افغانستان ميراث دی


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حبيب الله غمخور
  • 1169

که افغانستان ميراث نه وايي نوايراني چارواکوبه پدې بڼه موږته لارښودنې اوهدايات نه کولاي!
ايران دافغانستان په مسله کي يوبېطرف هيوادنه بلکي زموږ سره طرف دی . موږدايران دفرهنگی، پوځی  سياسي  او اقتصادي يرغل نه پزې ته رسېدلي اودهغه قربانيان يو .
څوورځې  وړاندي  داپريل پر ۴ مي په تاندويب پاڼه کي ولوستل  : د ايران د بهرنيو چارو وزارت وايي دوى چمتو دي چې د افغانستان د مسايلو د حل لپاره د سولې د عالي شورا لومړنۍ ناسته په تهران کې وکړي .
د افغانستان په چارو کې د ايران د بهرنيو چارو د وزارت مسوول محسن پاکيان خبره دا وه چې د افغانستان په جگړه کې د ښکلېو غاړو ترمنځ د روغې جوړې غونډه دې په تهران کې ترسره شي .
محسن د افغانستان د مسايلو په حل کې د دۀ په وينا د سيمه ييزو غاړو رول مهم بللى دي . د ايران د بهرنيو چارو د وزارت دغۀ چارواکي غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او خپلې اډې دې وتړي .
خبره له دې ځايه راولاړه سوې ده  چې څو اوونۍ وړاندې په تاشکند کې له ازبک چارواکو سره د خبرو پر وخت د پاکستان صدر اعظم يوسف گيلاني د ازبک غاړې دا وړانديز غوره بللى و چې د افغانستان په باب دې د دغه هيواد شپږ گاونډيان ، اروپايي ټولنه ، امريکا او ناټو سره کښېني.  
ددې خبرپه لوستلومي يوپښتو متل راپيادسووايي ((چائي آس په کلي کي نه پرېښود،ده ويل زماآس دملک کره وتړئ .))
دسولي جرگې جوړېدل په هر گاونډهيواد اوايران کي مردودبولو :
که په افغانستان کي دنږدې څلورولسيزوناخوالو،کورنيو جگړو،دمختلفو ډلو اوجنگسالاروترمنځ شخړو اوافغان وژنې ان تردې کرښې چي ددريم ځل پرموږبهرنيان وتپل سول پېښوته نظروکړودابه راته جوته شي چي ددې ټولويودلاملونوڅخه همدا ايران (ايراني چارواکي ياايراني اخوندان)دی .
ايران يوله هغوهيوادونه دی  چي دوي هم لکه پاکستان  دتاريخ په اوږدوکښي دافغان ولس په بدمرغۍ کښي خپلې گټې لټولي .
بلې هيواد والو! ايران هم يو له هغو هيوادو څخه دۍ چې غواړي په افغانستان کې ديوه مطرح هيواد په توگه پاته وي ،داقتصادي اوفرهنگي مرستوپه نامه دلته خپل کارمندان او کارگران ولري ،ددوي دولتي چارواکې دافغانانو سره دورورگلوۍ او اسلامي اخوت خبري کوي ، چې منل يې يو څه ستونځمنه خبره ده،ځکه دوي هم لکه پاکستان چي دتعميراتي کمپنيو تر نامه لاندې يې زيات کسان په افغانستان کې په کار مصروف دي، غواړی پدې بهانه دلته خپل روزل سوی ولري ،داچې دغه کارونه افغانانوهم کولاي سوه هرچاته معلومه ده. دولت دمليارډنو ډالرو په تر لاسه کولو سره ددې پر ځاي چې په ډيرو عادي کورسو کښي دتعميراتي اونورو کارونو دسرته رسولولپاره کارگران اومسلکي کسان  وروزي ، داکار نه کوي ،ځکه  چې پر ايران سربيره پاکستان هم خوابدۍ کيږې  .ددوي  په همدغوپه اصطلاح انجنيرانو اوکارگرانوکې خپل اجنټان رالېږي اودلته  استخباراتي شبکې جوړوي .ايران هغه هيواد دۍ چې استخباراتي ادارې ته ئي دنده سپارلې  هرڅه  چي په افغانستان کي  تيرېږ ي بايد دوي پرې خبر وي،نو دمعلوماتو دتر لاسه کولو مرجع او ډير ښه امکانات همدا کسان دي . حتا ماته له افغانستان څخه راغلي ځينو کسانو ويلي چې دهمدغوکارگرانو او انجينرانو په مرسته هلته ځيني دترهگرۍ بريدونه تر سره کيږي ، ځکه دا انجينران  گويادکمپنيو لخواپه ټولو مډرنو مخابراتي وسايلو سمبال دي .  
 ايران هغه هيواد دې چي په تيرو څو لسيزو کې کښي دافغانستان دسياسي او نظامي حالاتو په وړاندي بې طرفه او بي تفاوته  نه دۍ پاته سوۍ ،په خپله خاوره کې يې دمذهبي او ژبني اړيکو پر بنيادتنظيمونه او يا گوندونه جوړکړه،گروپونه په وسلو سمبالوي افغانستان ته ئي ددجگړې ددوام  لپاره دا څولسيزي راليږ ي .
