د ((رشاد کره کتنه)) خبرتیا


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • بدر
  • 365

په کابل کې (( رشاد کره کتنه)) وياړي، چې له ډېر اوږد ځنډ وروسته په دې بریالی کېږي، چې د ((رشاد))
په نوم مهالنۍ مجله يو ځل بیا خپره کړي.
دغه مجله د ارواښاد علامه پوهاند اکاډميسين عبدالشکور رشاد په ژوند کې دوې ګڼې چاپ او خپره شوه، خو وروسته د ځينو ستونزو له کبله له چاپ نه پاتې شوه.
رشاد کره کتنه هوډ لري، چې د ارواښاد علامه د روح د خوشالولو او په افغانستان کې د تحقیقي ادب د پرمختيا او غوړيدا لپاره دغه مجله يو ځل بيا په مهالنۍ بڼه خپره کړي. په دې توګه دننه په افغانستان او له افغانستان نه بهر ټولو افغان ليکوالو او محققینو ته بلنه ورکوي، چې خپلې علمي تحقیقي لیکنې د صديق الله بدر د لاندې برېښنا ليک په پته واستوي:
rooman2007@gmail.com