مخزن الاسلام


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • شهسوار سنګروال
  • 342

 Maxzan ul - Islam

 لومړۍ نسخه :
پرلپسې ګڼه  : order as to islamic: 2393
د کتاب نوم : مخزن الاسلام : Maxzanul-islam
لیکوال :  اخوند دروېزه :  Axund Darweza
مینځپانګه :  د ایمان په اړه دیني او اخلاقي ښودنې
ژبه :    پښتو Pashto
کاتب :   نوم یې تر سترګو نشو
د لیکلو نېټه :     1179 هـ   (1765م) Date: 
لیک بڼه :   نسخي Nasxi
د کرښو شمېر :   Lines  15
د پاڼو شمېر :   156 چې  312  مخه کیږي .
کچه (اندازه):  15  -23    Size
یادونه : چا چې دغه نسخه د کتلاک (Catalogue) په مخ کښلې ده میسټر چارلس ولنز (Sir Charles Wilkins) نومیږي .
پښتۍ:   چرمي (ښایي د بریتانوي هند په مهال پښتۍ ورته ورکړ شوې وي)
د کتاب پیل:    په بسم الله الرحمن الرحیم شوی دی .
د کتاب متن:  امر او نهې (د څښتن تعالی ثنا او د حضرت محمد ؛ص؛ صفت)
پایله او وروستی پیغام :   د هر سالک انسان لپاره شریعت ،طریقت ،حقیقت او پوهه غوره ګڼل شوې ده.
د برټېش په کتابتون کې د مخزن د ټولو نسخو شمېر ۲۱ ټوکو ته رسیږي خو ما لومړی وار د دې کتاب هغه قلمي نسخه تر لاسه کړه چې په تندي یې کښل شوی وو ؛الجزوالاول؛ کتاب  مخزن اسلام .
له پاڼې اړولو وروسته لومړی بسم الرحمن الرحیم لولو او ورپسې الحمدالله ... او څو عربي  عبارتونه...  د دې نسخې په دریم مخ کې له درې کرښو نه وروسته پښتو متن په پښتو لیکدود پیلیږي .
لومړی بیان داسې پیلیږي : ؛په نامه د حق اغاز کړم...؛ او وروسته بیا دغه مسجع نثر لولو :  پاد شا دپاد شاهان تر معتبر معتبر  دی 0  د صفت دی د بزرکي  ترجمله  عقلون بر دی...؛
په دغه متن کې چې ما د بېلګي په توګه څو لنډې کرښې وکښلې د څښتن تعالی د ستاینې نه سربېره په مومنانو  او مسلمانانو غږ شوی چې په کوم کار کې ثواب دی او په کومو ناوړو کارونو کې د څښتن تعالی  له لوري عذاب ... (ترپایه)  لومړی څپرکی چې د ؛بدع الامالي؛  په قصیدې پیل شوی دی  په زړه پورې  ځکه دی  چې د دې قصیدې لیکوال (عربي لیکوال  سراج الدین علي  ابن عثمان ، الوشی الفرغانی )  د هغه مهال له نامتو شاعرانو څخه ګڼل کېده .
د دغه قلمي نسخې په ۱۲ مخ کې  لومړی بیان پایته رسیږي چې  ورپسې جوخت بل کلام په بسم الله پیلیږي . په دغه څپرکي کې سربېره د څښتن تعالی له ستاینې نه د حضرت  محمد (ص) او د هغه د یارانو ستاینه هم شوې ده او پرته له دې بیا د هغه مهال د مسلمانانو د لښکر یادونه هم شوې  یانې  که له یوې خوا یې له کاپرانو سره جګړې کولې خو له بلې خوا یې د اسلام ښېګڼې هم ورته په ګوته کولې . په دویم بیان کې ؛ قصیده برده؛ چې د امام همام(رح) علي الدوام  محمدبوصیري (رح) والغفران دی چې له پیل نه تر پایه پورې د انحضرت (ص) ستاینه پکې شوې ده . په پای کې د دې څپرکي د وروستي کلام په یوه برخه کې لولو :؛بل بیان ب د نبي للښکرون د یاران لجنکون به څه وکړم0 لک لاس ي که پتور کافران وو تر مشرق تر مغرب شرمیدلی د لهیبت0 
دریم بیان هم   د تېر په څېر په بسم الله پیلیږي چې  ورپسې دغه کرښې لولو:
؛کند ستا د دي سلم یاران یادیږي 0 څکه اوښ د لوین کډوډ تر دواړ لیمه توئیږي 0  
پدې څپرکي کې د مینې او محبت خبرې هم راغلي دي .... خو کله چې دا خبرې پایته رسیږي ورپسې د سپینو وېښتو د حرمت یادونه هم شوې  چې ګنې ؛سپین وېښته وو مېلمانه په سر راغلي ؛.