دهغوټولو ډلوچي شميرئي نهوته رسېده  اويوشميرنوروکسانوسره  چې ددوي په وسيله ئې په افغانستان کې  هرڅه  سرته رسول  په يقن سره  تر اوسه هم  ايراني چارواکي دلته زموږ په هيوادکي دخپل سياسي ژبني اومذهبي نفوذ دساتلواوداچي دافغانستان دبرخليک په ټاکلو اوراتلونکي کښي يومطرح هيواد په توگه پاته وي خپلي ټولې اړېکي ساتلي دي .دافغانستان په کورنيو چارو کي دايران دماهرانه لاسوهنو بيلگي يو عادي افغان ته هم معولو ميږي .  زه د سياسي چارود ځينې شنناندوسره  په دې باره کي موافق يم اوپه دې باورلرم  چې د افغانستان گاونډيان يو وار بيا غواړي چې په هر ډول روغې جوړې کې د دوى برلاسى هير نه شي .
که دانږ دې لس کاله دايران کړنوته ځلغلنده نظروکړو نوداوينوچي ايراني چارواکي دافغانستان دحالاتو دخړپړتيالپاره لاس ترزنه نه دي ناست ،دامريکااواروپايي نړۍ سره خپله دښمنی دافغا ن اولس دسرپه قيمت پر مخ بيايي .
څوځله نړيوالي ټولنې اوافغان امنيتي چارواکوسرټکولی چي دايران څخه ددولت مخالفين په وسلو سمباليږي اودلته دورانۍ لپاره رالېږل کيږي ،مگردوي هرځل دغه ادعاگاني دروغ بولي اودامريکايي اجنټانودتبليغ نوم ئي ورکړی .
زه ئي دپوځي،اقتصادي اوفرهنگی لاس وهنوڅوبېلگې دلته يادوم :
بي بي سي  خبرد په ۲۰۰۷ داگست پر ۱۴خبرورکړ چي  ايراني ماينونه په بلخ کې ونيول شول افغانستان د بلخ ولايت د استخباراتو چارواکي وايي دحيرتانو په ښارګوټي کې يې د ايران جوړ ١٠٠ ماينونه نيولي دي . افغان چارواکودبلخ په ولايت کې بي بي سي ته وويل دغه ماينونه،چې دورانکاريو لپاره تازه د بلخ ولايت دحيرتانو بندري ښارګوټي ته راوړل شوي وو وموندل .
تردې دوې اونۍ  وړاندې د هرات ولايت امنيتي مسولينو هم په يوې غرنۍ سيمه کې له يوه پټنځاى څخه دايران ساخت ١٦ کړۍ ماينونه موندلي و . همدډاول له فارياب او لغمان ولايتونو څخه هم په دې وروستيوکې د ځينوايران جوړوماينونودنيولو خبرونه ورکړل شوی و.
د٢٠٠٧ ز کال په اوږدو کې  څو ځلې امريکايي اوکاناډايي چارواکو ويلي وو چې ايران دافغانستان ددولت مخالفينو ته وسلې او چاوديدونکي توکي ورکوي.
د۲۰۰۸ کال دمۍ پر ۱۸ مه په افغانستان کې دبرتانيا نوي سفيرله هغه څه سره چې په دې هيوادکې له تاوتريخوالي څخه د ايران ملاتړ بلل کيږي انديښنه ښولې  .
شرارد کوپرکولز وويل،دبرتانيا باور دادى چې په افغانستان کي له تاوتريخوالي څخه ملاتړ به د ايران په گټه نه وي او هغه هيواد بايد د برتانيا انديښنه درک کړي .  انگلسي ديپلومات ايران پاملرنه دې ټکي ته راواړول چې دافغانانوپه ارتباط دا ډول سياست خپلول ددوي په گټه نه دی ،خودافغانستان مشرتابه ددې پر ځاي چې ايرانی چارواکی تر نړی وال فشارلاندي راولي وايي موږ ددوي دمداخلې کوم اسناد نلرو .داپدې معناده چي  په محلاتو کې دوولت  امنيتی مسولين وایی موږ په ايران کې جوړې شوې وسلې ونيولی داددوي کار دی  ،مگر لوړپوي ياوزيران بياوايي موږ کوم سند نلروچي ایران دي موږته گواښ پېښ کړئ وي .
دابېچاره محلي کارمندان پدې نه پوهېږي چي دايراني توروخلطوزوردی چي دوي ځان ناخبره اچوي .
همدې بي بي سي  راډيود۲۰۰۸ کال دجولاي پر لسمه خبرخپورکړ چي دافغا نستان د ملي امنيت اداره وايي د هيواد په ختيځ کې يې د لوې لارې له اوږدو څخه ښخ شوي ايراني ما ينونه ترلاسه کړي دي .دملي امنيت دادارې ويلي وه  چي په ايران کې جوړ شوي دغه دگاډو ضدماينونه دوريښمين تنگي په سيمه کې دکابل جلال اباد لوي  لارې کې ښخ شوي وه.
