ایران ته سلام!


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 372

د ولسمشر د لومړي مرستیال د ننواتو له ماموریت سره سره، په ایران کې د افغانستان د تېلو د ټانکرونو د بند شپې لا هماغسې پسې اوږدېږي. مطبوعاتو په ایران کې د افغانانو د ځورولو خبرونه هم یو وار بیا په همدې ورځو کې خپاره کړل. د افغانستان حکومت لکه وزرماتی مرغه پر خپل ځای ناست، کله ناکله، د زړه په زور، یوه احتجاجي کړیکه وکاږي او بیا سترګې په لار وي چې د ښاغلي احمدي نژاد حکومت به لا نور څه کوي.
کله چې افغان چارواکي ایران ته ځي او کله چې ایراني چارواکي کابل ته راځي ایرانیان دا خپل فرض بولي چې د افغانستان استقلال تر پوښتنې لاندې راولي خو افغان مشران ورته موسکا پر شونډو ولاړ وي.
پوښتنه دا ده چې ایران ولې پر افغانستان دومره زړور بلوسي او د افغانستان ولې داسې غړي تښتېدلي دي. یو وخت یو افغان چارواکي ویلي وو چې افغانستان نه غواړي چې په دوو جبهو کې و جنګېږي، موږ ته د پاکستان له لوري متوجه خطر د ایران د ګواښ په پرتله مهم دی نو ځکه د ایران په وړاندې شدید غبرګون نه ښیو. که د ګواښ په ارزولو کې د دغه مقام نظر و هم منو د افغانستان د حوصلې په اړه بیا هم سړي ته شک پیدا کېږي. دا به ډېره منطقي خبره نه وي که و انګېرو چې د نغدو پیسو کڅوړې چې زموږ د ولسمشرۍ ماڼۍ یې په لاس ته راوړلو اعتراف کوي دومره خوږې دي چې زموږ د حکومت خوله یې ورتړلې ده. دغه کڅوړې که هر څومره ګڼې او هرڅومره ډکې هم وي د هغو بکسونو مخی نه دي چې له کابله دوبۍ ته وړل کېږي نو په ګرانه به د منلو وي چې زموږ د حکومت د ټولو چارواکو سکوت داسې په ارزانه اخیستل کېږي. بیا نو د افغانستان د ضعف ټکی چېرته دی؟
ارګ ته د ولسمشر کرزي پر راتلو نهه کاله واووښتل. د بن په کنفرانس کې د ملي امنیتي ځواکونو تشکیلول او د مهاجرینو بېرته راستنېدل د افغانستان د نوې ادارې په لومړیتوبونو کې وو. د ظرفیتونو نشتوالی، د سیاسي ژمنتیا کمزوري، د ليډرشېپ ستونزې، د هېواد د راتلونکې له پاره د روښانه تګلارې نه جوړېدل، د هېواد سیاست په جوړجاړیو او مافیایي روشونو تکیه کول، د دولت په ټولو سطوحو کې پراخه فساد د هغو عواملو یوه برخه ده چې د افغانستان حکومت یې دې ته پرې نه ښود چې د هېواد له ستونزو سره واقعبینانه برخورد وکړي. نن زموږ په ملیونونو وطنوال لا په پاکستان او ایران کې مهاجر دي. که د افغانستان حکومت هسې په هېره هم د خپل واک تظاهر وکړي نو سمدلاسه پر مهاجرینو فشار راوړل کېږي، کورونه یې ړنګېږي، وهل کېږي، بندیزونه پرې لګېږي او په دار ځړول کېږي. که دا نه وي د افغانستان ترانزیتي لارې خو په منظم ډول ګواښل کېږي. د افغانستان د حکومت پر ستوني لکه خپسه چې ناسته وي دا هرڅه ګوري او له ډاره څه نه وایي.
افغانستان د ګڼو سیمه ییزو اقتصادي سازمانونو غړی دی خو د افغانستان کمزوری سیاسي دریځ زموږ هېواد د دغو سازمانونو له امکاناتو بې برخې کوي.
لکه د راولپېنډۍ د کنفرانس پر مهال چې افغاني پلاوی دومره د استعمار تر تاثیر لاندې و چې د افغان-انګرېز ګټل شوی جنګ یې پر بایللې سوله بدل کړ او د افغانستان نیم وجود یې د استقلال له نعمته بې برخې کړ، همدغسې اوس هم چې افغاني پلاوي نړۍوالو کنفرانسونو ته ورځي د دروېزې په روحیه ورځي، او هېڅکله د قوت له دریځه نه غږېږي. نن چې ایران زموږ ټانکرونه درولي دي، افغانستان ډېر په اسانه کولای شي چې د بالمقابل اقدام په توګه د «پارسي ژبو هېوادونو» له خبرو اترو ځان څنګ ته کړي. دغه خبرې اترې به د افغانستان په ګټه وي یا به نه وي خو درېدل یې د ایران له پاره د زغملو نه دي. ایران چې زموږ مهاجر ځوروي، موږ په ډېر اسانه کولای شو چې د ایران-تاجیسکتان د ترانزیتې لارې جوړېدل د خپلو لومړیتونو د سر له کتاره دویمې کرښې ته راولو. دا به داسې څه وي چې موږ پرې خورا ستر امتیازات اخیستلای شو. دا خو هسې د نمونې په توګه یو دوه بېلګې وې خو که افغان سیاستوال ریښتیا هم لازم افغاني غرور ولري او د افغانستان پر امکاناتو خبر وي نو بیا ضرور نه ده چې موږ تل خپل حقه حقونه په سوال وغواړو.
په دې برخه کې باید پرته له بې ځایه ځان ستاینې، د ایران د حکومت زړور سیاست ته په دواړو لاسو سلام وکړو، ګوندې وي چې زموږ مشرانو ته هم څه غیرت ورشي.