرکو کې بشپړه شوې ده خو په اوم څپرکي  کې د سرلیک په لړ کې د ؛حلیم Halim ؛ الفبا توري ورزیات شوي دي.
او په اتم څپرکي کې بیا د ؛پیر تاریک؛ کلمه د سرلیک په بڼه کښل شوې ده.
دغه نسخه په دغه ټکو پای ته رسیږي:  تمت تمام شه په تاریخ پنځم د نومبر سنه ۱۸۲۴ عیسوي په دست خط د غلام جیلاني  پښاوري عفی عنه.


(۱۷)
۱۷ قلمي نسخه چې د برټش کتابتون پرلپسې ګڼه یې  ۲۴۵۶ کیږي په نسخي Nasxi خط لیکل شوې ده کچه یې cm۱۷x۲۷ سانتي متره ده چې په هر مخ کې ۱۵ کرښې کښل شوي دي.
د دې لاسي نسخې د لیکلو نېټه ۱۷۶۶ زېږدیز کال چې د لېږدي له ۱۱۸۰ سره برابره ده په ګوته شوې ده.
د دې نسخې لومړني پنځه بیانونه د کریمداد د مقالو په ګډون په بېلابېلو شمېرو کې تنظیم شوي دي. خو له دې سربېره بیا د دې نسخې مینځپانګه هم د تېر په څېر دی.
د دې نسخې د شپږم څپرکي په  B اړوند سکشن کې د کریمداد کښل شوې الفبا بشپړه نده ولې د ؛حلیم؛ کښنه بیا په پرتلیزه توګه منظمه برېښي.
د کتاب وروستې برخه پدغې لیکنې پایته رسیږي :
؛تمام شد کتاب مخزن  تصنیف  اخوند دروېزه بدستخط ملاملنګ خان خټک ساکن رامپور بتاریخ بیست وهفتم شهر  ربیع الثاني سنه ۷ عالم شاه بادشاه غازي سنه هجری ۱۱۸۰؛


(۱۸)

د مخزن الاسلام ۱۸  ګڼه چې د کمبرج Cambridge پوهنتون کتابتون پرلپسې شمېره یې ۲۴۷۶ کیږي او کچه یې ۱۵X ۲۴.۵  سانتي متره دی چې په هر مخ کې ۱۱ کرښې کښل  شوي دي د پام  وړ ده.
د دغې ګڼې لیکبڼه نسخي Nasxi او نستعلیق Nastalik دی چې په ۱۹ پېړۍ کې لیکل شوی ده. دغه قلمي نسخه د پای لخوا نیمګړې ده خو د تېرې کاپي په پرتله یې شمېرنې منظمې او برابرې دي.
د لومړي بیان وروستۍ برخه له دویم څپرکي نه پوره ده او په پیل کې د کریمداد تبصره هم کښل شوې ده. په پنځم څپرکي کې پارسي سر لیکونه د نورو یو شمېر نسخو په پرتله غورځول شوي دي  خو د همدې بیان په ۵ سکشن کې یو شمېر مقالې (۱۰،۱۱،۱۲،۸،۳،۲) بیا زیاتې شوې دي.
د دې نسخې په شپږم څپرکي کې د کریمداد الفبا بشپړه شوې نه ده خو د اخوند دروېزه لمسي  حلیم همدغه الفبا څارلې ده... د اتم څپرکي  سرلیکونه ناسم دي خو د همدې بیان یانې د کتاب وروستۍ برخه په مینځ کې ماته ده او دملا (        ؟)شعرونه پکې په ښه توګه نه ښکاري.

(۱۹)
د مخزن الاسلام ۱۹ لاسي نسخه په اتلسمه ۱۸ پېړۍ کې په نسخي Nasxi لیکدود لیکل شوې ده چې د برېټش کتابتون پرلپسې ګڼه یې ۲۳۹۳ ته رسیږي. کچه یې  cm ۱۶X  ۲۴ سانتي متره دی چې په هر مخ کې ۱۳ کرښې کښل شوې دي او (Paris Exhibition) ښایي چې د پاریس له نندارتون نه برېټش کتابتون ته راوړل شوي وي.
د دغې لاسي نسخې د پیل او پای برخې زیانمنې شوې دي او د کتاب مینځپانګه هم په بېلابېلو بڼو تنظیم شوې ده. د کتاب د دوهم څپرکي له وروستۍ برخې نه پارسي سریزه غورځول شوې او پښتو ژبه تشریح شوې ده.
د دریم څپرکي یوه برخه د پارسي سریزې په شمول پاتې ده خو د متن پیل په پښتو ژبه لیکل شوی دی.
د دغې قلمي نسخې په شپږم بیان کې د کریمداد او حلیم الفبا په منظمه توګه بشپړه شوې ده. خو په اتم څپرکي کې بیا له لومړۍ جملې نه وروسته پارسي متن لرې شوی دی. ولې ورپسې  سکشن هم نیمګړی ښکاري.

(۲۰)
د مخزن الاسلام ۲۰ شلمه قلمي نسخه هم نسخي Nasxi  لیکدود لیکل شوې ده او کچه یې cm ۱۴.۵x ۲۱.۵ سانتي متره کیږي چې په هر مخ کې ۱۳ کرښې کښل شوي دي. او د برېټش کتابتون شمېره یې ۲۴۶۷ ته رسیږي. دغه نسخه په ۱۸پیړۍ کې کاپي شوې ده.
د دې نسخې  د لومړي څپرکي پیل د نورو نسخو په پرتله توپیر لري ځکه چې د یو شمېر مخزن الاسلام په قلمي نسخو کې پیل په عربي او پارسي شوی دی خو په دغه نسخه کې پښتو متن تر سترګو کیږي.
د نسخې په دویم بیان کې پارسي سریزه په لنډیز سره کښل شوې ده  او نوره ټوله بیا بیا په پښتوده. د اوم څپرکي په ب سکشن کې د کریمداد لخوا د الفبا ټکو پراختیا موندې ده. د نسخې په پای کې د ملا تاج بېګ نوم هم تر سترګو کیږي چې ښایې د دغې قلمي نسخې څښتن وي. د دغې کاپي هغه پرلپسې شمېره چې د برېټش په کتابتون کې ثبت شوې ده ۲۴۶۷ ته رسیږي.


(۲۱)

د مخزن الاسلام ۲۱  یوېشتمه قلمي نسخه چې د برېټش کتابتون پرلپسې شمېره یې 2599A ته رسیږي په ۱۹ پېړۍ کۍ د ۱۳x۲۱.۵ سانتي متره په کچه کښل شوې ده. چې د کرښو شمېر یې په هر مخ کې ۱۳ دي. دا نسخه هم لکه د یو شمېر نورو نسخو په څېر په نسخي بڼه Nasxi لیکل شوې ده.
پدغې لاسي نسخې کې د مینځپانګې له مخې کوم ځانګړی توپیر نه لیدل کیږي خو د قلمي نسخو د کتلاک  له مخې په دریم څپرکي کې یوې پارسي سریزې او ۱۷ پښتو کرښو ته ګوته نیول شوې ده خو د نسخې د نورو څپرکو په اړه کومه یادونه او څرګندونه نه ده شوې.