دامريکا ددفاع وزارت لوړ پوړو چارواکو په تيرو مياشتو کې دا انديښنې بيا بيا ښودلې خو دتير ميلادي کال په وروستۍ اونۍ کې د کاناډا ددفاع وزير په ډاگه وويل چې ايران طالب وسله والو ته وسلې او چاوديدونکي توکي ورکوي . په دې وروستيوکې د امريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير په افغانستان کې د ايران د پياوړي سياسي شتون خبره وکړه .
د نېوېارک ټاېمز ورځپانه دد۲۰۱۱ ز کال  مارچ دمېاشتی په نهمه لېکي چې د برتانېې حکومت وايی دغه راکټونه چي څو اونۍ مخکی په نېمروز کې نېول شوی طالبانو ته راتلل ،د اېران له حکومت سره تړاو لری.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه تبصره کوی چې د ناټو غټو قوماندانانوڅو ځلې خبرداری ورکړېدی چې داېران ياغېانو ته وسلې، پېسې اوحِتی داېران د سرحد خواته دروزنی کمپونه برابروی . د ۲۰۱۰ ز کال دمې په مېاشت کې جنرال ستانلی مکرېستل چې هغه وخت په افغانستان کې دناټو قوماندان خبرداری ورکړ چی اېران په خپله خاوره کې افغان جنگېالېو ته روزنه ورکوی .دتېرکال په مارچ کې دسمندری قواوستر جنرال او دولوېو درستېزانو د کومېټی رئېس ماېک ملېن کانگرېس ته ووېل چې له اېران نه د ېادونی وړ اندازه وسلی افغانستان ته دراتللو په وخت کې نېول شوېدي.
دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه تبصره کوی وايي اېران  دلچسپې لري چې افغانستان بې ثباته وساتل شی. ځکه  اېران غواړی امريکا ته تاوان ور واړوی، ايران امرېکا خپل پوخ او ازلی دښمن بولي .
د فرانس پرېس خبری اژانس  ته دافغان چارواکو ووېل چې دنړېوالو سوله ساتو قواو له خوانه ۴۸ داسي راکټونه چې ۱۲۲ ملی مېتره دی او شل کېلومتره برد لری نېول شوېدی  .
داسوشېتېد پرېس خبری اژانس لېکی چې تر دی مخکی اېران طالبانو ته په ۲۰۰۶ ز کال کې ۱۰۷ ملی متېره راکټ ورکړی وو.
د برتانېې خارجه وزېر وېلېم هاگ زېاته کړله چې دا کار داېران له هغې ادعا سره تضاد لری چې د نړېوالی ټولنی اوهمدارنگه دخپلو خلکو په مقابل کې هم ادعا کوی چې دوی دافغانستان د ثبات او امنېت ملاتړ کوی .
موږ دگاونډيانوسره دښو اړېکو پلويان يو،مگردايران اوافغانستان دکورنيو چارو وزيران دي پر حقايقو سترگي نه پټوي  .دوي دواړه وايي چي ايران افغانستان ته وسلې نه لېږي ،مگردافغان  امنيتي ادارې اونړيواله ټولنه دامني چي دوي دايران څخه رالېږل سوې وسلې نيولي دي .
موږپدې پوهېږوچي دکورنيو چارو وزيردجميعت دتنظيم غړی اوپخوانۍ قوماندان دی  اوايران  ته هم ترډيرونږدې دوست په توگه دهغوي  گټي ساتي اوامرونه ئي مني،خوموږته بياددې هيواد (افغانستان ) ملي گټي ترهرڅه  درنې دي . دافغانستان عام ولس خوتردې لازيات شواهدپلاس لري چي ايران په ډيره بې شرمۍ زموږپه کورنيو چاروکي مداخلې کوي  .
دازمورنه هيرېږي  چي  څه موده وړاندي په کابل کي دايران دکورنيوچاروزيرپه خپله وروستی څرگندونې کي دخپل رهبراحمدي نژادپه دود ترخپل مسلک وړاندي  پښه غځول اوزموږپر کمبله  ئې موږته لارښودنې کولې  .
ايرني چارواکي ددې لپاره چي دافغانستان په سياسي ژوندکي معين برلاسی ولري د افغانستان په سیاسي واکمنۍ کې د سیاسی نفوذ له لارې  داسي شخصیتونه اوسیاسي کړۍ مطرح  کوي چي ددوي داعتباراوباور وړدي . ددغوکسانو لپاره په ټولودولتي ارگانوکي دځاي پيداکېدوهلي ځلې کوي .
ډير خلک داگيله کوي اوگوته نيسي چي  د لویدیځ د پوځی شتون سره بياهم  د افغانستان سیاسي اوکلتوري فضا د ایران پر مخ پرانستی پاته ده، ترڅوخپل  فرهنګی او مذهبي  تاثيرات اونفوذ ګران افغانستان  کليواو ښارونوته ولیږدوي او لدې لارې د افغانستان  اصيلوفرهنګې او مذهبي ځانګړتیاوته  زیان ورسوي .  