پدغه برخه کې د محمد (ص) ستاینه ، د نبي (ع) شفاعت  او د کسرا ماڼۍ (د کسری مانړي شوی مات دړوړهم...) یادونه هم شوې ده چې د دې څپرکي وروستی کلام داسې دی:؛د هر څیز اصل ثابت دي څکه نوم باندې رغیږي0
په لنډیز سره باید یادونه وکړو چې پدغه بیان کې د انساني عقل ،تفکر ،کلام قدیم ، کلام ازلي ، د الله تعالی د نعمتونو ، د نیکمرغه او بدمرغه انسان په اړه څرګندونې ، د څلور خلیفه ګانو او اصحابو ستاینه او شرعي احکامو په اړه بېلابېلې څرګندونې شوي دي .
د دې قلمي نسخې بل څپرکی د الله  تعالی په ستاینه پیل شوی دی او بیا د لمانځه فرض ، واجب ، سنت ... د لمانځه مکروهات او مفسدات بیان شوي دي.
د شریعت ، دین ، توحید ، عقیدې ، معرفت ، مذاهبو  د ۱۲  فرقو د علم ، تفکر ، عقل ، الهام، شک او ګومان ، کفر او اسلام ، جنت ، دوزخ ، معراج ، کرامت اولیا ، ملحد، منکر ، منافق ، امام ، د جنازې لمونځ ، د امر او نهې په اړه هم څرګندونې شوې دي.
همدارنګه اخوند صاحب په مخزن الاسلام کې د څښتن تعالی د ښېګڼو ، قرانکریم ، حدیثو، معجزو ، جبرائیل امین ،حضرت محمد(ص) ، غزاګانو ،معجزو، روژې ،نفلو او ان  د شیطان په اړه څرګندونې کړي دي او په تولو  ټوکونو کې ډېرې بېلګې خوندي کړي دي .
د مخزن الاسلام د هربیان په پای کې اخوند دروېزه خپل نوم لیکلی دی . د بېلګې په توګه یو ځای دغه کرښې تر سترګو کیږي :
؛دروېزه چه اجتهاد پ علم وکړ عربي  ي پوښتن لره پښتو کړ نور غم غرض ي نو مکر دا چه په نیکان کښ یادیږي 0 دا کتاب م عربي ونبي صفت کړي محمدبوصري و 0 ده فقیر څن پوښت کړ چه یادي پدعا کا هغه کس د پ دین هم په دنیا نه زهیریږي0 ... د هر څیز اصل ثابت دي څکه نوم باندې رغېږي ...(۳۵مخ)
اخوند صاحب په مخزن کې د پښتون او پښتونخوا یادونه هم کوي او داسې انګېرل کیږي چې ما ځکه دا کتاب په پښتو وکښه چې پښتانه ترې ګټه واخلي د ساري په توګه : ؛دروېزه چې عقاید په پوښت وو شفقت  ي و پر لوی پر هلک پرازاد  پربنده  وپوښتنخاؤ0
د مخزن په یوه بل بیان کې د ؛خلاصه کیداني؛ یادونه هم شوې ده چې بیا دغه بیان په څو بابونو وېشل شوی دی چې لومړی باب یې د فرایضو... او اتم باب یې د مفسداتو دی .
د مخزن دغه قلمي نسخه تر ۱۲۱ مخ پورې  روغه رمټه ده خو د ۱۲۲مخ په شمول د کتاب یو شمېر پاڼې چینجنې شوې دي خو کاغذ یې داسې بریښي لکه په مینځ کې چې یوه نازکه جالۍ کارول شوې وي .
