دجدې شپږمه دتورو ورځو پیلامه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سمون زرمتی
  • 483

د١٣٥٨ کال دجدې شپږمه نيټه نه یوازې دافغانستان په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ ده بلکې دنورو تورو ورځو پیلامه هم ده،دغه ورځ  زموږ د دیرش کلنې غمیزې پیل ده، په همدې ورځ دشوروي اتحاد سره پوځ دټولو انساني او نړیوالو موازینو په ترپښو لاندې کولو سره زموږ پر خپلواک هیواد یرغل وکړ. دحفیظ الله امین حکومت یې له منځه یووړ او پر ځای یې د ببرک کارمل ګوډاګی حکومت واکمن کړ.
پر افغانستان دشوروي دسره پوځ له تیري کابو دیرش کاله تیرشول، په دې موده کې موږ ډیر څه ولیدل خو لږ څه مو ترې زده کړل.موږ نورو هیوادونو ته مهاجر شوو،کابو دوه میلیونه خلک مو په دې جګړه کې له لاسه ورکړل، په هیواد کې دمعلولینو شمیر زیات شو، دخلکو ترمنځ دبې باوري توره فضا رامنځته شوه دلته حکومتونه راغلل ولاړل دشوروي امپراتوري دړې وړې شوه، زموږ وینو نورو ته ګټه ورسوله زموږ په ګاونډ کې دمرکزي اسیا هیوادونه خپلواک شول څو نورو ګاونډیو مو له دغې جګړې څخه پخپله ګټه کار واخیست زموږ ترمنځ یې دبې اعتمادي کړکیچ لا پسې ژور کړ دخپلو ګټو دساتنې لپاره یې ډلې جوړې کړې، ویې روزلې او په خلکو یې تحمیل کړې، ځینو پردیو ښکاره یرغل وکړ ځینو هم پټ.دځینو پوځونه راغلل خو دځینو نورو بیا فکرونه او کلتورونه راغلل.
موږ دې ته خوښ یو چې پردي مو له خپلې خاورې شړلي بیا مو دې ته نه دي کتلي چې اوس په څه حال یو،یوفاتح ملت پخپلو پښو ولاړ وي خو موږ لا اوس هم پخپلو پښو نه یو ولاړ او نورو ته مو لاس اوږد کړی چې له خاورو مو راپورته کړي.موږ اوس هم لا په وینو کې لمبیږو اوس مو هم ښوونځي سوځیږي اوس مو هم ماشومان له درس او تعلیمه لیرې ساتل کیږي اوس مو هم کلي او کورونه کنډر ولاړ دي ، موږ اوس هم یوبل ته د ټوپک له میله ګورو.
داسې څرګندیږي چې موږ د جدي دشپږمې نیټې په درسونو ژور فکر نه دی کړی موږ اوس هم لا هغه حد ته نه یو رسیدلي کوم چې له جګړې وروسته یو فاتح ملت باید ورته ورسیږي.
زموږ په زمانه کې یوازې له هیواده دیوه بهرني هیواد د پوځونو په وتلو سره د وطن خپلواکي نه شي تآمیندای بلکې دیوه هیواد استقلال لکه څنګه چې پوځي ځواک ته اړتیا لري همدومره بلکې تر هغه زیات دهغه هیواد اقتصاد، کلتوري لوړتیا،سمې ادارې او داوسیدونکو دتعلیم سطحې لوړتیا ته اړتیا لري او موږ دې ته لا نه یو رسیدلي، او داسې ښکاري چې لا ډیره لاره په مخ کې لرو. اوس هم لا تیرې تجربې تکراریږي داسې ښکاري چې موږ لا اوس هم له تیرو تجربو درس نه دی اخیستی لا مو راباندې په تیریو شویو پیښو ژور فکر نه دی کړی لا خو دخپلو ځینو جنګي شهکاریو له نشې نه یو، را په خود شوي او یوازې پر هغو ویاړو.
زموږ ځینو خپلو خلکو هم پخوا دا فکر کاوو چې نور به زموږ وطن راته جوړ کړي  او هم اوس دا فکر لا له ځینو سره شته چې نور به زموږ وطن جوړوي په داسې حال کې چې هر څوک خپلې ملي ګټې لري او په خپل هرګام کې خپلې ملي ګټې پالي نه دنورو ګټې.   
ماکیاولي وایي (( په پردیو پوځونو پورې زړه مه تړﺉ که په جګړه کې بریالي شي، بری خپل بولي او تاسې ته کوم ارزښت نه درکوي که په جګړه کې مات شي ملامتي پر تاسو اچوي))
موږ باید په تیرو حوادثو ژور فکر وکړو ولې پر موږ داسې حوادث راغلل زموږ ونډه پکې څه وه؟ څه مو کولای شوای چې کړي مو نه دي؟ موږ یو عادت لرو خپله ټوله ملامتي پر نورو وراچوو که مو په منځ کې بې اتفاقي هم وي وایو ګاونډیان مو نه پریږدي چې موږ د وروڼو په څیر سره و اوسو.که مو مکتب هم سوځول کیږي ملامتي یې پر نورو وراچوو که مو اداره هم نه جوړیږي ملامت بل څوک بولو که مو په دولت کې اداري فساد هم وي موږ نور ملامتوو.طبعي خبره ده چې هر څوک خپلو ګټو ته ګوري.
یوه مشهوره وینا ده وایي مه وایه چې نور څه کوي بلکې دا ووایه چې ته څه کوې.نور که له وسلو او ټانکونو سره راغلي که په نورو نومونو راغلي او یا یې هم زموږ په هیواد کې دخپلو ګټو دساتلو لپاره دلته ډلې ټپلې جوړې کړې او روزلې دي خپل کار یې کړی دی.خپلې ملي ګټې یې پاللې دي.موږ ته یې زیان رسولی دی ځان ته یې ګټه کړې ده.
موږ ته په کار ده چې نور له خوبه را ویښ شو او خپل وطن په رښتنې معنا دنړۍ دخپلواکو او پرمختللو هیوادونو په کتار کې ودروو، هغه وخت به راسره دیوه بریالي او فاتح ملت نوم ښه ښکاري.