په افغانستان كښي دډله ايزورسنيوډيري مهمې موسسې د ايران له فرهنگی اوسياسي غوښتنوسره سم فعاليت کوي اودايران پلوو لخواد ايران په پټو ورکړه شويوپيسوباندي  جوړي اواداره كيږي .
هيڅ يوه ډله ايزه رسنۍ نشي کولاي  دايران دگټوخلاف خپرونه ولري که داجرات وکړي نوژرياڅو اونۍ وروسته دافغان دولتي اړونده چارواکولخواتړل کيږي .دبېلگې په توگه په تير کال کښي د امروز ټلوېزيون هم د هغو پيسو په زور بند شو چې ايران يې حامد كرزي  د ده دفتراونوروجگپوړوته ورکوي .  
په دغه نږدې څوکلو کښي زموږ په هيوادکې تر پښتو اوسوچه  دري ژبې،ايرانۍ فارسي  په دولتي ادارو ،ځينوټلويزيونو، راډوگانواوچاپي رسنيوکي  ډيره داستعمال وړ گرځيدلې ده، حتا ځني سياست وال خو لا بيخې په ايراني فرهنگ پوري ځانونه دومره په افتخار تړه لي بولي چې په ښکاره له ايراني فرهنگ سره خپلو اړيکو په څرگندلووياړي . داچې ايراني اخوندان وتوانيدلاي سوه زموږ داطلاعاتو او کلتور وزارت تر خپل تاثيرلاندي راولې پر دغه مسله دبحث په خاطرفکر کوم دافغان روڼ اندو خولې ستړي شوې په يوه ټکي ويلاي شم چي سيد مخدون رهين په ټول قوت اوطاقت دايراني چارواکواودهغوي دفرهنگی پرختياپه چوپړ کښي شپه اوورځ زيارباسي  .
ايراني چارواکودفارسي ژبي په اړوندزموږ  دهيواد فرهنگي افتخارات او هغه علمي شخصيتونه چې په فارسي ژبه يي څه ليکلي دي او يا يې سر ايران ته  ورښکاره کړۍ دی، ټول دځان گڼې  اوهغوي ته يي پسله مرگه ايرانۍ پاسپورټ ورکړيدۍ دی .   
مگر دايران ددغو ټولو فرهنگي تيريو،لاسوهنو،په علمي اوتاريخي اثاروکې  دځان په گټه لاس وهنه اونورو ډول ډول مداخلوباندي سترگي پټيږي  . اوس دايراني چارواکو دغه کړنو دفرهنگی يرغل په نامه شهرت موندلی  .
داڅوکاله کيږي دافغانستان سره ددوستۍ او اسلامي اخوت ترپردې  لاندي  هرکله چي دوي غوښتی پر افغانستان اونړيوالي ټولنې سياسي فشار راوړي ،په ساړه ژمې اوتاوده دوبي کښي افغان کډوال دټولو نړيوالونورمونواوبشري حقوقو دروحې خلاف اسلامي ضدحرکت کړی اوهغوي ئې په ډيره ظالمانه اوبې شرمانه بڼه له ايران څخه ايستلي دي  .سياسي سپين سترگي داده چي هرځل ئي دخپلو دغوشرمېدلوکړنوسره يوځاي  دافغانستان سره اسلامي اخوت اودوستۍ خبري هم کوي .
داچي بې له دېنه دافغانستان دولتي ادارې پرې خبري وي دايران زندانونه په بېگناه افغانانوډک دي چي شمېر ئي پنځو زرونه اوړي  اوپه سلهاوپر خپل سردخپلو وحشيانوپوسېله په دارځړوي داخولاپر ېږده .
دگران افغانستان ويب پاڼه دمارچ پر ۱۶ ديوې ايراني موثقې منبع دخولي په دری ژبه خبرخپورکړچي :  در میان کشته شده گان و زخمی های زندان قزل حصار ایران، زندانیان محکوم به اعدام افغان نیز شامل می باشند. گزارش می افزاید که درگیری های خونینی که از شام روز سه شنبه در زندان قزل حصار شهر کرج آغاز شده، تاکنون حداقل شش کشته و بیش از ۱۰۰ زخمی بر جا گذاشته است.
دروان کال داپرل پر ۸  دلوي افغانستان ويب  پاڼي خبرورکړ چي  د ايران سرحدي پوليسو اته افغانان، چې د اسلام کلا له پولې د ايران پر لور روان وو،په ډزو وژلي دي .
دياشوي ويب پاڼي لخواداپريل پر ۸  يوخبرنشر  شو، دهرهغه چاچي وجدان ولري زړه لړزوی خوايراني اخوندان  پرې غوږ هم نه گروي .