د مخزن په ۱۴۸ مخ کې د پیر او مرید یادونه او ستاینه هم شوې ده لکه چې کاږي : ؛هم هس سنی پیر به د مرید شفاعت وکا0.... اوس څموږ په زمانه لاف د درویشي کا 0 ول شیخ عبدالقادر سید علي خاص الاخص دي 0 اولیا د رنګا رنګ غوث او قطب سره یو دی 0 لک شیخ عبدالقادر هم پدا خپل زمانه کې مقدس دي 0 درویزه دایم پسرو د پاک نبي شه که طالب ي پسر وي کړ اختیار 0 که څوک د وپوښتین د ایمان رکنون څو دي 0 ته وواي رکن دوه دي ما ویلي په پښتو دي 0 (۱۵۶مخ) 
له دغو څرګندونو سربېره اخوند دروېزه پخپل کتاب کې د یوه روایت په بنسټ (۱۹۷مخ) د سلطان محمود یادونه هم کړې ده . که څه هم تاریخي ارزښت یې تت د ی خو مذهبي انګېرنه یې د پام وړ ده . ولې کومه خبره چې ډېره مهمه ده هغه دې  د ملحد تر باب لاندې (۲۰۱مخ) کې د پیر روښان د کړو وړو غندنه ده :
؛اوس څموږ پزمانه کې کمراهان بیحده ډیر دي 0... ول زبات اوس څموږ لبا زید انصاري سره دعوه ده 0 دي د خدای لار غل دي ... دبازید پلار نیکه دواړه علمان وو د ورمړ هم رښتیني ووپدین کښ0  ... سودا کرشه د آسون پطلب غه د دنیا شه سمر قند لره وتللی  آس ي راوست دوه سر 0 هندوستان لره وتللی... د ایمان خلل ي  دا وچه اشنائي درملحد حاکمراه سلمان شه 0 سلیمان پور پکمراهي وکمراهي شوه د بایزید و زړه ت تیر 0 پلار د بایزید ډیر دیني سړی وو ... عبداله  دده نامه و بي اختیار ور روان شه0 په چړي وواهن دي لویر مسلمان شه0 چه بابا څما توبه دلکل واړ  کمراهي ي0 نور به مټ په شریعت کړم څوحیات یم پر نړي ي0 ... راغی تر ننکرهار پ مهمند کښ مقام کړ کمراهي  کړ اختیار 0 پمهمند کښ ي ملکي سلطان احمد کړ پغه وقت  اي طالب 0 (۲۱۴مخ) له دې سربېره اخوند صاحب ځای ځای په مخزن کې د بایزید ستاینه هم کړې ده ولې دا یې هم ورغبرګه کړې چې د : ؛دنیا عقل ي ډیر و0  د قیامت عقل ي هیرو0 ؛ 
که اخوند دروېزه له یوې خوا بایزید غندلی دی خو له بلې خوا یې خپل پیر سیدعلي ترمذي ډېر ستایلی هم دی لکه چې ویلي یې دي :؛د فقیر استاد حضرت سیدعلي ترمذي و پ بنهیر کښ0  پوښتنخوا پمثال شپه  و دی ډیوه  وپه اند هیر کښ0 ؛.
نوموړي همدارنګه د اکبر پاچا ، شیخ عمر ، نورالدین ،کمال الدین ، جلال الدین ، یوسف زو او نورو یادونه هم کړې ده . د مخزن په قلمي نسخه کې له دیني لارښودنو سربېره تاریخي پېښې هم انځور شوي دي او دغه مینځپانګه تر کریمداده پورې غوځېدلې ده نو ځکه خو په ناڅاپي سره د نسخې په ۲۲۰ مخ کې د کریمداد نوم تر سترګو کیږي . ښایي د دې مانا دا وي چې له دې وروسته په مخزن اسلام د ده څرګندونې ورزیاتې شوي وي لکه چې ګورو : ؛کریمداد واړ د خدای د پار وپوښتا نه دي پیاد کا 0 لک پوښت دین  ووایه شه واک حجت د پوښتن شه چه وخداي  ت بئ زباد کا...؛ کریمداد هم پدغه څپرکي کې د تېر په څېر د شریعت ، سنت  جماعت ، بهښت  او نور دېته ورته توکو ته ګوته نیولې ده. 
د شیخ علي ترمذي له نوم سره په څېرمه یې د شریعت ، حقیقت ، طریقت... او د سالکانو په اړه هم څرګندونې بې ګټې  نه دي .
کریمداد له دېنه پرته له ؛الحمدالله نه نیولې تر پایه پورې د لمانځه ژباړه په روانه پښتو ژبه چې هر څوک پرې پوهېدلی شي کړې ده. د سلوک ، اخلاقو ، د جنازې د لمانځه او د شهادت  د مقام یادونه او ستاینه هم په مخزن کې تر سترګو کیږي . 
کریمداد  د مخزن په وروستۍ برخه کې د ځان په اړه کښلي دي :
؛کریمداد د یو کنا هکار دی.... الف امان غواړي لتا. ب بندګي  کړ اختیار (۲۲۹مخ) تر پایه یې د الفبا ټکي په مسجع ډول کښلي دي .  په پای کې د مخزن الاسلام دغه قلمي نسخه په دغه کرښو پایته رسیږي : ښاد مخزن ي وکیښ یورپ درپ کوهار 0 هر چه لولي عمل کا خداي د ماورسرمل کا هم روزي کا خپل دید امین یا رب العلمین 
تمت نسخه مخزن 
سنه ۱۱۷۹  هجري 
له دېنه لاندې  بیا دغه کرښې لولو:
د خدای رحمت پر مصنف شه هم پر واړ  ننګرهار *  چه پوښت دین  پوښتن لر بیان کړ تار پتار *  ښایست مخزن ي وکیښ پورپ درپ کوهار * هر چه لولي  پر عمل کا خدای  د ما ورسر مل کا هم روزي کا خپل دیدار *  امین یارب العلمین 
تمت نسخه مخزن سنه  ۱۱۷۹ هجري.