خبرليکي :((عبدالمجید 12ساله،درگوشه ای از کمپ مهاجرین انصاردر ولایت هرات نشسته و اشک می ریزد.  اودرافغانستان تنها است، والدین و هفت برادر و خواهرش همه در ایران می باشند. او گفت که ظهر یک روز با تعدادی از دوستانش به پارک نزدیک خانه اش در ولایت سمنان رفته بوددر آنجا توقیف گردید. اوگفت  : پولیس مرا لت وکوب کرد آنان از من می پرسیدندکه آیا با گروپ های خشونت آفرین دست دارم یا نه . من سوگند خوردم که با هیچ گروپی درتماس نمی باشم. آنان بالاخره مرا پس از هشت روز رد مرز نموده به افغانستان فرستادند.
عبدالمجید که به شدت اشک می ریخت گفت: “هر شب خواب می بینم که پدر،مادر، برادران وخواهرانم مرا می پالند. عبدالمجید یکی از صدها کودک مهاجر افغان می باشد که از ایران رد مرز شده .برخی ازین کودکان هرگز قبلاً در افغانستان نبوده اند و ظاهراً بدون آگاهی والدین شان از ایران رد مرز شده اند.
نوریه، 11 ساله یک ماه قبل از ایران و از طریق اسلام قلعه رد مرز گردیده و کسی را نمی شناسد که بیاید و او را از کمپ بگیرد. او می گوید وقتی برای خرید نان از خانه برآمده توسط پولیس ایران توقیف شده است. اوبا چشم های گریان گفت: “من بسیار گریه کردم، ولی پولیس هیچ بر من رحم نمی کرد. آنها نمی گذاشتند که خانواده ام را خبر کنم.”
نه پوهېږم که موږپه افغانستان کي داحمدنژادله نازولي سره دغه ډول غيرانساني کړنه وکړوخداښاغلی به هم کرزی غوندي حوپه خوله پاته وي ؟
داپريل پر لمړۍ ورځ په ډله ايزورسنيوکي داخبره رسواشول چي ايران استخباراتي کړۍ او په ناروي کښي  دايران دسفارت استخباراتي شبکه دهغوافغان اوايراني کډوالونه چي جواب ته انتظارباسي دپيسواويابل کوم اروپايي هيوادته دلېږلوپه بدل کي دجاسوسانوپه توگه استفاده کوي .
دهغه رپوټ له مخې چي دناروي په ټلوېزيون کي خپورشووويل سول چي تير کال يوايرانی چي وروسته معلومه سول دسفارت کارمندوودناروی دموس دښاردکيسپر کمپ کي اوسېدونکوکډوالوسره چي افغانان او ايرانيان وه مالي مرستي کولې ،هغوي ته ئي پيسې او دموبيل ټليفون کارتونه وړياورکول ،مگرددې په بدل کښي دوي بايد په ناروي کي دايران ددولت دمخالفينوپه اړه معلومات او اطلاعات راټول کړي واي .
 پدې اړه مکمل معلومات په گران افغانستان اودعوت ويب ويب پاڼوکي لوستلاي شي .
په خبر کي ويل سوی  دالومړۍ ځل نه دی چي په ناروي کښي دايران سفارت له هرډول امکاناتونه داستخباراتي کارولپاره استفاده کوي . دبېلگې په توگه،څومياشتي وړاندي  د۲۰۱۰ کال دنومبرپر ۶ مه دناروي دتلوېزيون لومړۍکانال خبر خپورکړچي په ناروي کښي اوسېدونکوايراني سرچينوپه مرسته دامسله رسواشوه چي ايران خپل مذهبي مبلغين دناروي هيوادته رالېږي ترڅودلته مسلمانان دغربی هيوادوپر خلاف عملياتوته وهڅوي . پدې خبرکي داسلوپه ښارکي دامام علي دمرکز  اودونورومسجدونونومونه په گوته شوي دي .
ولي داکومه نوې خبره نده ايراني اخوندان له هغې ورځې چي دولتي واک دامريکااوفرانسي لخوادوي ته وسپارل سو،له مذهب اومذهبی تبليغ نه دخپلو موخوپه گټه استفاده کړې ده اوفغانستان ددې ناوړه استفادې دقربانيوترټولو روښانه بېلگه  هيواد دی .
دامنو چي  له بده مرغه زموږيوشمېردولتي چارواکي دښاغلی کرزی په گډون  دايران گټې ساتي اوله هغوي نه پيسې ترلاسه کوي .په دولت کي ديوشميروزيرانوکړنې چي دايران گټي ساتي له ورايه وينو،دښاغلي سيدمخدون رهين چوپړايراني کلتورته دتورن اسماعيل خان خدمت ترسيوري لاندي راوستلي،تنظيمونه اوشمالي ټلواله خوپر خپل ځاي پرېږده .مگردنېکه مرغه ددې تاريخي خاوري غوڅ اکثريت  (پښتون ،تاجک ،ترکمن ،ازبک ،هزاره) اونوروقومونوعام اوسپېڅلې وگړي  ددوي دخاوري ددښمنانوپه ټولو کړنوپه هرنامه اوبڼه چي وي  ترهرچاښه پوهېږي اوداهم  دسرپه سترگو ويني چي دولتي چارواکي ئي دچاپه چوپړکښي دي اودچاگټې ساتي .دهمدغو عامو خلکو ډاردی چي دوي په جرائت  اوعلنی شکل  دايران په گټه کوم کارنسي کولاي .
ټول پدې پوهېږي چي اوس داوبواوتيلو بيه  يوه ده،مگرايران ځانته داحق ورکوی چي پر موږ پلورل سوی تيل بندکړي خوافغان چارواکي ددوي له ډاره دکجکي بندته لاس نه وروړی اوبهانه ئي داده چي طالبان ئي نه پرېږدي .پدې باوری يم چي که طالبان وجدان ولري اوپه رشتياپه دوي کي افغان موجودوي داکاربه په ژوند ونکړي .
له لويه سره دهلمند داوبوقرارادادچي دافغان ولس دملي گټواو دارادې پر خلاف دظاهرشاه په لاسپوڅی نظام کي دايران سره لاس ليک شوموږ افغانانوته دډويورنډ دمنحوسي کرښې په ډول برېښي . دهلمند روددگران افغانستان له ورشوگانو رازېږېدلی اوداوبونه استفاده ئې هم ترهرچاوړاندي دافغانانو حق دی ،مگرپه ډيره ظالمانه بڼه دافغان ولس خداي ورکړۍ حق ايران ته ډالۍ شو. دادي اوس دهيوادپه مرکزي سيمواولوېدېزو برخوکي داوبولگولودهرډول پروژې پر خلاف له ټولوامکاناتونه استفاده کوي چي هغه له خنډونوسره مخامخ شي اوپه خپلو دغوکړنوسره چي کله انجينر غلاکړی اوکله ئي مړاويائي فراراوکارپرېښودلوته مجبورکړي دهرې کرهڼيزي پروژې دپلي کېدومخه نيسي ،البته ورته کارپاکسرتاني چارواکي دټولوهغورودوپه اړوندکوی کوم چي ددوي خاوري ته ورننوزي . دطالب نوم پرې بدوي  اوهغوي ته هم خداي يوداسي ساده وياندورکړی هر بدچي يوچاوکړه دی وردانگي اوپړه ئي پر غاړه اخلي ،بېله دې چي دهغوپايلوته پام وکړي . خلک داسي هم وايي چي اوس ډله ايزي رسنی ډارېږي هرچاچي تليفون ورته وکړاوورته وئي ويل چي زه دطالبانو وياند يم دغه يا هغه کارموږ کړی دوي ئې له ډاره سمدواره خپروي .
ډير خوښ سوم چي  داپريل پر لسمه دمشرانوپه جرگه کي له يوچاسره داسوال اوفکر پيداشوچي ولي ددوي
 اوبه مفتي نوروهيوادوته راواني دي اوله دې درکه افغانستان ته داټکل له مخې دکاله ۷۵ ميليارده ډالره زيان رسېږي .که دمشرانوپه جرگه کي يوڅوک چي افغاني وجدان ولري اوپردې کړېدلي ولس ئي زړه خوږ سي بايد دامسله دهلمند داوبودلعنتي قراردادترپسخه کيدوپوري ورسوي .
داچي اوس  يوځل بيا ايران په افغانستان کښي  دسولي اوامنيت سره علاقې دطرفداري په پلمه اعلانوی چي موږ چمتويودسولي عالي جرگه دي په تهران کي دايره شي . موږنورهم دې ته متوجه کوي چي ايراني چارواکي يوشېبه هم ارام نه دي ناست اوله هري موقع نه دځان په گټه استفاده کوي . دبېلگې په توگه همدا نن کرزی دامريکاسره دستراتيژيکواړيکودتړون په هکله دژورنالستانوسره خبري کولې دهغه خبري لاخلاصې شوې نه وي چي دايران سفير په ډاگه وويل موږنه يوازي  داچي پدې هکله فکراوندېښه کووبلکې ددې ډول تړونوسره حساسيت هم لرواودادسيمې په گټه نه بولو. مگرموږته بياداحق نه راکوي چي ورته ووايو،موږهم ستاسو کړنې ستاسو دخپلو هيوادوالوپه وړاندي اودنړۍ په هرهيوادکي دقومي اومذهبي اړېکوپه پلمه  لاس وهنې موږ دنړيوالي سولي ،امنيت اودموکراسی دپروسې دپلې کېدوپه گټه نه بولو.
ايراني چارواکي  غواړی پدې وړانديز سره څرگنده کړي چي گوياپه افغانستان کي دسولي سره ليوال دي اودوي په افغانستان کي  دسولي پر خلاف  هيڅ لاس وهنه نده کړې. اودبلې خوپدې وسيله پر امريکا اونړيوالي ټولنې سياسي فشارراوړي چي له افغانستان څخه پښې سپکې کړي ،ځکه دهمدغوخبروپه دوام وايي چي بهرنيان بايد له افغانستان څخه ووزي .
ايران غواړی پدې پلمه  پدې هم پوه سي چي ددولت مخالفين څوک دی ،چيري اوسي اوپه کومه بڼه په راتلونکي کښي  له دوي سره  اړېکي نيولاي شي .
تراروپاداسي  اوازې  راورسېدلې چي کله کرزی پدې وروستيوکي ايران ته سفروکړ هلته  احمدي نژادښاغلي کرزی ته هدايت ورکړی ترڅوددې لپاره کاروکړي چي دسولي نړيواله جرگه دايران پلازمېنه تهران کي جوړسي . ددواړوخواترمنځ داخبره غوټه سوې چي ايران به وړانديزکوي اوښاغلی کرزی ئي هرکلی .خوموږافغانان  دافغانانوترمنځ دسولي دجرگې دايرېدل په گاونډوهيوادودهغه جملې په ايران کښي مردوده بولو.
حقيقت خودادی که ايران اوپاکستان موږپر ارامه پرېږدي دلته به ددغه اوسنی ناورين ‌ بېلگه هم نه وي،موږ خپله ستونزه بېله دوي نه حل کولاي سو،خومشکل دادی چي داسوگند خوړلو گاونډيانوداقسم خوړلی چي افغانان  به پر ارامه  نه پرې نږدي . که موږ دامريکاسره ستراتېژيک تړون لاسليک کوو اويادبهرنيوپوځی شتون منوداټول دايراني اوپاکستاني چارواکوددوستۍ ،اسلامی اخوت ،ښواونېکواړېکوگټه اوپايله ده .
ارگ ته له ايروډکې توري خلطې دهمدې لپاره ليږل کيږي چي دکرزی  په کچه  انسانونه دافغان ولس دگټوپر خلاف خپلومخوته درسېدولپاره ټول کرغېړن  پلانونه په ډيره ارامه فضاکي پلي کړي . همدانن له کرزی نه پوښتنه وشوه چي دايران سره اړېکي اودهغوي مداخلې څنگه ارزوی ؟ددې لپاره چي دژورنالست سوال ته ديوه مملکت دجمهوررئيس په توگه جواب ووايي ،هغه ته وايي ته پوهېږې چي موږ دايران سره ډير کلک اودوستانه روابط لرواوڅوچي دادنياوي همدابه موگانډيان وي .له کرزی نه داپوښتنه نه وه سوې چي ايران اويا افغانستان دي دمځکې دکرې بلې خواته کډه وکړي. دده جواب دامعنادرلوده ،ترڅوچي دامځکه او اسمان وي تل به همداايران اوهمدامداخلې،لاس دي خلاص  .
 ايران اوبل هرگاونډی هيواد نه داحق لري اونه بايد داحق ځانته ورکړی چي دخپل ستيج نه موږته لارښودنې وکړي .دبهرنيانودشتون اووتلو ياپاته کېدومسله دڅه ډول اړېکواوکومې مودې لپاره ساتل دازموږکورنۍ مسله اوپه موږ پوري اړه لري،دنړۍ هيڅ هيوادموږته پدې هکله  دلارښودنوحق نلري .که  چيري دوي داحق لري نوبيادي موږته هم دخپلې مهربانی له مخې حق راکړي چي موږددوي په هيوادوکي ددوي دوطنوالوله حقه اورواحقوقونه هم دفاع وکړو.  ايراني اخوندان دي دعربي هيوادو ددولتو اوخلکو غوښتنوته غوږ ونيسي اودغوهيوادوته دي دخپل اجنټان او وسله وال کسان نه ليږي .
ایران  چي اوس په سیمه کې په یوه سیمه ایز قوت  بدل شوی  غواړي په ټولو اسلامي هیوادونوکې دشعيه اقلیتونو سره دمذهبي اوقومي اړېکو پر بنسټ  د دغو اقلیتونو څخه د دفاع په پلمه غواړي خپل ناوړه موخوته  ځان  ورسوی  .  
په نړۍ کي داسي اسلامي هيوادنشته چي ایران ستونزي نه ورته جوړوي،همدا اوس دمنځنی ختيځ هيوادونه هر ورځ ددوي له لاس وهنواوهلته دپرابلمونودراپيدا کېدوڅخه سر نه ټکوي.پر افغانستان سربېره ،عراق ليبيا،قطر, ډوبۍ ,کويټ ،سعودي عربستان،مصر،سوريه ،بحرين ،يمن،پاکستان کي دملي پاڅون په نامه شیعه ګان د حکومت په ضد را وپارول، او بیا ئې د قومیت اومذهب په نامه ورنه دفاع ته ورودانګل نوی سياسي تاکتيک دی .له همدې امله عربی هيوادونه خواوس مجبورسوی چي دايران سره خپلې ديپلوماتيکي اړېکي پرې کړي .
داښاغلي اخوندان دي  په خپله ايران کي عام ولس ته دبيان اوعقيدې دڅرگندولواجازه ورکړي،بې گناه اعدامونه اوپه دارځړول دي ودروي،په ايران کي لږکيوته حق دهغوي قانوني  غوښتنه ده،ولي ايراني اخوندان دهغوي پر کرږواوچيغو غوږ نه نيسي ،په ايران کي دسوني مذهبوسره نارواکړنواوله هغوسره وحشيانه برخورد ته خاتمه ورکول  دادافغانانوسره مرسته ده،ځکه افغانانوپه تاريخ کي ثابته کړئ چي ترهرچابشردوسته او ازادی خوښوونکی خلک دي .
ډيري داسي غير انساني کړنې هلته په ايران کي ددولتي چارواکولخوادخپل ولس اوافغان کډوالوپه وړاندي ترسره کيږي چي تاريخ ئي مثال نلري . ډيره جالبه اودخنداوړخبره ده چي دوي ددموکراسی اوټولنيز عدالت خبري کوي،ځکه دهمدې دموکراسی اوټولنيز عدالت غوښتونکي هره ورځ ددوي په وحشی زندانوکي په دار ځړول کيږي . خپلو مخالفنوته دا حق نه ورکوي چي له عاموخلکواوخپلو علاقمندانوسره وگوری،بيادوي موږ ته  څنگه اوپه کوموسترگواوجرائت عدالت اودموکراسی رازده کوي اويانړيوالي ټولنې ته لارښودنې کوي  . ښه خبره داده چي په اوسنيو شرايطوکښي هر څوک خپل غم وخوري . موږ ته به ديوه گاونډي اودوست هيواد لويه مرسته داوي چي زموږپر خلاف دوسلو اوپيسوله مصرف نه لاس په سرشي او زموږپه چاروکي بې شرمانه لاس وهنې قطع کړي .
ايران دافغانستان په مسله کي يوبېطرف هيوادنه بلکي زموږ سره طرف دی . موږدايران دفرهنگی پوځی او سياسي يرغل نه پزې ته رسېدلي يو. که ايراني چارواکي په رښتياسره  پر افغانانودومره مهربان دي؟ بيانوولي په خپل هيوادکي افغاني کډوال په يوه اوبله بهانه زوروی؟ ولي هروخت چي ئي زړه وغواړی افغان کډوال په فاشيستی بڼه اوغيرانساني طريقه دټولوانساني اونړيوالونورمونوخلاف دکورنی نيم غړی افغانستان ته ډيپورټوي اونورئي په ايران کي پاتېږي ،دروښانه بېلگې نه ئې پورته يادونه وشول .
دهلمند داوبومعامله اودکجکی دبنددبياجوړېدوپر خلاف دتورن اسماعيل پوسيله ټولي ورانۍ اودسيسې  موږافغانانو ته لمرغوندي روښانه دي .داهيچاته دمنلو وړنه ده اودپدې پنځوس کاله ايراني چارواکوپه عمل کښي ثابته کړې ده چي په افغانستان کي دهلمند رودپه گډون پر هغورودونوچي اوبه ئي ايران ته رسېږي دبندونودجوړېدومخه نسي .
په ناروی کي دافغان  کډوالونه داستخباراتي کاروبارلپاره استفاده دښه گاونډي توب بېلگه ده ؟
پدې باوريوچي دنړئ په ټولوهيوادوکي دهمد بېچاره کډوالونه  همدا ډول ناروا استفاده کوي .
ايرانی چارواکي دخپلوبېشرمانه مداخلواوظالمانه کړنووروسته بياهم نه شرمېږي او ادعاکوي چي دسولي پلوی اودافغا نستان  له ښېرازی سره علاقه لري .سوال پيداکېږي ،دکوم افغانستان له ښيرازی سره دوي علاقه لري؟ موږتراوسه نه يو پرې پوه سوی،داپنځوس کاله خودوي موږته يوازي بدمرغی ډالی کړې  اوبس .که دوي دداسي افغانستان سره علاقه لري  چي ددوي لاس پوڅی ئې چارواکي وي دابله خبره ده اوددي خوب رښتياکېدل به دنړۍ دبربادی په قيمت تمامه شي.
دټولوهغوافغانانودنده بولم چي دخپل هيواددروښانه راتلونکي په هکله فکر کوي اوپدې ناخوالوزورېږي پدې ورستيو کښي دغونواوډيروباريکوسياسي لوبوته جدي پام وکړي .دهرډول شعاروپه لوي لاس جوړوسوو پېښواو تبليغاتوتر تاثيرلاندي راتلل اوياهلته ځان مصروفول به زموږدهيواد داماته اوگوډه کښتۍ غرقه کړي .
وخت ډير حساس اولوبې ډيري بېچلې ،لوبغاړی هم ساده زړنکي نه دي. په يوه خبره که رښتياسره ووايودافغان ولس په وړاندي يوه نامقدسه لوبه رارونه ده .دادهرهغه افغان چي ځانته هوډمن افغان وايي ملي دند بولم ددې سترې اوپېچلې خطرناکي لوبې پايلوته جدي پام راواړوي . ومن الله التوفيق